(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درې ورونه

[20.Apr.2022 - 11:38]

 درې ورونه/ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

له الماني سرچېنو څخه. ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

 

په تیره زمانه کې درې وروڼه په یوه کور ګي کې سره اوسیدل. دا دوه مشران په ونه ستر او په تن ځواکمن وو. کشر ورور يې په ونه وړوکی او په تن نری و. نو ځکه مشرانو وروڼو همیشه په کشر ورور ملنډې وهلې او ور پسې خندل يې. یوه ورځ په لرګیو پسې ځګل ته لاړل. د ځنګل په منځ کې په یوه روښانه ځای کې یو وړوکی سړوکی ناست و. سړوکې په یوه ایشاره درې واړه وروڼه ځان ته را وبلل او ورته ويې ویل چېزه کولی شم چې تاسې سره داسې مرسته وکړم چې د دسترو شتمنیو خاوندان شی. زه خبر یم چې دلته په یوه نږ دې ځای کې یوه جادو شوې خزانه پټه پرته ده. که چا دا خزانه بیا مونده، نور په په ټول ژوند کې د خواري او بې وزلۍ نه بې غمه وي. په دې هم باید پوه شی چې که څوک د خزانې د میندلو په نیت را و وزي او پیدا يې نه کړي، د هغه نه د یوې مودې له پاره خر جوړیږي او تر هغه به خر پا تې کیږي تر څو چې یو بل څوک راشي او دا خزانه پیدا کړي

کله چې سړوکي دا خبرې وکړې، ناڅاپه د دوی له نظره ورک شو. دوو مشرا نو وروڼو په پیړه او په منډو د خزانې په لټولو پیل وکړ ، خو لږ څه وروسته يې کشر ورور د خره « ینګا » واوریده. دی ولاړ شو ترڅو وګوري چې دا « ینګا » له کومه راغله. په دې وخت کې دوه خرونه په غوسه او ټوپونو په مخ ورغلل او هغه يې په دومره زور په شا ټیله کړ چې په ونه ولګیده. ده هلته یو تنګ او وړوکی سوری ولید او په دې سوري کې د سړوکي خزانه لیدل کیده. کشر ورور په سوري کې ننوت په خپل ټول زور يې لا وکړای شو چې حزانه د سوري نه را وباسي. په دې شیبه کې د دوو خرو نه هم د کشر ورور دوه مشران وروڼه جوړ شول اودواړه د لوی شتمن کشر ورور نوکران شول. تر دې وروسته يې بیا هیڅکله هم د ده په کوچنۍ ملنډې و نه کړې.

 Bezaubernde Kurzmärchen aus aller Welt  

- پوهاند اریوبزی
بېرته شاته