(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو کښې د زړه سره

[12.Apr.2022 - 14:50]

د پښتو ژبې روزمره او محاوره کښې د "زړۀ" سره تړلې متعلقات 

 

روزمره او محاوره 

روزمره د دوه ټکو داسې پېوستون وي چې د یوې ژبې ویونکي یی په حقیقي معنیو کښې پکاروي. دا ترکیب کوم قیاسي مداخلت نۀ قبلوي. دې کښې د ویونکیو اولسي اتفاق پېمانه ده. محاوره هم د دوه ټکو پېوستون وي خو د ژبې ویونکي یی په مجازي/علامتي/اصطلاحي/غېرحقیقي معنیو کښې پکاروي. هره روزمره محاوره نۀ وي. البته هره محاوره به د روزمرې متابعت ضرور کوي. محاوره د قواعدو پابنده وي او روزمره د دې نه بالا وي. هم دا وجه ده چې محاوره کښې تغیرتبدل اولس هم نشی کولے البته روزمره کښې د یو اولس شعوري/غېرشعوري تعامل تغیرتبدل راوستلې شي. روزمره کله کله په یو ټکي هم مشتمله کېدې شي چې عموماً د دوه ټکو نه یو جوړ شوي وي. خو محاوره کښې به خامخا دوه ټکي هم راځي او دې کښې به یو اسم بل فعل وي. دوه اسمونه یا دوه فعلونه محاوره نشي کیدلی

 

۱.زړۀ خوئېدل 

حوصله بایلل 

۱. زړۀ غټېدل 

حوصله میندل 

۳. زړۀ ورانېدل/ړنګېدل/ماتېدل 

غټه حادثه زغمل غټ غم راپېښدل 

۴. زړۀ تورېدل 

د چا نه خفه کیدل نفرت پیدا کیدل 

۵. زړۀ مړېدل 

اشتها نۀ پاتې کېدل 

۶. زړۀ صبرېدل 

د زغم حالت بیانول 

۷. زړۀ سورے کېدل 

د درد د شدید کیفیت لپاره/زړۀ مې غار غار دے 

۸. زړۀ وړل 

مئنېدلو لپاره پکاریږي 

۹. زړۀ سپینول 

د شرح صدر/اطمینان د حالت د بیان لپاره 

۱۰. زړۀ ساتل 

د دلاسې ورکولو لپاره یا د قربانۍ ورکولو حالت بیان لپاره 

۱۱. د زړۀ ستنه 

ډېر خاص مقام لرونکي لپاره 

۱۲. د زړۀ سر 

ډېر خاص مقام/مرتبه لرونکي لپاره 

۱۳. زړۀ ور 

 بهادر او ویره نۀ کونکے 

۱۴. د زړۀ کور 

خاص مقام 

۱۵. یو زړۀ مې دا غواړی او بل زړۀ مې دا غواړي 

غېرفیصله کن حالت لپاره یا د دوه زاویو نه سوچ لپاره 

۱۶. زړۀ ته کتل 

د غېر د رائ د احترام په وخت پکاریږی/ د تعقل په ځائې جذبات او مروت پالل 

۱۷. زړۀ ټینګول 

برداشت او زغم کولو لپاره راځي 

۱۸. زړۀ پخېدل 

تنګ راتللو کیفیت بیانولو لپاره 

۱۹. زړۀ کچه کېدل 

بوجهدار کیفیت بیانولو لپاره 

۲۰. زړۀ نړېدل 

د یو یرې اعستونکي حالت د بیان لپاره 

۲۱. زړۀ یخېدل/سړېدل 

د چا په درد/خوشالۍ خوشالېدلو لپاره پکاریږی 

۲۲. زړۀ شین کول 

ستړیا او شواخون لپاره پکاریږی 

۲۳. زړۀ ډوبېدل 

د بوجهدار کیفت بیان لپاره 

۲۴. زړۀ کښې اوسېدل 

یاد ساتل/خاص حیثیت ورکولو لره پکاریږی 

۲۵. زړۀ ستړے کول 

ډېر زیات تاکید کولو لپاره پکاریږي 

۲۶. زړۀ بایلل 

د مئېنېدو لپاره 

۲۷. زړۀ ګټل 

د چا اعتماد بحال ساتلو یا زیاتولو صورت کښې پکاریږی 

۲۸. زړۀ تنګول 

بوجهداره حالت د بیان لپاره 

۲۹. زړۀ سوزول 

رحم او شفقت کولو لپاره پکاریږی 

۳۰. زړۀ خوړل 

اندېښمن وسېدلو یا غېرضروري حساس وسېدلو لپاره پکاریږی 

۳۱. زړۀ درزېدل 

وارخطا حالت د بیان لپاره راځي/ د زړۀ حرکت تېزېدلو لپاره هم پکاریږي 

۳۲. زړۀ رپېدل 

یره راخورېدلو حالت/ اندېشنه کولو حالت بیانولو لپاره راځي 

۳۳. زړۀ سپکول/ تشول 

د بوجهدار حالت نه غېربوجهدار حالت ته راتګ لپاره راځي 

۳۴. زړۀ تخنېدل 

کوم اقدام/حرکت/عمل لپاره  دروني ادعا راولاړېدلو حالت بیانوي

۳۵. زړۀ کېدل / زړۀ نۀ کېدل 

رضا او نارضا لپاره راځي 

۳۶. په نۀ زړۀ کول /نازړۀ کول 

د نۀ رضا باجود کوم کار کول 

۳۷. زړۀ کښې لارې جوړول 

ډېر زیات تاثیر کولو لپاره دا پکاریږي 

۳۸. زړۀ لګېدل 

کوم ځائې کښې/کوم چا سره خوشاله وسېدل 

۳۹. زړۀ ته اچول 

کومه خبره بده منل/ کومه خبره یاداشت کښې غېرضروري ایثارېدلو لپاره راځي 

۴۰. ډک زړۀ 

د زورور اظهار په شا موجود شدید کیفیت بیانولو لپاره 

۴۱. زړۀ خُوږېدل 

رحم او شفقت محسوسولو لپاره 

۴۲. زړۀ خوَږېدل 

د خوښېدو د پېل حالت بیانوي 

۴۳. زړۀ پرېوتل/ وتل 

د ناساپي یرې دلاسه راپېښ حالت بیانوي 

۴۴زړۀ کول 

سود کول یا د کوم اقدام لپاره جراء کول 

۴۵. زړۀ ښۀ کول 

د یو څیز/خبرې امیدوار کېدلو لپاره راځي 

۴۶. زړۀ بدول/ زړۀ بداوے 

د خفګان کولو علت/واقعیت بیانوي 

۴۷. زړۀ راښکونکی 

ښایسته/مثبت اغېز لرونکی 

۴۸. غټ زړۀ لرونکی/وړوکی زړۀ لرونکی 

پراخه اروا لرونکی/ تنګه اروا لرونکی 

۴۹. زړۀ خوټکېدل 

د زغم/بداوي شدید حالت بیانولو لپاره 

۵۰ زړۀ نرے کېدل  

 حساسه اروا لرونکے، کمزوری کیدل 

 

نوټ 

د دې نه وړاندې د "سترګو" متعلقاتو باندې هم ما پنځوس ترکیبونه راټول کړې وو. دا د یو مقالې بله برخه ده 

 

  Samiuldin Arman

سمیع الدین ارمان 

پنځم اپرېل دوه زره دویشتم

- تړلي توکي
بېرته شاته