(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چېن مسلمان کمونست

[09.Jul.2021 - 13:47]

د رشید یوسفزي  لیکنه،  ژباړه: عارف الله حقپرست

مسلمان کمونيست 

پلار مې د نوښار د مشهور کلي (کوزو خوېشکو) په شپنو جومات کې ملا امام و. دا چې دی د مولانا سميع الحق ګران شاګرد و، نو ځکه به يې د جمعيت علمای اسلام په کارونو کې ډېرې منډې، ترړې کولې. هغه وخت له کلي بهر د چارسدې د لوی سرک پر سر يواځنی پوخ او د کلي تر ټولو ښکلی جومات و، چې امام يې حافظ محمدعلي و او موږ به (مخمدالي حافظ صاحب جومات) بالۀ

د حافظ محمدعلي په جومات کې د طالبانو د قرآن کريم ختم و. زما د پلار په وړانديز مولانا سميع الحق صاحب د ځانګړي مېلمه په توګه راوبلل شو

دا وخت نو له سړې جګړې او ملکي پاليسۍ سره سم د روس مخالف تبليغات په زور کې روان وو. د شوروي حکومت لخوا به د درېيمې نړۍ بېوزلو زده کوونکو ته په روسيه کې د طبي زدکړو لپاره بورسونه (سکالرشېپونه) راتلل. حکومت، حکومتي ملايان او مذهبي ګوندونه ټول د بېوزلو وګړو د زامنو د زدکړو او هغه هم په شوروي کې، کلک دښمنان وو.  

مولانا صاحب په ډېر پرتم او دبدبې سره په نوي ځلېدونکي موټر کې راغی. يو څو شېبې بېوزلي کوربانۀ د عاليقدر مېلمه پر ځای په ډېره حيرانتيا د هغۀ د موټر په ننداره کې ډوب وو

د قرآن کريم له ختم وروسته وروستۍ وينا د ځانګړي مېلمه وه

يوه کيسه يې راواخيسته، چې مومنانو! خپل اولادونه شوروي ته د زدکړو او ډاکترۍ لپاره مه لېږئ. يو هلک د طبي تعليم لپاره روسيې (شوروي اتحاد) ته تللی و. بېرته چې راغی، نو څو ورځې به يې مور و پلار د دۀ لپاره د مېرمنې پيدا کولو او مرکې لپاره بېلابېلو کورونو ته ورتلل. دی چې پوی شو، سمدلاسه يې مور ته ځواب ورکړ:"دا زما ځوانې خويندې چې پر کور ناستې دي، د څه لپاره دي؟ له يوې سره مې وادۀ وکړئ. د بهر خپلوۍ ته څه اړتيا ده؟". 

له کيسې وروسته مولانا صاحب په ټينګار سره دا خبره تکراروله:" مسلمانانو! زامن مو روسيې ته زدکړو ته مه لېږئ. روسي کمونېستان په مور، خور او مېرمن کې هېڅ فرق نه کوي. ستاسې زامن هم چې له هغۀ ځايه راستانۀ شي، مور، خور او مېرمن به نه سره پېژني. له خدايه ووېرېږئ! زامن مو سرو کافرو ته مه وراستوئ!". 

له غونډې وروسته ډوډۍ برابره شوې وه. د ځانګړي مېلمه پر شاوخوا څو کسه راتاو وو او د سرو کافرو په باره کې يې ترې  جالبې خو معصومانه پوښتنې کولې او مولانا صاحب عجيب و غريب او هيښوونکي ځوابونه ورکول.

د اورېدونکو له منځه يوۀ ځوان استاذ زړۀ غټ کړ او پوښتنه يې وکړه:

"مولانا صاحب! مګر سور کافر کمونېست خو چين هم دی!؟". 

مولانا صاحب د کورني چرګ سور کړی ورون له غاښونو راواېست او بې له دې چې وروګوري، ځواب يې ورکړ:

"هو! خو چين مسلمان کمونېست دی!". 

Rashid Yousafzai

@

- یوسفزی
بېرته شاته