(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صوبه سرحد

[05.Apr.2022 - 16:04]

دا لنډه لیکنه مې په ۲۰۰۷ زیږدیز /میلادی کال کې یعنې له نن ورځې شپاړس کلونه دمخه په فیسبوک کې کړې وه چې په هغه وخت کې لا په صوبه سرحد باندې د پښتونخوانوم نه و ایښودل شوی او نوم یې (North- West Frontier Province) و.

لیک: ډاکتر لطیف یاد

په صوبه سر حد د پښتونخوا نوم ايښودل

دا يو څر ګند حقيقت دی چې هر او لس ،قوم ،سيمه او هيواد ځانته ملي و ياړونه او افتخارات لري چې يو له هغو نه دځا يو نو او سيمو نو مونه دي چې بايد داسې نو مو نه وي چې د هغې سيمې د خلکو د ملي رو اياتو سره سم وي او دهغه هيواد او سيمې د مېشته او سيدونکو دقو ميت استا زیتوب او نما يندګي وکړای شي ٠ را به شو اصلي مطلب ته چې صوبه سر حد چې په انګريز ي کې ورته(N.W.F.P) يادشمال لويديز ايالتي سر حد وايي يو داسي بې مفهومه نو م دی چې نه خو د هغې سيمې د ميشته اکثريت او سيدونکو دقوميت او توکم سره څه تړاو لري او نه خو ددوی د ملي رواياتو استا زیتوب کو لای شي٠په داسي حال کې چې د ياکستان ددريو نورو ايالتونو يا صوبو نو مونه د هغو ځايو نو د خلکو د قو ميت نماپيندګي کوي لکه چې په پنجاب کې چې پنجا بيان اوسي نو پر هغې سيمې باندې د پنجاب نوم ايښودل شوی دی٠همداراز پر سند او بلو چستان باندې هم دسنديانو او بلو چا نو په سبب دسند او بلو چستان نو مو نه ا يښودل شوي دي چې په بشپړه تو ګه دهغو سيمو د خلکو د قو ميت او تو کم استازیتوب کوي.

که څه هم دپا کستان مر کزي حکومت او پارلمان ته د پښتونخوا د نشنل عوامي پارټۍ له خوا څو څو ځلي دصوبه سر حد پر ځای د پښتونخوا د نو م د ايښو دلو وړاندېزونه شوي وو ،خو دوخت بر لاسه چارواکو او زورواکو جر نيلانو د پښتنو دغه مسلم حق ته هيڅکله هم در ناوی و نکړ ،ان يو ځلې چې په دې صوبه کې د پښتونخوا دنوم د ايښودلو له پار ه يو ريفرنډم هم شوی و چې اکثريت خلکو پر دې خبرې خپله رايه څر ګنده کړې وه چې د صوبې نوم دې پښتونخوا ته واړول شي چې دا خبره د صوبه سر حد خلکو د استازود ايالتي مجلس له خوا هم تصوېب شوی و ه چې د پاکستان مر کزي حکومت او پارلمان يې هډو هيڅ ډول خيال ونه ساته٠

موږ پښتانه په دې آند يو چې پر صوبه سرحد باندې د پښتو نخوا نوم ايښودل به يو ډير مناسب او پر ځای کاروي ځکه چې موږ ددغه تا ريخي نو م ريښې د لوی احمد شاه بابا په دغه شعر کې هم ليدلای شو چې ويلي يې دي :

دډيلی تخت هيرومه چې را ياد کړم

زما دښکلي پښتو نخوا د غرو سرونه

همداراز دپښتوپه کلاسیکو ادبیاتو کې هم دپښتونخوا دنامه ډیره یادونه شوې ده

پښتونخوا ښکلي زلمي چې زغلي هند ته

نو آغلیه پیغلې کاندې اتڼونه

نو که دصوبه سرحد نوم په پښتونخوا بدل شي دا یومناسب او دستاینې وړګام بولم.

- پښتونخوا
بېرته شاته