(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

او قامي غورځنګونهPSDP

[11.Apr.2022 - 12:03]

 که د پښتونخوا  اوسني وروستي کړکېښ /پېښلیک (تاریخ) ته  وګورو، نو وبه وینو چې د پښتنو په خاوره څلور قامي ازادي بخښونکي غورځنګونه مینځ ته راغلي دي:

1- د مغلو په مقابل کښې دخوشال بابا (۱۶۴۳ ـ  ۱۷۲۱ع) په مشرئ په ۱۶۹۹ ع کال کښې قامي ازادي بخښونکی غورځنګ .

2- د ایرانیانو په مقابل کښې د میرویس خان نیکه په مشرۍ په 1709ع کال کښې  قامي ازادي بخښونکی غورځنګ، چی د خپل قامي دولت بنسټ یې  کېښود،  چې ناستون (پاېتخت) یې کندهار ؤ، او د کندهار په نامه یادېده، چې وروسته بیا د احمدشاه بابا له خوا په ۱۷۴۷ ع کال کښې د افغانستان  په نامه ونومول شو.

3- د پښتنو د قامي ازادۍ د عدم تشدد غورځنګ، چې په ۱۹۲۹ ع کال کښې د انګریزي ښکیلاکي ځواک په مقابل کښې دباچا خان په مشرۍ مینځ ته راغی.

 4- د منظور پشتین تر مشرۍ لاندې په 2018 ع کال قامي ازادي بخښونکی غورځنګ، )دپښتون ژغورنې قامي غورځنګ(

 

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍدپښتنو د قامي ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ ېوه برخه ده

دګوند خپرنېز ارګان پښتونخوا نومېږي، چې دپښتونخوا وېبپاڼې تر نامه لاندې په ټولنېزه رسنۍ او انټرنټي جال په پښتو، انګرېزي او الماني ژبو خپرونې کوي او د پښتونخوا په نوم مجله لري:.

دګوند جوړښت:
په بره پښتونخوا د روسي پوځونو دیرغل وروسته ددې غورځنګ یو شمیر پلویانو د ېو داسي ګوند د جوړېدو اړتېا ولیدله جچې په بنسټي، ریښتینې (حقیقي) ولسولۍ،په پښتني عنعنه او ټولنیز عدالت ولاړ وي
د 1981ع کال  دجنورۍ په لومړۍ نیټه دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP)دجوړیدو پریکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندي یوې جرګه ګۍ ته چې مهم سړیتوبونه (شخصیتونه) ئي ښاغلی علیـخان محسود، ښاغلی لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ؤ، دا دنده ورپغاړه شوه چې د ګوند بنسټیزه (منشور) ولیکي .  د ګوند بنسټیزه د هیواد دننه او  بهردپښتنو دملي (قامي) ازادۍ بخښونکي غورځنګ د پلویانوله خواتائید او د1981کال د فبرورۍ د میاشتی په 27مه نېټه په یوه بنسټیزه غونډه کې ومنل شوه او دګوند جوړیدل رسماٌ‌‌ اعلان شول.
 
د ټولو پښتنو د یووالي اوخپلواکۍ ( ازادۍ) دګوند په توګه پکې دلرې اوبرې پښتونخوا پښتانه د ډاکترکبیر ستوري  تر مشرۍ لاندي په یوه ټغر راټول شول او په ګوند کې دپښتنویووالي په عمل کې پلي شو.
دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen(PSDP)  چې دپښتنو رسالت  ورپغاړه دی  د ټولو پښتنو ګډ کور اوشریک ملي (قامي) سنګردی چې، دپښتنود قامي شعور او احساس د رابیدارولو ،د ولسولۍ  په  چوکاټ کې دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت   لپاره  بې له ستومانتیا اوستړتیا، دپښتني دود، دستور اود پښتونولۍ  د ارونو (اصولو) سره سم مبارزه اوهلي ځلي کوی چې دخپل بنسټ راایسي  پدې لاره کې دډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو،کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو دقامي ېووالي  ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده

