(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داوړ پښتانه

[28.Mar.2022 - 16:48]

داوړ پښتانه

 ليک : مولنا خانزېب

په شمالي وزيرستان کښې د داوړو قبيله په وزيرو پسې دويمه غټه قبيله ده سل په سله دا قبيله په قام پښتانه دي چې د غځلمي نه واخله تر ، حېدرخېل ،شينكي تنګي ، پورې د ټوچۍ رود په دواړو غاړو د کجورۍ نه تر خړ کمر پورې په څلوېښت کلومټره خو  مېداني سيمه کښې ميشته ده د ټوچي رود نه ئې ډېرې ځمکې خړوب کېږي  اتمانزۍ وزیر قبیله چې دروېش خېل قبيله هم ورته وائي د داوړو نه ګېر چاپېره د غرونو پـه خـوا کښې ده  دې غرونو ته د دروېش خېلو غرونه هم وائي .

 

د 2018, د سرشمېرنې ترمخه د دواړو 24189کورنې دي د وګړو شمېر ئې 219480 دې بر داوړ په 10745 کورنيو او 103811 وګړو لر دواړو په 15424 کورنيو او په 115749 وګړو باندې خواره دي .

د داوړ قبيلې مالوم تاريخ پدغه سيمه کښې تر شپږ سوه کاله یادېږي خو د بده مرغه د ډېرو پښتنو قبيلو ددې تاریخي قبيلې تاريخ هم په دوړو کښې ورک دې په دومره لوئي شمېر کښې د دې قبیلې وګړي ددې دليل دې چې دا قبیله پدې خپل ټاټوبي کښې د زرګونو کالو راهسې مېشت ده .

په 1696 کښې چې کله د مغل باچا اورنګزېب ځوئي ،بادرشاه ،د بنو سيمه اونيوله نو په ،داوړو ، قبيله ئې هم د کال دولس زره روپۍ باج ايښې وو سيد حسن نوم ئې کس ئې پدوئې ،والي ،کړې وو د اورنګزېب د مرګ نه پس داوړو مغلو ته د باج ورکولو نه انکار اوکړو .

د احمد شاه بابا په وخت کښې داوړ دهغه سره ولاړ وو تش په نوم باج تې اخيستل شو خو څوک پې  حاکم لږول شوې نه وو  د سدوزو او بارکزو په واکمنې کښې داوړو ځان بيا آزاد کړو .

په شمالي وزیرستان کښې داوړ په ،سپين ګوند ،او تورګوند ېا په ،ملي زاد ،او تپي زاد ، ويشل شوي پدې ډلو کښې وزير هم شته دغه راز په لر دواړو او بر داوړ هم ويشل شي لر دواړو د کجورۍ نه تر ميران شاه او بر داوړ د ميران شاه په لويديځ سيمه کښې تر خړ کمر خواره دي  .

 

داوړ په کرلاڼۍ قبيلې کښې د شيتک زاؤزاد دې د کرلاڼ  په روايتي شجرو کښې دوه اولاد ، ککې ، او کودې ېادېږي  کرلانړي د پښتنو د قبيلو په څانګو کښې درېمه غټه ډله بلل شي چې ، دله زاک ، اورکزي ، توري ،  خوګیانی ، بنګش ، مروت، اپريدي ، وزير ، مسيد ، منګل ، وردګ ، ځاځي ، شيتک ، بنوڅي ، داوړ ، تڼي د شيتک لاندې دي ،ځدران او اتمانخیل هم پکښې دي  د شيتک په زاؤزاد کښې  ،داوړ ،بنوځي او تڼي مشهور دي . د شيتک په اولاد کښې د  داوړ او بنـوڅـي يـوبـل ورور تـڼې هـم دې چې په افغانستان کښې په لوئي شمېر میشت دي ۔ کوم داوړ چې ختيځ لوري ته دي هغو تـه لـر داوړ وائي او کوم داوړ چې د لويديځ لـوري ته دي هغو ته بر داور وائي

يعني د غزلمي نه واخلـه تـر حېـدر خـېل ، تغړي شينکي ، پورې داوړ په دوو برخو لر او بر داوړ وېشلي شوي دي پـه اتـه زره څلور سوه نهه څلوېښت (۸۴۴۹) جريبـه بـانـدې د برو داوړو سیمه مشتمله ده او د لرو داوړوسیمه لس زره دوه سوه نهه څلوېښت (۱۰۲۳۹) جریبه ده .

