(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خویندو ادبي لښکر

[17.Mar.2022 - 16:17]

 د خوئيندې ادبي لښکر خال  د ايوارډونو دستوره

 

 د مارچ په 14, نيټه کال 2022 د ګل په ورځ ماسپښين په دوه بجې د خوئيندې ادبي لښکر "خال" د سيوري لاندې د صوبې د نومياله سماجي ، سياسي شخصيت محترمه معراج همايون په صدارت کښې د ميرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پښتنو ليکوالو شاعرانو  ځانګړې دستوره وشوه چې ورکښې د پښتو ادب د استاذانو شاعرانو، اديبانو سره په ګڼ شمير کښې ميرمنو شاعرانو، اديبانو سره نورې ميرمنې په ګڼ شمير کښې ګډون کړې وو زما د يادو مطابق ما په صوبه خيبر پښتونخوا د کالجونو سربيره په غير سرکاري سطح په يو ادبي تنظيم په دستوره کښې دومره په ګڼ شمير کښې ميرمنې نه دي ليدلي دا ددې درناوې د خوئيندې ادبي لښکر سر لښکرې د هغې ملګرو ته ځي چې ورکښې آغلې زيبا آفريدۍ، فرزانه رسول صنم ، ډاکټر صبا، نرګس ادا، ساجده مقبول تنها او نورو ببيانو ته ځي

 د دستوری مشره مېلمنه نومياله شاعره ليکواله  ناز پرور ناز وه او په  اعزازي مېلمنو کښې آغلې ګل ارباب ـ رفعت علی سید ببيانې شاملې وے په سټيج د تنظيم استازي توب محترمی کلثوم زيب وکړو او د سټېج فرائض آغلې نرګس ادا ـ آغلې فرزانه رسول صنم ـ آغلې  زیبا اپريدئ په ډير انداز  کښې تر سره کړل  ـ د قرآن پاک تلاوت نه آغلې ساجده مقبول تنها د دستورې شروع وکړه قدرمنې  کلثوم زېب میلمنو ته په خېر راغلې اووئيل  او د لښکر په هلو ، ځلو رڼا واچواله.‌ آغلې زیبا اپريدۍ د خال 2017 نه تردې دمه د خال اجمالي جائزه وړاندې کړه. فرزانه رسول صنم د ميرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت او د پسرلي په عنوان خپل دوه نظمونه واورول او د سامعينو يې بې دريغه داد واخست. په دې موقعه دې آغليو د ميرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل منظوم کلامونه واورول چې ورکښې د ميرمنو د جذباتو ، احساساتو په ښه جوړ اظهار د غزل او نظم په پيرايه کښې شوې وو. پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي څوک چې ددې تنظيم مشاور هم دے د خوئيندې ادبي لښکر خال جوړيدل يو تاريخي اقدام وګڼو هغه ووئيل چې په دې دستوره کښې د ادب استاذان ناست دوي ته ورمعلوم ده چې په خيبر پښتونخوا کښې يو تنظيم وو خو هغې سره ددې چې د اردو سره د صوبې دنورو ژبو شاعرانې ليکوالانې شاملې خو بيا هم دغه تنظيم نه دومره فغال وو او نه به د هغوي په دستوره کښې دومره ميرمنې څومره چې د خال په تقريباتو ميرمنې شريکې وي ډاکټر آباسين يوسفزي زياته کړه چې ددې درناوې محترمی کلثوم زيب او د هغې ملګرو ته ځي ډاکټر آباسين يوسفزي په دې موقعه ميرمنو په حواله خپل شهکار نظم واورول چې په يو بند کښې يې د مور په بل کښې د خور په بل کښې د لور او آخر کښې د ښځې عظمت د فن په زرين چوکاټ کښې بيان شوې وو او خلقو ډير خوښ کړو ښاغلي نورالامين يوسفزي په دې موقعه په خپلو خبرو کښې د ښځې عظمت بيان کړو. هغه وويل چې د اسلام په خورونه او د نبي کريم صلي اللّه عيله وسلم په پالنه کښې مثالي کردار دے.ښاغلي نورالامين يوسفزي زياته کړه يقينناً چې ښځه مور، خور ، لور او کورودانې ده خو دې سره خو هم داسې يو انسان دے څنګ چې سړے انسان او اشرف المخلوقات دے ښاغلي نورالامين يوسفزي د خال او آغلې کلثوم زيب او د هغې د ملګرو هڅې وستائيلې . ښاغلي ډاکټر زر محمد سنګر د آغلې کلثوم زيب تخليقي ،تحقيقي زيارونو سره د خوئيندې ادبي لښکر کښې عملي هڅې هم وستائيلې. پروفيسر اسير منګل، پروفيسر ډاکټر اسلم تاثير د پښتنو ميرمنو رايو ځاې کولو کښې د خال هڅې وستائيلې. پخواني صوبائي وزير خيبر پښتونخوا شاعر، اديب او دانشور محترم عبدالسبحان خان ووئيل کلثوم زيب د هغه زمري د انغري د اور بڅرې ده چې غني خان په خپل نظم کښې ذکر کړې دے. هغه زياته کړه چې کلثوم زيب سره په دې تنظيم کښې زما دوه خورزې فرزانه او ناز پرور ملګري دي دواړه شاعرانې اديبانې دي. د دوي مور زما مشر خور وه ماته پښتو خپلې دغې خور ښئيلې ده محترم مشر عبدالسبحان خان په دې موقعه پښتنو ميرمنو ته منظوم خيراج وړاندې کړو. قدرمنې رفعت علي سيد څوک چې استاد اديب شاعر او کالم نګار محترم ناصر علي سيد کور ودانه بي بي ده خوئيندې ادبي لښکر او کلثوم زيب بي بي ته د ميرمنو د رايو کولو کار او پرتمينه دستوره راجوړه ولو خراج تحسين وړاندې کړو او مبارکي يې ورته ووئيله، مشرې ميلمانې ناز پرور ناز د پښتنو ميرمنو مړانه وستائيله هغې ووئيل د پښتنو د ټولنې په وده  کښې د مور، خور، ښځه ، لور کار او زيار د قدر وړ او ستائينې جوګه دے.

