(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوري د16م تلین دنماځلو خبرتېا

[05.Apr.2022 - 16:39]

داروښاد ډاکتر کبیر ستوري د شپاړسم  تلین په مناسبت د افغان کلتوري ټولنې  او خبرتیا

                       

د پښتو د خوږ ژبي شاعر او ليکوال او نوموتي سياستوال ډاکټر کبير ستوري 

د وفات شپاړس کالونه پوره شول                                   

ډاکټر کبير ستوری چې د پښتو  ادب د اسمان يو ځلاند او روښانه ستوری و او د سياست په ميدان کېې هم د هېواد له مخکښو څېرو څخه و د خپل ژوند تر پايه ېې د افغان ولس  د وېښتيا, يووالي او پرمختګ لپاره خپلې ادبي, علمي, سياسي او فکري هڅې او کوښښونه جاري وساتل او په دې لاره کې ېې نه ستړي کېدونکې او د پام وړ کارونه او کوښښونه وکړل.

افغان کلتوري ټولنه په پام کې لري چې له وړوکي اختر نه وروسته په پېښور کې د دغه نوموتي ادبي علمي او ټولنيز شخصيت په ياد يوه لويه او درنه نمانځغونډه جوړه  او په دې ډول د نوموړي د کار او زيار او خدمتونو ستاينه او ځلونه پکې وکړي.

د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري اروا دې ښاده, او يادونه تلپاتې وي 

  پر ګور یې نور او د رب رحمتونه اوسه 

امـــــــــین

.............................

ډاکټر ستوری  د پښتو خوږژبی شاعر اوليکوال

ځلاند ستوری

 

ځلاند ستوری د اسمان وې ځلېدلې

ته له ننګه ډک انسان وې ځلېدلې

 

تا وېشلې د وختونو رڼاګانې

ته جرس مو د کاروان وې ځلېدلې

 

رب درکړې وه پښتو او پښتونواله

غيرتي ځوی د افغان وې ځلېدلې

 

تا د حق جنډې په لاس کې رپولې

ټينګ ولاړ په هر ميدان وې ځلېدلې

 

په رګونو کې دې وينه پښتنه وه

په رښتيا چې خوږ انسان وې ځلېدلې

 

له وړو وړو خدايانو نه باغي وې

ډک له ننګه مسلمان وې ځلېدلې

 

بې پروا وې د وختونو هر توپان نه

د منزل په لور روان وې ځلېدلې

 

زه نصرت دې ځکه ستايم په ما ګران وې

تورو شپو کې چراغان وې ځلېدلې

- افغان کولتوري ټولنه
بېرته شاته