(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند زیار

[12.Apr.2022 - 16:55]

ښاغلی پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ۱۳۱۵/۳/۳۱ نېټه (د ۱۹۳۷) زېږدي کال کې د ننگرهار ولايت د مزينې رود په حصارك كې زېدلی دی.

 په ۹ کلنۍ کې،چې د ښوونځي د ټولگي زده کوونکی وء، د پلار له سیوري بې برخې شو، له خپلې مور او دوو کوچنيو وروڼو سره پاتې شو او ستونزمن ژوند يې د لومړني ښوونځي تر پايه پورې وزغمه.

 دغه لومړنی ښوونځی يې په خپل کلي کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته ورساوه. تر څلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل  ابن سينا شپې لیسه کې شامل شو

په ۱۳۳۲ ل کال کې د کابل په دارالمعلمين کې شامل او پر ۱۳۳۷ ل کال يې پای ته ورساوه. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې زده کړو ته د پښتو ژبې د ادبياتو په څانگه کې دوام ورکړو او د ليسانس تر درجې پورې يې زده کړې وکړې.

تر دې وروسته يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې د استاد په توگه دنده پيل کړه، هممهال يې د وږمې مجلې د چلولو چارې او د پښتو ملې د چلولو چارې پر غاړه درلودې.

د دغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې اتلس د رغاونې پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټ راټولې کړې او ويې څېړلې

له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز کاله يې د هغه بورس له مخې، چې د نوموړي پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توگه ور په برخه شوى وء، د سویس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه،ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) کې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ لوړترين بريليکونه ترلاسه کړل

تر هغې راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ يووړه

له ۱۹۸۴ تر ۱۹۸۶ ز کاله يې د برلین د هومبولوت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانگه کې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته ورسولې او دوه کاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټري او ډاکټري څانگې د Visiting Professor (مرستيال پروفیسور)په توگه دنده ترسره کړه او وروسته يې د کورني پيوستون پر بنسټ د لنګلستان پوهنتوني ښار اکسفورډ کې د مېشتيا رښته په برخه شوه

د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتماب هيواد مشر ډاکټر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې، ښاغلی دوکتور مجاور احمد زيار پر ۱۳۹۷ ل کال د ژبپوهنې په برخه کې د علومو اکاډمۍ د پوهنيز سلاکار په توگه په دنده وگوماره.

 

څېرمه چارې او دندې:

 

پر ۱۹۷۲ - ۱۹۷۵ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه

پر ۱۹۷۸ - ۱۹۷۹ ز کلونو د افغانستان د علومو اکاډېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري

پر ۱۹۸۰ ز کال د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب

پر ۱۹۸۰ ز کال د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري

پر ۱۹۸۰- ۱۹۸۴ ز کلونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري

له ۱۹۹۱ ز کاله راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري.

 

علمي او ادبي هستونې:

 

۱-پښتو نومتړنګونه یا اسمي ترکيبات (الماني) د سويس د برن پوهنتون د ۱۹۷۴ زېږدي کال خپرونه.

 

۲-پښتو پښويه د کابل پوهنتون د ۱۳۶۲ ل کال خپرونه.

 

۳-ويي پوهنه، د کابل پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.

 

۴-پښتو ليکلار، د ننگرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.

 

۵-پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ لومړی چاپ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا پر ۱۳۶۹ ل کال ترسره شوی. دويم چاپ پر ۱۳۸۹ ل کال.

 

۶-پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې

 

۷-پټه خزانه يوه لغوي خزانه

 

۸-پښتو سيندگى (هممانيزونه)

 

۹-پښتو سيندگى (نويزونه)

 

۱۰-انگرېزي - پښتو سيندگى (سربلونه + اوستربلونه)

 

۱۱-د خوشال ادبي پښتو

 

۲۱-د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود

 

۱۳-د ژبپوهنې بنسټونه

 

۱۴-غږپوهه او د پښتو پښويه (گرامر)

 

۱۵-درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه.

 

۱۶-پښتو دري فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.

 

۱۷-الماني پښتو فرهنگ د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوی دی.

 

۱۸-د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه په الماني ژبه کښل شوی، ناچاپ دی.

 

۱۹-ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوی دی.

 

۲۰-پښتو گړدودونه (لهجې): په وږمې مجله کې چاپ شوی دی.

 

۲۱-پښتو آرپوهه (اتمولوژي): تر «ژ» پورې په وږمه مجله کې خپور شوی دی.

 

ژباړې:

 

۱-پښتانه او وروڼه مليتونه، د چاپ او خپرونې د دولتې کومېټې رياست د ۱۳۶۶ ل کال خپرونه.

 

۲-د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک (له الماني)

 

۳-پټه خزانه (پرالماني).

 

ادبي (پېيلي او نا پېيلي)ټولګې:

 

۱-زنداني نغمې د شعرونو ټولگه د ۱۳۵۹ ل کال چاپ.

 

۲-سوزونه او سازونه د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.

 

۳-وينه او مينه شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت د ۱۳۶۰ ل کال خپرونه.

 

۴-گلکڅونه شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ۱۳۶۷ ل کال چاپ.

 

۵ـ گلولې

 

۶-اند و ژوند شعري طرحې او څلوريزې، د سرحدونو چارو وزارت د ۱۳۶۸ ل کال چاپ.

 

۷-اند و واند

 

۸-رزم و بزم شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.

 

۹-پوهه او گروهه

 

۱۰-د سبرونو نڅا شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.

 

۱۱-گلوييونه شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.

 

۱۲-څڅواکي شعري غونډ، د سيد جمال الدین افغان فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۲ ل کال چاپ.

 

۱۳-زما نړۍ

 

۱۴-د مرجانونو څانگې

 

۱۵-نوې پېړۍ او نوې زرۍ

 

۱۶-اور و وينې د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې رياست د ۱۳۶۴ ل کال چاپ.

 

۱۷-ساندې او سندرې

 

۱۸-مينه د زړه په وينه (رومان) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) د ۱۳۷۲ ل کال لاهور چاب.

 

۲۰-سپین غر شعري غونډ ناچاپ .

 

د دغو چاپي اثارو ترڅنگ د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه گړدودي څېړنو او نورو گڼو ناچاپه څېړنيزو ليکنو او بيا په هېواد کې او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړنو او ويناوو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي را وروسته د لوړترين ليکوالي ريکارډ څښتن کړى دى.

پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند، نوښتگر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د " يوې - کره ليکنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه کېدو په برخه کې يوه بېسارې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.

Mojawar Zyar

- لنډه پېژندګلوي
بېرته شاته