(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکابل ترښه ېادونه

[28.Sep.2021 - 13:44]

دکابل دترخو ورځو شپویوڅو ترخې خاطر/ ډاکتر لطیف یاد

کله چې ټوپکوال مجاهدین د ۱۳۷۱ لیږدیز / هجري کال دغویی دمیا شتې په اتمه نېټه او د۱۹۹۲ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په اته ویشتمه نېټه کابل ته راننوتل زه په هغه وخت کې دافغا نستان  دعلومو په اکاډمۍدپښتو څیړنو په نړیوال مرکز کې  علمی غړی وم . ما په دغه ټوله موده کې دکوم ګوند یا سیاسي سازمان غړیتوب نه درلود له همدې کبله مې  یوه عادي دنده  درلودله . کابل ته دمجاهدینو دګوندونو ټوپکوال چې پر کابل راننوتل هغه ورځ مې ښه په یاد دهدهغې ورځې په سبا سره له دې چې دکورنۍ له خوا راته و  ویل شول  چې حالات خراب دي  او مه ځه خپل دفتر ته روان شوم. زموږ دفتر په هغه وخت کې دکابل نوي ښار ته څېرمه  دترکیې سفارت ته مخامخ دزنبق په څلورلاري کې و . زما دفتر په دویم پوړ کې و. په هغه وخت کې ستر علمي  شخصیتونو  او له هغو نه ښاغلی ارواښادسرمحقق دوست شینواری، ښاغلي ارواښاد استاد عبدالله خد متګار بختانی، ښاغلی محمد هاشم رحیمي ،.ښاغلی ارواښاد سرمحقق نصرالله سوبمن منګل ،ارواښاد عبد الحسیب حکیمي ،  ښاغلی جلات خان حکمتي  او ارواښادډاکټر دولت محمد لودین  زموږ سره په یوه مرکز او سینټر کې کارکاوه، خو په هغې ورځې یوازې  زه او ارواښادسرمحققق معتمد شینواری  چې هغه دعلومواکادمۍ کې دژبو او ادبیاتو په مرکز کې کارکاوه دخپل دفتر دودانۍ انګړته دننوتلو په حال کې وو چې ومو لیدل ددفتر دننه او دباندې وسله وال کسان ولاړدي . ددغو وسله والو کسانو یومشر چې لنډه ونه او غټه  خیټه یې درلودله او ږیره یې خریلې وه او کلا شینکوف یې په لاس کې وراته وویل دلته څه کوې او دڅه لپاره راغلی یې؟ ما ورته وویل چې دتیرو پنځلسو شلو کلونو دلته کار کوم. ده ماته په ډیره قهر جنه او ترخه  لهجه وویل چې دا نور سپیان چیرته دي ؟ ما ورته وویل قوماندان صیب ګوره ښکنځلې مه کوه دلته ټول علمي خلک کارکوي . دوی لوړې لوړې زده کړې لري .په ډیروبهرنیو ژبو پوهیږي او ټول سپین ږیري خلک دي .ټولو ډیر کتابونه لیکلي دي . ده زما لاس کلک ونیوه او راته یې وویل چې راسره دفتر ته لاړ شه! په زړه کې مې وویل چې ناوړې پرې واوړې . تاته چا ویلي و چې په دې ناوړوحالاتو کې دفتر ته راشه ! لکه چې لیونی شوی یې ما غزه دې خراب شوي دي  !زه یې له ځانه سره  دفتر ته ورپورته کړم . دا په اصل کې دپښتو څیړنو  دنړیوال مرکز درئیس دفتر و . چې ګورم دغه درئیس دفتر  دراکټ لا نچرونو او کلشینکوفونو په یوه ګودام بدل شوی دی . غټ خیټی قوماندان چې ټیټه ونه یې درلودله  ډیر پوچ خولی انسان و درئیس پر څرخکي څوکۍ کښیناست او  خپلې  پښې  یې پر میز ورپورته کړې  او ماته یې وویل ته به نه کښینې او دریږې به زه درنه یو څو  پوښتنې کوم. ماویل سمه ده