په دې موقعه چې په مختلفو څانګو کښې د کار و زيار اعترافي شيلډونه کومو ميرمنو ته د ډاکټر اباسین یوسفزئ ـ پروفيسر ډاکټر محمد اسلم تاثیر ـ پروفيسر اسیر منګل ـ عبدالسبحان خان ـ ښاغلي نورالامین یوسفزئ ـ ډاکټر چراغ حسین شاه  ـ ډاکټر اسماعیل ګوهر ـ ښاغلي بخت روان عمر خيل ، اقبال حسين افکار ،  ډاکټر اقبال شاکر ـ ډاکټر زر محمد سنګر ـ محترم ناصر علی سید ـ ښاغلي  لعل بادشاه خیالی ،احمد علی عاجز په لاسو ورکړې شول 

د آفسانې په فن کېې زیتون بانو ادبي  اېوارډ چې په کومو کتابونو کومو  آغليو ته ورکړې شول د هغې تفصيل څه په دې ډول دے  "عکس جمال "ـ افسانه .کلثوم افضل زېدوي ـ 

 بندهن افسانه صبا خان ـ ۳-چاند ګل ـ ناول کلثوم زېب - لړلې بړستن ـ افسانه نګهت یاسمین دړمنه ـ   تنها ګلونه ـ شاعری . زاهده تنها ـ   د وفا پۀ لار ـ شاعري  ساجده مقبول تنها ـ  سپېځلي نوموړي نرګس ادا ـ خاکې څاڅکې په دریاب  شاعري  فرزانه رسول صنم ـ فکرونه مشالونه ـ شاعري ناز پرور ناز ـ  خال مې راته داغ شو   شعري مجموعه ګل رعنا ـ  