 بنسټيز(بنیادي) ارزښتونه :
1
ـ  پښتونولي، ټولنولي او ولسولي دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP) تاداو او بنسټ جوړوي .
2
ـ دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP)رسمي ژبه پښتو ده .
3
ـ  د ډیموکراتیکو نړیوالو نورمونو سره سم به د هیواد دستر ډیره کې ولس ژبه دهیواد رسمي (سرکاري) ، ملي ،دفتري (دوتري)اود منځنیو او لوړو زده کړو  ژبه وي .
4
ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دهیواد دمیشتو لږه کیو ورونو قومونود مورنیو  ژبو د پرمختګ لپاره لازم  ګامونه اخلي.
5
ـ پښتانه په سيمه کې يوسوله خوښوونکې پر امنه سترځواک دى، سيمي ته ثبات (ټیکاو)او امنيت بخښي،پرته دپښتنودقامي وحدت، سوکالۍاوارامۍ څخه په سیمه کې امن اوسوکالې نه شي راتلاى، نودامن ،سولي او ثبات دراوستلوپه خاطردپښتنوټولنیز ولسولیز  ګوند (PSDP)دسوله ایزې مبارزې (پر امن جدوجهد) له لاري  دپښتنودقامي یووالي (وحدت) اونزدیوالي لپاره مبارزه او هلي ځلي کوی او د پښتنو قامي وحدت ئې د بي تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لاري ستره دنده،بنسټيزمرام،موخه او غوښتنه   ده .
6
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د  باچاخان د پښتنودقامي ازادۍ د عدم تشدد دخدائي خدمتګارو د غورځنګ  په نتیجه کې د نورو منځ ته راغلو قامي ګوندونو،غورځنګونو،سیاسي او غیر سیاسي ډلو، ټپلو او ټولنو سره نظریاتي یووالی اونژدې اړیکي لري اوددوۍ  له غږسره ئېتل خپل غږ مل کړی دی
7ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپلوټولوملي (قامي)،سیاسي او ولسي مشرانو سرښندنې ،مبارزي(جدوحهد)او قربانیو ته پوره ارزښت  ورکوي او ټولو ته یوشان درناوی لري.
8
ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د نوامبر دولسمه نېټه د پښتنو د يووالي د ورځي په نامه نومولي او  له ۱۹۹۳ع کال د نوامبر د دولسمې نیټې رایسې د پښتنو د یوالي ورځ هر کال په بیلابیلو بڼو کې لمانځي.
9- 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپل سپیڅلي (مقدس) دین اسلام دپرمختګ او ټینګښت لپاره هلي ځلي کوي او دنورو دیني عقیدو او ازادۍ ته په درنه سترګه ګوري، دهغوۍ د دیني حقوقو دخوندي ساتلو اودهغوۍ سره د وړ چال چلن پلوی کوي .
10
ـ  ژوند دلوي خدای ج له لوری په خپل مخلوق لورینه ده. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د انسانانو ژوند، انساني کرامت او درناوي ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او غواړي چې هیڅوک په غیر انساني توګه جسماني او ساوال ( نفسي/ روحي) ونه ځورول شي  اود ژوندپه ټولو چارو کې  مساوي حق ولري.
11
ـ ازادي دانسان پیدایښتي،طبعي اوفطري حق دیدفکر، نظر،وینا ،لیکنو، سوله اېزو لاریونونو (مظاهرو)، پرلتونو جلسو او اعتصاب (اړتال/Strike) ازادي پرته له رنګ،نسل، ښځې اونر دامتیازڅخه دګوند غوښتنه ده.
12
