(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علي دشتي

[02.Sep.2021 - 14:35]

«د علي دشتي او بیست و سه سال»

ژباړن: وکاس ایسپزی

***

علي دشتي د فارسي ژبې محقق، لیکوال، پوهاند، ژباړن، ادبي نقاد او د ژورنالېسټ سربېره د ایران مجلس شوراء غړی، د سنا (سېنټ) غړی او مصر کې د ایران د سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.

نوموړی په ۱۸۹۷ زیږدېز کال د مارچ په میاشت کې د جنوبي ایران په بوشهر ولایت کې د دشتستان ولسوالۍ په تلخو کلې پیدا شو، ددۀ پلار شیخ عبدالحسېن دشتي وو، کوم چې د یو لوی مذهبي عالم په توګه مشهور وو ـ 

علي دشتي د کربلا او نجف په شیعه مدرسو کې د عربۍ، قران، تفسیر، علم، حدیث، منطق، حکمت، فقهیت، اصول فقه، اسلامي تاریخ او قومونو د تاریخ زدکړې ترسره کړې، د خپل وخت یاد او لوی عالم دین «حسېن فشار» ددۀ ځانګړی استاد وو ـ

 

د ۲۴ کالو په عمر کې علي دشتي ایران ته بیرته راستون شو، دۀ یو داسې مذهبي کورنۍ سره تړاو درلود؛ چې په کې ټول مذهبي عالمان وو او ددۀ ملګرې هم په ایران او عراق کې د مذهبي عالمانو په توګه پیژندلی کیدل! خو دی د خپلې کورنۍ او اشنایانو د توقعاتو برعکس وختو، علي دشتي د مذهبي عالم دین جوړېدو پر ځای د ژورنالیزم کسب ته مخه کړه، دۀ د خپل کسب پرېکړه شاید د زدکړو پر مهال کړې وه، ځکه چې دی کله له عراقه راستون شو' نو د پټکي او د عمامې پر ځای یې غربي جامه په تن کړې وه ـ

علي دشتي دا خبره ډېره زړه ته اچولې وه؛ چې ولې د ایران عالمانو د المان، روسیه او برتانیه سره اړېکي ټینګي کړې دي او د پیسو او ځواک لپاره دوې هر ډول سمجهوتو ته غاړه ږدي، د ولس ډېرې برخه بېسواده وه' نو ځکه ددې علمانو په ولس ډېره اغېزه وه؛ چون د ایراني تیلو د زېرمو څخه د ګټې اخستنې لپاره بهرنيو زورواکو د خپلو ګټو لپاره کارول!

د علي دشتي وړومبی کالم د شیراز په یوه ورځپاڼه کې چاپ شو، له دې نه پس یې "روزنامه خلیج فارس" کې لیکل پېل کړل، د رکن زاده نومې یو زورواکي پر ضد کالم لیکلو نه پس د علي دشتي د وژنې هوډ شوی وو؛ خو چې کله علي دشتي د ځان پر ضد جوړې شوې دسیسې نه خبر شو' نو د شیراز څخه اصفهان ته لاړو, اصفهان ته تګ نه پس دۀ یو ځل بیا د شیراز او تهران په بېلا بېلو ورځپاڼو کې سیاسي لیکنې پېل کړې، څۀ موده پس له اصفهانه بیا تهران ته لاړو او هلته یې د ستاره ایران په نوم یوه ورځپاڼه اجرا کړه، ساده انداز او غښتلي لیکنو په وجه چې چرته علي دشتي ځانته مینه وال او پلویان پیدا کړل' نو هلته یې دوښمنان او مخالفین هم پیدا کړل' د کومې په وجه چې دی د زندان تورو تمبو شاته وغورځولی شو ـ 

 

د ۱۹۱۹ زیږدېز کال لوظنامې علي دشتي د سیاست میدان ته وردننه کړو؛ دا لوظنامه د ایران او برتانیا ترمینځه شوې وه' د کومې چې تړاو د اینګلو پرشین ایل کمپنۍ څخه وه، د ایران مجلس شورا څخه د نۀ توثیق کیدو باوجود هم په دې لوظنامه عمل روان وو، د کومې له سؤبه چې ایران د ډېر مالي زیان سره مخ شو، او برتانوي شرکت په کې ډېره ګټه کوله، ددې تړون یو اړخ دا هم وو; که چرې کوم برتانوي وګړی د ایران دننه کومې ورانکارۍ کې ونیولی شي' نو د ایران حکومت پر دوې د مقدمې چلاولو هیڅ اختیار نۀ لري؛

په دهغه ورځو کې علي دشتي د ایت الله محمد حسېن بورزجاني سره نږدي اړېکې لرلې، بورزجاني هم ددې تړون سرسخت مخالف وو.

