(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو سمې او

[14.Apr.2022 - 15:00]

د پښتو سمې او ناسمې بڼې

لیک: نصیب شیرزاد

کره بڼه: خسر

ناکره بڼه سخر خوسر

کره: خوله

ناکره: خله

کره: خوسا

ناکره: سخا

کره: دروغ

ناکره: درواغ

کره: درېدل

ناکره: ودریدل

کره: درېیم

ناکر: دریم/درېم

سرچینه: لیکلارښود

پوهاند م.ا.زیار

لاریون/مظاهره/جلوس/مارش.

سرچینه: پوهاند. م.ا.زیار

.......

په لنډیز سره لیکل یې سمه بڼه ده

تلپاتې/ تل پاتې

تلتاند/تل تاند

تلسمسور/تل سمسور

تلښېراز/ تل ښېراز

تلزرغون/تل زرغون

بدلاری/بد لاری

ورکلاری/ورک لاری

منځلاری/ منځ لاری

تریخژوندی/تریخ ژوندی

بداندی/بد فکر

منځواټنی/منځ واټنی

لرواټنی/لېرې واټن

لنډواټنی/لنډ واټنی

توندلاری/توند لاری

سرلاری/ سر لاری

سرچینه: پښتو وییپوهنه

پوهاند م.ا.زیار

..........

.........

 

د عربي ژبې وییونو/لغاتو پېژدنه څنګه وکولای شو؟

چې کوم ویي/لغاتو کې لاندې توري ول او یا را تلل هغه به د عربي ژبې رېښه لري.

 

لکه: "ح" حلال، حرام، محروم، حلوا، حل حبیب… 

لکه: "ف" فاعل، فرید، فاروق، فارغ، فرقه، مفعول...

لکه: "ق" قاري، قرض، قلم، قام، قید، قسم، قرار… 

لکه: "ث" ثواب، وارث، ثریا، ثمر، ثبوت، اثار.... 

لکه: "ص" صبر، صبور، اصلي، وصل، صدقه…. 

لکه: "ض" ضرورت، ضایع، ضمیر، وضعیت، ضرر، ضرور

لکه: "ع" علم، معلومات، تعینات، عملي، عمده، عملیات… 

لکه: "ذ" ذکر، ذاهد، او ذاکر… 

لکه: "ط" طالب، طلب، طرحه، طریقه، طاهر… 

لکه: "ظ" ظابط، ظالم، ظهیر، ظلم… 

لومړۍ یادونه: په ځینو عربي لغاتو باندې پښتو خپل قانون پلې کړی؛ د وخت په تېرېدو سره یې بدلون کړی.

------------------------

بېلګې: "ع" ځینې ځایو کې په "الف" بدلون کړی او ټولنه کې دود شوي لکه: "معنا" په "مانا" او معالومات په مالومات" خو "ات" وروستاړی د عربي ژبې جمع بڼه ده.

دویم: "ق" په "ک" قمیص/کمیس او "ف" په پ لکه: "تپوس" کلمه او "ط" په ت بدلون کړی لکه: طوفان په "توپان" طورخم په "تورخم" طوطاخېل په "توتاخېل" طوطي په "توتي" علیشنګ په الیشنګ علینګار.

 

خو ښاغلي "یون" صاحب په خپله لیکنه کې لیکلي الینګار او الیشنګ د عربي ژبې رېښه نه لري له اره "الیشنګ" او "الینګار" سم دي.

 

 ښاغلي! پوهاند مجاور احمد زیار وایي: "مانا" ویی د اریايي ژبې رېښه لري عربي ژبې پورې اړوند نه دی.

Nasib Shirzad

- ناسمې بڼې
بېرته شاته