 د داوړو شجره نسب ته که مونږ وګورو نو داوړ د کرلاڼ په اولاد کښې راځي په روايتي شجروي لړې کښې داوړ او تڼي د شيتک د دوئمې ښځی اولاد دې او شیتک د ککی زوي دې او ککې د کرلاڼ اولاد دې ( بنوڅي كـيـوي او سوراني) د شيتک د ړومبې ښځې نه دي چې د بـنـو پـه ځمکه باندې دي داوړ په شمالی وزیرستان کښې د ټوچۍ په غاړه په دواړو طرفونو د غزلمي نه واخلـه تـر حېدر خېل شينكي تنګی پوری غزېدلي دي او د دواړو سکه ورور تڼي د افغانستان په خوست سیمه کښې دي د شیتک د دريمې ښځې اولاد ،هوېد او ،زالم ،بلل شي چې د لوړې دريـاب پـه نیـمـه زرخبېزه سیمه ژوندکوي.

د دواړو د قبيلې لاندې د  سپين ګوند لاندې خېلونه دادي ، حسوخېل ، موسکی ، هرمز ، زيرکي ، ووځي ممدي ، خدي ، عيدک ، امبارک شاهي ، حکيم خېل ، ارغوند ، درپه خېل ، همزوڼي ، ملخ ، د تور ګوند لاندې خېلونه دا دي ، حېدر خېل ، ايپي ، دولت خېل ، بړوخېل ، تپي ، ميرام شاه ، بوېه .

د هند د وېش نه وړاندې د دواړو په سیمه کښې هندوان هم په لوئي کچ مېشت وو چې د داوړو سره ئې ښه د مېنې ژوند به کؤو او هيڅ کمه ستونزه به ورته نه وه خو وېش نه پس کډه په سر شو .

د داوړو د وزير قبيلې سره هم نزدې اړيکې او خپلوي دي داوړو په لنډ تاريخ کښې د فقير اېپي او مولا پاونده سره هم لوئې مرستې کړې وې ‌.

داوړ لکه د نورو پښتنو ډېر خواږه او مېلمه پال خلک دي غټې غټې اوجرې لري د کورنو اوجرو ديوالونه ئې د پښتنو د نورو سیمو په نسبت ډېر زيات لوړ وي چې وجه ئې قبيلوي دشمنې وي په زياتو کورنو د شينګرې مورچې ،جوړې وي د دواړو سيمه هم لکه د نورو قبائلي سیمو د پاکستان جنګي اقتصاد تباه کړې ميران شاه او د ميرعلي پشان تجارتي مرکزونه ئې ورله ړنګ کړي نن هم پخپل وطن سور تنور کړې شوې هره ورځ ئې ځوانان مشران په ړندو وژنو وژل کېږي  د افغانستان سره د ،غلام خان ،ستره تجارتي لار لري خو وخت په وخت بندیزونو دغه کاروبار هم د مېنځه وړې دغه راز د ،چلغوزو ، روزګار به پکښې کول شو خو پرله پسې جنګونه دغه روزګار هم کمزورې کړې د ازغن تارونه راکش کولو نه پس په کلوميټرو کلوميټرو د چلغوزو ځنګلې د ازغن تار نه اخوا پاتي شوي د ډاوړو ډېر ځوانان د غريبې لپاره په عربستان کښې وي په پاکستان غټ غټ بار وړونکي لارې چلوي د داوړو غرونه د قذرتي وسيلو معدنياتو نه ډک دي د مير علي او ميران شاه ترمېنځ ټوله وادي د تانبې او سروزرو ډکه ده چې پينځه پنځوس ميلن ټن اندازه ئې لږول شوې خو بې امنې او بې سوادې دغه خزانې د دوئې نه وړکې کړي .