علي دشتي تهران کې د ایت الله حسن مدرس سره پر ګډه د یو خوځښت پېلولو منصوبه جوړه کړه، حسن مدرس یو ډېر پیاوړی عالم وو، چون د هغۀ پېروان هم په ګڼ شمېر وو، علي دشتي د هغه وخت وزیراعظم وثوق الدوله ته یوه احتجاجي چېټۍ (خط) ولېږله، کومه چې په ډېرو ورځپاڼو کې خپره شوه ـ

د ۱۹۱۹ ږیږدېز کال په لوظنامې باندې د تنقید پایلله کې علي دشتي د ۳ کالو لپاره د زندان د تورو تمبو شاته کړی شو، خو لس ورځې زندان تیرولو نه پس بغیر د خبرتیا عراق ته جلاوطنه کړی شو، د خپلې جلاوطنۍ د سزا تیرولو په خاطر علي دشتي ایله د عراق باډر ته نږدي شوی وو' چې ده ته خبر ترلاسه شو; پوځ کودتاه وکړه او فتح الله اکبر یې د وزارت اعظمې د چوکۍ نه لرې کړو، چون علي دشتي له هاغه ځایه بیرته واپس راستون شو ـ

۱۹۲۱ زیږدېز کال کې پوځي کودتاه رضا شاه پهلوي کړې وه، دۀ پر خپل سفارش ضیاءالدین طباطبايي وزیراعظم جوړ کړو او د طباطبایي په دور کې هم علي دشتي په زندان کې قید وو، دا قید د ضیاءالدین طباطبایي د ۹۰ ورځو د وزارت اعظمې د ختمدېدو نه پس ختم شو. د قید پر مهال علي دشتي خپل کتاب «ایام مجلس» بشپړ کړو، کوم چې د ایران د هغه وخت پر سیاسي صورتحال یو تاریخي او دستاویزي حثیت لري، ددې کتاب نه یواځې ځینې ایډیشنې خپرې شوې؛ بلکې علي دشتي یې هم د نامتو لیکوال په توګه ورڅرګند کړو ـ

د ضیاءالدین طباطبایي د وزارت اعظمې ختمدېدو نه پس رضا شاه پهلوي د وزارت اعظمۍ چوکۍ سمبال کړه، رضا شاه د پاچهۍ پر ځای ایران یو ډیموکراټیک هیواد جوړاوه او د علي دشتي سربېره د ډېرو پوهانو همدغه هیله وه' چې ایران دې د مصطفا کمال اتاترک د ترکیې پر ډول یو ډیموکراټیک هیواد جوړ شي او رضا شاه دې د ولسمشرۍ پر چوکۍ کېښني؛ خو د مذهبي حلقو فکر بل ډول وو، دوې غوښتل چې په هیواد کې د ولسواکۍ پر ځای پاچهي رامینځته شي؛ ځکه چې دوې خبر وو' چې د پارلېمان ډېرو غړو پر مقابل کې یو انسان کابو کول ډېر اسان دي ـ همداسې د باچهۍ په شکل کې به خپل پوزېشن هم پیاوړی شي! لهذا ولسواکه پوهانو دا جګړه بایلوده او په ۱۹۲۵ زیږدېز کال کې رضا شاه د قاجاري لړۍ د ۱۳۶ کاله اقتدار خاتمه وکړه او اخیرنی قاجاري واکمن احمد شاه قاجار یې لرې کړ او په خپله پاچا شو ـ

