(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کشمالی ګل

[20.Apr.2022 - 11:48]

کشمالي ګل/ لیک: ضیاالدین همت مل

 

ګل دې په اوربل  ایښی دی د کشمالو!

پښتو کې ورته کشمالی/ ببرۍ ،عربي کې ریحان او دري کې ورته نازبو وایې، خو دا ریحان نوم یې ډېر مشهور دی، ځکه زموږ ټولنه مذهبې ده او د ریحان نوم په همدې بڼه زموږ په مقدس کتاب کې یاد شوی:

(( وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ)) ۱۲ ایت، سوره رحمن 

ژباړه : راز راز غلې دي، چې په هغو کې واښه هم وي او خوشبویه دانې هم

د کشمالي ګلان په افغانستان کې ډېر کرل کېږي، په ۱۳۹۳ل کال کې (بي .بي. سي)راډیو یو راپور نشر کړی و، چې هلمندیان غواړي، نور د کوکنارو د کرکیلې پرځای د کشمالو کرکیله دود کړي، دوی  له دولت غوښتي و، که پدې اړه ورسره مرسته وشي نو د کوکنارو ګل به په کشمالو بدل کړي.

روغتیا پالان وایې: کشمالي په ډېرو درملو کې استعمالیږي.

 زراعت پوهان وایې: چې دا ګل تقریبا له ۲۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې لوړیږي، بیضوي شکله پاڼې لري او د باجرې غوندې وږي کوي. کشمالي تقریبا پنځه دېرش ډوله لري. د کشمالو په اړه داسې یوه افسانه  هم شته:

 (( نوشیروان یو عادل پاچا و او د هر چا عرض به یې اوریده، یوه ورځ دربار کې ناست و د خلکو شکایتونه یې اوریدلو چې یو غټ مار راغی خلک وویریدل، خو دې خلکو ته وویل، مه کوئ! چې راشي، کوم شکایت به لري. مار راغی د یوې څاه له غاړې نه راتاو شو، بیا څاه ته ښکته شو خلکو چې وکتل، یو لړم په یو مار نېښ خښ کړی و او هغه مار یې وژلی و. پاچا  د خپلې نېزې سره لړم راوویست او سزا یې ورکړه. هغه غټ مار بېرته لاړ. کال تېر شو پاچا په خپل ځای کې ناست و. د خلکو شکایتونه یې اوریدل، چې بیا هغه غټ مار راغی او د خولې څخه يې څو تورې دانې وغورځولې او بېرته لاړ. پاچا حکم وکړ، چې دا دانې وکرئ! څه وخت وروسته له هغې څخه کشمالي شنه شول. نوشیران پاچا زکام شو، د کشمالو د ګلانو په بویولو  او خوړلو سره له دې رنځه ښه شو.))

دا افسانه به رښتیا نه وي، خو دا حقیقیت لري، چې کشمالي د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري

ځینې یوناني طبیبان یې د اعصابو پیاوړتیا، سر درد ،ستوني درد، ټوخي، نس ناستي، وزن کمیدو، د مخ رټو، دانو او داسې نورو ناروغیو لپاره یې د اغیزناک درمل په توګه توصیه کوي

ایرانیان د پیاز یا هوږې له خوراک وروسته د کشمالو څو پاڼې ژوي، تر څو یې د خولې بد بوي له منځه لاړه شي.

په دې اړه په پښتو کې يوه لنډۍ هم لرو:

(( یا دې په خوله کې کشمالي دي  

 + یا دې د عطرو په چینه لامبلي دینه ))

یو شمېر مذهبي ایرانیان یې د امام صادق په قول د پیغمبرانو خوراک بولي. یو شمېر یوناني روغتیا پالان یې بیا د ستوني درد او د انسان په داخلي جوړښت کې د شته میکروبو د له منځه وړلو لپاره ګټور ښيي، خو امام کاظم  یې بیا د تبر کلوز رنځ لپاره یو نایابه درمل توصیه کوي. زراعت پوهان او ویترنران یې بیا د ماشو او د یو شمېر نورو مضرو حشرو په له منځه وړلو کې ګټور ښودلي دي، ځکه خو  پخوانيو خلکو د بامونو په سرونو د کشمالو کرلو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړې و، عبدالعزیز شجاع وايي ، چې:  ((کشمالي/کشمالۍ

