(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوازې یو شخص

[28.Sep.2021 - 13:46]

يوازې يو شخص

لیک: شفیع الله تاند

ډاکټر يوش يکي ساسای د جاپان يو ساينسپوه دی ډاکټر کلونه وړاندې ټوله نړۍ حېرانه کړه، په لابراتوار کې یې انساني سترګه جوړه کړه، زموږ د جسم ټول اعضاء له (سټيم سيلز) جوړېږي، د مور په خېټه کې چې کله زموږ بنسټ ايښودل کېږي؛نو په پيل کې سټيم سيلز رامنځته کېږي او بيا دا سټيم سيلز کرار ـ کرار زموږ د جسم بېلا بېل اعضاء جوړوي او زموږ له زوکړې وروسته زموږ د ژوند ټول پيټي همدا اعضاء پورته کوي، دا زموږ د خواهشونو، هيلو، انا، ضد، برياوو او ناکاميو بار وړي او په دې نړۍ کې مو په ګرځوي بيا يو وخت دا اعضاء کمزوري کېږي او په دې توګه لکه د اوبو څاڅکي په ځمکه وچېږي، موږ که د خپل ژوند کتنه وکړو؛نو زموږ په جسم کې ځينې وختونه يو څه نيمګړتياوې پاتې کېږي، له موږ ځينې خلک له اورېدو، ويلو، څکلو، لمسولو او کتلو له صلاحيته بې برخې کېږي. په موږ کې ۹۰ سلنه خلک په خپل عملي ژوند کې د ناروغيو ښکار کېږي

او دا ناروغي زموږ د اعضاوو، مټ او زور اخلي، په دې توګه په ژوند کولو سربېره يوازې کېږو. زموږ زړه کمزوری کېږي، ژبه مو کار پرېږدي. لیرې او آن نږدې نظر مو خرابېږي، ويښتان مو وځي، غاښونه مو خراب او وويستل شي. په پوستکي مو خاپونه راشي

غوږونه مو درنېږي او اواز سم نه اورو، هډوکي مو کمزوري کېږي موږ د ذيابيطس، لوړ فشار، توبرکلوز او سرطان په څېر خطرناکو مرضونو ښکار کېږو او په دې ډول د لاچارۍ او بې بسۍ بدرنګه تصوير په جوړېدو له نړۍ رخصتېږو. ساينسپوهان له پيړيو راسې زموږ د دې مسايلو، دې ناروغيو او کميو حل لټوي دوی د سټيم سيلز په واسطه د پيدايشي يا وخت په تېرېدو د پيداکېدونکیو خاميو د لرې کونې هڅه کوي په دې خاميو کې يوه خامي د نظر کمزوري هم ده، موږ کې ځينې خلک پيدايشي ړانده وي او د پاتې نورو خلکو نظر د عمر په تېرېدو سره کمزوری کېږي زموږ په نړۍ کې د ړندو هيڅ درمنله نه وه ځکه چې د بصارت لپاره د بصارت پرده (ريټينا) اړينه وي او دا په مصنوعي توګه نه شي جوړيدی؛ خو ډاکټر يوشيکي ساسايي د انسان دا ستونزه حل کړه، ده د سټيم سيلز په مرسته ريټينا جوړه کړه چې له مخې به يې اوس ړانده هم وکتلی شي.

دا ټکنالوژي اوس په ابتدايي دريځ ولاړه ده؛ خو دا اوس د څو کلونو خبره ده چې د ناروغانو له سټيم سيلز نه په لابراتوار کې به سترګه تياره شي او دا سترګه به د انسان په مخ ولګول شي يا د کومې پيچکارۍ له لارې به د سترګې دننه برخه کې سټيم سيلز داخل کړي او دا سيلز به په څو مياشتو کې نوې پرده د بصارت ولګوي په دې توګه به نابينا هم د عامو انسانانو په څېر وکتلی شي او وليدلی شي

دا د ساينس واقعي کمال دی او ټوله نړۍ په دې کمال سره ډاکټر يوشيکي ساسايي ته مبارکيانې ورکوي. ساينسپوهانو تر دې وړاندې مصنوعي وينه او پوستکی هم جوړ کړی دی