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د یوې داسې ټولني د جوړولو هڅه کوي چې هر څوک پکې په ازادانه توګه خپل سړیتوب (شخصیت) ته وده ورکوي او د انسانانو په  چوپړ(خدمت )کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري ( ثقافتي) ژوند او چارو  کې برخه اخلي .
13
ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) هر ډول امیرولي ( ډیکتاتوري) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي . د ولسولۍ(ډیموکراسۍ/جمهوریت) دټینګښت  لپاره دداسي یوعادلانه حکومت جوړول غواړي، چې دټولو میشتو ورونو قومونو حقوق پکې ددوئ دشمیر (نفوس) په اندازه خوندي شوي وي
14ـ دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دسوسيال ډيموکراتانو، ټولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو،ټپلواو ټولنو سره په ګډو موخو(هدفونو) اوګډو ټکو په بیلابیلو برخو کې په بیلابیلو بڼو د ګډ کار لپاره هڅه کوي.
 15
ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) په نړیواله ټولنه کې د هیواد لپاره د وړځای د ټاکنې ، د نړۍ د امن دوسته قوتونو، او د ګاونډيو هیوادونو سره دمتقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او د حقوقو د برابرۍ پر بنسټ  په اقتصادي، سیاسي، کولتوري او دژوند په نورو برخو کې د نژدي  ملګرتیا او ښو اړیکو هڅه کوي.
 16
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په نړیوال اقتصادي بازار کې د نړۍ اوسیمي ( منطقي) له هغه قامونو سره چې زمونږ هیواد ورسره ګډي ګټي لری  دسیمه ایز(منطقوي) اقتصادي اتحاد په بیلابیلو بڼو د ګډ کار لپاره لاري چاري برابروي .
17
ـ ژبه دقامي پیژند (تشخص) نښه اوپه انساني ژوندکې مهم رول لوبوي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) دخپلې ژبي، کولتور (ثقافت/تهذیب) ، هنر او ادب  وده پیاوړتیا او پرمختګ خپله بنسټيزه دنده (وظیفه) ګڼي  او پدې لاره کې نه ستومانه کیدونکي هر اړخیزې هلي ځلي کو ي.  
18
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)  غواړی چی ددولت (سټیټ)درېواړه قوې  ( قانون جوړونکې، اجرائیه اوعدلیه) دپښتونولۍ پر بنسټ ولاړي وي او د پښتنو د جرګو پریکړي  رسمي خوي پیداکړي.
19
ـ پوهنه، زده کړه، ښوونه او روزنه دهیواد دهر اوسیدونکی بنسټي  (بنیادي) حق دی .
20
ـ دلسم (10) ټولګي پوري زده کړه دهیواد په ټولو وګړوجبري ده او دلوړو زده کړو تر بشپړیدو پوری به ئي  چاری او لګښت دحکومت (دولت/سټیټپه غاړه وی.
21
ـ  پوهنه با ید چې هر چا ته ددې امکان ورکړي چې خپل استعداداو پوهي  ته پرته له کوم خنډ څخه وده ورکړي او دټولني داړتیا او دخپلذوق، استعداد، قابلیت سره سم په خپله خوښه خپل مسلک، کسب، شغل، څانګه اود لوړو زده کړو ډول او بڼه  وټاکي.
 22
ـ  په پوهنه کې ډیره پاملرنه مسلکي ښوونځیو او زده کړې ته پکار ده ځکه چې د یوې خوا د مسلکي زده کړې په واسطه وطن ابادیدلی شي او د بلې خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شي .
 23