ده راته وویل چې تاسو دلته څه ډول کارونه کول ؟ ما ورته وویل موږ دلته کتابونه لیکل . تحقیق مو کاوه. څیړنې مو کولې  . ده راته ښکنځلې وکړې اوویل یې تاسو ټول  کمو نستان وئ او دلته مو دلینن کتابونه لیکل. ما ورته وویل دغه مخا مخ زموږ دفتر دی او دلته په الماریوکې زموږ هغه لیکل شوي کتابونه پراته دي که یو کتاب هم دلینن په اړه و نو بیا ماته هرډول جزا چې راکوې رایې کړه ! ده بیا راته مخ راواړاوه او په ډیره سپکه،  تونده  او توهین آمیزه لهجه یې راته وویل چې تاسو نو ولې دلته اسلامي کتابونه نه لیکل ؟ ما ورته وویل چې زموږ مرکز دپښتو څیړنو نړیوال مرکز نو میږي او دلته موږ یوازې پر پښتو کتابونو کارکوو. داسلامي کتابونو دلیکلولپاره بل مرکزدی چې داسلامي څیړنو دمرکزپه نامه یادیږي ، خوده  زما دا خبرې بابېزه وګڼلې او باور یې پرې ونکړ. بیا یې ماته وویل چې ږیره دې خو  نه  ده پریښودلې نو دابریتونه دې ولې خریلي دي؟ ما ورته وخندل : او ورته مې وویل نو په بریتو به مې څه کړي وای؟ ده راته وویل بریتونه خو دنرانو نخښه ده اوس ته داسې ښکارې لکه دښځې په شان. ما  په زړه کې مې وویل چې یاره دسخت جاهل سړی سره مخامخ شوی یې الله دې درته خیرونه پيښ کړي

بیا یې زه له لاسه ونیولم او دفتر په دفتر یې وګرځولم او هریومیز به چې کولپ و  هغه یې ماتاوه اوکتابونه یې ځینې راایستل . په دغه وخت کې دیوې الماري نه یې یوانځور راو وویست  چې زموږ یوه لیکوال په بهر ( خارج) کې دخپلې محصلۍ په  وخت کې  دخپلو نارینه او ښخینه ټولګیوالوسره یوځای اخیستی و . زه دهغه لیکوال نوم دلته نه یادوم خو هغه چې کله راغي سپین  ږیری سړی واو ډیر محترم لیکوال و. قوماندان دهغه په وړاندې ډیره بې ادبي وکړه ، هغه یې پرمخ په څپیړه وواهه او ورته یې وویل  چې دا انځور ستا دی ؟ هغه هم دقوماندان له ویرې  ورته وویل هو زما دی . قوماندان  زما په مخ کې دپوزې خط ورباندې ویوست او ډیرې سپکې سپورې یې ورته وکړې

( نوربیا )

https://www.facebook.com/watch/?ref=search&v=727483734419645&external_log_id=565c27b9-4e0b-4b2e-8f6f-591136e8036f&q=%D8%B2%D9%85%D8%A7%20%D8%AF%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84%20%D8%AF%D8%AA%D8%B1%D8%AE%D9%88%20%D9%88%D8%B1%DA%81%D9%88%20%D8%A7%D9%88%20%D8%B4%D9%BE%D9%88%20%D8%AA%D8%B1%D8%AE%D9%87%20%DB%8C%D8%A7%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%87