کشمالي د پشه یي لغت کیشیک مالي اوښتی یا تغییر شوی شکل دی چې کشیک کرلو او مالي بلۍ یا د بام ژۍ/څنډې ته وایې. کشمالۍ تر ډیره په پشه یي میشتو سیمو کې د بام په څنډو کې کرل کیږي. ))

 

 څو له ماشو او نورو حشراتو محفوظ وي، خو زموږ ولسي ادب يې په بل ډول انځوروي: (( کور يې په کلي کې معلوم دی + د بام په سر یې کشمالي کرلي دینه )) یو بل يې د یار نښه بولي او وايي:(( دايې په نښه د لالي کرلي + د بام په سر یې کشمالي کرلي ))

یو شمېر وګړي یې د معدې او یو شمېر یې د سرطان ناروغتیا د درمل په بڼه هم استعمالوي.

د هند خلک يې بیا د ويښتو تویيدو  او د پخې د مخنیوي په پار  په تیلو کې استعمالوي

مصري جینکیو د خوب ځایونو کې به  د کشمالو پاڼې شیندلې،  خو د مالیزیا خلک یې بیا د مینې سیمبول بولي. کوم ځوان یا پیغلې به چې چاته د کشمالي ګلان ورکړل نو دا به د مینې د اظهارولو په مانا وه او بله دا، چې دوی به د  مړو سره یو څه کشمالي په قبر کې ایښودل او ځینو به د قبرونو په غاړو کرل. د کشمالو ګلان د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو ډېر خوښېږي او ویل کېږي، چې ځینو پیغلو به په اوربلونو کې اېښودل، ځکه یوه لنډۍ ده :

((په کشمالو کې ورته پټ شوم 

نجلۍ اوربل کې کشمالي ږدي رابه شینه))

داسې ډېرې لنډۍ شته، کشمالي په بامونو کې به جینکیو کرل، لکه

((جینکو نوی دود جاري کړ 

د کشمالو باغچې په بام کې جوړوینه))

یا: ((د کشمالو به دې باغوان شم 

چې هر سبا دې په وړیا دیدن کومه)) 

داسې ډېر شعرونه  شته، چې دا ثابتوي، چې د جینکیو د کشمالو ګلان خوښېږي، خو په ترنم یې ووايئ، لکه :

کشمالي ګله ګله 

کشمالي ګله ګله 

تاله د چم جینکۍ لوبو له راځینه ګله 

و کشمالی ګله 

((په کشمالو کې ورته پټ شوم 

نجلۍ د غواوو غوبنه ده را به شینه))

یا : په کشمالو کې ورته پټ شوم 

نجلۍ هوښیاره کشمالو ته نه راځینه 

مئین چې کله خپلې معشوقې ته د کشمالو په اړه وايي:

((د کشمالو منجیله وکړه 

چې خوشبويې دې د منګي له بېخه ځینه))

خو کله چې سلام ورلیږي نو

((په باغ کې سرې غوټۍ ته وایی

چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوینه)) 

کله چې د سیرت او صورت په اړه مثال وړاندې کېږي، نو بیا وايي :

((اول سیرت دویم صورت دی 

ګل ریحان له رنګه تور بوی یې راځینه)) 

یا : ((د کشمالو تر څوکو توره 

د بوی د زوره دې په جیب کې ګرځومه))

د کشمالیو کر زیات کړئ، خپلې بلۍ بېرته په کشمالیو  ښکلي کړئ، چې ښکلي یې له ځانه سره بیا داسې تشبېه کړي

((پورته بلۍ ته نظر وکړه 

د کشمالو په څېر کږه ولاړه یمه)) 

خو کاروان په شعر کې کشمالي بل ډول انځوروي، د وران وطن انځور په کې انځوروي

((چايې په غشو کشمالي وژلي 

چا ترې بادونه د لالي وژلي)) 

یا :(( شول موتندي د کشمالیو کودي 

دی شین اسمان ستا د خندا په شان شین))

نو په اخره کې دا سروکۍ په ترنم کې ووايئ :

((یه د کوچیانو میره          په قدم ورو  ورور 

ګل دې په اوربل ايښی دی د کشمالو))

په کشمالو کې مې حلال کړه 

د کوچیانو میره په قدم رو رو 

ګل دې په اوربل ایښی دی 

چې جنازه مې  ښاپیری او چتوینه 

د کوچیانو میره په قدم ورو ورو

ګل دې په اوربل ایښی دی د کشمالو))

ضياءالدين همت مل

Kashmali By:Ziaudin Hematmal

- همت مل
بېرته شاته