(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پلټنو ذوق

[22.Mar.2022 - 16:36]

د پلټنوذوق او شور                  

 لیک:سید عبیدالله نادر

چې په حقایقو نه پوهیږې او د پت اسرارو د تمیز حس درسره نشته ،نو ښه خبره دا ده ،چې په خپل ځان ریاضت وباسئ ،او د اسرارو د پلټنې ذوق او شور په خپل ځان کې پیدا کړئ ، که آ د مولانا جلال الدین بلخي په خبره که رنک د ترکیب او تمیز فهم نه لرې ،نو د ګلانو په مینځ کې ، د ښه او خراب توپیر مه کوه ،ځکه ښه لیدل د زړه په سترګو لیدل ، د انسانیت ، یوه برخه ده ،عیب په هر شی کې لیدل د یو نامکمل او مریض انسان کار دی ،ښه لیدل او د زړه په سترګو لیدل د انسانیت یوه برخه ده ،

همدا وجهه ده چې مولانا وایي:

عشق را بی معرفت معنی مکن

زر نداری مشت خود را وا مکن

ګر نداری دانشِ ترکیب رنګ

بین ګلها زشت یا زیبا مکن

خوب بودن ،شرط انسان بودن است

عیب را در این و آن پیدا مکن

په هر شی کې عیب مه لټوئ ،زړونه د کینې د زهرو نه پاک کړئ ، خپل د عبرت رسا غوږونه د دنیا دګذر او اشارو ته خلاص ونیسئ ، چې دنیا په خپلو اشاراتو ،شیبه په شیبه او لمحه په لمحه د عبرت درس ورکوی ،حضرت مولانا په همدې شعر کې هغه متعصیبینو ته چې د زړه په سترګو ړانده دي وایي :

تو خود می نشنوی ، بانګِ دهل را

رموزِ سِر پنهان را ، چه دانی

چې ته  ډهل آواز نه آوری ،یعنی مانا دا چې ستا د عبرت غوږونه دومر کاڼه دي،یعنی د غفلت په خوب کې یې ،نو په پټو اسرارو او رموزاتو باندی به څه پوه شې ،بیا وایي چې شین بوټۍ د باران په قدر او قیمت ښه پوهیدای شي ،یعنی ته وچ کلک متعصب یې، ته به د دې معرفت له خبرو چې د باران حیثیت لري او، د صاحبدلانو روح او روان پرې تازه کیږي، څه اخیستنه وکړې ،او یا څه پند وانخلي او یا څه خوند واخلې ،یعنی ستا سر په دې خبرو نه خلاصیږي

درخت سبز داند ، قدرِ باران

تو خشکي ، قدرِ باران را چه دانی

نو هغه حقیقتونه چې په ایمان کې دي ، په هغه به څه پوه شي ،لکه د دې شنو بڼونو په اسراروچې نشې پو هیدلای، نو په ډې اساس که د تعصب نه لیری په روښانه عقل وفکر او روښانه زړه په هر شي نظر واچوو ،نو ډیر حقیقتونه به مونږ ته روښانه شي ،

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته