(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېوه اوګېدړه

[24.Sep.2021 - 22:30]

لېوه او کېدړ/ د ماشومانو لپاره لنډه کیسه /  ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

لیک:  Grimm Brüder

لیوه یو ګیدړ له ځان سره نیولی وه. لیوه به چې څه ویل، ګیدړ په له مجبوریته منل، ځکه چې لیوه په ګیدړ زورور و او ګیدړ په دې ارمان کې و چې ځان ترې خلاص کړي. یوه ورځ  داسې پيښه شوه چې دواړه ځنګل ته لاړل. لیوه ګیدړ ته و ویل چې:« ګیدړ جانه دخوراک له پاره یو څه را پیدا کړه او کنه نو بیا تا خورم.» ګیدړ ورته و ویل چې:« هلته ماته د بزګر یو انګړ مالوم دی، چې یو څو تنکي وري هم پکې شته، که زړه دې غواړې وربه شو یو څه به ترې راوړو.» په لیوه داخبره ښه ولګیده، دواړه د بزګر دانګړ په لور روان شول. ګیدړ وری غلا ګړ او لیوه ته يې ورکړ. لیوه وری وخوړ، خو ورته بس نه شو او غوښتل يې چې یو بل هم غلا کړي، نو ورپسی ورغی. لیوه د ګیدړ په څیرچالاک نه و او د وري مور په پوه شوه، وبغیده او شور ماشور پې جوړ کړه. بزګر خبر شو په بیړه يې ورمنډه کړه او هلته یې لیوه ولید او دومره يې و واهه چې ګوډ شو او په ژړا بیرته ګیدړ ته ورغی. لیوه ګیدړ ته و ویل چې:« زه ستا په مشوره بیا لاړم او غښتل مې چې یوبل وری هم راونیسم، خو بزګر راغی، زښت ډیر يې و وهلم.» ګیدړ ورته و ویل چې.« ته ولې هبڅ نه مړیږی.»

بله ورځ بیا دواړه یو ځای په چکر و وتل او لیوه بیا ګیدړ ته و ویل چې:« ګیدړه ! ماته دخوړلو له پاره یو څه را پیدا کړه او کنه نو تا خورم.» ګیدړ په ځواب کې ورته ورته وویل چې:« زه دیوه بز ګر کور پیژنم، هلته د بزګرمیر من نن ماښام دهګیو پیرکي پخوې، ور به شو هغه په ترې راوړو.» دواړه روان شول. ګیدړ په پټه کور ته ور وښوییده، ایخوا او د یخوايې په پوره غور تر هغو وکتل ترڅو چې يې د پیرکیو شکور ولید، شپږ پیرکي یې ترې واخیستل، لیوه ته يې راوړل او ورته ويې ویل چې:« واخله، دا ستا خواړه دي.» او نور په خپله لار لاړ. لیوه دا شپږ پیرکي په یو ځل له مرې څخه تیر کړل او ويې ویل چې :« داخو ډ یر ښه خوند کوي.» بیا ور پسې روان شو او غوتښل يې چې په یو وار دا ټول شکور را واخلې. شکور ترې چپه شو، اواز د بزګر میرمنې واورید، پسې را و وته، چې ګوري لیوه دی. خلکو ته يې نارې کړې، خلک راټول شول ، لیوه يې را ګیرکړ او دومره يې و واهه چې په دوې پښې يې ګوډې شوې او په ژړا ځنګل کې ګیدړ ته ورغی او ورته ويې ویل چې:« زه دې په څه بده لار ور برابر کړم، بزګران را پسې راغلل او په دوهلو وهلو يې زما پوست وایست.» ګیدړ بیا ورته وویل چې:« ته ولې هیڅ نه مړیږې:» په دوهمه ورځ، کله چې دوی دواړه بیا یو خای و وتل او لیوه ډیر په ستونځه ګوډ ګوډ راون و، بیايې ګیدړ ته وویل چې:« ګیدړه! ما ته خواړه پیدا کړه او که نه، تا خورم.» ګیدړ ورته و ویل چې:« زه یو سړی پیژنم چې حلاله يې کړې ده، په غوښه يې مالګه شیند لۍ، په تکاوۍ کې يې ایښې ده او دا به راوړو.» لیوه و ویل چې.« دا ځل له تا سره یو ځای ځم، ځکه که چیرې بیا ګیرشم، ته به مرسته راسره وکړې.» ګیدړ ورته و ویل چې:« ښه، چې ته غواړې، نوراځه.» لارې ګودرې يې ور ښودلې، ترڅو چې ځانونه يې په تکاوې کې غوښې ته ورسول. غوښه پریمانه پرته وه. لیوه ور منډه کړه ، په خوړلو يې پیل وکړاو له ځان سره يې و ویل چې:« تر بس کولو پورې وخت ډیر دی.» ګید ړ هم غوښه خوړه، خو هرې خوا ته يې کتل او دهغه سوري په لور يې ډیرې منډې وهلې را وهلې، په کوم چې تکاوې ته راننوتلي وو. ده ځان از مویه، تر څو د ومره چاغ نشي، چې بیا دتیښتې په وخت کې په سوري نه شي ننوتلی. لیوه ترې وپوښتل چې:« ګرانه ګیدړه، ولې دېخوا اواېخواته ته منډې وهې او په سور اوزې او ننوزې؟» چالاک ګیدل ور ته و ویل چې:« زه ګورم چې څوک را نشي. دومره ډیر مه نغره.» لیوه و ویل چې:« تر څو چې دا ټوله غوښه وه نه خورم، له دې ځایه چبرته نه ځم.» په دې شیبه کې، بزګر د ګیدړ دټوپونو اواز وارید او تکا وې ته را کوز شو. ګیدړ چې بزګر ولید په یوه منډه د سور له لار ې و وت. لیوه هم دا لار ونیوه، خو هغه ډیره غوښه خوړلې وه او داسې چاغ شوی و چې په سوری کې نه ځاييده. د بزګر سره غټ د بی و او په هغه يې لیوه تر هغو وهه چې مړ شو. ګیدړ ځنګل ته وتښتید او په دې ډیر خوښ و چې دلیوه نه خلاص شو.

Liste von Märchen - Grimms Märchen - Grimmstories.com

- اریوبزی
بېرته شاته