(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د فیسبوک ملګری

[28.Mar.2022 - 17:01]

ډاکټر عبدالطیف یاد

—————————————-

زما دفیسبوک په دوستانو او ملګروکې یوهم دپښتوژبې مشهور شاعر ښاغلی بصیر بیدار ستوری صیب دی.نوموړی دپښتو ژبې دستر لیکوال، شاعر اوملي اوسیاسي شخصیت ارواښاد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوری زوی دی چې د ۱۹۶۴زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په څلورمه نېټه د کونړ ولایت د خاص کونړ د تنر په کلي کې زیږیدلی دې .خپلي لومړنۍ زده کړي یې د خاص کونړ په لیسه چې اوس د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر کبیر ستوري په لیسه نومول شوي سرته رسولي اوپه ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ننګرهار د عالي لیسي (های سکول) نه فارغ شوی او لوړي زده کړي یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې پای ته رسولي دي.

دهیواد په جګړو کې یې دخپلي کورني سره یو ځای د پښتونخوا دمرکز پيښور په لور ک‌‌‌‌‌‌ډه وکړه او په پيښورکې یې له نورو زده کړو سره دافغان ميډيکل ايډ او جي ,ټي زيډ په موسسو کې دندي سرته رسولي دي په ۲۰۰۲ م کال کې یې دپيښور رادیو دافغانستان لپاره د پروګرام کوار‌‌‌‌‌‌ډینیټر په توګه کار پيل کړ چې تر اوسه دپيښور په رادیو کې خپله دنده سرته رسوي

همداشان دپښتونخواه په ایف ایم رادیو کې د کوار‌‌‌‌‌‌ډينیټر په توګه د ۲۰۱۴ کال راپه دیخوا په کار بوخت دې .ښاغلی بصیر بیدار ستوری صیب شاعر دې او شاعري یې د پوهنتون له ‌‌‌‌‌‌ډېري مودي څخه پيل کړي په شاعرۍ کې یې د هیواد د تیر او اوسني ناورین او د پښتنو د بیدارۍ او یووالي انځور ښکاري

وخت په وخت یې شعرونه او لیکني په پښتو ورځپاڼو اومجلو کې چاپ شوي لومړۍ شعري ټولګه چې د وینو کرښي نومیږي چې دچاپ په ورستیو شیبو کې ده اوانشاالله چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د مینه والو لاس ته ورشي .بصیر بیدار ستوري د جرمني په شمول ګڼو اروپایئ هیوادونو ته سفرونه هم کړي او د خپل دویم کور پيښور سره خپل اصلي ټاټوبي او کلي سره هم خپلي اړیکي رغنده ساتي.

بایدزیاته کړم چې ښاغلی ستوری صیب دڅلورو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی . دی یو مهذب انسان اوپه پښتو اوپښتنواله مین شاعردی.دګران افغانستان سره ژوره مینه لري .زه دده پر ملګرتوب ویاړم او ده ته دلا زیاتوبریاوواو خوشالیو هیله کوم.

دښاغلی بصیر بیدارستوري د څو شعرونواوغزلونو بیلګې :

تږيوم اسمان ته مي خوله ونیوه

څاڅکو د باران ته مي خوله ونیوه

امن مي غوښته په چغو چغو کې

غږ مي کړ جهان ته مي خوله ونیوه

نه مي اوري غږ مرۍ مي وچه شوه

هاغه لوی کاروان ته مي خوله ونیوه

لاس مي ورجوړه کړل څه تري غواړمه

خیر راکه جانان ته مي خوله ونیوه

تیر شوم خو دعا مي ورته وکړلي

دغه ګورستان ته مي خوله ونیوه

کور کې مي ژړا راټينګوی نه شوه

ووتم دالان ته مي خوله ونیوه

ستړي اسویلي مي خولي له راغله خو

اف مي کړه ګریوان ته مي خوله ونیوه

بس نصیبه ویښ شه او بیدار شه نور

ستا دلاسه ځان ته مي خوله ونیوه

بصیر بیدار ستوری

**********

تصویرونو باندي ستا کرښي راکاږم

ستا یادونو باندي بیا کرښي راکاږم

انتظار دي د کلونو انتظار شو

په دیوال به خامخا کرښي را کاږم

چې د حسن په جبین خالونه شمېرم

چې غلط شمه خطا کرښي راکاږم

څه لیکم بیا یې شلوم پوهه پري نه یم

په کاغذ ځمکي ، هوا کرښي راکاږم

وچو شګو نه کورونه ځانته جوړ کړم

ورانوم یې په ژړا کرښي راکاږم

د نفرت کرښو جدا کړلوبیداره

ته په ما او زه په تا کرښي راکاږم

بصیر بیدار ستوری

*****************

مجهولو نه راوځه ځان مالومو کې حساب که

ځان وښایه جهان ته مخ نه لیري دي نقاب که

تر څو به دروغ وایې په دروغو به مشغول یې

ریښتیا ویل شروع که ځان دي خلاص له دي عذاب که

له پوهو سره کینه چې دي پوهه یو په دوه شي

‌‌‌‌‌‌ډېر لوله کتابونه یارانه د ښه کتاب که

د صبر حوصیلي او د همت ځني کار واخله

ځان ټيټ له نورو بوله سینه لوی لکه دریاب که

که مینه د پښتو دي داسي غواړي چې فولاد شي

پتنګ په شان ستي په شمع ځان لکه کباب که

که غواړي چې پښتون راتلونکی نسل دي ځلند شي

پښتو د دفتر ژبه که پښتو دي ټول نصاب که

نفرت ځني لاس واخلۍ پښتنو مینه رواج کړۍ

ټپه شۍ د یووالي او نغمه لکه رباب که

بیداره په ريښتیا که دپښتو سندري وایې

پښتون ته شه ورغاړي پښتونواله انتخاب که

- بصیر بیدار
بېرته شاته