رضا شاه یو روښانفکره واکمن جوت شو، ددۀ ۱۶ کلنه واکمنۍ دوره کې د سړکونو جال خپرونې سربېره د تهران ریلوی رامینځته شو، د دانشګاه تهران په نوم ایران کې وړومبی پوهنتون جوړ شو، رضا شاه د خپلو بچو سربېره د ایران نور زدکړیالان د لوړو زدکړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته واستول، ددوې خرچې دولت په خپله غاړه اخېستې وې، په غرب کې به د ایران لپاره پرشیا توری کارولی کيده، رضا شاه لیګ اف نېشنز ته یو وفد ولېږلو' چې بیا لپاره ورته د پرشیا پر ځای د ایران یعنې «د اریایانو ټاټوبی» وویلی او ولیکلی شي، په هیواد کې دننه یهودیانو ته د مسلمانانو برابر حقوق ترلاسه شول، یهودیانو ته نه یواځې د مسلمانانو برابر حقوق ترلاسه شول' بلکې رضا شاه په خپله ددوې په کنیسا (Synagogue) کې عبادت وکړو، ددې چټک ګامونو په وجه نن هم یهودیان رضا شاه د لوی کوروش نه پس خپل دویم محسن یادوي!

په ټولنه کې د ښځو برخې جوړولو لپاره ددوې د زدکړو او د دندو لپاره چټک ګامونه پورته کړی شول، د حجاب او د چادرې د کارولو پر ځای غربي جامې پېزار ته لومړیتوب ورکړی شو، په دې لړ کې یو ځانګړې امر جاري کړی شو' چې کومې ښادۍ ته ښځه خاوند ځي' نو چادري به نۀ اغوندي او ددې امر منل به په هر غریب، مالداره، ښاري او کلېوال وي، د زدکړې په ځایونو کې مخلوط نظام تعلیم دود کړی شو، ددې سربېره د محرم ماتم د یوې ورځې پورې محدود کړی شو، جوماتونو کې عبادت «قران لوستنه او ذکر و اذکار» په ځمکې د جوټو وهلو پر ځای د کرسۍ کارونې امر وکړی شو، په قاجاري دوره کې د زردښتیانو، بهايېانو او د بابیانو ویرول او وژل د قاجاري پاچهانو او ملایانو مشغولا جوړه شوې وه؛ د رضا شاه په دور کې هم د ایران په ځینې ښارونو کې بهایېانو وژنه وشوه؛ خو دهغه یو څو پېښې د رضا شاه د پالېسۍ برخه نه وې، رضا شاه د ملایانو د زور کمولو هڅه وکړه، د هیواد ټول وګړو ته یې د مذهب، نسل او د سیاسي تړونونو څخه پرته د یو قوم داعیه ورکړه، د امت مسلمه د بې بنسټه تصور پر ځای یې ټولو ته په ایراني کیدو د ویاړ احساس ورکړو ـ

مذهبي حلقو د رضا شاه دا چټک ګامونه خوښ نه کړل او نه دوې د ښځو بې پردۀګي وزغمله، چون هغوي د رضا شاه پر ضد یو محاذ ودراوه، د کومو چې مهمه نعره دا وه: شاه یو نوی یزید دی ـ

 

رضا شاه د ایران، ترکیه، مېډل اېسټ او د ګاونډي هیوادونو یو کنفډریشن جوړولو خوبونو لیدل، خو د هغوي دا خوب د مصطفا کمال اتاترک د مرګ په وجه نېمګړی پاتې شو ـ 

 

د رضا شاه په زمانه کې علي دشتي د "شفق سرخ" په نوم یوه ورځپاڼه جاري کړه، کومه چې د خپلو غښتلیو لیکنو په وجه د پوهانو د خیالاتو استازې ګڼلې کېده، علي دشتي به کله د رضا شاه روښانفکري د اتاترک په توګه ستایله او کله به یې ددۀ په دیکتاتورانه خوي تنقید کاوه، د رضا شاه دیکتاتورانه خوي دا تنقید نور برداشت نه کړی شو او په کال ۱۹۳۵ زیږدېز کال کې علي دشتي د ۱۴ میاشتو قید و بند سربېره دده په ورځپاڼه شفق سرخ په اشاعت هم پابندي ولګوله، د ۳ میاشتو د قید و بند پر مهال علي دشتي ناروغه شو او یو روغنتون کې داخل کړی شو، هلته د ۲ میاشتي تیرولو نه پس کور ته یوړلی شو، څۀ موده پس د "اداره راهمنای نامه نګاري" مشر کړی شو، ددې ادارې بنسټي کار په کتابونو، مجلو او په ورځپاڼو د سنسر د پالیسۍ اطلاق کول وو ـ

