(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاج محمد اکبر لنډه پېژندنه

[03.Jul.2021 - 07:32]

د ارواښاد تاج محمد اکبر لنډه پېژندګلوي.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون د پخواني خوږ ژبي ویاند ارواښاد تاج محمد اکبر ژوند لیک ــ

ارواښاد تاج محمد اکبر د حاجي محمد اکبر خان ځوي په ۱۳۲۶ هـ ش کال کې د کونړ ولایت په وټه پور کې دې پاني نړۍ ته په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کی سترګې وغړولې. دا هغه وخت وو چې د کونړ د باشهامته او میړني ساپي  قوم د پاڅون ( ساپي کال) جګړه په سړیدو وه د ارواښاد ترونه حاجي جمدرخان او محمدآمین خان او پلار یې حاجي محمد اکبرخان د وخت د جرګې، مرکي او خبري خلک وو او  د خپلې سیمې خانان وو په خپل ولس کې د محبوبیت له امله یې د خیر دروازه د هر بیوزله پرمخ خلاصه وه او د سخاوت دسترخوان یې د هرچا مخکې خور وو 

د ارواښاد تاج محمد اکبر پلار د وخت فاضل شخص وتلی مرزا او قلموال وو نوموړي د وخت د ځوان کول (نسلد باسواده کولو په موخه په خپل  لګښت په خپله حجره او جومات کې دیني علما د ښوونکو په صفت وګومارل ترڅو ځوان نسل د پوهې  په ګاڼه سمبال شي

د اروښاد کورنۍ په قوم ماموند او له باجوړه کونړ ته راغلي وو د ساپي  کال په جګړه کې د ساپیو  ورونو سره د خواخوږۍ په تور د وخت د حکومت لخوا حاجي محمد اکبرخان د خپلو ورونو حاجي جمدرخان او محمدآمین خان سره له کونړه د یوه نا معلوم لوري پرلور شړونکي ( تبعیدکړل شول د ارواښاد تاج محمد اکبر  دپلار نیکه امیدوار یا امیدیار خان هم د وخت بانفوذه  او د ډیرو شتو او جایداد څښتن وو چې خپله خاني یې دوه ځامنو نور محمد او محمد عمر ته پریښې وه

د نوموړي پلار حاجي محمداکبرخان د ازادۍ د سترغازي او د استقلال د څلورمې جبهې د اتل قومندان لوي خان میرزمان د خور ځوی او سانډو هم وو د ده پلار او ترونه د ازادۍ په غزا کې هم د لوي خان د قوماندي لاندې د خپلې خاورې او ولس د هوساینې او ازادۍ لپاره د انګریزانو د مورچلو په نڼولو کې رغنده رول درلود او په دغه مبارزه کې یې له تورې او خبرې ګټه اخستې او د دښمن دسیسې یې شنډې کړي دي.

ارواښاد تاج محمد اکبر دساپیو دقام د دروند مشر وکیل غلامحمدخان د خور ځوي وو داچې د پلار او مور دکورنیو تاریخ یې په غیرت شجاعت او اتلولیو ښکلی دی او میړانه یې د تاریخ په زرینو کرښو لیکل شوي ده ارواښاد تاج محمد اکبر لا د مور په غیږ کې وو چې د جګړو له امله یې سفرونه پیل کړل کورنۍ یې لومړی په کندهار او هرات کې د درې کلونو تیرولو وروسته د حکومت په زور او جبر سره مزارشریف اقچې ته راوستل شوه او شل کاله یې هلته په تبعید کې تیر کړل

که څه هم د ارواښاد تاج محمد اکبر پلار د کونړ ژوند ته ترجیح ورکوله خو د دوۍ کورنۍ شل کاله په مشرقي ولایاتو ته له تلو بنده اومنعه شوې وه خپل ځوی یې په بلخ کې په ښونځي کې شامل کړ تاج محمد اکبر له لومړنیو ورسته د ثانوي ذده کړولپاره کابل ته لاړ او هلته یې په ابن سینا او رحمان بابا لیسه کې تر دولسمه ذده کړي وکړي او د بکلوریا سند یې ترلاسه کړ

