(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سعدالله جان

[17.Mar.2022 - 16:22]

د پښتو ژبې تاریخ

د پښتو ژبې تاریخ د ښاغلي سعدالله جان برق نوے کتاب دے چې پۀ جنوري ۲۰۱۷ ء کښې مارکیټ ته راغلے دے او د ښاغلي فیروز افریدي صاحب پۀ اهتمام د عامر پرنټرز اېنډ پبلشرز پېښور لۀ خوا چاپ شوے دے ـ

د کتاب موضوع لکه چې د کتاب د نوم نه جوت دے د پښتو ژبني اړخ سره تعلق لري،  چې د فېلالوجي یا تاریخي لسانیات (Historical linguistics) ټاپک دے او ورسره ورسره د علم اشتقاق (Etymology) سره هم نزدېوالے لري ـ اهمیت او افادیت خو ئې د دې نه څرګند دے چې پۀ دې حقله کتاب خو پرېږده مقاله قدرې هم نۀ راځي نو ځکه ښاغلے برق صاحب د داد قابل دے چې پۀ دومره ګرانه او مشکل عنوان ئې قلم پورته کړے دے  ـ  مګر هرکله چې موضوع ګرانه ده نو د تېروتنې امکان هم زیات وۀ او دلته هم داسې شوي دي ـ پۀ دې حقله زما احساسات څۀ دارنګ دي:

اول: د کتاب فهرست نشته چې داسې کتاب د پاره ډېر ضروري دي ـ

دویم: د کتاب پېش لفظ یا مقدمه چې د "څۀ خبرې او ورسره لږې اترې" تر عنوان لاندې لیکل شوې ده چې مزاحیه رنګ او ورسره پۀ ګیلو مانو مشتمله ده د کتاب سنجیده مندرجاتو سره کم سمون لري ـ

دریم: د پښتو ژبې تاریخ کښې هڅه شوې ده چې پښتو "ام الاسنه" یعني د ټولو ژبو مور ثابته کړلے شي ، داسې هڅه ارواښاد استاد حبیبي صاحب هم کړې ده مګر هغه کتاب ته که یو خو اولیت حاصل دے نو بل لوري ته ورته دروندوالے او استناد پۀ دې حاصل دے چې هلته د حوالو اهتمام شوے دے مګر دلته برق صاحب یوه حواله هم نۀ ده ورکړې اګر چې پۀ داسې کولو د کتاب وقعت زیاتېدلے شو ـ

څلورم: د دې کتاب لویه خوبي دا ده چې پۀ ډارونزم ( Darwenism) او بګ بېنګ ( Big Bang) بنیاد لري او د ژوند آغاز و ابتداء د هندوکش د جګو غرونو نه کوي مګر هرکله چې دا هر څۀ د تاریخ پۀ ګردونو کښې پټ دي نو دا ثابتول ډېر ګران کار دے ـ

پنځم: تر څو چې د پښتو د قدامت او زوړوالي تعلق دے نو دې کښې هیڅ شک نشته دا ډېره قدیمه ژبه ده مګر پښتو د ټولو ژبو مور ګڼل ډېر غټ جراءت دے مګر د برق صاحب نه مخکښې استاد حبیبي صاحب، مولانا عبدالقادر صاحب، پرېشان خټک صاحب او نورو هم دا دعوی کړې ده مګر برق صاحب ته دې ځانګړتیا حاصله ده چې دلیلونه، که کمزوري هم دي، راوړي دي او دارنګ ئې پۀ دې روایت کښې اضافه کړې ده،  کمزوري مې ورته ځکه ووې چې برق صاحب چې د صوتي بدلون (phonetic change) کوم مثالونه راوړي دي هغه synchronic دي اګرکه دلته دا مثالونه diachronic پۀکار وو مګر د تاریخي لسانیاتو د ټولو نه غټه خامي دا ده چې مواد (data) ئې نشته،  پۀ دې وجه دا استدلال کول چې د نن "پښتو" یا "پښتون" د دوه دوه نیم زره کاله پخوا د "پکهت" یا "بخد" نه مشتق دے پۀ لسانیاتي حواله یوه کمزورې حواله ده الا چې د تاریخي لسانیاتو نه درانۀ شهادتونه ولري (پۀ دې حواله به د ښاغلي مارګن سټئرنې مقالې مطالعه مفیده ويـ

شپږم: د دومره اهم کتاب د پروف او د کمپوزنګ غلطۍ:

لکه د ونې ډېرې پاڼې

دومره ګیلې مې ګلې تانه شوې دینه ـ

خو د دې هرڅۀ باوجود کتاب د وئیلو دے پۀکار ده چې د پښتو ژبې هر طالب علم ئې مطالعه کړي 

- برق کتاب
بېرته شاته