د پښتو د ګنړو لهجو ګړدودونو پشان داوړ هم خپله لهجه لري چې په ،قندارې ،لوېه لهجه کښې راځي داوړ زياتره پخپله لهجه کښې د ، ژ ،او ،ښ ،په ځائې ،شين ،ادا کوي د ،وزيري ګړدود ، په څېر ،حروف علت واو الف ېا ،هم د ېو بل په ځائې اړوي .   دغه راز د پېښورې لهجې سره د نورو ډېرو لهجو پشان د داوړو توپيرهم په ، صوتياتي ،بنړه دې داوړ چې کله سره خپل مېنځ کښې ګپ لږوي نو د پېښورې لهجې والا پې ډېر کم رسي زه ېو ځل ميرعلي ته تلې ووم داوړو به چې کله خپل مېنځ کښې ګپ لږولو نو ما به ورسره هسې خندل په ېو ټکي به نه پوهېدم چې کله به مې تپوس اوکو نو پخپله ژبه کښې بې پوهه کړم .

.......................

 

غرشین

لیک: ډاکتر لطیف یاد

غرشين دپښتنويوه مشهوره او ستانه قبيله ده چې دسړبني پښتنو په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري او دمیاڼه اولاده ده . دتاريخ حيات افغاني ليکوال ډپټي محمد حيات خان له نن نه ١٤۹ کلونه وړاندې دغر شين قبيلې په اړه داسې کښلي دي:

" د غر شين دقبيلې دتسميې دوجې په اړوند داسې ويل کيږي چې ددغې قبيلې ستر نېکه يو ډېر منلی او خدای لما نځونکی انسان وچې دخپلې دعا له کبله يې يو وچ غر شين کړ ،نو له همدې کبله دده اولاده په غر شين سره مشهوره شوه٠ غرشين زياتره دکند هار په غر نيوسيموکې مېشته دي اودوی ته خلک په درنه ستر ګه ګوري٠ دغر شين د قبيلې څوکورنۍ دراولپينډۍ دبر هان دسيمې په غر شين نو مې ځای کې هم استو ګنه لري٠ چې ددغې قبيلې نه لعل شاه يو ډېر ښه او منلی سړی و٠ "(١)تاریخ حیات افغاني زیاتوي چې ددوی یو شمیر په کندهار او یو شمیر یې هم دددوړو دقبیلې په شمالی برخه کې اوسیږي چې د هغه ځای خلک یې دغرشین پر ځای خرڅین بولي .دغرشین دقبیلې یو شمیر خلک  دجنوبي پښتونخوا په مرکز کوئیټه کې هم اوسیږي چې زیاتر ه له کندهاره هلته تللي دي چې یو شمیر دپښتو تکړه لیکوالان او شاعران پکې شته چې له هغو نه  یو هم ښاغلی سید عطاءالله شاه غرشین دی چې دپښتو ژبې ښه لیکوال او شاعر دی.

د پښتنو دغر شين قبيلې پورې تړلی يوستر شخصيت ملکيار غر شين دی چې د٥٨٠ لیږدیز (هجري )په شا او خوا کې يې ژوند کاوه چې دپښتنو مؤ رخانو دده نوم په خپلو مشا هيرواو نومیالیو  کې راوړی دی او مشهور مؤرخ نعمت الله هروي په خپل تاريخ مخزن افغا ني کې ليکلي دي چې ملکيار غر شين دشيخ ابو بکر طوسي معا صر و او په ډيلي کې يو ځای درلود چې سلطان شها ب الدين غوري د ملتان دير غل په وخت کې ده ته ور بخښلی و او دده مزار  هم هلته دی٠ (٢)