ارواښاد تاج محمداکبر په افغانیت اسلامیت او پوښتونولۍ میین ځوان وو له فراغت وروسته یې د هیواد دنوی نسل د سالمې تربیې او روزنې لپاره د پوهنې وزرات په چوکاټ کې د ښوونکي په صفت خدمت پیل کړ لومړی یې د ننګرهار ولایت دعبدالوکیل خان په لیسه او بیایې د کونړ په څوکۍ لیسه کې خپلې وظیفې ته دوام ورکړ چې ډیر ځوانان یې د هیواد پالنې په روحیه سمبال او خپلې ټولنې ته یی د خدمت لپاره وړاندې کړل تاج محمد اکبر چې د مورنۍ خوږې پښتو ژبې له بااستعداده ښوونکو څخه وو هڅه یې کوله په دغه برخه کې نوره پوهه او لاس ته راوړنې ولري په کابل کې یې د علومو اکاډمۍ کې وظیفه ترلاسه کړه چې د لږ وخت په تیریدو سره په ۱۳۴۸ کال کې د افغانستان راډیو د ویاندویانو په لټون کې وه چې د یوې ازموینې په نتیجه کی یې په ایرو کې پټ لال پیدا کړ اوارواښاد تاج محمد اکبر د لوړ او خواږه اواز په لرلو سره ملي راډیو ته لاره پیدا کړه او د راډیو افغانستان خپرونو ته یې لاښکلا وبښله او غږ یې د هرچا په زړه لکه د مرحم د پټۍ په څیر لګیده

اروښاد د ژورنالیزم په ډګر کې له پنځه کاله ګټور مزل وروسته د خپل پلار د کاکا ځوي شهید وکیل محکم خان په مشوره په کونړ کې د مرورې د علاقه دار په حیث مقرر شو داچې تاج محمد اکبر خپله ماموند وو او د خپل درانه ماموند قوم د تړو،پریکړو،ناغو او جرګو سره بلد وو په ډیر لږ وخت کې د حسنه روابطو پوهې او ځیرکتیا پرمټ په خپل ماموند قوم کې د محبوبیت له برکته د علاقه دارۍ چاري ښې مدیریت کړي د مروره او غاښی کنډو سرک د ده په هلو ځلو جوړ شوه  په مروره کې د ښې دندې د اجراکولو وروسته په ۱۳۵۴ کال کې د دره پیج د ولسوال په صفت وګمارل شو او د خپل ښه ماموریت او لاسته راوړنو له امله په ۱۳۵۵ کال کې د خاص کونړ د ولسوال په توګه وټاکل شو خو د دره پیج د مخورو مشرانو په متواتره غوښتنو په اساس په ۱۳۵۶ کال کې بیا ځلې دره پیج ته د ولسوال په صفت راولیږل شو د ثور د کرغیړنې کودتا وروسته په جلال آباد کې د وخت د حکومت لخوا ونیول شو او بندي شو کله چې له بنده ازاد شو د بیا ځل لپاره د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې وظیفې ته ادامه ورکړه د تاج محمد اکبر د خپل هیواد سره د بې سارې مینې ناري ډیرو افغانانو د هوا په څپو اوریدلې دی هغه هیڅکله نه غوښتل چې د وطن د مور له غیږې لرې لاړ شي خو په ۱۳۵۹ کال کې د روسانو د یرغل وروسته مجبور شو چې وطن پریږدی او د ازادۍ ناوي سره بیرته خپل هیواد ته راستون شي د هجرت په دیار کې یې د مقدس جهاد ترڅنګ د خپلو نورو مبارزو ملګرو سره د پوهاند سید بهاالدین مجروح تر مشرۍ لاندې په افغان اطلاعاتي مرکز کې خپلې قلمي مبارزې ته دوام ورکړ او د سرو لښکرو خلاف یې دمهاجرینو کمپونو کې د هیواد ازادۍ لپاره افغانان وهڅول په خپل خواږه غږ او غښتلي قلم یې هر سیاسي تبصره او لیکنی يی د پیښور د راډیو څخه  د زخمي زړونو هر ناسور ته د دوا په څیر وه د دې ترڅنګ یې د مهاجرو پنډغالو ته ګټور سفرونه وکړل ترڅو د روسانو او کمونیستي رژیم پروړاندې وسلواله او قلمي مبارزه  دوام وکړي

