(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستاینومونو

[12.Apr.2022 - 17:05]

د ستاینومونو ښځینه بڼې

هغه  ستاینومونه، چې "يوازې" په نرمه ی پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه * ډېــــــــری* په اوږده ې پای مومي، خو ځینې بیا په لکۍ واله ۍ ليکل کېږي

لومړۍ ډله:

نرینه بڼه ........ ښځينه بڼه:  

ښکلی ............ ښکلې

وړوکی ........... وړوکې

ستړی ............. ستړې

خواشینی ........ خواشینې  

تږی ................ تږې

وږی ................ وږې 

 

د هغو نرينه  ستاينومونو (په ی باندې) ښځينه بڼه، چې له کړونو (فعلونوڅخه منځ ته راغلي وي، یوازې په ې راځي:

نرينه - ښځينه 

منلی - منلې

کړېدلی - کړېدلې

ځورېدلی - ځورېدلې

پېښېدونکی - پېښېدونکې

زړه وړونکی - زړه وړونکې

سوځېدونکی - سوځېدونکې

چاودېدونکی - چاودېدونکې 

 

دويمه ډله

 نری - نرۍ 

 کوچنی -کوچنۍ

 ګلالی -ګلالۍ

ژوندی -ژوندۍ 

لومړی - لومړۍ

 

 د هغو ستاینومونو ښځینه بڼه،  چې له کړولونو څخه، لکه لاندې، باندې، پورته، بهر، برنی ...) منځته راغلي وي، يوازې  په ۍ پای مومي. پورته ځينې بېلګې راغلې هم دي

 

یوازېنی - یوازېنۍ 

باندېنی - باندېنۍ

لاندېنی - لاندېنۍ

بهرنی - بهرنۍ 

منځنی - منځنۍ 

پورتنی - پورتنۍ

برنی - برنۍ

دننی - دننۍ  

پرون - پرونۍ

نننی - نننۍ

سبانی - سبانۍ

 

د هغو نرينه  ستاينومونو (په ی باندې) ښځينه بڼه، چې له کړونو (فعلونوڅخه منځ ته راغلي وي، یوازې په ې راځي:

نرينه - ښځينه 

منلی - منلې

کړېدلی - کړېدلې

ځورېدلی - ځورېدلې

پېښېدونکی - پېښېدونکې

زړه وړونکی - زړه وړونکې

سوځېدونکی - سوځېدونکې

چاودېدونکی - چاودېدونکې  ستاینومونه، چې په *یالی* وروستاړي پای ته رسېږي، د هغوی ښځينه بڼه په ښځينه ۍ پای ته رسېږي

نرینه بڼه ...... ښځينه بڼه

بریالی ......... بریالۍ

توریالی ....... توریالۍ

ننګيالی ........ ننګیالۍ

پتیالی ......... پتیالۍ  (لوی عزت لرونکی)  

پاتیالی ......... پاتیالۍ ( ناکام)

بڼیالی .......... بڼیالۍ ( ډولي

پامیالی ........ پامیالۍ (متوجه

 

د پښتنو ټبرونه

هغه نومونه چې په نرمه ی (نرینه بڼه) پای ته رسېږي،  د هغوی ښځینه بڼه په لکۍ واله ۍ پای مومي:

نرینه بڼه ............. ښځینه بڼه

احمدزی .............. احمدزۍ

اپرېدی ............... اپرېدۍ

یوسفزی ............. یوسفزۍ

همدارنګه نور نومونه،.چې په زی راځي

 

لیکوال: کامران منګل    Kamran Mangal

- ښځینه بڼې
بېرته شاته