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د هیواد د سمسورتیا، د ولس او ټولنې د ښه پرمختګ، لوړتیا، وړتیا، نیکمرغۍ او هوسایني  په خاطر ځوان کول (نسللپاره چې د هیواد د هر اړخیز پرمختګ او راتلونکې غوره اوغښتلی ځواک دی د سالمي، روزنې او ښوني لپاره ډاډمن شرایط  او د نړۍ د نوي پرمختللي ټیکنالوجۍ څخه په ګټه  اخستنه لازمي اسانتیاوي برابروي .
24 
ـ  دپښتنوټولنیزولسولیزګوند(PSDP)به دهیوادپه ګوټ ګوټ کې دپوهنیزو (علمي)،څیړنیزو، مالوماتي مرکزونو، کتابتونونو، لومړنيو، منځنيو، عالي، مسلکي (کسبي)، تخنیکي ښوونځیو،علمي موسئسو، او انستیتونونو د جوړولو او پراختیا لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
25
ـ پوهنیزي (علمي) څیړني به دولت (سټیټ )غښتلې کوي او نتیجي به ئې دولس (عوامو) په چوپړ(خدمت) او د ټولنې په وده کې پکار راولي.
26
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)د بېسوادۍ د منځه وړلو اود هیواد په بیرته پاتي او جنګ ځپلو سیمو کې دیوځانګړي پروګرام او پلان لاندي دپرمختللې ساینس او ټیکنالوژۍ نه په ګټه اخستنه  دښوونیزو، روزنیزو مرګزونو، ښونځیو او پوهنتونونو جوړول خپله دنده ګڼي
27ـ دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دښځو زده کړې ته ځانګړې پاملرنه کوي، تر څود هیواد په ابادۍ او دژوند په هره برخه کې فعاله ونډه واخلي.
‍28
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دصنایعو د پراختیا، د تولیداو پیداوار د ودې اودخلکو د ژوند د سطحي (کچې) دلوړتیااوښه والي  لپاره اغیزمن پروګرامونه جوړوي .
29
ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) کورني او نړیوال پانګه وال (سرمایه دار) او سوداګر دې ته  هڅوي، چې په هیواد کې پانګوونه وکړي ، حکومت ( دولت / سټیټ ) به ددوئ د پانګو د ساتلو ضمانت ورکوي.
30
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به پیداوار ،تولیدي وسایل،  اقتصاد او خصوصي ملکېت  داسي تقویه کوي چې د یوې خواد کار ځایونه پیدا شي او د بلې خوا هیواد  صنعتي وګرځي، صنعت به په ټول هیوادکې خوراو ور وي او مرکزي بڼه به نه لري .
31
ـ دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) دهیواد ملي شتمنیو،عامه او ولسي ملکېت لکه غرونو، ځنګلونو اوپه ځنګلونو کې د حیواناتو، دښتو، دځمکي لاندي طبعي زیرمو، کانونو (معدنیاتو) او لرغونو (پخوانیو) تاریخي اثارو څیړنه، پلټنه، ژغورنه، ساتنه اوڅارنه کوي.
 32
ـ ګوند به دملي شتمنیو پراختیا، خوندیوالې ،ښه والې اودسم اومناسب استعمال اوددې څخه دفني اوسمې  ګټي (استفادی) اخستنې لپاره لازمي لارې چارې لټوي                            
33 
ـ   کار د هیواد دهر اوسیدونکې حق دی . دولت (سټیټ ) به دکار د پیدا کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي. جبري کار او په ماشومانو کار منع دی او هغه چا ته چې کار نه پیدا کېږي او یا دکار کولو وس او توان نه لري  ددولت (سټیټ) له خوابه دومره مرسته ورسره کېږي چې ګوزاره پـرې وکړي .
34 