په لو مړۍ  ورځې دوه درې ساعته نور هم دعلومو په اکیډیمۍ کې پاتې شوم او بیا خپل کورته لاړم خو ټوله شپه مې په چورتونو کې نا کراره تېره کړه او ډیر خپه او خواشینی وم  او په سوچونو  کې مې د خیټو جاهل قوماندان هغه ناوړه حرکات تر ستر ګو کیدل چې زما او دهغه سپین ږیري لیکوال سره یې کړي ول .بیا مې نه غوښتل چې دعلومو اکیډیمۍ ته لاړ شم  ، خو دهغې ورځې په سبا بیا اکاډمۍ ته ددې لپاره لاړم  چې  زما ډیرژباړل شوي  کتابونه هلته وو چې لا چاپ شوي نه وواو هم زموږ دنورو ملګرو لیکوالانو لیکل شوي او ژباړل شوي آثار هلته پراته وو . په هغو کتابونو کې چې ما ژباړلي وو یو هم دمشهور هندي لیکوال کالکارنجن قانونګو یو کتاب و چې (شیرشاه او دهغه عصر) نومیداو ما له اردو ژبې پښتو ته په داسې حالاتو کې ژباړلی و چې په کور کې به مو په میاشتو میاشنو بریښنا نه وه او د تیلي څراغ په رڼا کې مې دغه اووه سوه پاڼیزه کتاب دژمي په سړو شپو کې چې نه مو لرګي او نه مو بریښنا درلودله  ژباړ لي و . بل کتاب د(حیات حافظ رحمت خان بړیڅ) دژوندانه په اړوند و چې هغه مې هم چې   تر پنخه سوه پاڼو زیات وژباړلی و. همداراز زما دنورو ملګرو ارواښاد عبدالحسیب حکیمی هم یو کتاب له انګریزي ژبې پښتو ته ژباړلی و   چې ( اور په افغا نستان کې ) نومید . بل کتاب موبل ملګري  ارواښاد شهید فرهاد ظریفي ژباړلی و چې اوس یې رانه نوم هیر شوی دی. همداراز په لسګونو نور کتابونه هم په الماریوکې ایښو دل شوي  وو چې چاپ ته تیارول. اکاډمۍ ته په دویمه ورځ زما دتګ موخه همداوه چې که چیرې خپل دفتر ته لاړ شم  او لږ ترلږه  خپل دغه علمي ژباړل شوي  او لیکل شوي آثار ترلاسه کړم اوله ځانه سره  به یې وساتم چې ضایع  او له مینځه لاړ نه شي ځکه ددغو آثارو او کتابونو پر لیکلو  او ژباړې ډیرې خوارۍ کښل شوې وې . په سبا سهار چې اکا ډمۍ ته لاړم بیا مې پرخیټور قوماندان ستر ګې ولګیدلې  او هغه ته مې وویل چې ماته اجازه ده چې یوځل دغه دفتر ته چې ما پکې کار کاوه لاړ شم . هغه راته وویل  هلته څه بلا غواړې ؟ ما ورته وویل قوماندان صیب هلته مې هغه کتابونه ګورم چې ما لیکلي دي . ماته یې مخ راواړاوه چې هغه کتابونه نور نه چلیږي . نور د اسلامي حکومت له خوا سم بو سلماني( مسلمانيکتابونه چا پیږ ي هغه ټول دکفارو او لینن کتابونه ول   . ما ورته زارۍ وکړې چې یووار ماته اجازه راکړه . ده خپل یوه ټوپکوال ته امر وکړ چې دغه سړي ډیر شله دی ورسره لاړ شه  او وګوره چې  په څه شي کې لاس ونه وهي.کله چې خپل دفتر ته ننوتلم نه زما کتابونه هلته وو او نه هم زما دملګروپه لاس لیکل شوي کتابونه . هلته ځینې دکتابوپاڼې په بد حالت پرتې وې . میزونه  او المارۍ ګا نې یې ټول لاندې انګړته ورښکته کړي وو . ددې حالت پر لیدلو مې زړه ډیر ودردید . ډیر خواشینی  شوم او په خپل زړه کې مې وژړل. په دې وخت کې خیټو قوماندان راته د  بریټانیکا انسایکلوپیډیا(برتانوي دایرّة المعارف)

Encyclopedia Britannica

کتاب راووړ چې پکې دانسان دبدن جوړښت او هم دښځینه وودبدن جوړښت پکې رسم شوی و . ده راته وویل وګوره مادرته نه ویل چې تاسو دغسې غیر اسلامي شیان لیکل . ماورته وویل دا برتانوي دایرّة المعارف دی چې پکې دهرډول شیانو په اړه مو ضوعات لیکل شوي دي  او دا خو  په لندن کې چاپ شوی دی بیا یې هغه کتاب څیرې څیرې کړ . خو څرنګه چې دی په لیک او لوست نه پوهیده نوددغه کتاب په اړوند یې  زما خبروته  ارزښت ورنکړ.   

