(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه او سایل

[09.Jul.2021 - 13:41]

زه او استاد رحمت شاه سایل صېب

لیک: دوست مامد دلسوز

د کالج په دوران کښې ډاکټر صاحب شاه صابر صېب د ډاکټر خالق زیار صېب سره مېلاؤ کړم او پیا څه موده پس ډاکټر خالق زیار صېب د رحمت شاه سایل صېب سره میلاؤ کړم او بیا روسته د نورو ډیرو محترمو مشرانو سره .

د کلونو راسې چې کله هم درګئ بازار اوځم نو د سایل صېب د دوکان ننداره خامخا کووم ځکه چې ډاکټر زیار صېب به راته وي چې دې دوکان ته د دوکان په نظر مه ګوره دوکانونو ته خو سودا ګر ځي راځي ته دا یوه مدرسه وګڼه او حقیقت هم دا دې چې د سایل صېب دوکان زمونږ د پاره داسې ده لکه یوه مدرسه چې کله هم په کښې سره کېنو نو ټوله ورځ به ادبې بحث روان وې او وخت راباندې داسې تیر شې چې هډو پوهه پرې نه شو .

زما د پاره خو د ویاړ خبره دا ده چې زما د او سایل صېب قام قبېله او خیل یو دې مونږ دواړه اتمانخیل یو بازار ، آډه ، دستور ، غم ښادې ، د ناستې ځائ ، سپرلې او ټولنه مو یوه ده ،

مونږ یوه ورځ ناست وو چې آمیر رزاق آمیر صېب هم راسره وو چې د غزل په چپو یا په سېلاب بحث کېده نو سایل صېب اووي چې په شعر کښې د یوې چپې یا سېلاب کمې زیاتې هیڅ باک نه لرې ځکه چې مونږ به د شعر روانئ وزن او بحر ته هم ګورو د مثال په توګه یې د خوشحال بابا څه شعرونه هم راته په ګوته کړه چې دلته هم په دې شعرونو کښې یو یو سېلاب کم دې خو که په دې کښې دا یو سېلاب زیاتوالې راغلې وې نو بیا د شعر وزن ماتېده که زه دا اوایم چې د شعر د وزن او سېلاب ذده کړه ما د سایل صېب نه کړې ده نو دا په رښتیا ده .

مونږ یوه ورځ خبرې کولې شېرداز خان ملنګ زما نه په خبرو خبرو کښې یوه پوښتنه  وکړه چې یره دا د جپڼ دا سېلئ د کوم ځائ نه راوځي نو د دې نو د دې پوښتنې سره سایل صېب خپله قیصه شروع کړه چې دې ته ما هم ډیر پام کړې دې په بټ خیله کښې زما د ترور د ځامنو کور وو نو زه به هلته په دې ملاکنډ تلم د دې درګئ بازار نه به یو ګاډې تلو چې دومره انې کرایه به ېي وه بیا چې کله مونږ د هغوې کډه د بټخېلې نه په خرو راوړه نو یو خو دا سړک دې چې د انګرېزانو په دور کښې هم هغوې جوړ کړې دې او بل د دې ملاکنډ سړک نه لاندې یوه پخوانې سړک دې چې د بود دها په دور کښې جوړ شوې خو اوس دغه د بود دها سړک د یوې لارې په شکل کښې شتون لرې نو مونږ د ترور د ځامنو هغه کډه هم د دغه بود دها په سړک په خرو راوړې وه او دا سېلئ چلېده او دا دومره تیزه وه چې کله زه د کلې نه بازار ته روزګار د پاره راوتم نو دا سېلئ به تر دې بازار پورې راتله هغه وخت خو نه دا دومره مارکېټونه وو او نه دوکانونه نو دې سېلئ به په دې بازار کښې هم وهلو او بیا زه به د ورتیر نه په سائېکل دې بازار ته راتلم کله چې به راته سائېکل پېنچر شو نو هغه به مې پکښې هم پخپله لګوو ځکه چې هغه وخت دلته د سائېکلو د پېنچر دوکان نه وو اوس دا د جبڼ سېلئ درګئ بازار ته د ډیرې ابادئ او دې لویو مارکېټونو له وجې چې دلته را رسې نو ختمه وې .

