(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بېنوا چاپ شوي

[18.Mar.2022 - 19:14]

 استاد عبدالروف بینوا دپښتو ژبې یو ستر لیکوال او شاعر و.ده دپښتو ژبې لپاره دومره ستر خدمتونه کړي دي چې پښتانه به یې هیڅکله هم هیر نکړي . دده ځیني چاپ شوي آثار په لاندې ډول دي

۱-پښتو کيلي

دا اثرته ډير خلگ کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

۲-پردېس

داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده

۳- پښتو د شاهانو په دربار کي

دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۴-باغوان

دا د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

۵- د ميني مينه

دا د شعرونو ټولگه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده

۶- پښتنې مېرمني

دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی

۷- هوتکو په دوره کي پښتو

دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .

۸-طوق لعنت

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده

۹-ميرويس نيکه

د پښتنو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی

۱۰- آريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني

دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۱۱-دغنمو وږی

دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده

۱۲- پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله

دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده

۱۳-چند اهنگ ملي

په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی

۱۴-ادبي فنون

دا کتاب دهغو درسونو ټولگه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی

۱۵-ويښ زلميان

داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده

۱۶- د دار مستتر پښتو څېړني

دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۷-صداي وطن

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده

۱۸- د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح

په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۹- خوشحال خان خټك څه وايي ؟

دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مگر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ

ن۲۰- نظري به پښتونستان

په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه

۲۱- پښتونستان

په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو

۲۲-ليډران امروزي پښتونستان

داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندگلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده

۲۳- د کاظم خان شيدا ديوان

تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

۲۴- هوتکي ها

دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۲۵- پريشانه افکار

دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولگي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده

۲۶- د گيتانجلې ژباړه

دا اثر د هند دنوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاگور د گيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره سوې او هم ځانته دمستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي دکابل دنشراتي څانگي له خوا چاپ سوی دی او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ سوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بېنوا دپېژندگلوۍ په اړه علمي مالومات لري او ښاغلي عبدالغفور روان فرهادي ېې په ډيره سپين سترگې مقدمه نه ، بلکې بېنوا نامه بولي

۲۷-برگ سبز

په پاړسي جبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده

۲۸-لنډۍ

يو شمير منتخبي لنډۍ له پاړسي او انگريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصورډول په١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انگريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده

۲۹-خوشحال او پسرلی

په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي

۳۰-پاچا خان

دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان دفعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بېنوا له اردو څخه پاړسي ته ژباړلئ دی او د١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی

۳۱- د زړه خواله

دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولگه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملگري ته ليکلې دي دا کتاب د١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی

۳۲- پښتو قرائت

دپوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولگي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۳۳- زوړ گنهگار

يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره سوې ده

۳۴- کار بر اصل

يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په پاړسي جبه ليکل سوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې ده

۳۵- اشتباه

دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل دجشن په صحنه کي تمثل سوې ده

۳۶-شيانه عقاب

يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده

۳۷-زرنگ

په پاړسي ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل سوې دی

۳۸-حکومت بېدار است

دا هم يو پاړسي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ سوی دی

۳۹-د چين سفر نامه

دا کتاب فاضل استاد بېنوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دووسوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير سي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو

۴۰-اوسني ليکوال

ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو

۴۱-اوسني ليکوال

دوهم ټوک ، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور سوی دی

۴۲-افغانستان اليوم

ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثرکښلی اوچاپ کړی دی افغانستان اليوم د بېنواهغه اثردی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۳- اربعين حقيقة عن افغانستان

دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار و

۴۴-آ ثار افغانستان

دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بېنوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري

۴۵-المراة افغانية

دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۶-هديالعام جديد

دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۷- داوسني ليکوال

دريم ټوك ، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی

۴۸-د معمر القذافي د مشهور شين کتاب ژباړه

په ريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلگو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم

۴۹-ښه شپه

د استاد بېنوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی

۵۰-د افغانستان نوميالي

د ا دفاضل استاد بېنوا هغه اثر دئ چي تر اوسه ئې څلور ټوکه چاپ شوي دي اومړی ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د ( ج ) تر توري پوري چاپ شوی دی ، خو دا د ( ي ) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته ښپږ ټوکه ئې د فاضل استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي

۵۱-نېټه ليک ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي

دا داستاد بېنوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی

۵۲-خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان

دا دخوشحال خان خټک په اړه يړه تحليلي څېړنه ده چي استاد بېنوا ليکلې او١٣٥٦ـ١٣٥٧کلونوکي په پلوشه مجله کي خپره شوېده

۵۳-دهسک پېغله

دا د استاد بېنوا د شعرونو دوهمه ټولگه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان دليکوالو ټولني په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده

۵۴-د پښتو متلونو غوړچاڼ

له بده مرغه دغه کتاب ما نه دئ ليدلئ او نه مي ئې کوم ځای يادونه پيداکړله ، خو غالباٌ دا په څلورو ژبو استا بېنوا اړولې دی ، کيدای سي زما اټکل صحيح نه وي که غلطي وي بيا هم بخښه غواړم ځکه چي ماته په لاس نه دئ راغلئ . خو دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی

۵۵-خوږه ژبه

دا اثر ( مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي ) استاد بېنوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه ئې وس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي

۵۶-عربي پښتو قاموس

په دې اثر کي د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ

۵۷-پښتو قاموس

دا اثر استاد بېنوا غاليباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي

۵۸-کڅکول

دا اثر هم د استاد بېنوا دبيلابېلو ليکونو او شعرو ټولگه ده چي دا هم غالباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده

۵۹د افغانستان تاريخي ريښې

دا دارواښاد استاد بېنوا ورستئ اثر دی چي څو برخي ئې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمگړی پاته شو

غلی شانته انقلاب دی

نسیم ووې د ګل غوږ کښې، بدل شو د یارانې رنګ

غلی شانتــــه انقــــلاب دی، بدلوي د زمانی رنګ

===========

ورسره نوي رنګونه = رنګارنګ تحولونه

کړي سمسور به راغ رغونه

موسم بل دی هم بل شوی د بلبل د ترانې رنګ

غلی شانته انقـــلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ

===========

دړي وړي زوړ رباب دی = زوړ مطرب خانه خراب دی

زوړ آهنګ د روح عذاب دی

نوی ساز نوی آواز دی، هم شو نوی د نغمې رنګ

غلی شانتـــه انقــــلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ 

============

نوی دام نوی صیاد دی = نوی چل نوی بېداد دی

نوی آه نوی فریاد دی

هوښیاري صید لره بویه، بدل شوی د دانې رنګ

غلی شانته انقــــلاب دی ، بدلوی د زمانې رنګ

============

لري نوي محبسونه = نه یو سرای نه یوه خونه

حبسوي لوی هیوادونــه

چي بندي پرې نه پوهیـږي، داسی شو دزولانې رنګ

غلی شانتــــه انقـــــلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ

===========

سره واوښتل قومونه = ویښ خبر شول له ژوندونه

دویدو شوه وران کورونه

ګوره کله به شي نوی،دپښتون د کاشانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی ، بدلوې د زمانې رنګ

(یاد)

- اثار
بېرته شاته