(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماشوم ولې

[17.Mar.2022 - 16:38]

ماشوم ولې ژاړي ؟ او څنګه یی کرار کړو؟

 

۱ لوږه

که ماشوم ژاړي، اول یی باید لوږې ته فکر وشي. میندې کولائ شي چې د لوږې نورې نښې هم وپیژني.

 

مثلا ماشوم شونډې چړپوي، یا زبیخي

 

چې په غمبوري یی ګوته ووهې نو هماغې خوا ته مخ اړوي، خپلې ګوتې، یا لاس په خوله کې وهي.

 

که یی مخ ښکل کړئ خوله وازه وي، ستاسو خولې خوا ته یی خوځوي. ممکن ماشوم د نورو نښو په واسطه هم خپله لوږه اظهار کړي

 

۲- لوندوالئ

 

لوند ټوکر یا پمپر ماشوم ځوروي.

 

ځیني ماشومان تر ډیره وخته پورې لوند ټوکر زغملئ شي.

 

خو ځیني نور بیا ورته ژاړي که ماشوم ژاړي او وږئ هم نه دې نو ټوکر یی وګورئ که لوند یا چټل وو بدل یی کړئ.

 

۳- غواړي چې ویده شي

 

که ماشوم موړ وي ټوکر یی بدل شوئ وي بیا هم ژاړي، نو خوبولئ به وي.

 

خصوصا که ارږمئ وباسي، نو په غیږ کې یی ونیسئ، ټپ ټپ یی کړئ او للو للو ورته ووایئ ماشوم به ژر ویده شي.

 

ځیني ماشومان له تړل کیدو سره عادت وي چې خوب ورشي تر هغو پورې ژاړي چې ویې تړئ.

 

۴- غواړي چې په غیږ کې یی ونیسئ

 

ماشوم هیله لري چې ډیرئ وخت د مور او یا د پلار په غیږ کې تیر کړي.

 

د هغوئ مخونو ته وګوري، اواز یی واوري، او د هغوئ زړه درزا ته غوږ کیږدي.

 

ماشوم ان د مور او پلار بوئ هم پیژني، او خوند ځیني اخلي.

 

ممکن تاسې وویریږئ چې که ماشوم ډیر غیږ کې ونیسئ نو هغه به ډیر نازولئ او بداموزه شي.

 

خو د عمر په لمړیو څو میاشتو کې داسې نه کیږي.

 

۵- د معدې تکلیف به لري

 

باد، قولنج، قبضيت او د نس درد ماشوم ژړوي. كه تر تي وركولو وروسته سم له لاسه ماشوم ژاړي؛

 

نو ممکن په نس كې يې باد يا قولنج وي. د باد د ايستلو لپاره ماشوم ستوني ستغ واچوئ،

 

پښې يې لكه بايسيكل چې ځغلوي، كرار كرار وروسته وړاندې وخوځوئ.

 

او نس يې وسولوئ. د قولنج لپاره په درملتونونو كې دوايي )دقولنج ضد څاڅكي( پيدا كېږي؛ خو بايد د ډاكتر له اجازې پرته ورنه كړل شي.

 

قبضيت، له شيدو سره حساسيت، د لكتوز نه زغمل )لكتوز يو ډول قند دى چې په شيدو كې وي( او د كولمو بندښت هم د نس د دردونو سبب ګرځي چې له ډاكتر سره بايد پرې مشوره وشي.

 

۶- د ګیډې باد به يې بند وي

 

كه ماشوم له تي خوړلو وروسته ژاړي، ممكن باد به يې بند وي. ماشوم د تي د رودلو پر مهال هوا هم تېروي، دغه هوا كه په معده كې پاتې شي؛ نو ماشوم به ځوروي.

 

د دې لپاره چې باد یی ووزي، په غېږ كې يې نېغ ونيسئ، څټ يې وسولوئ يا يې ټپ ټپ كړئ.

 

د باد وتلو سره به يې ژړا ارامه شي.