ـ  دولت (سټیټ ) به له بېوزله او زړو کسانو، بې سرپرسته میرمنو، یتیمانو اوبېکوره وګړو سره  لازمه  مرسته کوي .
35 
ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د ټولنیز امن او د ژوندانه د هرډول شرائطو د ښه کولو، دهیوادوالو د لومړنیو بنسټیزو اړتیاوو دپوره کولو او د غربت د کمولو او ختمولو لپاره خپلې ټولې وسیلې په کار اچوي .
36
ـ   زمونږ د ولس  ډیره کئ  برخه د کرکېلي ، څارویو او مالدارۍ څخه ژوند کوي. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) زراعت، مالدارۍ او دکرنې  ودې او پرمختیا ته ځانګړی  پاملرنه کوی، کرنې او مالدارۍ ته د ودې ورکولو په خاطر به بزګرانو، دهقانانو او مالدارانو ته دپرمخ تللې زراعتي ټیکنالوژۍ ته دلاس رسي،  داصلاح شویو تخمونو  او نورو اړینو (ضروري) مرستو لپاره لازمي اسانتیاوي برابروي
37
ـ   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د کوچیانو د ښوونې او روزنې او د ژوند د هراړخیزو شرایطو د ښه کولو او لازمو ځایونو کې د میشته کېدولپاره اغیزمن  ګامونه اخلي.
38
ـ بریښنا( برق /بجلئ) دهیواد د پرمختیا د لومړنیو ضروریاتو څخه ده، دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)به د هیواد په ټولو سیندونو د ځانګړیو پروګرامونو  او پروژو له لاری دبریښنا ( برق /بجلئ) بندونه ( ډیمونه) جوړوي، چې له یوې خوا هیوادوالو ته   بریښنا (برق/بجلې) ورسیږي، او له بلې خوا کارخانې فعالي او د کار ځایونه پیدا شي.
 39
ـ ګوند به درودونو، ویالو، نیرونو، ژوروڅاګانو(ټیوب ویلونو) او کاریزونو دجوړوني لپاره لازمي لاري چاري برابروي، ترڅودهیواد ډاګونه ،للمي  اوټولي شاړی ځمکي خړوبي،سمسوری  او زرغوني شي،د هیواد پیداوار(تولید) به زیات  او ولس به په خپلو خپو دریدلایشي.                              
40
ـ پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)دخپل ولس روغتیا(صحت) اودچاپیریال پاک ساتنې ته ترهرڅه دمخه کلکه پاملرنه کوي . دچاپیریال، دڅښاک داوبو، دویالو، رودونو، سیندونو، پارکونو، باغونو پاک ساتلو اودناروغیو دمخ نیوي  او وړیا درملني (علاج) لپاره کوټلې ګامونه اخلي.
41
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به د غټو ښارونو سربیره په ټولو ولسوالیو  (ضلعو)، کلیو او بانډو کې روغتونونه (هسپتالونه)، رغونځي (کلینیکونه) او روغتیائي مرکزونه جوړوي  او د روغتیا بیمي   (Health Insurance System) سیستم به رواجوي .
42
ـ کورنۍ د ټولني بنسټ جوړوي. دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) دموراوماشوم روغتیا(صحت)، روغي (سالمي) روزني اوپالني ته ځانګړې  او ژوره پاملرنه کوي.
43
ـ رسنۍ(میډیا)، ورځپاڼي، خپرونی، مطبوعات، راډیو، تلویزون، تیاتر (ډرامه)، ډله اېزي، بریښناېزي اولیکلي رسنۍ، پریس او فلمونه به دټولني د دود، دستور، رسم او رواج سره سم  خپلي چاري پر مخ بیائي او د ولسولۍ (ډیموکراسۍ) داصولوسره سم به دهیوادپه ملي  ژبه وي. دلږه کېو  قومونو په مورنیو ژبو به هم خپروني کېږي

