(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اباسین یوسفزي

[04.Jul.2021 - 10:11]

 پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي په وياړد ملاکنډ ستائنغونډه

په دريالسم د جون کال دوه زره يوويشت چې مردان ته ورسيدم نو ګرمۍ شدت مې احساس کړو  په موټړوے هم هغسې ټريفک نه وو  څنګ چې پکار وو د رشکۍ انټر چينج نه تر مردانه هم ټريفک په سړک د مخکښې په څير نه وو شائد په خلقو کښې د کوائډ ناين ټين پرضد حکومتي اقدامات رنګ راوړې وو يا د دريم لړۍ شدت يرولي دي. چونکې موټر داسې يخ وو لکه بنده چې د غريزو واورو ترمينځ  ناست وي . خو چې بهر به مې کتل نو د ګرمۍ د شدت به مې احساسولوولے چې نمر تيز وو او سره غرمه وه په بازارونو کښې د نشت برابر وو او د سړک په غاړه فروټو او سبزۍ خرڅونکي يا په ډوډۍ ناست وو يا څوک ورکښې ډډه شوي وو . د ماښام له مانځه روستو سيلۍ او تيز باران سره د ګلۍ وشو له دې سره موسم د جود نه ګرمي ووته او يخ شو. سېد مامون الرشيد باچا په ما ليکلے خاکه " پهلوان " کښې يو ځاې ليکلي دي چې " چې هر ادبي پروګرام له ځان رسه وي او چې پروګرام د سحر نه وي نو د شپې نه ورته سره د بيګه رسيدلے  وي" د باچا خبره په ځاې ده خو هر ځاې شپه هم خوند نه کوي. کني شپه زما په کور خوښه وي. خو کومو ځائيونو چې د کور شپه قربانوم. نو هغې کښې يو بټ خيله هم ده. بټ خيلې ملګري هم ډير زيات مينه ناک پښتانه  دې په دغو ملګرو کښې زمونږ د 1980 د لسيزې ادبي مبارز ملګرے اديب ، محقق او نقاد ملګرے محترم بخت روان عمرخيل هم دے  څوک چې د  مرستيال  ليکوال {مل ملاکنډ } اساسي غړے او مشر دے سره  لږ زيات نيزديکت او د ورورولۍ تعلق دے د هغه کور مې د دغوې ځاې زه  چې ورشم نو ملګري  ښاغلے پروفيسر اقبال شاکر، ځار يوسفزے ، باچاسعيد، ګوهر علي ګوهر، علي اکبر ملاکنډ، شعيب شعور، جمال خان جمال هم راشي او داسې د ادبي ګپو او غيبتونو يو په زړه پورې محفل جوړ شي چې واللّه بنده وائي چې دغه وخت ، وخت په ځاې ودريږي خو داسې ممکنه دهدا ځل چې د مل ملاکنډ ملګرو  د پښتو ژبې د ياد شاعر، اديب ، محقق او نقاد او  ادبي مبارز څوک چې د مل ملاکنډ باني غړے ، چئيرمين پاتے دے  پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي ته د صدر پاکستان له خوا  د تمغه حسن کارکردګي ايوارډ ورکولو په اړه د يو ستاين غونډې دستوره د ښاغلي نورالامين يوسفزي په صدارت کښې  راجوړه کړې وه ښاغلي ځار يوسفزي او اقبال شاکر تاکيد کولو چې شپې له راشه چې ګپې ولږه وو زما هم دغه خيال وو خو متاسفانه د دستورې دوه ورځې له مخه د ګران خوږ ملګري بخت روان عمر خيل طبيعت بيا خراب شو د څه مودې نه هغه بيمار دے خو شکر دے د کوائډ نه دے . هم دغه وجه ده  چې زه بټ خيلې د تلو په ځاې مردان ته راغلم ښه ده روڼه خوئيندې مې ليدل  او د مردان په ليدو مې هم روح تازه شو انسان چې هرچرته هم  لاړ شي او هر څومره موده پس چې هغه خپل  ټاټوبي ته راشي چرته چې هغه زيږيدلے وي خړپوسے يې کړې وي لوے شوے وي نو خدای قدرت دے روح يې خوشحاله شي. په څوارلسم جون دوه زره دولس سحر چې د مردان د کوچونو اډې ته ورسيدم نو هلته هم هغه صورت حال وو. ګاډي وو خو خلق نه وو . دغه وجه وه چې  ګاډې به په مشکله ډکيدل ښه وه زه د تيمرګرې يو ګاډې ته وختم په کوم چې سورلۍ ډيرې وے. دغه زه په زوړ ټال زنګيدم او ځان سره مې کرل ريبل چې  لسو بجو له به په ورسم او کنه  خو دغه کوچ په بغداده ، هوتي نهر نه روستو په صوابي روډ د بخشالي په لاره موټروے ته وخت پوره په نھ نيمې بجې ترې په چکدره په  پل څوکۍ کوز شوم او چې د بټ خيله جاله وانانو کښې ګل رنګ ښادي هال ته ورسيدم نو ملګري صادق آمين، ګوهر علي ګوهر، پروفيسر شاکر ، ډاکټر آباسين يوسفزے، ملګرے حنيف قيس موجود وو هال سمبال شوے وو. د ميلمنو انتظار وو. څه ساعت روستو عزيز مانيروال، انور مانيروال، سيد رحمان ساهد، باچاسعيد