په ۱۹۴۱ زیږدېز کال کې علي دشتي د جمال امامي، ابراهیم خواجه نوري او نورو ملګرو سره په ګډه د حزب عدالت په نوم یو سیاسي ګوند جوړ کړو، کوم چې د ۱۹۴۸ زیږدېز کال پورې فعال وو ـ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رضا شاه د ایران د غیرجانبدار کیدو اعلان وکړ؛ برتانیې د رضا شاه دا پرېکړه خوښه نه کړه او په ایران یې دا الزام پورې کړ' چې په ایران کې میشت الماني انجينیران او تکنیکي پوهان جاسوسي کوي' نو په ایران یو خوا شوروي اتحاد او بلخوا برتانیه دواړو هوایي بمبارۍ پېل کړې!

د ۱۹۴۱ زیږدېز کال په اګست باندې اتحادي هیوادونو په ایران قبضه وکړه، رضا شاه ونیولی شو او بیا د خپل زوی محمد رضا پهلوي په حق کې د دستبرداره کېدو نه پس جنوبي افریکې ته جلاوطنه کړی شو او هم هلته ومړ؛

 

د رضا شاه د زوال نه پس هر څۀ بدل شو، د امت مسلمه تصور بیرته راژوندی شو، ددې په بحاله کولو کې بهرني هیوادونو ډېر کار وکړو، د کېڼ لاسه (مترقي او قومي) فکرونو پر ضد د فدائین اسلام رامینځته کړی شو، د بهایېانو او کېڼ لاسه نظریاتو سره تړاو لرونکو باندې سختۍ وشوې، شیعه ملایانو د حجاب او چادرې د واپسۍ سربېره د مخلوط تعلیم ختمولو غوښتنې پېل کړې، په ټول هیواد کې د اسلامي احکامو د تشهیر لپاره اسلامي تنظیمونه او ګوندونه رامینځته کړی شو؛ بیا دهغه ګوندونو او تنظیمونو په اسلام او اسلامي نومونو باندې د ورځپاڼو او اونیزو مجلو اجراء وکړه ـ که څه هم د رضا شاه د واکمنۍ پر مهال علي دشتي د بوشهر سیمې څخه د مجلس شوراء انتخاباتو کې دېمارې  منتخب کيدو؛ خو بیا به یې هم ځان د یو سیاستوال پر ځای ژورنالېسټ ګڼلو ـ د رضا شاه پهلوي د زوې محمد رضا پهلوي په دوره کې د علي دشتي په سیاست کې دلچسپي زیاته او په مذهب او ژورنالېزم کې کمه شوه ـ شاید دهغه وخت وو‍' چې ددۀ په مذهبي اعتقاداتو کې کمی او یا بدلون راغللو، له دې وړاندې ده اسلام د ایران د ټولو ستونزو حل ګڼلو، خو وخت تیرېدو سره سره د یو خوا بلخوا حالاتو څخه اغېزمن شو، د محمد رضا پهلوي په دوره کې علي دشتي د فرانسوۍ ژبې په زدکړې غور وکړو' ځکه چې په ایران کې فرانسوي ژبه د جدید هڅوب او تهذیب پوهنې تمبه ګڼلی کېده، د فرانسوي ژبې د زدکړې سربېره علي دشتي د برتانیه او د روس د تاریخ او هڅوب لوستنه هم پېل کړه، دۀ ځان پوهاوه; هغۀ څۀ عوامل وو' دې کومې په وجه چې دا هیوادونه د تهذیب او پرمختګ منارو ته وختل!

 

په ۱۹۴۷ زیږدېز کال کې علي دشتي د تودیهه نومې د شوروي اتحاد پلوه کمونسټ ګوند په کابینه کې په ورګډېدو او روس ته رعایتونو ورکولو باندې د تنقید په ترڅ کې ونیولی شو او ۶ میاشتي د قید و بند تیرولو نه پس خلاص شو، د خلاصون نه پس علي دشتي د تهران څخه فرانس ته لاړو او هلته د ۲ کاله تیرولو نه پس بیرته راغللو ـ

په واپسې کې یې د یو کال لپاره په مصر کې د سفیر په توګه تقرر اوشو، په ۱۹۵۴ زیږدېز کال کې د سنا (سېنټ) غړی جوړ شو او بیا د محمد رضا پهلوي د واکمنۍ تر پایه یې یو سناتور په عهده پاتې شو ـ 