زه د سایل صېب نه په زړه کښې هغه ویره محسوسه ووم کومه چې یو ځوې د پلار نه محسوسه وې ځکه چې د استاد مثال د پلار وې هغه مونږ ته کله کله غوصه هم کوې خو د هغه دغه غوصه مونږ چېرته هم په زړه نه اخلو د هغه دغه غوصه هم زمونږ د فائېدې د پاره وې مخامخ چې کله مونږه ناست یو نو زه سایل صېب ته سایل صېب وایم خو ولې چې کله یې د ځامنو سلیم الله ، حمید الله او یا د نوید جمال نه پوښتنه کووم نو زه ورته وایم چې داجې څنګه دې ، داجې به سبا بازار ته راوخې کنه .

د نن نه څه اووه اته کاله وړاندې اماراتو پښتو ادبې ټولنې خپل یو سالانه پروګرام کوو نو غوښتل یې چې سایل صېب ورله راولو ملګرې نظار یوسفزئ زما سره رابېطه وکړه چې هر څنګه وي خو چې سایل صېب راشې زه دغه وخت ښه خبر ووم چې لکه سایل صېب د خپل کور د څه مصروفیاتو یا د ناروغئ د وجې نه راځي ما نظار یوسفزئ ته اووي هم ډاډ مې هم ورکړو  چې راځي به د خیره او خامخا به راځي ما د ډاکټر خالق زیار صېب رابېطه وکړه او د اماراتو پښتو ادبې ټولنې د دغې پروګرام په اړه مې ورسره خبري وکړې نو ډاکټر صېب ماته اووي چې ملګرو ته دې وایه تاسو خپل پروګرام په ټاکلې شوې نېټه او وخت راجوړ کړئ که هر څنګه وي خو سایل صېب به ورله درځي د سایل صېب د دراستولو کار په ما شو دا ته په ما پرېګده .

خیر سایل صېب دوبئ ته راغلو او دومره خلک هغه پروګرام او د سایل صېب لېدو او اورېدو له راغلې وو چې حال پوره په پوره ډک وو او بهر په دوازه کښې هم کسان ولاړ وو زه په اماراتو کښې ډیرو پروګرامونو له تلې یم او دا مې محسوسه کړې او لېدلې ده کله چې پروګرام نیمې ته ورسې نو خلک بیا یو په یو د حال نه اوځي او دا مې هم لېدلې دې چې ځنې شاعران صرف د کلام اورولو د پاره راځي او ځنې د مائېک سره د عکس د ویستو د پاره راځي خو دا پروګرام کوم له چې سایل صېب په خصوصې توګه راغلې وو نو دې ته تر اخره پورې خلک ناست وو په دې پروګرام کښې سایل صېب پخپلو خبرو کښې یوه دا خبره هم کړې وه چې دا زما دویم ځل دې چې دوبئ ته راغلم د نن نه څه دریش دوه دریش کاله وړاندې هم راغلې ووم او هغه وخت ما دا سوچ کوو چې دا خلک به څنګ زما په شعر پوهه شې او نن چې راغلې یم نو دا سوچ کووم چې د خلکو ته به زه څه وایم دا خو ټول نن پوهه لرې کله چې پروګرام ختم شو نو خلکو یو یرغل جوړ کړو چا به سایل صېب یو خوا ته کوو د خپلې سیلفی د پاره او چا بل خوا اخر سایل اووي چي یره څه شو هغه دوست محمد د خپل نوم په اوریدو سره ما د سایل صیب په لاسونو کښې لاسونه ورکړه او د ګاډو پارکېنک ته مې راورسوو په د ګاډو پارکېنګ کښې یی راته اووي چې د دې خلکو زما سره دومره مېنې حېران کړم .