سعيد ، غني غورځنګ سره وخت په وخت ملګري راتلل خو د راتلو سپيډ يې کمزورے وو دغه وجه وه چې دستوره د ټاکلي وخت نه يوه نيمه ګينټه روستو شروع شوه پوره پنځه ګينټې وچليده . په دستوره کښې عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي نائب صدر محترم حسين شاه خان يوسفزے ، او د ملاکنډ صدر محترم اعجاز خان سره د نورو ګوندونو مشران کارکونان ، پروفيسران، د کالجونو ، يونيورسټو سټوډنټان ، شاعران ، اديبان د ملاکنډ صحافيان د افغان ټيلي ويژن ، خيبر نيوز، مشرق ټي وي استازي راغلي وو. ددې دستورې د نظامت چارې  پروفيسر اقبال شاکر تر سره کولے . ددستورې مشر ميلمه پښتون دانشور د پي ، ايس، پي آفسر سنئير ترين ريټائرډ آيي جي پوليس محترم شيخ شوکت حيات خان وو .اعزازي ميلمه د اورسيز پاکستانيو د تنظيم باني صدر محترم رحيم شاه اخونخيل وو. دستوره ښاغلي عبيدالله عابد د قران پاک د تلاوت نه شروع کړه .ښاغلي اقبال شاکر دا اوږده علمي ، ادبي دستوره ډيره په ښه شان وچلوله د خلقو يې داد واخست،  ګلونه ماشومان د ګلونو تالي په لاس ولاړ وو کله چې آباسين يوسفزے هال د ملګرو شاعرانو سره راتلو نو دغې ګلالو ماشومانو پرې ګل پاشي کوله . د مل ملاکنډ مشر بخت روان عمرخيل ، او باني غړے پخوانې سکتر ګوهر علي ګوهر په سټيج د سټيج خاوندانو ته د هرکلي دپاره ولاړ وو ښاغلي عابد علي عابد د قرآن پاک د مبارکو آياتونو د تلاوت نه روستو ګلونو ماشومانو په سټيج ناستو شخصيتونو ته د ګلو ډالۍ وړاندې کړېاو بيا د ناظم اقبال شاکر په بلنه  د مل ملاکنډ مشر محترم بخت روان عمر خيل د مل ملاکنډ د صدر په حيث  راغليو ميلمنو ته هرکلې ووې د هغوي راتګ يې د ځان او خپل تنظيم دپاره درناوے وګڼو هغه ووئيل چې زه تيرې څه مودې نه ناروغه يم نو که خبرو کښې زما څه ګستاخي وشي يا په دې پروګرام کښې تاسو ته څه کمې احساس شي نو بخښنه به کوئ چونکې دا پروګرام ما او زما ملګرو جوړ کړې دے مونږ انسانان يو د انسان سهوې کيږي.   ښاغلي آباسين يوسفزي سره زما تعلق د 78- 1977نه دے شريکې هلې, ځلې مو کړې دي د خپل ځان ستائينه د پښتو ، پښتونولئ خاصه نه ده آباسين زمونږ ځان دے نو د ځان به زه څه ستائينه وکړم ؟ . خو دا ده چې د آباسين يوسفزي په ايوارډ اخستو چې پښتون ولس او ادبي حلقو څومره د خوشحالئ اظهار کړې دے زما نشي ياد چې د بل ايوارډ اخستونکې به يې دومره د خوشحالۍ اظهار کړی وي. ښاغلي  بخت روان عمر خيل ووئيل چې دې تيرو ورځو کښې زمونږ ډير لوے شاعران ، اديبان وفات شول نو سوشل ميډيا د ځنې خلقو خيال وو چې پښتانه په ژوندوني څوک نه نمانځي زه دې سره اختلاف لرم او وايم چې ددغې شخصيتونه به د يو علاقې تعلق لري خپل يارانو دوستانو حلقه به لري نو بايد چې ددوي يې په ژوندني نازولي وے. تر څو چې د مل ملاکنډ خبره ده نو مونږ تل د پښتانه شاعران ، اديبان سره د آباسين په ژوندي نازولي دي او بيا بيا به يې نازه وو.‌ ښاغلي بخت روان عمرخيل د آباسين د شاعرئ په بابله ووئيل چې د فکر د پښتون مسلمان دے . هم په دې اساس هغه ترقي پسند هم دے او په انسانيت مئين هم دے . ښاغلي بخت روان عرخيل په دې لړکښې زياته کړه چې مونږ چترال کښې وسيدو نو زمونږ کره زما د ځوي خوشحال سره د هغه دوستان ماشومان زمونږ کور ته راتلل. يو ورځ ورله مور انږولې ورکړو چې دا فلاني دې کره يوسه دې لاړ بيا ډونګه په لاس راستون مور ورته ولے ور دې نه کړو هغه ويل ما ور وهلو خو څوک را اونه وتل ، مور ورته ويل ته به ورکره  دننه تللې وے هغه ورته ويل زه به ورکره ولے دننه تلم ؟ نو دا پښتونيت دے چې زمونږ په وينه فطرت کښې شامل دے. د آباسين يوسفزي د شاعرۍ محور او مقصد پښتو، پښتونولي ده . هغه د خپل وطن غرونو ، سيندونو ، ابشارونو سره د خپل ولس ستونزې ، غميزې د خپلې شاعرۍ موضوع ګرځولے ده دغه وجه چې ولسي ميدانونو حجرو ، جماعتونو کښې د هغه شاعري ويلې او خوښولې شي.     

