(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امریکا او پاکستان

[02.Sep.2021 - 14:37]

امریکا او پاکستان 

امریکا د ډیرو کالونو راهیسې هڅه کوله تر څو افغانستان کې نظامي ، سیاسي او استخباراتي حضور ولري،

 

خو کله چې په ۲۰۰۱ کال تمثلي لوبه پیل شوه، امریکا په افغانستان باندې د برید لپاره پر چمتوالي بوخته شوه او د برید لپاره د امنیت شورا او ګانډیو هیوادونو ملاتړ او همکارۍ ته يې اړتیا درلوده، هر هیواد د ځانګړو شرایطو په وړاندې کولو د امریکا سره بیړني مزکرات درلودل

 

امنیت شورا غوښتنه دا وه چې امریکا باید ترهګرې ډلې وځپي او په افغانستان کې کلک او مستحکم دولت رامنځ ته کړي، مخداره مواد صفر کړي او نورې لکه بشر حقوقو، زده کړې، رسنۍ ....

 

د نورو هیوادونو ترڅنګ پاکستان (مشرف) د برتانیې په ملاتړ ډیر زیږه او سخت شرایط وړاندې کړل او امریکا مجبوره وه، تر څو ډیرۍ هغو شرایطو ته غاړه کیږي، تر څو خپلو موخو ته ورسیږي او په افغانستان کې د برتانیې ترڅنګ د ناټو غښتلي هیوادونو قوي ملاتړ هم ترلاسه او ځان سره یې جګړې ډګر ته بوځي

 

پاکستان خورا ډیر شرطونه او غوښتنې درلودې، تر څو امریکا او ناټو ته د جګړې لاره هواره او امریکا ته ځمکني، سیاسي، نظامي او اکمالاتي لارې ورکړي، مشرف خپل شرطونه او غوښتنې امریکايي پلاوي ته پر میز کیښودې، زه یې یوازې دلته یو څو لیکم

 

- د بلاک وآټر په واسطه د پاکستان اټومي بټیو ساتنه تر څو ترهګرو او هند لاس ته ونه لویږي

 

- په افغانستان کې داسې نظام رامنځ ته کول، چې بهرنۍ او کورنۍ سیاست باید د اسلام آباد له خوا پرمخ یوړل شي

 

- په ټولو سیاسي او مهمو ټاکنو کې باید د پاکستان رول، نقش او مشوره وساتل شي

 

 - مهم او کلیدي چارواکي باید د پاکستان سره په مشوره وټاکل شي، دفاع، کورنیو او ملي امنیت او امنیت شورا... (ولسمشر کرزي به تل د دوی په مشوره او د نظر په تائید کلیدي چارواکي ټاکل .... یوازې ولسمشر غني وو، چې د پاکستاني مشورې پرته یې کلیدي او پاکستاني ضد څیرې لوړو چوکیو ته ټاکل او معرفي کول .. چې پاکستان غوصه یې تر سپږمو رسولي وه)

 

- داسې یو پوځ باید جوړ شي، چې مشران او قومندانان یې ګوندیز ملاتړ ولري، د پاکستان سره په مشوره او مستقیماً د امریکا له خوا ولسمشرۍ ماڼي ته معرفي شي . او داسې یو پوځ باید وي، چې امریکا د حمایې نه بغیر میاشت کې دننه فلج شي

 

- افغان پوځ قومندو، سمبالښت چارې، معاشونه او اړوند چارې باید مستقیماً د امریکا د ځواکونو د مشر سره وي

 

- امریکا باید ډیوراینډ کرښه په رسمیت او د نړیوال سرحد په توګه وپيژني او د پاکستان او امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره باید په سرحدي سیمو کې ځانګړی ملیشې جوړې شي، چې قومندو، ټرنینګ، عملیاتي، اپراتیفي او لوژستیکي چارې باید په مستقیما توګه د امریکا د تروریزم ادارې له خوا پر مخ یوړل شي . هغه مهم هدفونه چې کاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه (اسلام آباد) ته خطر وي، د امریکايي ځانګړي ځواکونو په واسطه باید خنثی او له منځه یوړل شي

 

- هغه ډلې چې نورې نړۍ او په ځانګړي توګه امریکا او پاکستان ته خطر نه دي، بمبار او هدف ونه ګرځول شي او په عینې وخت کې باید مالي ملاتړ هم وشي

 

- د ډیوراینډ کرښې باندې د دیوال او ترڅنګ یې هغه نظامي تاسیسات چې د پاکستان له خوا په راتلونکي کې جوړیږي، امریکا باید یې سیاسي، نظامي ملاتړ او مالي حمایه یې وکړي

 

- افغانستان او هند اړیکې باید د پاکستان د لیدو لوري مطابق وټاکل شي

- هیڅکله باید پر پښو ولاړ اقتصاد ونه لري

 

- هر کال باید ملیاردونه ډالر(دقیق ارقام یې کتابونه کې بېلا بېل دي) پاکستان پوځ ته د ترهګرۍ په نوم ورکړل شي

 

- ټول هغه پوځي تجهیزات چې امریکا او محتدینو له خوا کباړ کیږي، باید پاکستان ته ورسپارل شي

 

- د امریکا او افغان ځواکونو نظامي ټول تجهیزات باید د پاکستان د کمرکونو له لارې افغانستان ته یوړل شي

 

او بلا ډېرې خبرې او شرطونه دي

 سرحد دواړو غاړو کې مدرسې او شتون یې، ډا.لبا.ن او رهبري، وزیریستاني عملیات او ګډوالي، ټي ټي پي ، نورې ترهګرې ډلې، چین سره اړیکې، ایران شتون، روسیې سره اړیکې او نورې ډیر خبرې .... که وخت مو درلود، لاندې کتابونه ضرور مطالعه کړئ ....  

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچینې

۱) په کړکېچ کې ښکېل :

 (لیکوال) احمد رشید ، (ژباړن) آغا محمد قریشي 

۲) پاکستان د جومات او پوځ ترمنځ :

 (لیکوال) واشنیګټن کې پاکستاني پخواني سفیر حسن حقاني ، (ژباړن) بسم الله مومند

۳) غلط دښمنامریکا په افغانستان کې ۲۰۰۱- ۲۰۱۴ پورې

 (لیکوال) کرلاټه ګول ، (ژباړن) سمسور مندوزی ، (ناچاپ

۴) د اور په لیکه

(لیکوال) جنرال پرویز مشرف ، (ژباړن) عبدالمالک دادووال

سمسور افغان

- سمسورافغان
بېرته شاته