(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست

[12.Apr.2022 - 14:53]

د خوست ولایت د تسمیی وجه

 

خوست په برهان قاطع کې په دوو معناوو راغلی دی:

۱- د سمندر په منځ کې ټاپو.

۲ـ سخته او ستونزمنه لار.

په لومړی مفهوم دا چې خوست لوی سمندر یا ټاپو نه لري،د خوست تسمیه وجه سره مطابقت نه کوي،ولې دوهم مفهوم چې د دغه ولایت په لر او بر کې جګ لوړ غرونه پراته دي چې د هغوی څخه تیریدل ستوزمن دي په خاص ډول د سټوکنډاو.چې د نوم ایښودلویوه وجه به يې دا وي.

ځېنې هم د خوست د کلمې ریشه هوسترا(Hu-wastra) پیژندلې ده او هغه یې له دووعنصرو ترکیب ګڼلی دی هو وسترا. لومړی برخه د ښه ،ښکلي،ګلالي،ښایسته په معنا. او دوهم عنصر یې په پخوانیو اریایي ژبو کې د شنه چمن ،شنه سیمه،تروتازه، شین چمن معنی لري، ځکه په دې نوم یاد شوی دی.  

د خوست کلمه هیوان څانګ چېني ګرځندوی ( ۶۴۴-۶۳۰م)کواتسیتتو(Kuat – sit – to) او قوت حموي (۶۲۳ﮬ - ۱۲۲۵م) د خواست په شکل ضبط کړي دي.

د لوی پکتیا خوست چې د کابل په سویل ختیځ خوا کې موقعیت لري، د افغانستان د یوه ولایت نوم دی،چې یو وخت یې د پکتیا یوه لوی ولسوالی په شکل باندې اداري تشکیل درلود.اوس د خوست ولایت د افغانستان په دغو څلور دیرشو ولایاتو کې د یوه ولایت په حیث موجود دی.

سرچېنه د خوست عمومي جغرافيه/ليک: څيړنپوه علي خان پکتيار

 

- علي خان پکتيار
بېرته شاته