شازمه حلیم ـ اداکاري. زېبا اپریدۍ ـ شاعري فهیمه رحمن ـ افسانه .اشبر جدون ـ شاعري 

ډاکټر سلمی شاهين اېوارډ دی آغليو ته ورکړې شو   پۀ ضلع مردان کښې د ښځو کلتوري رسمونه رواجونه ـ تحقیق

فرزانه رسول ـ تتلی تریل تے تریمت ـ هندکو سفرنامه ګل ارباب ـ  پښتو ادبي اصطلاحات ـ تحقیق  رمشا خان سواتي ـ  

 د تنګي چارسدې فولکلوري او کلتوري رنګونه ـ تحقیق 

عزرا حیا  د مفلس دراني د شعري مجموعې " ساخني " فني او فکري جائزه ـ تحقیق حدېبيه  د دوست محمد خان کامل مومند پۀ شاعرۍ کښې کلاسیکیت ـ تحقیق صبا زبېر پښتنې ملغلرې ـ تحقیق ـ کلثوم زېب زمونږ ټپې زمونږ رشتې تحقیق 

رضوانه يوسفزۍ د ښځو حق او د هغوئ ژوند ـ مضمون ـ 

سپوګمۍ سهېل د ارشد جان شاهکار  شاعري " لاتروسه درته یاد یم " فنی او فکري جائزه ـ تحقیق کاینات جهان عالم 

س ب ب ـ اېوارډ دې خوش بختو ته ورکړې شو بې شرمه ـ افسانه ـ نيلم آرزو . سیما اپريدۍ ـ غزل  فاطمه ګل ـ غزل  ثناء وفا ـ نظم  د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد غړې شاعرې او کالم ليکونکې آغلې سارا خان ته  کالم نګاري ايوارډ د محترم استاد م،ر،شفق صاحب په لاس ورکړې شو

 برېخنا شهزاد ـ غزل  د مینې کاینات ـ شعري مجموعه ـ

کاینات تنها  ـ افغانستان احساس ـ شعري مجموعه ـ  

 نومياله شاعرې ليکوالې سائره شمس ګلان ته د محترم بخت روان عمر خيل په لاس ايوارد ورکړې شو د اے پي ایس ماشومانو ته پېرزونې ـ نوحه سباؤن زېب  ته ورکړې شو.

الف جانه خټکه اېوارډ دې آغليو ته ورکړې شو چغار مې واوره ـ شاعري ـ فرشته بهار ـ  دل دل کرکټ ـ دیبا هدایت 

 زیب يوسفزئ ـ شاعري  چاربېته ـ ناز تنها  غزل ـ فوزیه کاکا خېله .خدمت خلق ـ مېډيکل ـ جلوه زينت  ـ رښتیا خبرې ـ شعري مجموعه ـ يمن تنها کاکاخېل  ـ ممتاز تاجک ـ شاعري  

ـ نور ضیا ء ـ تدریس  ـ شاجهان ـ تدريسـ داغونه او خالونه ـ شعري مجموعه ـ نګين خان نګين د ابراهيم شبنم ادبي خدمات د ايم فل تحقيقي مقاله ـ آسيه بي بي آشاړي سوات ته ايوارډ ورکړې شو

په دې موقعه د آفغان ټي وي چينل سره فضل ربي قيس او د سوشل ميډيا د نورو ملګرو سره د ملکي نړيوالو چينلو همکاران لګيا وو دستوره په خپلو کيمرو کښې خوندي کوله د دستورې په پائي کښې د ميلمنو تواضع په چائيو بسکټو وشوه له دې سره زه اقبال حسين افکار، ابراهيم رومان ، ساره خان د وقار علي شاه درياب ګاډي ته وختو ابراهيم رومان مو په پخه غلام ښکته کړو او تير ماسخوتن اسلام آباد ته را اورسيدو.

په درناوي: اقبال حسين افکار

- اېوارډونه
بېرته شاته