(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اراښاد صاحب شاه

[12.Apr.2022 - 16:53]

«ارواښاد ډاکتر صاحب شاه صابر»

 

صاحب شاه صابر (۱۹۵۶ ز. -) د کوزې پښتونخوا نوميالی شاعر دی چې په ملاکنډ ولسوالۍ د سخاکوټ په سیمه زېږېدلی. لومړنۍ زدکړې يې د مالاکنډ ښوونځي کې کړې وې - بیا د ملاکنډ ښوونځي څخه يې ترلسم ټولگي زدکړې کړي-او نورې زدکړې يې پيښور کې کړي-د پيښور پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ تر کچې ترسره کړي همدارنگه یې د اردو ژبې ادبياتو کې هم دوهمه ماسټري ترسره کړې بيا يې په سياسي علومو کې خپله درېيمه ماسټري هم ترسره کړې . همدارنگه یې اېم ـ فل بيا یې د څېړندويي په برخه کې خپله د دوکتورا بریلیک ترلاسه کړی.

ښاغلي صاحب شاه صابر د پښتو ادبي بڼ ته ډېر شعري اثار پنځولي او علمي کتابونه یې هم لیکلي. د ښاغلي هنري او علمي نښېرونه پدې ډول ديː

لېکلي اثار

خوبونه--شعري ټولګه

واورې او ګلونه--لنډې کیسې

په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت------ایم فل تهیسیز

په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید

تنقید او د تنقید ډولونه

د تنقید تاریخ

رڼا او ګلونه--مقالې

پښتانه او پښتو ټپه

---

او اوس اوس يې شاعري د صابر صیب د کلیاتو په نوم ترلاسه کیدی شي

د صابر صیب یو کلام

وریځې راوله باران راوله

زلفو له څنډ ورکړه توپان راوله

لرې کړه مخ نه ايينه لرې کړه

ما د حیرت له بیابان راوله

سپرلیه زه به دې احسان ومنم

خو ته د ځان سره جانان راوله

ځه چې واپس زړې کیسې نوي کړو

راشه واپس هغه دوران راوله

ماښام لمبه کړه تیارې وتښتوه

بله ډیوه شه پتنګان راوله

واعظه نه ًپه تقوا نه رغیږم

ماله ساقي د روهستان راوله

زړه نظر سترګې به جرګه درولم

ښکلي راغونډ کړه رقیبان راوله

- صابر
بېرته شاته