پروفيسر نواز يوسفزي ووئيل په ډير کوټلي او سپيځلي انداز د ښاغلي  آباسين يوسفزے د‌شعرونو په رڼا کښې د هغه د فن ، فکر او شخصيت جاج واخست ښاغلي نواز يوسفزي د خپلو په شروع کښې د مل ملاکنډ دا هڅه وستائيله او بيا وويل چې آباسين صاحب  زما استاد دے نن چې زه دلته ولاړ يم او څه خبرې تاسو سره کوم  نو داد آباسين يوسفزي د محنت شفقت  برکت دے. پروفيسر نواز يوسفزي ووئيل زما مخکښې محترم بخت روان عمر خيل چې کومې خبرې وکړې د آباسين صيب شعر په بابله نو زما هم دغه خيال دے چې د هغه شاعرۍ موضوع  پښتونيت دے زه وايم چې هغه دا خيال د ستر حمزه بابا نه اخستې خو د حمزه دغه پښتونيت په شعر کښې په  فلسفيانه انداز دے او ښاغلي آباسين يوسفزي په ډيره سوچه پښتو ژبه بيان کړې دے چې عام لوستونکې پرې آسانه پوهيږي په ولس کښې د هغه په حيثيت د شاعر اصل وجه دغه ده.له دې سره ښاغلي نواز وئيل چې د آباسين يوسفزي  شعر لکه د خوشحال خان خټک په پښتون رومانس ولاړ دے . کوم چې پښتون د فطرت ته ورته والے لري . د هغه په شعر کښې د خپل پښتني  کلتور ، د خپلو غرونو ، سيندونو ، ګلونو ، چنارونو نه يوازې انځورګري شوے  ده بلکې د هغې رنګ بو او خوشبو هم بنده په لوستو او اوريدو احساسه وي.

