(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګړدودونه

[18.Mar.2022 - 21:48]

ګړدودونه (لهجې)

زمونږ په ژبه پښتو کې درې ګړدودونه (لهجې) په نظر راځي چې یوه ئې کندهارۍ، بله پېښورۍ او دریمه ئې د پکتېا ګړدود / لهجه ده. دپکتېا ګړدود (لهجه) کښې «الف» په «و» بدلوي او «و» په  «ئې» بدلوي. د پکتېا ګړدود (لهجه) عامه شوی نه ده، خو کندهارۍ او پېښورۍ ګړدودونه (لهجې) عامې شوي دي او د پښتو په لیکدود کې هم ورته پام کېږي او توري ورته ټاکل شوي دي. دا توري د دوه غږه تورو په نامه یادیږي چې یو غږ ئې د پېښورۍ لهجې پورې او بل غږ ئې د کندهارۍ ګړدود (لهجې) پورې تړاو لري. د بیلګې په توګه د «ښ» توری هم «ش» او هم «خ» ویل (تلفظ) کېږي. له دې کبله د پېښورۍ ګړدود (لهجې) پختون چې په کندهارۍ ګړدود  کښې پشتون ویل کیږي په «ښ» یانې پښتون لیکل کېږي، چې په کندهارۍ ګړدود « ش » او په پېښورۍ لهجه کې «خ » تلفظ کېږي همدغسې ږیره چې کندهارۍ ګړدود کښې ژیره ورته ویل کیږي ږیره لیکل کیږي .

که کومه نوې  ویۍ (لغات) چې اړتېا  ورته وي د پښتو د یوې ويۍ راوتلې شي، نو پکار نه ده،  چې اووډنه (ترکیب) ئې د ډېرو وییو څخه جوړ شي.

همد غسې نړۍ واله ويي لکه کمپیوټر چې په پښتو کې ورته مناسبه ویۍ نه پېدا کېږي پکار ده چې خپله ونیول شي او پښتو ژبې په چوکاټ کې راوستل شي.

سیمه ایزې ( محلي ) پښتو ويي ( لغاتونه ) چې د ژبې د ځانګړي (خاص) اړخ پورې تړاو لري بایده دې،  چې رواج او عامې شي او په دې توګه د کره (معیاريژبې برخه وګرزي چې ټول پښتانه پرې وپوهېږي، خو پښتو ژبه به هله پیاوړي شي او وده به وکړي ، چې کله ئې لیک د پښتو د نوي لیکدود په رڼا کې په لاتیني تورو واړول شي.

دا به له یوې خوا پښتنو ته د بهرنیو ژبو په زده کړه کې اسانتیاوې رامنځ ته  کړي او د بلې خوا به بهرنیان هم وکولای شي، چې پښتو په اسانۍ سره زده کړي او پدې توګه به  پښتو ژبې ډیر ویونکي هم پیدا شي.

سربیره پردې به پښتانه وکولای شي،  چې د نورو تخنیکي پوهه په اسانۍ سره خپله کړي او هم به صنعتي  او تخنیکي تولیدات او پیداور چې نژدې (تقریبا) ټول ئې د لاتیني تورو د سیستم په بنسټ جوړ شوي دي، په ارزانه بیه تر لاسه کړي. پدی توګه به پښتو د نورو پر مخ تللو ژبو سره د سیالۍ جوګه شي

په لاتیني تورو د پښتو لیک اړول کوم سخت او پیچلی کارنه دی،  ځکه چې د ډیرو پښتو تورو لپاره سم لاتیني توري شته دی او سړی ئې ورته بې د ډیر سوچه څخه نیولی شي. یوازې د پښتو د دوه غږه او ځینو نورو تورو لپاره د لاتیني تورو په ټاکلو کې لږ څه سوچ پکار دی، چې څو تنه پښتانه پوهان پرې فکر او غور وکړي.

په لاتیني  تورو د پښتو د لیک  د اړولو د نظرئې بنسټ د پښتو او پښتونخوا د پر مختیا او سوکالۍ په اوږد لید ولاړ دی، چې دا وږدې مودې  په ترڅ کې پلی کېدلی  شي او دا پدې توګه چې لا اوس پښتانه پوهان او لیکوالان پدې لاره کې د قام او وطن خدمت ته ملا وتړي او ورو   ورو د اوسني لیک په خوا کې په لاتیني  تورو د پښتو لیک رواج کړي او خپلې څه نا څه مقالې په  پښتو کې په لاتیني  تورو ولیکي تر څو چې د پښتو د لاتینی لیک سره وګړي  اشنا شي او ددې لپاره شرایط برابر شي چې د اوسنی لیک ځای په بشپړه توګه د پښتو لاتیني لیک ونیسي.

( سرچینه : ژبساپوهنه)

- لهجې
بېرته شاته