همدا راز د ځيګر، پښتورګو او د زړه پيوندونه هم عام شوي دي، د سرطان او ټي بي په څېر ناروغيو درملنه هم اوس شونې ده او داسې وسايل او آلات هم جوړ شوي دي چې په مرسته يې له ګونګو او کڼو خلکو سره په اوريدو او ويلو کې مرسته کوي؛ خو د ډاکټر يوشيکي ساسای دا موندنه تر ټولو لوی کمال دی او د دې چې څومره هم اعتراف او ستاينه وشي لږه به وي

يوشيکي ساسايي چې کله دا کمال کاوه په عين وخت کې د پاکستان شبير احمد هم کمال وکړ شبير احمد د حضګ اوسيدونکی دی، ده له يو کال راهيسې په روښنايي کې زم ـ زم اوبه ګډولې، قرآن کريم يې ليکلو،قرآن مجيد يې د نسخې په ليک وليکه او وزن يې پنځه غټ منه دی. شبير احمد څو مياشتې وړاندې دا قرآن مجيد د سرګودې په يو جامع جومات النور کې کېښوده او خلک به له لیرې ـ لیرې دې قرآن مجيد د زيارت لپاره النور جومات ته تلل

د جاپان يوشيکي ساسايي او د پاکستان شبير احمد داود کمال وکړ؛ خو افسوس چې د سرګودا او جهنګ نابينا مسلمانان به د شبير احمد دې کمال زيارت نه شي کولی زموږ نابينا مسلمانان به د ډاکټر يوشيکي ساسای د کمال تر پايلې په تمه پاتې کېږي د يوشيکي ساسای د بصارت پرده به اوس مارکيټ شوې وي له دې ايجاد نه به لومړی د امريکې، اروپا او جاپان نابينا ګټه اخلي له دې وروسته به دا ټکنالوژي دويمې او دريېمې نړۍ ته راځي او له هغې وروسته به چې له کوم ړانده سره لس، شل ميلیونه روپۍ وي هغه به سترګې لګوي او له دوی ښايي ځينې هغوی د دې قرآن مجيد زيارت وکړي

يوشيکي ساسای او شبيراحمد يوازې دوه انسانان نه دي، دا دوه فلسفې، دوه مفکورې او دوه کمالونه هم دي او دا فلسفې، مفکورې او کمالونه د پرمختګ او تنزل ترمنځ هغه کرښې دي چې موږ پرې ترننه پورې د پوهېدو هڅه ونکړه. د بشير احمد په څېر نيک مسلمان انسان له کفر او الحاده په دې ډکه نړۍ کې قرآن مجيد وليکه، د ورځې يې زرګونه نفلونه وکړل، جوماتونه يې ودان کړل او د عمرې او حج په اداکولو د خپل ځان لپاره د جنت کړکۍ خلاصوي او د يوشيکي ساسای په څېر خلک نابينا خلکو ته د بينايي ورکولو په هڅه کې دی. د بشير احمد غوندې انسان او مسلمانانو هڅه تر خپل ځان او مسلمانانو پورې محدوده ده خو د يوشيکي ساساي په څېر کافرو هڅه بيا د ټولو انسانانو د غم، درد او محروميو په کمولو کې ده

د شبير احمد په څېر خلکو له کماله يوازې مسلمانان ګټه پورته کولی شي؛ خو د يوشيکي په څېر مهربانو له مهربانۍ نه بودايان، عيسويان، يهوديان، هندوان، سيکان، مسلمانان او تر هغوی چې هيڅ دين نه لري ګټه اخلي

دی هغو مسلمانانو ته مروره شوې ژبه، اورېدنه او تياره بينايي بېرته ورګرځوي او د ورګرځولو کوشش يې کوي چې له زړه نه د يوشيکي ساسايي په څېر خلکو ته کافر او له تنې يې د سر پريکول ثواب ګڼي او فسلفه يې تر دې بريده چې د نړۍ له مخه يې څو پورې نه وي ورک کړی دين به يې تر هغه وخته پوره نه شي