یوه ورځ د درګئ ملګرې نعیم مخلص په پخپله څه خوشحالئ کښې ټول ملګرې راټول کړې ما ته ډاکټر خالق زیار صېب کال وکړو چې فلانې خائ ته راشه زه د خپل مشر رور مدام بخت سره لاړم دغه ورځو زمونږ ملګرې فضل سبحان عابد صېب سخت ناروغه وو خو د خپلې ناروغې باوجود هلته راغلې وو د ډیر ګپ شپ او بحث نه پس یوه غیر طرحې مشاعره شروع کړه د مشاعرې نه پس زما مشر رور اووي چې ډوډې اوخورو نو بیا به ما اورې او زه به درته خپل ټول دیوان په یادو وایم دغه وخت سایل صېب ماته قار غوندې وکړو چې هلکه ستا سره چې حوک راشې نو اوایه کنه چې دا هم شاعر دې اوس به دا ډوډې زمونږ څنګ تیریږی او د ډوډوې د خوراک نه پس خو به دا ملګرې خامخا اورو په دې کښې ورته ډاکټر صېب اووي چې دا بابو صېب زه پیژنم واپډا کښې نوکر دې دا شاعر نه دې هسې ټوقې دې .

د کلونو راسې سایل صېب په هر اختر کښې دا خپل ملګرې خپلې حجرې ته راټولوي او یوه شپه راجوړه وي په اختر کښې ځکه چې زما شان مسافر هم اختر کلې ته یوسې نو ټول د یو بل سره اوینو دغسې په یو اختر کښې ټول یوه شپه را یوځاې شوي وو چې شپه تیره شوه او سحر شو نو چا سایل صېب ته د باجوړ نه کال وکړو خو دغه کس د سایل صېب پېژند ګلو واله ضرور وو هغه کس ورته وي چې زما یو ملګرې دې دا یې نوم دې شاعرې یې شروع کړې ده خو تخلص یې نه خوښيږې سایل صېب ورته اووې چې دې د دې په دې نوم کښې د ده تخلص شته کنه هم دغه خپل نوم یې تخلص شو چې کله یې په کال خبرې ختمې شوې ناشتې ته کېناستو نو کرم لالا ماته اووي چې موبایل دې لږ راکړه او په یوه سترګه یې سایل صېب ته کتل خو چې ما کرم لالا له خپل موبایل ورکوو نو هغه د خپل موبایل نه د سایل صېب د موبایل شمیره میلاو کړه او لږ په بدل او رو اواز یې ورته اووي چې سایل صېب دا نوم او د تخلص په رشتیا سهې ده نو سایل صېب اووي چې اوکنه دلته دومره شاعران ناست دې چې په خاښو اوړې او ټول وائې چې سهې دې د دې خاښو د نوم په اوریدو ماله او کرم لالا له خندا راغله او پوهه شو چې د کال راته کرم کړې دې نو بس صرف دا یې اووې چې یره هلکانو خو .

دا اوس ملګرو یو کوشش شروع کړې دې چې د دې روانې میاشتې په شلم جون ۲۰۲۱ به رحمت شاه سایل صېب د سوشل مېډیا په ذریعه نازه وو نو زه خو نه د سایل صېب غوندې په هستې نه شعر لیکلې شم نه نظم  نه د هغوې په اړه څه وئېنا کولې شم  او نه یې په شعر کښې انتخاب کولې شم ځکه چې د هغه شاعرې زما ټوله انتخاب ده خو دغه یو څو یادونه وو چې مې درسره شریک کړه او داسې نور هم زیات یادونه یې راسره شته هغه به چېرته بیا درسره بل وخت شریک کړم او د ملګرو دې کوشش ته په درنه سترګه ګورم چې خپل قومې شاعر په ژوند نازه وې او بیا دا ذکر ما پورته هم کړې دې چې زما د پاره خو د فخر او ویاړ خبره دا ده چې زه او سایل صېب د یوې حلقې سره تعلق ساتو څنګه چې زه ارمان کووم چې کاش حمزه بابا . خاطر افرېدې ، خېبر افرېدې او داسې نور مې لېدلې وې نو دغسې به څه کسان د سایل صېب ارمان هم کوې .

------------------------

دوست محمد دلسوز

جبل علې ( دوبئ )

- دلسوز
بېرته شاته