 44

ـ مخابرات (مواصلات/کمیونیکیشن) بېسیم او نړیوال جال (انټرنټد هیواد د هراړخیزي پرمختیا لپاره اړین (ضروري) دی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به نړیواله  پرمختللي ټیکنالوژۍ (کمیونیکیشن او انټرنټ) د هیوادګوټ،ګوټ ته رسوي .
45
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیزګوند(PSDP) دجګړې له امله دپښتنو د ویجاړ شوو سیمو او ځایونو بیارغونې ته لومړیتوب ورکوي.
46
ـدپښتنو ټاټوبي دتاریخ په اوږدوکې دبیلابیلو تیري کوونکو دجنګ ډګر ګرځیدلی دی چې تر ټولو زیات  ئي قبائیلي سیمي زیانمني کړي دي. د همدې غمیزو او ناورینونو له امله قبائیل د اقتصادي ،پوهنیزو(علمي)، کولتوري ،سیاسي، ټولنیزو، او د ژوند د پرمختیا دډیرو اړینوبرخو څخه بي برخي او روسته پاتې شوي دي. دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)به د قبائیلو دپرمختیا (ترقۍ) لپاره کوټلي پروګرامونه او پلانونه جوړوي، ددوۍ د هر اړخیزې پرمختیا لپاره  به خپلي ټولي وسیلي په کار اچوي.
47
ـ دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دمسلکي ښوونکو، پروفیسرانواو متخصیصینو روزنه  چې دپښتون قوم د بیدارۍ لپاره ډیره ضروری ده خپله دنده (وظیفه) ګڼي.   
48
ـ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دهیواد د ابادۍ ، د ښارونو او دکلیو دپراختیا لپاره د لویو لارو، سرکونو،د ریل ګاډی د پټلۍ ،کوڅو، کورونو،دپلونواو د ویالواو د ویالو د بندونو جوړولو لپاره کوټلې عملي ګامونه  اخلي. د کورجوړونې په وخت کې ئې روغتیائي اړخونه، د څښاک پاکې اوبه او دغه راز کانالونه (کانالیزیشن)، پارکونه ، وړکتونونه، دبدني  روزني لوبغالي او باغونه په نظر کې نیسي.              
49
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د ملګروملتونو د موسئسې ( اقوام متحدهد منشور او دانساني حقوقو د اعلامیي او د ټولو اولسونو د خود ارادیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملاتړکوي، زبیښاک (استعمار) او ښکیلاک (استسمار) په کلکه  غندي .
50
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)دخپلو  ملي ګټو دفاع ، د ولس  ساتني  او امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
51
ـ  د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا،ملي واکمنۍ، خپلواکۍ (ازادۍ)، دفاع او ساتنه دهیواد دهر وګړي دنده او دوسله وال پوځ    زمه واريده ،ملي او محلي (ځائی/سیمه ایز/Local)  پولیس (څارندويدهیواد د امن ،عامه نظم او د ولس دچوپړ(خدمت) دنده او زمه واري په غاړه لري.
52
ـ قاضیان، څارنوالان، دامنیتي ځواکونو، د څارندویانو (پولیسواود وسله وال پوځ  چارواکې (افسران) چې تر څو په خپله دنده  بوخت وي په سیاست کې  به برخه نه اخلي.
53
ـ وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملي جرګي (قامي اسمبلۍ) د کنترول او د حکومت (دولت /سټیټ)  د لاس لاندې وي .
54
ـ دهیواد سټیټ/دولت به ډیموکراټیک (جمهوری/ولسولیز) وي، عدالت ( انصافاود قانون  برلاسی به پلې وي.     ستره مـحکـمـه  به دحکومت څخه جدااو خپلواکه وي .
55
ـ   عدليه اوستره محکمه به بې له رنګ، نسل، ژبې او قوم څخه د  ټولو هیواد والو سره یو شان انصاف کوي
56ـ د دولت (سټیټ) واک به دولس په لاس کې وي ،چې په سیده (مستقیم) ډول ئې پخپله او یا دخپلو استازو له لاري پلی (عملي) کويدولت به یوه ولسي جرګه (قومي اسمبلۍ ) او بله د مشرانو جرګه (سینټ/سنا ) لري او د جغرافیائې او اداري اسانتیاووله مخي به په ولایتونو (سوبو) لویو ولسوالیو (ضلعو) او ولسوالیو (تحصیلونو) ویشل شوي وي .  هر  ولایت (سوبه) به ولایتي جرګه (سوبائی اسمبلۍ) لريلوي ولسوالۍ (ضلعي) او ولسوالۍ(تحصیلونه) به هم خپلې خپلې جرګي لري، چې داجرګي به د هیواد د نفوس په انډول دولسولۍ( ډیموکراسۍ)   په چوکاټ  کې دډیرو ګوندونو له لاري دازادواو سیده  ټاکنو (انتخاباتو) په واسطه ټاکل کېږي.
57
ـ  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) به په پښتنو کې له پخوا څخه موجود ټولنیز او دودیز بنسټونه چې د ډیرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئې نیولي وه او په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو سیاسي او مذهبي جنګي ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوي، بیرته فعال او تقویه کوي .
58
ـ  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دپښتنو په لوې  ټاټوبي کې پرته  له پاسپورته ، بې له تپوسه د ټولو پښتنو په ازاد تګ راتګ او ازاده سوداګرۍ (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هرځای کې داوسیدودحق لپاره مبارزه کوي .                         .            
59
ـ   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په هیواد کې  د پښتون وژنې ، ولس وژنې  او ورور وژنې او ددې ناورین ( غمیزې) څخه د خلاصون په خاطرد لرې او برې پښتونخوانه د پښتونولۍ د ارزښتونو پر بنسټ  یوه واکمنه (باصلاحیته) قومي ریښتیني دودیزه جرګه  چې  په حقیقت کې د پښتون قوم استازیتوب  (نماینده ګي)  وکړي  رابلي،  ترڅو  د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لارې چارې ولټوي او روان ناورین او جـــګړي ته دسیمه ایزو او نړیوالو سوله خوښوونکو (امن دوسته) او انسان دوسته   قوتونو په ملاتړ دپای ټکی کېږدي.
November  2012
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp

- PSDP
بېرته شاته