دنعمت الله هروي ددې روايت نه څو سوه کاله دمخه سليمان ماکو ٦١٢ لیږدیز چې دپښتو ژبې له پخوانيو ليکوالو او نثر ليکو نکو نه دی دملکيارغر شين په اړوند اسې ليکلي دي:

" نقل کاوه شي چې په روزګار دغازي شهاب الدين چې په ډيلي کې هغه ستر واکمن ټا ټوبی ورو ښانده   او هم هورې مړ شو٠ نقل کاوه شي چې په جوبله( جګړې) کې مسلمانان تر شا ولاړل او کفارو بری وکړ٠ ليرې نه وه چې مسلمانان شي دکفارو په کټارو( نېزو) پو پنا او دښنه( دښمن) بری وکړي، نا څا په شيخ ملکيار راغی او پر دښمن يې ير غل وکاوه او ډېر زښت يې ووژل٠ نرو مسلما نا نو هم د ملکيار تر اړخ تورې وکښې او سره ومروړل يې دښنه،ستر څښتن دوی ته په مېړانه دشيخ ورکړله سو به او بری چې پخوا هم نه وه په بر خه شوې دچا، هيڅکله په هيڅ ځای کې"

د سليمان ما کو له دې بيانه جو تيږي چې ملکيار غر شين يو غښتلی او تو ريالی سړی وچې دتورې او ادب له څښتنانو نه واود سلطان شهاب الدين سره يې په جګړو کې ملګر تيا کو له٠ سره له دې چې ملکيار غر شين دجګړو دډګر اتل و ادبي ذوق يې هم درلود٠ نوموړی پخپله هم شاعر و او دنورو پښتنو شا عرانو اشعار يې هم لو ستل.

ويل کيږي چې دجګړې په ډګر کې کله چې شيخ مکيار غر شين د سلطان معزالدين د لښکرو سره يو ځای جنګېده او نږدې وچې دسلطان لښکرې ماتې وخوري نو دې توريالي اديب دلښکرو دمورال دلوړلو لپاره يوه دننګ او غيرت نه ډکه سندره و ويله چې ژوبله ور راوپارېدل او پر دښمن يې بری تر لا سه کړ ٠سليمان ماکو ليکي: په جوبله کې ملکيار دا پاړکي وويل چې غا زيان وپارېدل او په څېر د زمر يو ورتوی شول:

څښتن مو مل دی 

اوس مو يرغل دی 

هېواد دبل دی 

غازيانو ګورئ 

څښتن مو مل دی 

تورې تېرې کړئ 

دښن مو پرې کړئ 

منګولې سرې کړئ 

څله به تښتو 

څښتن مو مل دی 

که ټينګ کړو زړونه 

پر بري يونه 

چې زمري يو نه 

اسلام را څخه دی 

څښتن مو مل دی 

غازيانو راشئ 

ټول شا اوخواشئ 

دشهاب په ملا شئ 

دښن مو غوڅ کړئ 

څښتن مو مل دی(٣)

ملکيارغر شين په ډيلي کې ا وسېده او هما غلته مړشو او په دغه ښار کې دشيخ ابو بکر طوسي له مزاره سره يو ځای ښخ دی. دشيخ ابو کبر طوسي مزار په اوسني وخت کې د  ډیلي د پورانا کلا او دپر ګتي ميدان تر مينځ په يوه لوړ ځای کې مو قعيت لري ٠

 -------------------------------------------------------------------- 

ماخذونه او سر چينې

١- تاريخ حيات افغاني، ١٧٨  او ۴۵۴مخونه ، دانش خپرندويه ټو لنه، پېښور٠ 

٢-پو  هاند علا مه عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک، ٥١٠ مخ، دانش خپر ندويه ټو لنه، پېښور٠

 ٣-دسليمان ماکو تذ کرة الاوليا،دملکيار غر شين حالات٠ 

يا دونه: د ځينو پښتو زړو لغاتومعناوې په قو سو نو کې تو ضيح شوي دي( ياد)

- او غرشین
بېرته شاته