په دې موقعه ښاغلي ناصر آمين په ښاغلي آباسين يوسفزي خپل شهکار نظم واورول او د شليډ په شکل کښې  ليکلې شوے يې هغه ته په درناوي ور ډالۍ کړو.له دې روستو ليکونکې اقبال حسين افکار ته د وينا بلنه ورکړې شوه ليکونکي د مل ملاکند د ملګرو ته په دې پرتمنه دستوره راجوړولو مبارکي ووئيله هغه ووئيل چې د آباسين يوسفزي سره زما تعلق په څلويښتو کالو اړه دے . بلا سفرونه مو کړي شپې مو په ادبي او نورو بحثونو روڼې کړي دي . په شريکه مو ادبي محفلونه راجوړ کړي دي . آباسين يوسفزے انتهائي خوږ او مينه ناک درويش صفته انسان دے . هغه د دير په ادينزي تحصيل خان  پور کلي کښې  د پښتنو په يو درنه غيرتمنه او پتمنه  کورنۍ کښې زيږيدلے دے .د ملاکنډ په ادبي فضا کښې پائيدلے دے او چې د باګرام ډګر ته راغلے دے  نو په ډير لږ وخت کښې د پښتو ادب استاذانو او ځوانانو په زړونو کښې د يو ښه او ښاغلي  انسان او سپيځلي شاعر په حيث داسې ځاې کړې چې تر دې دمه قايم دے او ورځ په ورځ مينه وال له زياتيږي . هغه زياته کړه چې د هغه شعر د خپل  چاپيرچل آئينه دار دے  د خپل قام د جزباتو احساساتو ترجمان دے . افکار زياته کړه چې آباسين يوسفزي په ۱۹۹۰ کښې په خپل کلي خان کښې  يو ځانګړې مشاعره راجوړه کړې وه. چې ورکښې د ګردې پښتونخوا لر او بر شمال او جنوب د پښتو استاذانو شاعرانو سره ځوانانو شاعرانو هم ګډون کړې وو . او د ادينزي تحصيل د ټولو کلو نه ورته د هر عمر خلق په ډاټسنو کښې راغلې وو د هغه ددې مشاعرې روستو په دير او باجوړ کښې ادبي هلې ځلې شروع شوے. دغه رنګ پښتنو ميرمنو شاعرانو ته زمينه برابرول د هغوي په ادبي دستورو کښې ګډون  يقيني کول هغوي منظم کول او يو تنظيم کښې يې راغونډول  د آباسين يوسفزي داسې کارنامه ده چل تل به يادولې ستائيلې شي . ليکونکي زياته کړه چې د دومره ښائستونو ، خاصيتونو سره حکومت دې په ايوارډ نه وے نمانځلے نو زمونږ  ګيله به په ځاې وه . خو چې په درناوي يې دا ايوارډ ورکړو نو د حکومت پاکستان د هغه ټولو شخصيتونو ادارو مشرانو ته مننه وايو آباسين يوسفزي زمونږ د دور هغه خوش بخته  شاعر دے چې شعر ته يې د قبول عام درجه ورته ده.

په دې موقعه قدرمنې حسينه ګل ، ثمينه قادر، او نازيه دراني منظوم خراج عقيدت وړاندې کړو په دې موقعه د خوېندې ادبي لښکر سر لښکرې کلثوم زيب هم د ښاغلي آباسين يوسفزي د پښتنو ميرمنو ليکوالو رامخکښې کولو او د هغوي په يو تنظيم کښې راغونډول  لويه کارنامه دا زمونږ د تنظيم علامه اقبال دے

نومياله شاعر عزيز مانيروال ووئيل چې نن د  آباسين يوسفزي واده دے کويژدن يې هغه وخت وه چې دا ايوارډ اعلان کړې شو او مونږ پرې يو غونډه کړې وه او چې ورکړې شو نو  نن يې واده دے . ښاغلي مانيروال ووئيل چې د پښتنو په ژوند کښې اعتدال نشته خو د آباسين يوسفزي  شخصيت اعتدال اډاڼه دے زه چرته هم د مبالغې نه کار نه اخلم نن هم په ډانګ پئيلي وايم چې آباسين يوسفزي د خلې نه ما د چا بد نه دي اوريدلي هغه تل د بل سره ښه کوي آباسين يوسفزي په ګرده پښتونخوا کښې د مينې کر کړې پکار دي چې د مينې ددغې کروندې فصلانه وس راټوله کړي او د پښتو او پښتنو په ګټه يې تمامه کړي او د پښتنو شاعرانو اديبانو يو مرکزي تنظيم راجوړ کړي دا د وخت ضرورت دےښاغلي عزيز مانيروال په دې موقعه د خوشحال خان خټک دوه شعرونه آباسين يوسفزي ته ورډالۍ کړل

