(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هشټیګ Hashtag#

[12.Aug.2021 - 14:40]

هشټیګ Hashtag#
په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، لینکدین او ...) کښې د (#) په مرسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې توانېږي چې سکالو (موضوع) ته د خلکو پام ور واړوي
د لومړي ځل لپاره دا نظریه د ګوګل کمپنۍ یوه پخواني کارکوونکي (Chris Messina) وکاروله. هغه په "۲۰۰۷م" کال کې د #Barcamp په نوم هشټګ په ټويټر کې خپور کړ. بیا را وروسته په "۲۰۱۰م" کال کې د هشټګ (#Hashtag) کلمه د اکسفورډ په وييپانګه (قاموس) کې ځای پر ځای شوه.
ټول هشټګونه د پام وړ نه ګرځي. یوازې او یوازې هغه هشټګونه د پام وړ شي، چې ډېر خلک یې وکاروي. او په یو ټرینډ بدل شي. دهشټګ (#) لپاره  باید لاندې ټکو ته پام وکړو
که ستاسو هشټګ یوه ویۍ ېا کلمه نه وي، کولای شئ ترمنځ یې Underline کېږدئ. مثلا: #موږ_سوله_غواړو.
که ویۍ یا غونډله (جمله) په "#" علامې پیل نه شي، پر هشټګ نه بدلېږي. 
که د غونډلې(جملې) په سر کې د هش "#" علامه کېږدو او د نورو د کلمو ترمنځ د "_" علامه نه وي، نو یوازې هماغه د پیل کلمه په هشټګ بدلېږي. لکه: #موږ سوله غواړو
په پورتنۍ بېلګه کې به فقط "موږ" پر هشټګ واوړي. نو اغېز به یې هم تقریبا هېڅ وي.  
که هشټګ مو په انګلېسي وي. نو هڅه وکړئ، د هرې کلمې لومړی توری لوی ولیکئ : 
 #SanctionPakistan  #SanctionOnPakistan
او همداسې نورې بېلګې هم جوړولای شئ.
که جمله د هشټګ په توګه کاروئ نو هڅه وکړئ، چې د کلمو ترمنځ د فاصلې (Space) له راوړلو ډډه وکړئ. یا ټولې کلمې پرته له فاصلې ولیکئ او یا هم "_" علامه وکاروئ. 
همدارنګه د جملې د بېلابېلو برخو ترمنځ ټکی "." هم باید و نه کارول شي.
 د هشټګ لپاره د ټولو ټولنیزو رسنیو تګلاره یو ډول نه ده. هره رسنۍ ځانته خپله کړنلاره او ځانګړنې لري؛ په ټویټر او انسټاګرام کې هشټګ تر فیسبوک ډېر اغېزمن دی او ډېر ژر د کاروونکو د پام وړ ګرځي.
په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه #SanctionPakistan تر سترګو کېږي.
(ریاض مقامزی)

Sanction
د بندیز/ بندیزونه مانا ورکوي، خو ډیری وخت چې په نړیواله کچه د دولتونو تر منځ په اړیکو کې دا بحث را پورته کیږي نو بیا څو یا د نړۍ ډیره برخه هېوادونه او نړیوالې ټولنې د یو هېواد په مقابل کې په اقتصادي بندیزونو ډیر تاکید او فوکس کوي.

- څه ته وایي
بېرته شاته