نوموړی په ۱۳۶۲ کال کې هندوستان ته لاړ او هلته غلی پاتې نه شو او د روسي ښکیلاک د ظلم او جبر پر ضد یې خپله د شهامت ډکه ناره پورته کړه هلته به په هره مظاهره کې د تاج محمد اکبر لوړې او حیدري چغې د افغانانو مورال پیاوړی کاوه په هند کې د څلور کلنې فعالې مبارزې وروسته ارواښاد د خپلې کورنۍ سره په ۱۹۸۷ م کال په مارچ کې د استرالیا ملبورن ښار ته مهاجر شو هلته هم ارام پاتې نه شو  په استرالیا کې د ګوتو په شمار میشتو افغانانو د یووالي هڅې یې پیل کړي او د خپلو دوستانو په همکارۍ یې د مظلومو افغانانو چغه د دنیاوالو تر غوږو ورسوله 

ارواښاد تاج محمد اکبر ته اسلامیت او افغانیت سرې کرښې وي او خپلې خاورې سره لیونۍ مینه یی لرله د وخت د توپیر له امله په استرالیا کې میشتو افغانانو د امریکا غږ او BBC راډیو نه شوه اوریدلی چې د خپل هیواد له حالتو خبر شي نو خپلو ملبورن میشتو خواخوږو ملګرو په همکارۍ یې 3zzz راډیو کی د افغان غږ په نوم خپرونه جوړه کړه او د روسانو خلاف یې له دغه فرهنګي سنګره د افغان غږ په نامه خپرونه د هرې یک شنبې په شپه د یوساعت لپاره د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل کیده او وروسته به د ارواښاد تاج محمد اکبر په درانه او خواږه غږ د هوا څپو ته سپارل کیده په استرالیا کې به د ملبورن میشتو افغانانو د تاج محمد اکبر غږ اوریدو لپاره یکشنبې ته د انتظار شیبې شمارلې په لږ وخت کې یې ډیر اوریدونکی او مینه وال پیداکړل ترڅنګ یې تاج محمد اکبر د شپږو میاشتو لپاره دSBS راډیو د دری پروګرام نیم ساعته خپرونه هم په خپل خواږه غږ وچلوله

ارواښاد تاج محمد اکبر په پښتو،دري،ازبکي،اردو او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولې د هیواد دغه سترې هستيۍ خوږ ژبي ویاند، پیاوړي مبارز او مجاهد د روان ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۴ نیټه خپل روح حق ته وسپاره او هغه خوږ تندریز غږ د تل لپاره چوپ شو د جون په ۲۵ نیټه د استرالیا ملبورن ښارکې دمسلمانانو په هدیره کې چې په سوونو افغانانو   یې په جنازه کې ګډون کړی وو خاورو ته وسپارل شو

انالله واناالیه راجعون

 

ستړی ژوندونه ترمنزله دلبر پاتې نه شو

راسره مل وو بل مشال د سفر پاتې نه شو

 د ژوند نیمګړې هیلې لاړې نیمه خوا پاتې شوي

هغه د صبر حوصیلو قوي غر پاتې نه شو

ناڅا په ووت له مداره چرته وغورځیده

ځلانده ستوری د اکبر د ټبر پاتې نه شو

په پردیسۍ کې دې مرګیه هیڅ لحاظ ونکړ 

د شفقت لاس یې زمونږه په سر پاتې نه شو

چې نڅول به یې خواږه غږ د هوا موجونه

  په هغه غږ کې د ژوند هغه هنر پاتې نه شو

 په دعاګانو کې یې یاد ساته ملنګ کاتبه

لاړ له دنیا نه تاج محمد اکبر پاتې نه شو

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتی

د خدای بخښلی تاج محمد اکبر ژوند لیک دده د  تصویرونو سره په غږیزه توګه هم اوریدلی شی 

Biography of Late Taj Mohammad Akbar

https://www.dropbox.com/s/ncx9osfif06xs4k/Taj_M_Akbar.mp4?dl=0

- لنډه پېژندنه
بېرته شاته