د ګلونو قدر چا زده .. د بلبل يا د بورا زده

ته دې بد کړه زه به ښه کړم --- زه خوشحال يم زما دا زده

د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګي چئيرمين ياد شاعر، اديب او محقق پروفيسر ډاکټر علي خيل درياب صاحب په دې موقعه د آباسين يوسفزي په فکرو فن او شخصيت انتهائي مختصر په زړه پورې وينا وکړه هغه وويل آباسين وائي :

که زما د شخصيت حدونه ګورې 

زما  فن  زما  د فکر ترجمان دے

مطلب دا شو چې آباسين خپل شخصيت د خپل فکر پورې محدود کوي که څوک د اباسين د شخصيت ګوري نو د هغه د فن پلټنه او فکر شننه دې وکړي يو عالم وائي چې شخصيت د قول و عمل او فکر مجموعه وي خو زه دې سره هم اختلاف لرم  د شخصيت دپاره ددې نه سربيره نور څه هم پکار وي. آباسين يوسفزے انسان دے يقينناً کمې بيشې به هم لري خو د هغه ښائستونه په انساني ډير زيات دي ، آباسين يوسفزے لکه د زمکې يو مخې دے ، دوه مخي او دوه رنګي لري ، غريب پرور دے هڅه کوي چې هر چا سره ښه وکړي او هر چاته ګټه ورسه ويشکسپئير وائي شخصيت کښې څه دي خو آباسين اسم باسمه دے هغه د لکه د اوبو نرم او ملائم دے هم دغه زور ، شور او غورځنګ هم لري چې غرونه له په ډغره ورځي. دا د آباسين د شخصيت يو وخت د هغه دوستان ، خپلوان او حريفان او رقيبان هم راتاؤ وي هغه يو درون پښتون د پښتنې خان دے چې خاکساري او درويشي يې د شخصيت خاصه ده هغه په خپل يو شعر کښې د پښتنو ګيله هم کړې ده خو دا ګيله د هغه بې ځايه ده دې پښتنو چې آباسين يوسفزي له کوم درناوے ورکړے دے هغه شايد که پښتنو بل کوم پښتون شاعر له ورکړې دے . يو شعر کښې هغه وائي دې ملک هر څه اپوټه وي نو زما په خيال داسې نه ده کني بيا به د آباسين د ايوارډ فيصله هم اپوټه وه . ډاکټر علي خيل درياب وويل  آباسين يوسفزے د خپل فکرو فن مادي او روحاني حواله په پښتنو کښې د ټولو مقبول او معروف شاعر دے .

نومياله شاعر ښاغلي حنيف قيس ښاغلي آباسين يوسفزي ته منظوم خراج وړاندې کړو. دغه رنګ ښاغلي  لال بادشاه او ښاغلي اسلم سالک د ښاغلي آباسين يوسفزي غزلے او مشهور نظم " تاسو احتجاج وکړو که نه " د موسيقي سره واورول او د ګډونوالو يې بې دريغه داد واخست. اعزازي ميلمه رحيم شاه اخونخيل ووئيل چې دلته خبره وشوه چې نن د آباسين واده دے نو زه وايم نن د هغه واده نه کويژدن ده او د واده د سکاټ لينډ په ښار کښې هغه وخت وي چې ده ته نوبل ايوارډ ورکړې شي ښاغلي رحيم شاه اخونخيل زياته کړه چې زه په دې وياړم چې د آباسين تعلق د دير سره دے خو اثاثه د ټول پښتون قام ده . ما چې په واشنګټن کښې د پاکستان په بابله قرار داد پاس کړې وو نو هغه مې ديروژو ته راوړو نو هغه د ديروژو د ولسي جرګې نه آباسين يوسفزي وړاندې کړو او مونږ ته يې اعزاز راوبخښو.  

