(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افراطي

[28.Mar.2022 - 16:49]

لیک: امیر یوسپزی

هر پښتون ته چې کله د کور ذمه وارې ورپه سر شی نو دې بیا د کوره څه چې د وطن نه هم لری تښتی نه خو ورته د افغانستان معاشی حالات د کار او روزګار زمینه برابروی او نه په پښتونخوا کښی دومره قوت شته چې د ده د ژوند ګاډې پری روان وی نو دغه پښتانه ځان ته په پردو وطنونو کښی د ښه مستقبل د پاره لارې لټوی 

د چا سره چې لږې پیسې وی نو دوبۍ ته پرې لاړ شی او د چا سره چې ډیرې وی نو یورپ او امریکې ته 

د یورپ او امریکې د تګ نه لومړې د ده ذهن کښی دا خبره ناسته وی چې د هغوی ښځې فحاشه ، ګناهګارې او زنا کاری دي .

 

دوی چې کله دغه هیوادونو ته ورسیږی نو لومړی ورله په سرحدی پولیسو په جینکو بډئ ولټوی نو دې په دغه بډو لټولو خفه نه وی بلکې خوشاله وی چې یوی فاحشې راته په وجود لاس اوهو بیا چې کله د دغه هیوادنو د مهاجرو کیمپونو ته لاړ شی نو د دوی هر یو ځانته اسسټنه وی او هغه اکثر ځوانه جینئ وی .دغه جینئ چې د ده سره خپل تعارف کوی چې ستا د ډاکټر ستا د جیب د خرچې ستا د ډوډئ او د هرې مسلې ذمه واره یم 

نو دغه پښتانه چې دا واوری نو د ده دا حیال وی چې کیدې شی یوه ورځ می دغه اسسټنه خپلې کوټې ته وغواړی .

بیا چې کله د ده د بیماری مسله راشی نو دې چې کله هسپتال ته لاړ شی نو د ده ډاکټره هم ښځه وی او هغه ترې پوښتنه کوی چې ستا څه مسله ده ؟

نو دې ورته وایی په وطن کښی طالبانو حلالوم ،نو راوتښتیدم او هغه ویره می اوس هم زړه کښی ده او اوس هم د شپې چې اوده شم نو خوب وینم یو غټ ببر سری راپسې دی چاړه یی لاس کښی ده او ما حلالوی په والله دغه خوبونو راته اعصاب خراب کړل .

 

بیا یو څو میاشتې پس د هغه ښځینه اسسټنټه هغه د ژبې د زده کړې د پاره سکول کښی داخل کړی نو چې سکول ته لاړ شی نو دده د ژبې استاذه یوه ښکلې جینئ وی دې چی کله کلاس (ټولګی) کښی کیښنی نو هغه ورته لومړی د خپلې ټولنې ویلیو ،انسانی اقدار ، د خپل ملک قانون او په ټولنه کښی ناسته ولاړه ښایی .

څه میاشتې پس چې دې ایمیګریشن انټروئ له وغواړی نو ده ته د ایمیګریشن لوئ ټیم ناست وی بلا یی واخلم هغې کښی هم ښځې ناستې وی دغه بیجاره کوم چې پخپل وطن کښی د یورپ او امریکې ښځې فاحشی او ځناورانې ګڼی دغه ښځې دده مخه هر ځای نیوی 😁

 

کله چې دده په دغه قیصو یقین وکړی شی چې مولا ،طالب می وژنی نو د انسانیت په خاطر ده ته پناه ورکړی شی .

 

د ده په پناه کښی ده ته دا حق حاصل وی چې ته خپله ښځه او د اتلسو کالو نه کم بچیان هم د حکومت په مرسته راوستلې شی دده چې کله ښځه او بچیان راشی نو بچیان ورته سمدستی سکول کښی داخل کړی هغوی د انجنئرنک او طب لوری ته سفر کوی او د دوی یو لوی اکثریت په فیس بک کیښنی او دغه پښتنو ته وایی ملالې د اکسفورډ نه ډګری واخسته فاحشه ده شګفه پارلیمان ته لاړه بې لارې شوه ،بیا د ته ځلا ځاځئ هم فاحشه ښکاری .

ډیر عجیبه فکرونه دی بیا که دوی ته د دغه په شمیر یو څو پوه او باشعورو پښتنو نجونو په دفاع کښی خبره کوی نو دوی درته جواب کښی وړمبې خپله خور مور راوباسه بیا یی دفاع کوه نو دا خو د هغوی خوښه ده چې هغوی خپله د خپل قوم خدمت د پاره راوځی او که نه ؟

 

نن چې دنیا کوم مقام ته رسیدلې او د کومو ملکونو تلو پسې او هغلته د ښه ژوند جوړولو په چکر کښی چې مونږ خپل جایدادونه خرڅووو او په قرضونه کوو نو یاد ساتۍ دغه خلګو او د هغوی ملکونو په تیر وخت کښی چې ښځې د علم نه او د خپل حق نه محرومه وی نو د هغوی ژوند هم د بد ترین غربته او ملکونه یی د خپل مینځنې جګړو نه تیریدل خو چې کله د هغوی ښځینې راوتلې او او سره د ځوانانو یی علمونه حاصل کړل نو هله د بد بختو نه خلاص شو او په وطنونو کښی یی ارامئ او معاشی خوشالئ راغلې.

نو لهذا مونږ پښتنو ته پکار دی چې مونږ هم خپلو نجونو باندې تعلیمونه وکړو او دغه هسپتالونو ته ورسوو او ډاکټرانې یی کړو دغه استاذانې کړو اوًپوهنتونوته یی ورسوو او دغه سیاست مدارې کړو پارلیمانو ته یی ورسوو

 

څومره چې د یوی تعلیم یافته انسان سره د ژوند د تیرولو تجربه وی هغسې د جاهله سره نه وی څومره چې جاهله فحاشه وی دومره تعلیم یافته نه وی 

د یو هیواد نظام باشعوره او تعلیم یافته ښځینې او ځوانان چلول شی نه چې افراطیان .

ډیر په بخښنه سره وایم په پښتون وطن څلویښت کاله جنګونه وشو په دغه کښی د ګاونډی ملکونو او د نړیوالونه زیات لاس زمونږه د رجعت پسندې او افراطی ټولنې دی او دغه افراطی ټولنه به دغې جنګ له ۸۰ کاله نور هم دوام ورکړی ځکه یوه رجعت پسنده او افراطی ټولنه صرف د وطن دښمنان پیدا کولې شی نه چې په وطن مئنان .

- ټولنه
بېرته شاته