(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملک میرویس خان

[02.Sep.2021 - 14:43]

لیکوال: فرهاد علی خاور

له اردو نه پښتوته ژباړه : لطیف یا د ((دیو سفزیو پښتنو ستر اتل او مشر

ملک میرویس خان یو سفز ی)) 

ملک میرویس خان یو سفزی د یوسفزیو پښتنو هغه ستر اتل دی چې له بده مرغه د پښتنو دبې غورۍ په وجه نوم ورکی پاتې شوی او دتیرو پنځه سوه کلونو په موده کې ددغه ستر اتل نوم په ایرو کې پټ و.

دپښتونخوا په مردان کې دچارسدې روډ پر څنډه یوه لوړه غونډ ۍ( ډهیرۍ ) ده او هلته ددغې غونډۍ پرسر یو مزار دی چې ددغې غونډۍ (ډهیرۍ ) په وجه د نو موړی مزار د ډهیرۍ بابا په نامه سره مشهور دی او په تیرو پنځه سوه کلونو کې خلک دده مزار ته ورځي او دعا کوي او پر دغه مزار باندې شنې اوسرې جنډې رپیږي ،خو له بده مرغه خلکو ته داپته نشته چې دغه ستر اتل شخصیت دمغولو او په تیره بیا داکبرپرخلاف څومره په میړانه جنګیدلی دی او خپل قام یې دمغولو دظلمونونه ژغورلی دي .

ملک میر ویس خان دیو سفزیو دقبیلې دمندړو دښاخ دامان زیو په څانګې پورې تړلی و.دملک میرویس خان پلار ملک میر و خان یوسفزی دخپلې قبیلې مشراودخپل وخت نامتو عالم او زړور سپه سالار و.نو موړی دروښنایی غورځنګ غړی وچې مشري يې د پیر روښان حضرت بایزید انصاري په لاس کې وه . ملک میروخان سربیره پر دې چې دروښنايی غورځنګ ( تحریک ) غړی ودروښنایي غورځنګ د پو ځي برخې سپه سالار هم واو دحضرت بایزید انصاري ( پیر روښان ) ښی لاس ګڼل کیده ..ملک میروخان ټوپې ته نږدې دباړې په جګړه کې چې دمغولو پر خلاف وشوه په ۱۵۸۱ زیږدیز کال کې له خپلو نورو جنګیالیو ملګرو سره شهید شو.دیو سفزیو دقبیلې خلکو دنوموړي تر شهید کیدلووروسته دده زوی میر ویس خان یو سفزی دخپلې قبیلې دمشر او سردار په توګه وټاکه اوداهغه وخت و چې دهند مغولي واکمن پر پښتونخوا برید کړی واو پر یو سفزیو ډیر په غوسه واو ددوی ډیر کسان دمغولو په جیلونو کې پراته وو .له یلې خوامغولو پر یو سفزیو ډیر ظلمونه کول او له بلې خوا وچکالي او دغلو دانو قحطي ( کاختي ) وه اویو سفزي هم په خپلو مینځونو کې په تربګنو او شخړو او لانجو اخته وواو یو بل یې سره وژل.

ملک میر ویس خان چې یو با تدبیره انسان و دیو سفزو مشران او ملکان لکه ملک غازي خان ، ملک کالو خان ، ملک عمر خان ،الله داد خان ،څرګند خان ،مکرم خان او ځینې نور مشران یې را غونډ کړل او دمغولو دجنرال زین خان کوکه په منځګړتوب (وسا طت ) یې په نوښار ( نو شهره ) کې ځان اکبر پاچا ته ورساوه او دیو سفزیو ټول هغه بندیان یې خوشي کړل چې د مغولي اکبر دپو ځونو له خوا یرغمل شوي او په جیلونو کې اچول شوي وو.

تردې وروسته ملک میر ویس خان دټولویوسفزیو او مندړو یوه لویه جرګه جوړه کړه او دیو سفزیو تر مینځ یې خپلمنځي شخړو او دښمنیو ته دپای ټکی کیښوداو ټول یې سره یو موټي کړل

کله چې یو سفزي ټو ل سره یو شول او په یوه ستر خواک بدل شونو میرویس خان دمغولو پر خلاف دخپلواکۍ جګړه پیل کړه چې دا جګړه دپنځو کلونو لپاره روانه وه او داکبر پاچا ستر جنرال زین خان کوکه دشلو زرو تنو جنګیالیو سره دیو سفزیو سره جنګیده ،خو په خپلو ټولو جګړو کې هیڅ بریالیتوب یې په برخه نه شو . زین خان کوکه داکبر نه دیو سفزیو دټکولو لپاره نوره مرسته وغوښتله او اکبر دراجا بیربل او ابوالفتح په مشرۍ شل زره نور پو ځونه ور ولیږل او داباسین تر باجوړه ټول پښتون قام را پا څیده او دخپلې آزادۍ او خپلواکۍ لپاره تر خپلو سرو وینو تیر شول .

په پای کې په ۱۵۸۶ زیږدیز کال کې په ملندي (رستم) کې دیو سفزیو او مغولو تر مینځ یوه خونړۍ جګړه وشوه او یو سفزیو ته بری ور په برخه شو او د بیر بل په ګډون دمغولو۱۴ پو ځي جنرالان ( جر نیلان) او ډیر شمیر پو ځیان چې شمیر یې ۴۰ زرو تنو ته رسیدل دیو سفزیو له خوا په غرونو کې ووژل شول او دا داکبر پاچا لپاره ډیره سخته ماتې وه

باید وویل شي چې ملک میرویس خان نه یوازې دیو سفزیو ستراو زړو مشر تیر شوی دی ،بلکې نوموړي پر هیواد او خپلواکۍ مین انسان او دخپل وخت ستر عالم وچې دپښتنو په یووالي او دوی تر مینځ دکینو او بې اتفاقیو په له مینځه وړلو کې یې ستر کارونه سرته رسولي دي

اروا دې ښاده وي .

- یوسپزی
بېرته شاته