(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر یاد

[01.Apr.2022 - 17:20]

ګل قند: Gulkand

لیک: ډاکتر لطیف یاد

خپله د زړه په رنځ اخته یم

خلکو ته ځکه د ګل قند نسخه لیکمه

دګل قند له نامه سره زموږ ډیر دوستان آشنا دي .په یوناني طب کې ګل قند دیونانی حکیمانو  لخوا هغو  ناروغانو ته ورکول کیږي چې دخیټې دردونه او یا باد ولري . ګل قند په اصل کې غلیظې مربا ته ورته ده چې په اصل کې دګلابو پا ڼې دشاتو سره په یوه مرتبان (Jar ) کې ګډوي او بیا د۲۰ یا ۲۵ ورځو لپاره یې لمر او تودوخي ته ږدي چې یو ښه معجون ورنه جوړشي

ګل قند دډیروناروغیو لپاره ګټور دی په تېره بیا هغه کسان چې دخیټې درد(نس خوږی)،قبضیت او دکولمو دردونه اوپیچش ولري دحکیمانو له خوا ورته توصیه کیږي. همداراز داعصابوپه ارامولو کې هم مرسته کوي . هغه میرمنې چې امیندواره  وي نو دهغوی لپاره هم ګټور دی

دګل قندوپه اړوند  یوه کیسه هم شته . ویل کیږي کله چې ایراني  نا در شاه افشار   پر ډیلي برید وکړ نو دهغه ځای دتودوخۍ په وجه یې څو ورځې طبعیت  ښه نه و. بیا شاهي حکیم ورته سپارښتنه وکړه چې ګل قند وخوري .کله یې چې ده ته ګل قند راوړل ده په مزه مزه وخوړل اوویل یې داډیره خوږه حلواده. ده دومره ډیر ګل قند وخوړل چې دګل قندو مرتبان ( لوښی ) یې تش کړ

باید زیاته کړو چې هغه څوک دخیټې دردونه ولري نودرې وخته دې یوه یوه کا چغه ( قاشقه ) ګل قند وخوري.

دهند مشهور یوناني حکیم ، محمد اکبر  ارزاني په خپل مشهور کتاب( میزان الطب )کې هم دګل قنددګټو  په اړوند ډیرڅه لیکلي دي .

......

 

لاتینه امریکه  

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دمرکزي امریکې، دکارابیین دحوزې او جنوبي امریکي هغو  هیوادونو ته ویل کیږي چې  په دغو  هیوادونو کې دلاتینې ژبې دوه څانګې ( هسپانوي او پرتګالي ) ویلې کیږي.

دلاتینې امریکې هیوادونه په لاندې ډول دي :

۱-ارجنټینا( ارجنټاین )

۲- بولوویا

۳- چیلي

۴-کولمبیا

۵-برا زیل 

۶- فرانسوۍ ګیانا 

۷-یورو ګوای

۸- وینزویلا

۹- پاراګوای

۱۰-ګوډای لوپ

۱۱-پیرو

۱۲-اکواډور

۱۳-ګواتیمالا

۱۴- کیوبا

۱۵- هایتي 

۱۶-دډامینیکین جمهوریت 

۱۷- هاندوراس 

۱۸-السلواډور

۱۹-نیکاراګوا

۲۰-کوسټاریکا 

۲۱-پاناما

۲۳-پورتو ریکو 

۲۴-سینټ مارتینګ

۲۵-مکسیکو

................

دافغانستان واکمن امیر شیر علي خان چې د1863 نه تر1866 پورې او بیا د1868 نه تر 1879.پورې دافغانستان واکمن و  په افغانستان کې دبارکزیو دکورنۍ دواکمنۍ دبنسټ ایښودونکي امیردوست محمد خان دریم زوی و. دده دواکمنۍ په وخت کې دافغانستان دپر مختګ په لاره کې یو لړمهم  ګامونه هم اوچت شول.ده دپوهنې او تعلیم ، دپوځ دپیاوړتیا ، دورځپا ڼو درامینځ ته کولو . دما لیي دسیستم  داصلاح کولو او هم دهیواد دعمومي پرمختګ لپاره یو لړ کارونه پیل کړل . دده په وخت کې په شیرپور کې پوځي ښوونځی او هم دکابل حربي فابریکه   جوړه  شوه  . دشمس النهار اووه نیزه هم دده په وخت کې رامینځ ته شوه او دکابل په بالا حصار کې  یې یوه مطبعه هم جوړه کړه.

...ډاکتر یاد ...

- لیکنې
بېرته شاته