 

بیست و سه سال:

علي دشتي ۱۹۷۳ زیږدېز کال کې د بیست و سه سال په نوم کتاب ولیکلو، په کوم کې چې په قراني حوالو سره ثابته کړې ده' چې پیغمبر اسلام ته کومه معجزه و دیعت نۀ وو ورکړی شوی او نۀ هغوي څخه کومه معجزه برپا شوې وه، د علي دشتي له قوله; په قران کې داسې څۀ نوې هم نشته، کوم چې له دې وړاندې ویلای شوې نۀ وي، په قران کې چې کومې کیسۍ بیان شوې دي؛ هغۀ د عیسایانو او یهودیانو کې له وړاندې موجودې دي، کومې چې د لږ بدلون سره بیرته بیان شوې دي، پیغمبر اسلام چې د اخلاقیاتو په اړه څۀ هم ویلی دي; په دې کې داسې هیڅ هم نشته' کومې ته چې نوې وویلی شي، انسان له دې څو پېړۍ وړاندې اخلاقي پایللو ته رسېدلی وو، کنفیوشس، بودا، زردښت، سوکرات، موسا او عیسا وړاندې داسې تعلیمات ورکړې وو، د اسلام ځینې مذهبي عقاید او رسومات د مکې مشرکینو له خوا وړاندې مستعمل وو یا یې د یهودیت څخه مستعمار کړې وو ـ

 

د محمد رضا پهلوي په دوره کې د مذهب مخالف او سیاست په تړاو د کتابونو لیکلو او چاپولو پابندي وه؛ لهذا د "بیست و سه سال" د چاپولو په اړه علي دشتي د لبنان انتخاب وکړ؛ د لبنان ټاکلو یوه وجه دا وه' چې د لبنان پلازمېنې بیروت کې د علي دشتي ډېر عربان ملګرې وو، چون دوې په خفیه توګه د خپل کتاب مسؤده یو ناشر ملګرې ته ولېږدوله، ناشر چې کله د علي دشتي څخه وپوښتل; ایا د مولف په توګه پرې ستا نوم ولیکو؟

علي دشتي ورته زیاته کړه؛ چې کوم نوم پرې لیکئ' نو هغۀ پرې ولیکئ, زما لپاره مهمه خبره دا ده' چې خلکو ته رښتیا ورسي؛ همداسې دا کتاب په کال ۱۹۷۴ زیږدېز کال کې د ناشر او د مولف له نومه بغیر چاپ شو ـ د بیست و سه سال د بیروت چاپ په اړه هلته ځینې مذهبيانو درز غوبل جوړ کړو' چې کتاب بازار ته رانۀشي! چون د بیروت د عدالت قاضي موسا صدر سره اړېکه ونیولی شوه؛ چې د کتاب په چاپ څۀ نه څۀ توګه بندیز ولګي؛ خو د موسا صدر او د علي دشتي د اوږدو خبرو اترو په ترڅ کې دا کتاب ونۀسېځلی شو؛ البته بازار کې په پلور پرې بندیز ولګید؛ ددې کتاب ټولې کاپیانې د علي دشتي یو ملګرې علي نقي منزوي واخېستې او هغۀ په څۀ نه څۀ توګه دا کاپیانې ایران ته سمګل (کاچاق) کړې؛ چون د لبنان چاپخونه د عربۍ په الفبا کې وه او په عربۍ الفبا کې «گ، پ، چ، ژ» وغېره د فارسي دا توري نشته' نو د بیست و سه سال په لیکدود کې پرېمانه تیروتنې وې، خو علي دشتي خوشاله وو' چې کتاب یې چاپ شو، هغوي دا سمګل شوې کاپیانې په خپلو ملګرو کې ووېشلې!

 

د خمېني په دور حکومت کې دا کتاب د کودتاه مخالفو پوهانو، زدکړیالانو او فعالانو ډېر زیات خوښ کړو؛ ویلای کېږي چې په یو کال دننه د کتاب ۵ لاکه کاپۍ خرڅې شوې، ددې کتاب مشهورتیا حکومتي ملایان دومره اندېښمن کړل، عن چې خبره خمېني ته ورسېده، هغۀ ګیر چاپېره خطونه ولیکل، د خمېني په خطونو کې دا پیغام وو; د کتاب لیکوال مالوم کړئ' چې تېزاندي یې کړو؛ ددې کتاب ساتونکو او لوستونکو دواړو ته دې عبرتناکې سزاګانې ورکړی شي!