زه تر ننه پورې حيران يم چې که علم د مومن ميراث دی؛ نو بيا هغه علم چېرته لاړ او آيا په دې علم کې طب، ساينس، فزيک، کيميا، بيولوژي، جينيټک انجينري، کمپيوټر ساينس او فلکيات شامل نه دي؟ که دي بيا شبيراحمد ولې يوشيکي ساسای نه جوړېږي. د نړۍ له ۱۵۰ ميليونه ډېرو ګونګيانو، کڼو او نابيناوو لپاره کار ولې نه کوي. موږ که چېرته په زرکاله کې يو داسې ګيلاس او شيشه جوړه کړې وي چې پکې د لس دقيقو پورې ګرم ـ ګرم وساتلی شي او يخ ـ يخ وساتلی شي يا مو داسې بوټ جوړ کړی وي چې په پښو کولو سره يې پښه نه وي خولې کړې او همداسې نور؛ نو بيا په وياړ،هسک سر او په ټول غرور سره د يوشيکي ساسای په څېر خلکو مخې ته کيناستی شو، بيا نو په فخر سره ويلی شو چې علم زموږ ميراث و او تر ننه زموږ ميراث دی

خو افسوس او سل وارې افسوس چې علم له موږ زرکاله وړاندې بېل شوی دی او موږ يې کمی د پنځه او لس منه وزني قرآن په ليکلو سره پوره کوو چې په دې کې د يوې افغانې کندهارۍ پيغلې په لاس په تار ګنډل شويو تورو پنځه ټوکه قرآن مجيد ترتيبول او يا هم د کيان سيد منصور نادري کياني په قصر (ناصر خسرو بلخي) کې تر ټولو لوی قرآن مجيد په ليکلو او خلکو ته په ښکاره کولو موږ د علم کمی نه شو پوره کولی

تل د اورنګ ستاينه کېږی خلک وايي هغه داسې پاچا و چې خولۍ به يې جوړولې او د قرآن مجيد کتابت به يې کاوه کاش اورنګزيب د خولو پر ځای په هندوستان کې د اکسفورډ يا کيمبرج غوندې يو پوهنتون جوړ کړی وای. په هندوستان کې يې کوم پل جوړ کړی وای د هند بحري پوځ او بېړۍ يې جوړې کړې وای؛ نو نن به مسلمانان له زوال سره مخ نه وو او نه به هم په هندوستان انګليسانو قبضه کوله

همدا راز نن به د اروپا او امريکا سوال ته نه وو ناست، همدا راز افغان شاهان او امپراتوران.

 زموږ ټولو مسلمانانو لپاره له دې لوی د وژنې ځای بل څه کېدی شي له چين هر کال د دوه مليارده ډالر په ارزښت تسبې او جای نمازونه سعودي عرب ته ځي. اسرائيل اسلامي نړۍ ته مسواکونه لېږي، عطر او سرمه له اروپا نه په ډبو او پاکټونو کې تبديلېږي او راوړل کېږي

زموږ د احرام او کفن رختونه په اروپايي مشينونو کې جوړېږي او د دې ټولو کيميکل له هغو هېوادونو راځي چې موږ يې کافر بولو، شبيراحمد چې په کوم کاغذ قرآن مجيد ليکلی دا کاغذ د پولينډ و او مالک يې يهودی دی او په کومه روښنايي کې چې د زم ـ زم اوبه يوځای کړل شوې هغه د سويس کمپنۍ وه او خاوندان يې هم يهوديان دي،همدا راز د سید منصور کیاني په قصر کې د قرآن لوی نسخې کاغذ هم ؛خو موږ سربېره پر دې هر څه د نړۍ بهتره قام ځان ته وايوو.

د الله تعالی بنده ګانو! د علم مقابله په علم سره وکړئ ساينس ته د ساينس په ډګر کې ماته ورکړئ د انا ژغورنې لپاره له نفس سره جنګ وکړئ الله تعالی قرآن مجيد د عبادت او عمل لپاره رالېږلی و د زيارت او نمايش لپاره نه ،او انسان که عمل کول غواړي ورته پنځوس کيلو ګرامه وزني قرآن بس دی او که عمل کول نه وي؛ نو که پنځوس ټنه دروند قرآن يې هم مخې ته کېږدئ ښکل به يې کړي او مخ به بل لوري ته کړي بس، ځکه خو اسلامي نړۍ ته د يوشيکي ساسای په څېر باعمله ساينسپوه پکار دی کاش په دې ۳۵ ميليونه افغان مسلمانانو کې د يوشيکي ساسای په څېر يو شخص پيدا شي، يوازې یو شخص...!!

یادون ـ داکتر ساسای په دې ستر نوښت سره د رسنیو سخت فشار لاندې راتلو له امله وروسته ځانوژنه وکړه.

- شفیع الله تاند
بېرته شاته