 

۷- ډېره ګرمي يا زياته يخني به وي

 

نو زېږي غواړي تاوده واوسي. كه د كاليو د بدلولو يا د ټوكر د بدلولو پر وخت يې يخ وشي؛ نو وبه ژاړي.

 

ماشومان د ګرمۍ په خاطر ژر نه ژاړي؛ خو د يخنۍ په وجه ژر عكس العمل ښكاره كوي.

 

په ياد ولرئ چې بايد په هر موسم كې د ماشوم كالي د تاسو تر كاليو يو بالا وي    .

 

كه تاسې په يوه كميس كې هوسا يئ؛ نو ماشوم ته بايد دوه ورواغوندئ.

 

۸- د بدن يو ځاى به يې په تكليف وي

 

كله كله ويښته د ماشوم په ګوته كې داسې سخت تاوېږي چې وينه يې بندوي او د شديد درد سبب ګرځي.

 

ځيږه ټوكر يا كالي او يا د كاليو لېبل ماشوم په عذابوي او ژړوي يې.

 

د پتلانه يا نيكر لاسټيك هم كه ډېر ټينګ وي د ماشوم نس ورخوږوي. ځينې ميندې ماشوم په سوزني باندې ډېر كلك تړي، دا هم د ماشوم د ناارامۍ او ژړا يو علت كېداى شي.

 

په افغانستان كې خصوصاً په كليو كې ورږې، كټمل، مياشې او نور حشرات ډېر دي، كه ماشوم څه شى چيچلى وي؛ نو له ژړا پرته به بله چاره نه لري.

 

كه ماشوم ژاړي او پورته ياد شوي علتونه مو ونه موندل؛ نو ټول بدن يې وپلټئ، چې كوم ځاى خو به يې خوږ يا تر فشار لاندې نه وي.

 

۹- د ماشوم غاښونه به راوځي

 

د ماشوم لومړنى غاښ ممكن د عمر له څلورمې تر اوومې مياشتې پورې راوځي؛ خو تر دې هم وختي راوتلى شي. اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي.

 

په صابون باندې پاكه پرېمينځلې ګوته مو د ماشوم پر وريو تېره كړې، ممكن د نوي غاښ كلكه تېره څوكه مو په ګوته ولګېږي.

 

كه ماشوم ډېر ناارام وي؛ نو له ډاكتر سره په مشوره يې علاج وكړئ.

 

۱۰- بهرني تحريكونه به زيات وي

 

ماشوم له بهرنيو تحريكونو زده كړه كوي، رڼا، اواز، بوى، رنګ او نور شيان ماشوم ته په زړه پورې وي.

 

دغه شيان د ماشوم ذهن تحريك كوي او محيط ورپېژني؛ خو كه دغه تحريكونه له حده زيات وي؛ نو د ماشوم ماغزه يې نه شي تحليلولاى، همدا وي، چې ماشوم په ژړا شي. كه داسې وي؛ نو ماشوم ارام محيط ته يوسئ.

 

۱۱- بهرني تحريكونه به ډېر كم وي

 

ځينې ماشومان ډېر فعاله وي. دوى غواړي ډېر څه وګوري، زيات اوازونه واوري، ډېر شيان لمس کړي.

 

او ډېر څه زده كړي. د داسې ماشومانو ژړا يوازې هله كرارېږي. چې له كوټې يې د باندې انګړ ته يا كوم باغ، ژوبڼ، پارك او نورو تفريح ځايونو ته يوسئ.

 

۱۲- ماشوم به ناروغ وي

 

كه د ماشوم د ژړا لپاره نور هېڅ دليل ونه موندل شو او ژړا يې هم د لوږې له ژړا توپير درلود؛ نو د بدن حرارت يې وګورئ چې تبه خو به يې نه وي؟ سترګې يې وګورئ چې سرې خوبه نه وي؟

 

غوږونه يې وګورئ، ممكن ګزك يې كړى وي.  پوزه يې بهېږي كه نه؟ كه دا يا د ناروغۍ نورې نښې په كې وينئ؛ نو ژر تر ژره يې ډاكتر ته ویسئ.

(ډاکتر خیر محمد ساپی) 

- ژاړي
بېرته شاته