(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دانګرېزانوجاسوسې کورنۍ

[15.Jun.2021 - 15:39]

په پنجاب کې د انګرېزانو جاسوسې کورنۍ

لیک: شفیع الله تاند

په قایداعظم پوهنتون اسلام آباد کې یوه پروفیسور ډاکتر تراب الحسن د تېسس په لیکلو د دوکتورا دیپلوم اخیستی چې نوم یې دی:  

" punjab and the war of independence 1857" 

په دې تېسس کې یې د ازادۍ جنګ حالات او جاسوسان څیړلي دي ـ د هغه په اند په هغه جنګ کې چې کومو کورنیو د ازادۍ جنګ مجاهدینو په خلاف د انګرېزانو مرسته کړې مجاهدین نیول او وژل او په بدل کې به یې په مال دولت، او القابو نازول او هم به یې لوړ ـ لوړ منصبونه ورکول.

له دې تېسس سره سم دا ټولې کورنۍ د انګرېز وفادارې وې او د هغې وفادارۍ په عوض کې د انګرېز له انعامونو برخمنېدلې ـ دا کورنۍ نن هم جاګیرداره دي او نن هم د خپل انګرېز بادار له تلو وروسته په هر حکومت کې برخمن دي ـ 

Griffin punjab chifs Lahore; 1909 د

ترلاسه شوي ریکارډ سره سم د سیدیوسف رضاګیلاني نیکه سیدنورشاه ګیلاني ته انګرېز سرکار د هغه د خدمتونو په بدل کې ۳۰۰ روپۍ ،خرقه او سند ایالت ورکړي وو ـ او د Proceeding of the punjab political department no 47, june 1858 له مخې د حضرت بهاوالدین زکریا دربار وارث او اوسني خارجه وزیر شاه محمود قریشي نیکونو د ازادۍ مجاهدینو خلاف له انګرېز سره ملګرتیا کړې وه ـ دوی ته یې شل نفر او آسونه ورکړي وو ـ په دې سربېره یې ۲۵ کسان شخصاً له ځان سره اخیستي وو خپله هم جنګ ته تللی و ـ 

د انګرېزانو د وسایلو او توکو په ساتنه مامور هم و ـ د دې خدمتونو په عوض کې درې زره روپۍ د ډالۍ په توګه ورکړ شوې وې، د دربار لپاره د ۱۷۵۰ روپو په بیه یو ګرانبیه جاګیر او یو باغ ورکړ شوی و چې هغه وخت کلنی عاید یې ۱۵۰ روپۍ و ـ 

کومه حواله چې د صدراعظم ګیلاني ده همدا حواله د اپوزیسیون مشر چودري نثار علي خان د نیکه چودري شیرخان ده ـ د دوی په مخبرۍ ډېر مجاهدین ونیول شول او ووژل شول ـ د انعام په توګه چودري شیرخان ته د وسلو راټولونې واک ورکړ شو او کله چې له ټولو خلکو وسله واخیستل شوه؛ نو شیرخان چودري ته د پنځلسو ټوپکو ساتلو اجازه او ۵۰۰ روپۍ خلعت ورکړ شو ـ 

د Gujranwala Guzts 1935-36 Govt of punjab له مخې د حامد ناصر چټه له مشرانو خدا بخش چټه په ازادۍ جنګ کې د انګرېزانو ملګرتیا کړې وه هغه په هغه وخت کې د جنرال نکلسن په پوځ کې و ـ

د قصور خیرالدین خان چې د خورشید قصوري له کورنۍ و،د انګرېزانو لپاره د سلو نفرو ټولی تیار کړ او خپله له ورېرونو او خوریینو سره جنګ ته لاړ ـ انګرېزانو د ۲۵۰۰ روپو کلنی جاګیر او زر روپۍ د کال ورکولې ـ 

د ازادۍ تحریک د یوه مخکښ احمدخان کهرل نوم چې خور شو؛ نو انګرېزان وویرېدل چې د هغوی ځايي عسکر ژر یا په ځنډ له احمد یا کهرل سره لاړ شي وګوري ـ همداسې وشول په لسم جون ۱۸۵۷ کې د ملتان په پوستو سره ونښتل په جون کې بله نښته وشوه په وړو ـ وړو ډلګیو یې تیت و پرک کړل، که څه هم سرتېرو بغاوت وکړ؛ خو د انګرېزانو خلاف بغاوت کوونکي مجاهدین د ښار او پوستو تر منځ په شواله پل د بهاءالدین زکریا د مصلې وارث مخدوم شاه محمود قریشي د انګرېز پوځ تر مشرۍ لاندې له خپلو مریدانو سره یرغمل کړل او تر درې سوو پورې مجاهدین یې ووژل ـ دا شاه محمود قریشي د پاکستان اوسنی خارجه وزیر د مخدوم شاه محمود قریشي غور نیکه نوم ځانته ایښی دی ـ

ځینې باغیان د چناب سیند غاړې ته له ښاره وتلي وو چې د شېرشاه دربار وارث مخدوم شاه علي محمد له خپلو مریدانو سره محاصره کړل ویې وژل ـ مجاهدینو له دې ټولوژنې نه د ژغورنې لپاره سیند ته ودانګل ځینې ډوب شول مړه شول او ځینې په ژغورنه بریالي شول ؛ خو له سینده پورېوتي جنګیالي هاغاړه د سیدسلطان قتال بخاري د مصلې وارث جلال پور پیرواله مریدانو په مرسته ووژل ـ د جلال پور پیرواله اوسنی پارلماني غړی دیوان عاشق علي بخاري د هماغه بخاري له اولاده دی ـ د مجاهدینو یو ټولی پیر مهرچاه آف حویلي کورنګا د خپلو مریدانو او لنګریانو،او د هراج، سرګانه ترګړو سردارانو په مرسته ځای ـ ځای ووژل ـ 

مهرشاه آف حویلي کورنګا د سید فخرامام غور نیکه خپل ورور و ـ هغه ته په دې ټولوژنه کې د هر شهید په سر شل روپۍ نغدې او یو جریب ځمکه ورکوله ـ مخدوم شاه محمود قریشي ته په ۱۸۵۷ ازادۍ جنګ کې په ښکیلېدو د انګرېزانو د مرستې په بدل د درې زره روپو نغد کلنی جاګیر معاوضه،یوزر اووه سوه اتیا جایدادونه چې کلنی عاید یې پنځه سوه شپېته روپۍ و، د بخشش په توګه بښلی و ـ سربېره پر دې په ۱۸۶۰ کې د هند وایسرای ورته د چمنستان باغ ورکړی و، مخدوم شاه علي محمد ته د چناب سیند په غاړه د مجاهدینو د شهیدولو په بدل کې د معاوضې په توګه پراخ جاګیر ورکړی و ـ 

ترجمه

دا وو د پاکستان چلوونکي ـ د پرون جاسوسان، د نن رهبران.

- تاند
بېرته شاته