(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملګري ملتونه

[10.Mar.2022 - 09:57]

ملګري ملتونه/United Nations:

خان محمد ستانکزی

- ملګري ملتونه یوه بین المللي موسسه ده چې

 په ۱۹۴۵ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته جوړه شوه او مقر یې د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دی.

 

- د ملګرو ملتونو (United Nations) نوم په لومړي ځل د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر فرانکلېن روزوېلټ هغه وخت استعمال کړ چې د ۲۶ هېوادونو (متحدینو) استازو هوکړه وکړه چې د هغوی حکومتونه به د محور ځواکونو (جرمني، ایټالیا، جاپان، هنګري، رومانیا، بلغاریا) پر ضد ګډې جګړې ته دوام ورکړي.

 

- دا وخت د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي. دولتونه د ملګرو ملتونو په موسسه کې د امنیت شورا په سپارښتنه او د عمومي اسامبلې د پرېکړې په اساس منل کېږي.

 

- افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی شو.

 

- عربي، چینایي، انګلېسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي د ملګرو ملتونو رسمي ژبې دي.

 

- عمومي اسامبله، د امنیت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قیمومیت شورا، بین المللي عدلي محکمه، او د ملګرو ملتونو د منشي اداره د ملګرو ملتونو د ادارې لویې څانګې دي. دا ټولې څانګې په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو په جوړېدلو سره جوړې شوي دي.

 

- په عمومي اسامبله کې ۱۹۳ واړه هېوادونه ټول یو یو استازی لري چې هر یو یوه رایه ورکوي.

 

- د امنیت شورا لومړنی مسؤلیت دا دی چې په نړۍ کې سوله او امنیت خوندي کړي. د امنیت شورا ۱۵ غړي لري او هر غړی یوه رایه لري.‌ د منشور له مخې، ټول غړي هېوادونه مسؤل دي چې د شورا له پرېکړو سره ځانونه برابر کړي.

 

- د نړۍ پیاوړي هېوادونه؛ روسیه، برتانیا، فرانسه، چین او متحده ایالات چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې بریا ترلاسه کړې وه د امنیت شورا دایمي غړي دي، چې هر یو یې کولی شي چې د امنیت شورا مهمه پرېکړه ویتو کړي یا منفي رایه ورکړي او په هره فیصله کې چې د دغو پنځو هېوادونو له ډلې څخه د یوه رایه منفي وي، د امنیت شورا پرېکړه نشي کولی.

 

- ملګري ملتونه د UNDP, WHO, UNICEF, UNEP, UNFPA, UN-Habitat, WFP, FAO, ICAO, IFAD, ILO, IMF, IMO, ITU, UNESCO, UNIDO, UNWTO, UPU, WIPO, WMO, World Bank, UNAIDS, UNCTAD, UNHCR, UNIDIR, UNITAR, UNOPS, UNRWA, UNSSC, UN Women, CTBTO, IAEA, IOM, OPCW, UNFCCC, WTO په شمول خپلو بېلابېلو ادارو له لارې د نړۍ په خواوشا ۱۷۰ هېوادونو او قلمروونو کې د فقر د له منځه وړلو،‌ د نا برابرۍ د کمولو او له ستونزمنو حالاتو څخه د د خلکو را اېستلو په برخو کې کار کوي.

 

- د ملګرو ملتونو منشور یا چارټر د ۱۹۴۵ د جون په ۲۶مه د متحده ایالاتو په سان فرانسېسکو کې د بین المللي موسسې په هکله د ملګرو ملتونو د کانفرانس په پای کې لاسلیک او د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴مه نافذ شو.

 

- ملګري ملتونه وایي چې د هغوی کار په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتنه، د بشري حقونو خوندي کول، بشري مرستې رسول، د پایښت وړ پرمختګ ته وده ورکول او د بین المللي قانون ساتنه، دي.

 

  • د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په سپارښتنه د عمومي اسامبلې له خوا د ۵ کالونو لپاره ټاکل کیږي. د ملګرو ملتونو لومړنی عمومي منشي ناروېژی سیاستوال تریګوي لي نومېده، او اوسنی یې پرتګالی سیاستوال انتونیو ګوتریس نومیږي چې د ۲۰۱۷ د جنورۍ له ۱ څخه یې کار پیل کړی او تر اوسه کار کوي
  • ( خان محمدستانکزی) / Colourful World.

سرچینې:

 http://www.un.org/en/index.html او یو شمېر نور انټرنټ سایټونه

 

عکسونه

- د ملګرو ملتونو لومړی عمومي منشي

- د ملګرو ملتونو اوسنی عمومي منشي

- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه (په منځ کې د ملګرو ملتونو نښه)

- د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه

- ستانکزی
بېرته شاته