په کوم ځای کې چې زموږدفتر و تر هغې لاندې دعلومو اکاډمۍ دکوپون مغازه وه چې په هره میاشت کې به یې دعلومو اکیډیمۍ  ما مورینو ته یوه بوجۍ اوړه ، لږ شانته بوره او چای ورکول او دغه مغازه ښه  ډکه وه .خو چې مې په دویمه ورځ  دغه مغازه ولیدله بیخي تشه وه او دروازې یې هم ماتې وې . زما په اندچې خیټور  قومامندان داوړو، . چایو او بورې دغه کوپوني ډکه مغازه پر چا پلورلې وه او نغدې پیسې   یې ده او انډيوالانو په خپلو منځو کې سره  ویشلې وې

بیاچې لاندې انګړ ته لاړم ومې لیدل چې دوه درې غټ دیګونه ایښودل شوي دي اوقوناندان اوانډیوالان یې  وریجي او غوښې پخوي اودعلومواکاډیمۍد  کتابونو دزیرمتونو نه کتابونه  راوړي او تردیګونو لاندې یې سوځوي  . په دغه کتابونو کې د (پښتو کیليپه نامه پښتو درسي کتابونو یوه لړۍ هم وه  چې هغه وخت چاپ شوي و  و کله چې  ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین صیب  دپښتو ټولنې رئیس او مشرواو ځینې هغه کتابونه هم ول چې دارواښاد روهی صیب دپښتو ټولنې دریاست په وخت کې چاپ شوي ول او هم ځینې هغه کتابونه ول چې دافغا نستان دعلومو اکاډمۍ ترجوړیدووروسته چاپ شوي ول. همداراز دعلومواکاډیمۍ هغه ښایسته میزونه چې دکابل دحجارۍ او نجارۍ په فابریکه  کې د غوزانو دلرګیونه جوړشوي وو اوډیر ګرانبیه او قیمتي ول هغه یې هم ماتول اوخواړه یې پرې پخول. ما قوماندان ته وویل چې دغه میزونه خو مه ماتوه  اوس خو ستاسو مجا هدینو حکومت دی .دا میزونه قیمتي دي په دفترونو کې به ترې کاراخلئ  . خیټورناپوهه  قوماندان راته وویل : دا څه میزونه دي موږ ته  امریکا، پاکستان او نور اسلامي  هیوادونه داسې میزونه راکوي چې دا میزونه او څوکۍ ګانې به دې هیرې شي .له ځانه سره مې وویل : ده ته داخبرې کول لکه خره ته ډول وهل دي .

 

 

دا دحضرت صبغت الله مجددی دواکمنۍ لومړۍ ورځې وې او  دتنظیمي ډلو دمشرانو تر منځ دواک او ځواک پر سر جګړې  دپیل کیدلو په حال کې وې. په دریمه ورځ بیا  دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ته لاړم .له لیرې نه مې ولیدل چې زموږ دمرکز پخوانی مشر ارواښاد سرمحقق دوست شینواری صیب هم راروان دی . ماورنه پوښتنه وکړه چې ولې او دڅه لپاره  دلته راغلئ . دوست صیب  راته وویل په خپل دفتر کې مې کتابونه دي غواړم هغه کورته له ځانه سره یوسم . ما ورته په ژړغوني غږ وویل چې دوست صیب زموږ او ستاسو دعمر خوارۍ اوبو یووړې او  څه مو چې لیکلي وو هغه بربادشول ، اوس پرهغو لیکل شوو کتابونو   دقوماندان دیګونه پخیږي . ومې لیدل چې دارواښاد ددوست صیب تر سترګو هم اوښکې جارې شوې او موږ دواړو ساړه او دغمه ډک اسویلي وکښل. کله چې دخیټور قوماندان سترګې پر ارواښاد دوست صیب  ولګیدلې  راته  یې غږ کړ چې دغه سړی څوک دی ؟ ما ورته وویل دی خو دعربي ژبې ستر عالم او نامتو محقق او لیکوال  دی  . قوماندان  راته وویل چې دلته یې کوم عربي کتاب لیکلی دی؟ . ما ورته وویل دلته خو دعربي کتابونو دچاپولو ځای نه دي  دلته یې پښتو کتابونه لیکلي دي اوځینې یې دعربي ژبې نه ژباړلي  هم دي.ما قوماندان ته داخبره هم وکړه په هغه لومړي ورځ دې  چې دهغه  بل سپین ږیري لیکوال سره ناوړه سلوک وکړ هغه هم دعربي ژبې متبحر عالم و، خو زما داخبره پر قوماندان بده ولګیدله او راته یې وویل بس کړه غلی شه !