 

علي دشتي ته ددې خبرې هیڅ پروا نه وه' چې د کتاب په پلور چا ته څومره ګټه ترلاسه کېږي او نۀ ددې کتاب د لیکوال په توګه د کرېډټ اخېستو شوق لرلو؛ ځکه چې په کتاب دده نوم درج نۀ وو' نو داسې د بیست و سه سال لیکوال مالومول هم اسانه خبره نه وه، د بیست و سه سال د لیکوال او ناشر د مالومولو په لړ کې ډېر کسان د شک په توګه ونیولی شول، پرېمانه روښانفکره پوهان، لیکوالان او تاریخپوهان پابند سلال شول، د بیست و سه سال د لیکوال د نوم مالومولو په لړ کې ډېر کسان د بې انتها درجې اذیت او د تشدد ښکار شول؛ خو هیڅ یې په لاس رانغلل ـ د خمېني پېروانو په لبنان کې اړېکې ټېنګې کړې او د ناشر د مالومولو هڅه یې وکړه، خو بیا هم خړمخې شول!

په دهغه ورځو کې د علي نقي منزوي د نوم پته ولګېده، کوم چې په مذهبي توګه یهودي وو او د ګولډ زیهر د کتاب «عقیده و شریعت رد اسلام» په نوم یې فارسۍ کې ژباړه کړې وه، علي نقي منزوي ونیولی شو او زندان ته واستولی شو، په زندان کې ډېره موده دومره ووهلی او وټکولی شو' چې د وهلو او ټکولو د زغمولو نور برداشت یې ختم شو او د علي دشتي نوم یې واخېستو ـ د علي دشتي نوم مالومېدو نه پس خمېني په پاسداران انقلاب ملیشې ۸۱ کلن علي دشتي رانیوه او زندان کې یې محکوم کړو، د زندان دوران کې دومره ووهلی وټکولی شو' چې د پتون هډوکی یې ورله مات کړو، له دې نه پس په علي دشتي انقلابي عدالت کې مقدمه هم وچلېدۀ؛ چې د اسلام پر ضد کتاب لیکلو په تور کې ورباندې د مرګ سزا واورولی شوه ـ

د پتون هډوکي ماتېدو نه پس علي دشتي روغنتون ته یوړلی شو او د علاج لپاره داخل کړی شو، ډېره په ګرانه ورته د یو ملګرې سره د ملاویدو اجازه ورکړی شوه' چې ده سره په روغنتون کې ووینې. د ژوند سره مینه کوونکی علي دشتي د خپل ملګرې څخه غوښتنه وکړه' چې سایېنایډ راته راوړئ' چې خپل ژوند ختم کړم، ځکه چې دا تشدد نور د زغملو وړ نۀ دی، علي دشتي وړاندې په زندان کې ویل; زۀ اوس پوهه شوم' چې په جنت او دوزخ کې څۀ توپېر دی؟

کله چې زۀ د رضا شاه په قېد کې وم' نو هغه یو جنت وو او اوسمهاله قېد یو دوزخ دی ـ

علي دشتي ۱۹۸۲ زیږدېز کال کې پر ۱۶ جنورۍ د جام روغنتون کې ومړ؛ ددۀ جسد په شهر رې کې په امام زاده عبدالله ادېره کې خاورو ته وسپارلی شو، په دې ادېره کې د یادو مذهبي، علمي او ادبي مشاهیرو سربېره سیاسي شخصیات هم ښخ دي، د پاکستان لومړنی صدراعظم سکندر مېرزا هم په دې ادېره ښخ دی، د خلکو وینا ده' چې دده د مرګ وجه د پتون ټپ نۀ وو' بلکي ددۀ اروا په زندان کې ټپې شوی وه او د تشدد لاندې نیولی شوې وه؛ کومه چې علي دشتي نوره ونۀزغمله ـ 

 

بیست و سه سال نن هم په ایران کې یو ممنوعه کتاب دی، که چرې دا کتاب د چا په کور کې وموندی شي, څوک یې پلوري او یا اخلي' نو هغوي ته د مرګ سزا ورکولی کېږي. د علي دشتي د کتاب انګرېزي ژباړه د هغوي د ارمان مطابق د هغوي د مرګ نه پس وشوه او په ۱۹۹۴ع کال کې خپره شوه ـ