د ګل رنګ ښادي هال په استازي توب يو لوستي ځوان ښاغلي انس په زړه پورې خبرې وکړې ړومبې هغه د شادي د انتظامې له خوا ګډون والو ته هرکلې وويل بيا يې وويل د آباسين يوسفزي د دير د يو کلي نه راوچتيدل او تر دې ځايه رارسيدلو په شا د هغه محنت ، مړانه او جدوجهد دے ښاغلي انس وويل چې نيکلس ميکالې يو کتاب ليکلې دے " دي پرنس" په دغه کتاب کښې هغه يو ځاې وائي چي انسان ته ټايټل ضرورت نه وي او چې يو انسان  د مرام د وصول جدوجهد کښې يو مقام ته ورسي نو د هغه حيثيت دغې ټائټل دپاره درناوي عبث شي. ښاغلي انس وويل چې د آباسين صيب شخصيت او د هغه جوړه دستوره کښې د نن ځلمو ته پيغام ورکوي که چرې تاسو په خپلو خپلو څانګو کښې د آباسين صيب څير جدوجهد وکړئ نو تاسو هم دې مقام ته رسيدې شئ ښاغلي انس وويل دې تيرو ورځو کښې د اسرائيلو او فلسطينانو شخړه کښې يو يهودي په يو بينر ليکلي وو" د خيبر فتح ستاسو آخري فتح وه" د خيبر فتحه د حضرت علي رض په مشرئ کښې شوے دغه وخت مسلمان په ټيکنالوجي کښې بره وو ځکه فتحه من شو نن مسلمانان په سائنس ټيکنالوجۍ کښې يهودو ښکته ده . پکار دي چې مونږ په سائنس ټيکنالوجي د مخکښې تر هڅه وکړو ښاغلي انس ووئيله زه چې د آباسين دی مبارزې اوتردې رارسيدو چې ګورم نو ماته د ډاکټر صاحب شاه صابر دا شعرونه راياديږي:

زرے ، زرے  شي چې رڼا  ته رسي نمر ته  رسي 

ستوري د سختو نه تيريږي چې سحر ته رسي

دمنزل ستړي دمزل په مخکښې هيڅ هم نه دي

د غرونو  اوړي  چې سيندونه  سمندر ته رسي 

کله چې ددستورې ناظم ښاغلي اقبال شاکر ددستورې ودبڼ ډاکټر آباسين يوسفزي ته د وينا بلنه ورکړه نو هغه د مل ملاکنډ د ملګرو سره ټولو ګډون والو ته مننه ووئيله هغه ووئيل دلته زما مشر ورور حسين شاه يوسفزے ناست دے ما دده ډير څه زده کړي دي بلکې يو ورځ طاهر آفريدي صاحب زمونږ کلي ته راغلې وو چې واپس تلو نو ماته يې ويل اصل شے خو دادے ما بلکل هم داسې ده . آباسين زياته کړه دلته عزيز مانيروال د واده خبره وکړه نو زه ورته دا واده واده مه کوه زما ښځه تعليم يافته ده دا هر څه اوري او پوهيږي ماله کار مه ګوره بس دغه يو واده ډير دے. پاتې شوه د تنظيم خبره نو دا ټول زمونږ تنظيمونه دي او د پښتنو بې کرايې لښکرې دي دلته د نيکلس ميکالے د دي پرنس خبره وشوه نو هغه وائي د کرايې په فوځونو جنګونه نه ګټلې کيږي نو دا ټولنې او په دې کښې موجود شاعران اديبان بې کرايې فوځيان دي . باچاخان وائي اختلاف د خود غرضي راپيدا کيږي په خدمت کښې اختلاف نه وي نو هم دا تنظيمونه زمونږ خپل تنظيمونه ددوي مرسته ملاتړ پکار دے. دا افکار ګواه مونږ ډير سخت وخت تير کړې دے . او ډيرې سټري مو کړي دي . ددې حسينه ګل نظم زه غمژن کړم دا په 1990 کښې پښتو عالمي سيمينار له په يوازې ځان راغله دا هم د ريډيو د لوے ډرامه نګار مظهرشاه کاکاخيل لور ده امکان دے که د هغه لور نه وے نو دې به دومره خدمت نه وے کړې . زمونږ پښتنو ميرمنو خپل تنظيم نه وو مونږ د خال خوېندې ادبي لښکر په نوم ددوي تنظيم جوړ کړو. آباسين يوسفزي په دې موقعه د خوندوری ليطيفې په ويلو په دستوره د خندا څادر خور کړو . وئيل يې يو سړے په هوا ګرځيدو راګرځيدو چې را کوز شو او کور ته راغې نو ښځې ورته وئيل يه سړيه ته چرته وے ؟ وس يو سړے په هوا ګرځيدو هغه خپل کارلې برابر کړې ويل يې هغه زه وم کنه هغې ورته ويل دا ځکه کوږ اوږ کيدې. ښاغلي آباسين په دې موقعه د خپلو غزلونو سره د اسرار د طورو دا شعرونه ووئيل .

