(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباران ارمانجن

[09.Jul.2021 - 13:43]

د کابل د باران آرمانجن

لیک: زلمی هېوادمل 

د 2006 کال په اپرېل کې د عالي تحصیلاتو وزارت، د نومیالي مبارز شخصیت او کم نظیره ملي- مترقي شاعر، اجمل خټک د زوکړې د اتیایمې کالیزې د نمانځنې په مناسبت دوه ورځنۍ علمي غونډه جوړه کړې وه

اجمل خټک د پښتونخوا د فرهنګیانو او ادیبانو له یوې ډلې سره کابل ته تشریف رواړی ؤ. پدې ډله کې د پښتو د معاصرو داستاني ادبیاتو نوموتې څېره، طاهر اپریدی هم شامل و.

یوه ورځ مازیګر چې کله د عالي تحصیلاتو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې غونډه پای ته ورسېده، ګډون کوونکي هرې خواته خواره شول. زه له طاهر اپریدي سره یوځای راووتم، نیت مې دا و چې د وزارت تر مهمانخانې پورې به ورسره ځم، ځکه چې دوی د عالی تحصیلاتو د وزارت په نوې جوړه شوې مهمانخانه کې دېره وو

د وزارت له تعمیره چې راووتو، آسمان اورېځ غوندې ؤ. اپریدي راته کړه: "یره جي! له پېښوره چې کابل ته روانېدم، نو له ځانه سره مې وې، کاش په کابل کې باران وشي، ځکه د کابل باران مې د زړه آرمان دی، ما د کابل باران نه دی لیدلی." 

له ښه تصادفه په هغه شپه پر کابل ساعت، نیم باران وشو. په سبا یې له خټک سره راغلیو مېلمنو ته د چهاریکار، ګل غونډۍ او ګلبهار د لیدلو برنامه جوړه شوې وه. سهار چې کله په خټک صاحب پسې انترکانتیننتال هوټل ته ولاړم، ګورم چې اپریدی صاحب او نور ملګري تر ما د مخه رسیدلي او د هوټل په لابي کې د خټک صاحب د راوتو انتظار کوي. زما چې سترګې پر طاهر اپریدي ولګېدې، نومې ورته کړل: "تېره شپه دې د کابل باران ولید؟" ده راته وویل: "یره جی! خوندونه مې تر واخیستل، د ګست هاوس چمن ته راووتم، یوه شېبه باران ته ودرېدم، د زړه دا یو آرمان مې خدای پوره کړو."

له پېښوره راغلی ملګري او مشران په دې سفر کې له کابل سربېره، پر پروان، کاپیسا او پنجشیر هم وګرزېدل. اپریدي چې به هر ځای د افغانستان د بېلابېلو برخو ښکلی طبیعت، روان او مست سیندونه او د کلیو او ښارونو روانې آبادۍ لیدل، نو خپله خوښي یې زړه کې نشوای ساتلای، سملاسي به یې څنګ ته ناستو او یا پر لاره روانو ملګرو ته اظهاروله او دده له دې احساساتو، له افغانستان سره دده ژوره علاقه څرګندېده

اپریدي د کابل د سفر خپل لیدلي، کتلي او ملي احساسات په خپل سفري ګزارش (ځه چې ځو کابل ته) کې هم بیان کړي دي

زه د طاهر اپریدي له نامه او آثارو سره د تېرې شلمې پیړۍ د اویایمو کلونو له پیله آشناوم او دا هغه وخت ؤ چې زه په کابل پوهنتون کې محصل وم. کله چې د دوکتور نجیب الله د حکومت د سقوط او تنظیمي جنګونو له وجې له کابله، پېښور ته بې ځایه شوم، نو په پېښور کې مې له رفیع صاحب او انځور صاحب دواړو څخه د پښتونخوا د ټولو هغو لیکوالو پوښتنې کولې چې ما لیدلي وو او یا یې له نومونو او آثارو خبر وم.

دواړو، له افغان بې ځایه شویو لیکوالو سره، د طاهر اپریدي د ډېر ښه سلوک او همېشه خبر اخیستنې تایید وکړ. له رفیع او انځوره زما د پوښتنې لا هفته نه وه تېره شوې چې یوه ورځ په دفتر کې ناست وم، ناببره کاروان صاحب راته وویل: "هغه دی طاهر اپریدی راغی." انځور، کاروان، ما او نورو هغه وخت د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه کې کار کاوه

طاهر اپریدی اول زموږ پر دفتر راننووت، کاروان صاحب خو ډېر لیدلی و، خو ما لومړۍ پلا له نزدې ولید. تر روغبړ وروسته یې راته وویل: "ساعت د مخه د پسرلي صاحب او رفیع صاحب لیدو ته ورغلی وم، هلته خبر شوم چې ته له کابله راغلی یې، نو راغلم چې ملاقات وشي."

مننه مې ترې وکړه، انځور صاحب او تڼیوال صاحب او نورو سره یې هم ولیدل او رخصت شو. له هماغې میاشتې، مئ 1992، تر هغه مهاله چې زه له پېښوره ووتم (اکتوبر 1999) جرس مجله او خپل آثار به یې با قاعده ماته رالېږل

ښه مې یاد نه دي، خو حدس مې دادی چې د 1998 کال د دوبي موسم و، طاهر اپریدی له کراچي پېښور ته راغلی و. رفیع صاحب او ما ته یې بلنه راکړه چې  یې کلي ته ورشو او شپه ورسره وکړودواړو ومنله، یوه ورځ مازیګر له پېښوره په بس کې د دوی کلي ته لاړو، شپه مو ورسره وکړه. ډېر خوږ بانډار مو درلود، د هغه بانډار یوه خبره مې اوس هم په یاد ده، ده راته وویل: " خوشحال بابا پدې سیمه کې چې زموږ کلی پکښې واقع دی، ډېر اوسېدلی دی". دغه مینه ناک او د احترام وړ انسان مرګي له موږ بېل کړ، اروایې ښاد او یاد یې تل تاند.

- ځلمی هېوادمل
بېرته شاته