زموږ نورولیکوالواوپوهانو چې په اکاډمي کې دعلمي کتابونو سوځیدل او دمیزونو او الماریو ماتول او ددفترونو دغالیو (قالینو)او فرنیچرونو  غلا کول ولیدل ټول خپه وو. داسې مرجع هم په هغه وخت کې نه وه چې شکایت مو ورته کړای وای ځکه  ګډودي وه او دکابل په هره کوڅه کې دبیلا بیلو تنظیمونو خپله خپله پا چاهي وه او هر ټوپک والابه بېوسه ولس او  خلکو   دټوپک په شپیلۍ سره ځواب ورکاوه

ما ارواښاددوست صیب ته وویل چې ځه کورته لاړ شه ځکه  دغه قوماندان او نور ټوبک والا یې  جاهله خلک دي نه داچې خدای مکړه یوه بده او ناوړه خبره درته وکړي موږ به هم خپه شو او ته به هم خپه وې . ښاغلی دوست  زما خبره ومنله . دی مې دوزیر اکبرخان تر روغتونه بدرګه  کړبیا مې ورسره خدای پاماني وکړه  او هغه خپل کورته چې په زړو مکروریانو کې و ولاړ . ما بیا دوست صیب ترراتلونکو دوه میا شتو پورې  په کابل کې ونه لیده او نه هم  بیا آکاډمۍ ته راغی خویودوه میاشتې وروسته چې زما کور په کابل کې د وحدت ګوند له خوا پر تو غندي وویشتل شواو موږ ننګرهار ته لاړوما  هغه په جلال آباد کې ولید چې دازما او ددوست صیب وروستني او اخرنی دیدن و چې بیا وروسته تریوه کاله دی په کابل کې وفات شواروادې یې ښاده وي

ما چې کله ددوست صیب سره خدای پاماني وکړه نو بیا بیرته دعلومو اکاډمۍ ته راغلم. دلته مې دعلومو اکاډمۍ دپوهانو یوه ډله ولیدله چې په هغو کې ارواښادمحمد ابراهیم  عطایی صیب، ارواښاد محمد ولي مندوزی صیب ، ښاغلی عبدالواجد واجد صیب،ارواښادعبدالرحیم ځدراڼ صیب ، نورالله ولسپال صیب اوداکا دمۍ ځینې   نور پوهان هم ول . ښاغلي ارواښاد  مندوزي صیب ټولو ته مخ ورواړاوه چې ورونو زموږ دکلونو کلونو خوارۍ اوبه یووړه او  هغه کتابونه مو چې لیکلي ول ټول له مینځه لاړل، راځئ چې یو چاته وژاړواو دعلو اکا ډمۍ    ناوړه حالت ورته بیان کړو  . دوی ټولو  یوه  شیبه په خپلو مینځو کې  ښه ډیرسوچ وکړ خو داسې سړی یې ونه مونده. په پای کې دې نتیجې ته ورسیدل چې دلتهاکادمۍ ته نږدې  دجرمني سفارت ته مخا مخ دتیررژیم دصدراعظم  سلطا ن علي کشتمند کور دی او په هغه کور کې اوس دمحا ذملي ګوند اسحاق ګیلاني اوسي هغه ته به ټول په ګډه سره  ورشو که هغه په دې برخه کې زموږ سره مرسته وکړي . موږ ټول  دعلو مو اکیډیمۍ لس دولس تنه علمي غړي سره یوځای شوواو داسحاق ګیلاني کورته ورغلو. اسحاق ګیلاني زموږ هرکلی وکړ، خو ډیربوخت او  مصروف بریښیده او هره ګړۍ به یې دخلکو تیلیفونونو  ته ځواب وایه. موږ ورته خپله ستونزه بیان کړه چې دعلو مو اکيډیمی یو علمي ځای دی او هغه وسله وال چې په اکاډمۍ کې ځای پر ځای شوي دي   کتابونه سوځوي او ددې ځای دعلمي کارکوونکو سره ناوړه چلندکوي  . اسحاق ګیلاني داکاډمۍ له غړو سره  ژمنه وکړه چې یو څه به وکړم .موږ هلته یوازې یو ساعت تم شوو او بیرته یې له کوره راووتلو،خووروسته راته پته ولګیدله چې ده هیڅ هم نه وکړي او موږ یې هسې په درواغو خوشاله کړي وو ،نه یې هم په هغو ګډو وډو حالاتو کې  کوم واک درلود او نه یې هم کوم صلاحیت او نه یې هم خبره چا منله .