ما  راځه  خو مه  وايه  چې  نه  درځم  

داسې خو څوک نه وائي چې نه درځم 

زه     اسرار   به    ياره   تاته  څه وايم 

زه   په    څه    پوهيږم  ماله څه راځي 

  پخواني پوليس جرنيل   ښاغلي شوکت حيات خان ډير په ظريفانه وينا په دستوره د خندا څپې خورې کړې هغه  وويل چې آباسين يوسفزے د رسا او پارسا فکر پښتون شاعر دے د هغه سره زما پيژندګلو د 1997 ده دغه وخت زما نوکري په دير کښې وه او د خان پور زما دويم کور وو او دے . دغه ورځو کښې آباسين ماته ويل شيخه ته کتاب ولے نه ليکې ما ويل زه او کتاب؟ هغه ويل دا څه چې وائې هم دا وليکه او بيا چې به کله آباسين زه ليدلم نو تپوس به يې کوو کار روان دے ؟ په دې کښې څو کله تير شو آخر عقوبت کتاب چاپ شو خو ستاسو نه د بخښنې سره دا شاعرا ، ادبيان يو بل ته  ډير بدنيته وي او بيا نوي ليکوال ته خو ډير بدنيته وي نو ماخپل دغه کتاب چې  يو سړي له په ډالۍ کښې ورکول نو هغه ويل تا پښتو ويلې ده ويني څه ډګري مګري دې اخستې ده ما ويل نه . هغه ويل داسې خو اسلم خټک هم د وينو جام ډرامه ليکلي وه . ما ويل وروره هغه به ډرامه ليکلي وي او د هغه د لاس په ليک کښې نه وي او زما کتاب زما د لاس ليکلې ماسره شته بل د کتاب د ليکلو زما او د اسلم خټک مقصد بيل بيل دے. دا خبره چې مې آباسين ته وکړه نو هغه ويل شيخه ستا ددغې سړي سره څويمه ده هغه دې خپل کار کوي ستاسو په کتاب کښې که څه زور وي هغه به خپل ځان وښائي زما دغه کتاب اسد دانش چاپ کړو او روستو د ايم اې په کورس کښې هم شامل شو نن زه د آباسين له وجهې په اهل کتابو کښې شمار يم

