(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نارنج ګل مشاعره

[05.Apr.2022 - 16:29]

نارنج ګل مشاعره/ ننګرهار

لیک: شفیع الله تاند
نه پوهېږم ولې پرې ښه ونه لګېد؛ خو دا چې دیموکراسي بیخي تازه راغلې وه او دوی سانسور کفر ګاڼه ځکه خو ګل آغا شیرزی سپک له ځایه پاڅېد دریځ ته لاړ او له طاهرساپي یې کاغذ واخیست څیرې یې کړ او نور پخپله مخه لاړ قصر ته ننوت .

د نارنج ګل مشاعرې ترتیبات، راغلي مېلمانه او ټول هک پک او بې مزې شول؛خو برخه وال لا هم ناست وو او په تمه وو که مشاعره بېرته پیل شي.

موږ په ځمکه ناست وو او چارچاپېر یو ګرد کتار چوکۍ د مشرانو او مېلمنو لپاره وې ...خپلو کې بوږنېدل؛ خو زه او زه چې د چا مخته ناست وم موږ غلي وو، یو ځل بیا مې شاته وکتل چې دا سړی به څوک وي، ولې هیڅ نه غږېږي، آن دواړه لاسونه یې چې یو بل کې ورکړي وو هم نه بېلول،له خپلې چوکۍ راکوږ ناست و، ډېر لږ تکیه کېده، زرغون کابلی واسکټ یې په غاړه و ...

لږه شېبه وروسته والي شیرزی له ورغلیو منت کوونکیو سره بېرته راغی او مشاعره پیل شوه.

جانانه سمه امریکا یې 

هم ملامت یې هم زارۍ درته کومه 

یو دوه کسانو احتجاجا شعرونه ونه ویل او له دریځه بېرته راکښته شول.

که څه هم مشاعره د ولس وه، دودیزه یې لیکلي وو؛ خو د سرکار لاس ته چې ورشي یا په لاس ورکړ شي او سرکار هم داسې نااهله؛ نو خود به له شګو ډکېږي ...

هر سړی پیدا دی خپل ـ خپل کار لره کنه

مشاعره بیخي په لومړۍ برخه کې ګډه وډه شوه او خلک روان شول، ما شاته وکتل او خاموش سړی مې لټاوه؛ نه و ـ په لټه کې یې شوم، پیدا مې نکړ، څنګ ته کس مې وپوښتویل داکتر صاحب کبیر ستوری یادوې؟

ما ویل په نوم یې نه پېژنم لومړی ځل مې لیده، موږ دا څو میاشتې کېږي جلال آباد ته راغلي یوو په دې ښار کې هم سم بلد نه یم

ویل هو، هغه داکتر صاحب کبیر ستوری و له آلمانه راغلی و ...

زما لېوالتیا او د نصیب ناروا ...

په هر حالارواښاد ډاکتر صیب کبیر ستوری داسې انسان و، داسې دروند خوږ انسان و چې شخصیت یې په نابلدۍ کې سړی په ځان راماتوه ځکه چې داکتر صیب په 'ظاهر او باطن دواړو سپین سپېڅلی و

کاش کې یو ځلې خو بیا په بېرته راغلی 

له دنیا نه په ارمان وتلی خلک 

اروا یې نازولې

Shafiullah Taand شفیع الله تاند 04.04.2021 ننګرهار ، جلال اباد ښار

- تاند
بېرته شاته