https://www.facebook.com/ZwankaholRadio/videos/1932746836850163

دکابل دترخو ورځواوشپویوڅو ترخې خاطرې

------------------------------------------

( څلورمه برخه  )

ورځ تربلې په هیواد کې وضعه کړ کیچنه  او پیچلې کیدله. دکابل په هره کوڅه کې دبیلابیلو تنظیمو نو  وسله والې ډلې  واکمنۍ  وې .نا امني، غلاوې او وژنې ډیرې شوې . دکابل په لویدیز کې  چیرته چې زه اوسیدلم د عبدالعلي مزاري دوحدت ګوند  کسان له خپلو درنو او سپکو وسلو سره په بشپړه توګه  مسلط ول . دکابل دمیرویس میدان نه تر کمپنۍ  او پغمانه پورې دسیاف جنګي ډله واکمنه وه. بیادکابل د سیلو ،  مامورینو کار تې ، کارته پروان ، تایمني اونوي ښار کې   دمسعود کسانو پا چاهي درلودله چې   خیرخانه مینه او دښار حساسې برخې هم  ددوی په لاس کې وې .دکابل په ختیزه برخه کې بل جنګسالار دوستم دخپلو و سله والو سره حاکم و .دبالا حصار جنوب او سید نورمحمد  شاه مینه اونوې کارته او هم په ریشخورو  کې دحکمتیار پوځي ډله واکمنه وه.لنډه داچې  کابل یوه ویروونکي او له وحشت او ویرې ډکه  بڼه خپله کړې وه

بله ورځ چې دعلومو  اکا ډمۍ ته لاړم نو هلته مې یو بد او ناوړه خبر تر غوږو شو. زما یو نږدې ملګری او همکار  چې هغه هم دافغا نستان  دعلومو په اکاډمۍ کې علمي غړی و او فرهاد ظریفي نومیده دکابل دده بوري په څلور لاري کې دوحدت ګوند دیوه قوماندان له خوا چې شفیع دیوانه نو میده او په ظلمونو کې مشهور او بیساری  سړی وله موټره   ښکته کړی  و اود هغه وسله والو  له ځانه سره بیولی و. په دې ترڅ کې دهغه ورور هم دعلومو اکاډیمي ته راغی او ما ورسره  د ژور خپګان څرګندونه وکړه ، خو زما له لاسه څه پوره نه و چې مرسته ورسره وکړم . د وحدت ګوند له خوا 