ددستورې صدر نومياله دانشور ښاغلي نورالامين يوسفزي ته چې د صدارتي  وينا دپاره بلنه ورکړې شوه نو هغه ړومبې د مل ملاکنډ ملګرو دا هڅه وستائيله او هغوي ته يې خراج وړاندې کړو. روستو نورالامين يوسفزي وويل ددې دومرو خبرو نه روستو په خصوصيت سره د شيخ شوکت حيات خان د خبرې کول په قول د اباسين يوسفزي تاسو په ايمان ووايې چې خوند به وکړي؟ ما له ځان سره ليکلي راوړي دي چې د افکار د ليک نه به ښه نه وي خو متاسفانه د هغه حال مې وليد نو په خپل صدارتي حکم مې هغه جيب کښې سمبال وساته دلته د نواز يوسفزي د آباسين د شعر د ژبې خبره نو ماته د کولر او وړزورتھ يو مکالمه راياده شوه کولر ويل چې شعر له د ښار علمي ادارو پالش شوے ژبه پکار ده وړزورتھ ورته ويل ته ګورې زما د شاعرۍ ژبه کلي واله ده خلق يې څنګ خوښه وي؟ کولر ورته ويل چې ستا  ژبه کلي واله ده خو عاميانه نه ده. نو د آباسين ژبه ساده سپيځلے پښتو ده خو د اسلاميه کالج په غيږ کښې پالش شوے ده. دويم ښاغلي نواز يوسفزي د پښتون رومانس خبره وکړه نو ايوب صابر دې خداې پاک وبخښي هغه د ميجر يونس خليل په بابله ويل چې ده چې غزل ليکي نو ړومبې ورته اودس کوي خو زه وايم که آباسين د غزل نه وړاندې که اودس نه کوي نو تيمم ورته زور وهي ښاغلي نورالامين د اجمل خټک په حواله وويل چې مونږ هلکان وو نو خپلې محبوبې ته وئيل چې نن به ګودر ته دوه منګي راوړې او بيا به مو د لرې ننداره کوله چې هغې به دوه منګي راوړي وو نو خوشحاله به  شو . اجمل صاحب يو وار د خپلې وريرې خبره کوله چې ما وپوښتله چې ستا د خوښې شاعر څوک دے نو هغې ويل پروين شاکر نو هغه وائي چې ما ورته ويل هغه خو لوڅ سر په بازار کښې ګرځي او ته چې د يو آستانې نه بلې ته ځې نو په سر لوپټه سمه کړې. نو ستا او د هغې ژوند کښې خو ډير فرق دے. نو د پښتنو د ژوند نظام او کلچر ډير مضبوط او پياوړې دے وس به لږ ډير حالاتو زپلے وي خو بيا هم ژوندے دے. ښاغلي انس د نيکلس ميکالې د دي پرنس خبره وکړه او ځوانانو ته يې خواست وکړو چې دغه کتاب ولولي نو دغه کتاب ما لوستې څه ورکښې ښه دي ډيرې ورکښې ګډې وډې ددې په ځاې زه ځوانانو ته د خوشحال خان خټک دستار نامه ورمخکښې کوم چې څلور سوه کاله په دې موضوع ليکلې شوے خو هغه د نن د حالات هم احاطه کوي. که زه د تير دور درې اتلان خوشحال خان خټک ، حمزه بابااو باچاخان  په مخامخ ور رادننه شي او مونږ ورته وايو کښې د يو تن نه لاس تاؤ کړه امکان لري چې باچاخان لږ ښپه نيولې شي خو درې واړه به د آباسين نه لاس تاؤ کړي.ښاغلي نورالامين يوسفزي په مختلفو حوالو د آباسين يوسفزي شاعري احاطه کړه او آخر کښې دې له راغې چې د پښتو شاعري چې د مذمت نه مزاحمت ته راتله نو ددغې عمل سرخيل آباسين يوسفزے دے د هغه دوه نظمونه تاسو احتجاج وکړو که نه او راځي چې مونږ دواړه ليوني شو ددغې بدلوني دور شاهکار نظمونه دي ښاغلي نورالامين يوسفزي زياته کړه چې د آباسين د شاعري محور  قامي ، روحاني دے  او انداز يې روماني دے . د ښاغلي نورالامين يوسفزي د علمي صدارتي خطبې سره دا علمي ادبي دستوره وپائيده په آخر کښې د روغاني صاحب، ابراهيم شبنم ، مشتاق مجروح، غني خټک ، سليم راز، طاهر آپريدي ، بشير محمد قاصر صاحب او نورو مرحومينو د بخښنې دپاره فاتحه ولوستې شوه . دا پنځه ګينټې وپائيده په آخر کښې هم دغې ګل رنګ ښادي هال کښې د پرتکلفه خوړې داسې بندوبست کړې وو چې په ذهن د عزيزمانيروال دغې خبرې چرلک وخوړ لکه چې واقعې د ګران او خوږ ملګري پروفيسر ډاکټر آباسين يوسفزي د واده ډوډۍ خورم . د مل ملاکنډ ملګرو د هڅه د قدر وړ او ستائينې جوګه ده او د ګران زړه ته راتير ملګري بخت روان عمرخيل په دې خبره کښې زور وو او دے بايد زمونږ شاعران ، اديبان ملګري ددې عبرت واخلي چې هر څوک په خپل کور درنيږي د پښتنو نه د ګيلې په ځاې هر چاله پکار دي چې خپل دغه رنګ ملګري او ښاغلي ونازه وي. د‌ دستوره روستو جمال خان جمال ګيپ ونيول او چې وچ زور مې ترې ځان خلاصولو نو په سبا د آباسين آرټس کونسل غونډه رانه پاتې وه .‌ هم د بټ خيلې نيغ اسلام اباد ته راستون شوم.

په درناوي: اقبال حسين افکار

- ویاړ غونډه
بېرته شاته