علي دشتي په ورځپاڼو او مجلو کې د مقالو سربېره په ناول نګارۍ، اخلاقیات، سیاست، فارسي ژباړو، مذهبیات، فلسفه، د کلاسیک فارسۍ د ادب په څښتنانو لکه; سعدي، حافظ شیرازي، مولانا جلال الدین بلخي او په عمر خیام وغېره د ۴۰ خواوشا کتابونه لیکلې دي ـ

په کلاسیکي فارسي ادب باندې د نقد په اړه ددۀ کتابونه «سایه», «نقشی از حافظ», «سیری در دیوان شمس», «خاقانی», «شاعری دیر آشنا», «دمی با خیام», «در مدح قمر تاج», «کاخ ابداع», «نگاهی به صائب», «قلمرو سعدی» او «تصویری از ناصر خسرو» دي ـ 

په سیاسي موضوعاتو د علي دشتي مهم کتابونه «ایام محبس» او «پنجاه و پنج» دي، ایام محبس کتاب یې د هغۀ ورځو یادګار اثر دی؛ کله چې علي دشتي په قېد کې وو، پنجاه و پنج د پهلوي پاچهۍ د ۵۵ کلنۍ احاطه کوي، په پنجاه و پنج باندې تهران پوهنتون علي دشتي ته د دوکتوره اعزازي سند هم ورکړو' خو د ځینې ډلو ټپلو له خوا پرې سخت تنقید هم وشو؛ چې علي دشتي د ذاتي ګټو په خاطر د یو ظالم دیکتاتور د واکمنۍ مدحه سرایي وکړه، د خمېني د انقلاب نه پس علي دشتي د «عوامل سقوط» په نوم یو کتاب ولیکلو، په کوم کې چې د هغه عواملو نښاندهي وکړی شو؛ د کومې په پایلله کې چې د پهلوي پاچهۍ کمبله ورټوله شوه ـ 

د مذهبي نقد او د اخلاقیاتو په اړه د علي دشي د «بیست و سه سال» سربېره «تخت پولاد», «جبر یا اختیار», «ابلیس در کسوت عرفان», «پرده پندار», «در دیار صوفیان», «عقلا بر خلاف عقل» نومې کتابونه لیکلې دي.

پرده پندار او در دیار صوفیان په تصوف باندې د بحث په اړه دي، په جبر یا اختیار کې دۀ د ازادو ادارو د تقدېر په اړه خپل اندونه بیان کړې دي، عقلا بر خلاف عقل کې علي دشتي د امام غزالي منطقي تضادات وړاندې کړې دي، عقلا بر خلاف عقل د علي دشتي په هغۀ ۳ کتابونو کې یو وو، کوم چې دۀ له خپل نوم نه بغیر چاپ کړی وو، درېم کتاب کوم چې دوۍ له خپل نوم نه بغیر چاپ کړی وو، هغه تخت پولاد وو، په ۱۹۷۱ کې چاپ شوې دا کتاب د یو مذهبي عالم او د هغۀ د شاګرد ترمینځه مباحثه ده، په کوم کې چې عالم د یو هیواد هر هغه څه د قران او حدېث په رڼا کې د قران او د حدېث په طی شوې قوانینو چلاول غواړې؛ د علي دشتي دا کتاب د امام خمېني د کتاب «ولایت فقیه» ځواب وو  

علي دشتي د پورتنې کتابونو سربېره ایډ منډ ډیمولن کتاب

A Quoi Tient La Superiorite Des Anglo 

«تفوق انگلو ساکسون مربوط به چیست؟», سیموئیل سمائلز کتاب Self- Helf «اعتماد بنفس» او د ګستاد لی بون کتاب

Histoire Des Origines Et Du Developpement De I'homme Et Des Societes 

«ایجاد نوامیس روحیه تطور ملل» عنوانونو سره د ژباړو سربېره «فتنه», «هندو» او «جادو» په نومونو ناولونه هم لیکلې دي، علي دشتي په ایراني پوهانو کې د یو لمر حیثیت لري، د دوې نوم په ټولو هغۀ زړونو کې ژوندی وي' څوک چې ددۀ لیکنې او کتابونه لولې!

- ژ: وکاس ایسپزی
بېرته شاته