 د ښاغلي فرهاد ظریفي نیونې زه نور هم په تشویش او ویره کې واچولم .، ځکه زه هم په هغه سیمه کې او سیدلم چې دوحد ت  ګوند چې عامو خلکو به ورته دوحشت ګوند وایه  ساحه او ددوی  تر کنټرول لاندې سیمه وه . په همدې ورځ دعلومو په اکا ډمۍ کې آوازه شوه چې دحرکت  دګوند مشر شیخ  اصف محسني  او دمحاذ ملي دګوند یو قوماندان محمد امین وردګ راځي او دعلومو اکاډمۍ له غړو سره ګوري . په هغه وخت کې دعلومو اکاډیمۍ داوسني وخت په څیر یو ځانګړی تعمیر نه درلود. په هغه وخت کې دعلومو اکاډمۍپورې اړونددژبو او ادبیاتو مرکز او دپښتو څیړنو نړیوال مرکز دترکیی سفارت ودانۍ ته مخامخ دزنبق په څلو ر لاري کې و . دعلومو اکاډیمي بله برخه دایران سفارت ته مخامخ په یوه بله ودانۍ کې وه . دکو شانیانو علمي او تحقیقی مرکزدکابل  په نوي ښار کې و اود طبیعي علومو مرکز دکابل دکورنیو چارو وزارت تر څنګ دشاه ببوجانې په تعمیر کې و

لکه چې ماتا سو ته دمخه وویل  زموږ اړونده  علمي مرکز دکابل دزنبق په څلورلاري کې و . موږ ته خبر راغی چې نن په لسو بجو دحر کت  انقلاب اسلامي  مشر شیخ اصف محسني راځي او دعلومواکاډمۍ غړو ته وینا کوي . موږ ټول علمي غړي هم مرکزي تعمیر ته لاړو چیرته چې ددغې غونډې لپاره تر تیبات نیول شوي وو. په دې وخت کې موږ په لمر کې څوک پر څوکیو او ځیني هم پر ځمکه ناست ول  چې شیخ اصف  محسني له خپلو وسله والو سره دعلومو اکاډمۍ پر دروازه راننوت چې ورسره دمحاذ ملي یو قوماندان محمد امین وردګ  او هم دشورای نظار یو تن چې همایون نومیده راغلل. دعلومو اکیډیمۍ دهغه وخت  رئیس ښاغلي کبیر رنجبر یوه لنډه شانته وینا وکړه او دوی ته یې ښه راغلاست ووایه . ورپسې ارواښاد محمد ابراهیم عطایی یوه وینا وکړه . ورپسې  شیخ آصف محسني هم یوه اوږده وینا وکړه او بیا همایون نومی چې دنظار دشورا غړی و وینا وکړه . تر هغه وروسته دعلومو اکاډمۍ غړو له محسني سره  خپلې انديښنې شریکې کړې اوورته مو وویل چې دعلومو اکاډمي یو علمي مرکز دی  او دغه ټوپک والاوو ته ووایئ چئ له موږ سره ښه او نیک چلند وکړي او زموږ لیکل شوي کتابونه ونه سوځويموږهمداراز  ورته وویل چې دعلومو اکاډیمی یو علمي  غړي ښاغلي فرهاد ظریفي دوحدت  ګوند  دقوماندان شفیع دیوانه له خوا  دده بوري په څلور لاري کې نیول شوي دی او تاسو چې  دیوه ګوند رهبر او لارښود یاست  نو  له خپل نفوذه کار واخلئ او دعلومو  اکاډیمۍ دغه غړی دشفیع دیوانه له منګولو وژغورئمحسني ده داخبره له ځا نه  سره یا داشت کړه اوژمنه یې وکړه چې دهغه په  خوشي کولو کې به هلې ځلې کوي ،خو هیڅ یې هم ونکړل . وروسته خبر شوو چې ښاغلی ظریفي په ډیرې بیرحمۍ  دوحشت دګوند لخوا شهید شوی و او دمړي او  ژوندي پته  یې تر ننه پورې چاته ونه لګیدله . ښاغلي ظریفي دپنځو وړو ماشومانو پلار و چې دده په شهادت سره  دده ټوله کورنۍ برباده او تباه شوه

https://www.facebook.com/ZwankaholRadio/videos/449969072544584/

- ډاکتر یاد
بېرته شاته