(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتنو دپنجاب شک

[02.Jun.2021 - 14:37]

د پښتنو پر پاکستانیت  باندې د پنجاب شک دی، نه د دوۍ شک ختمېږي او نه مونږ پاکستانیت  پرېږدو.
دا شک له باچاخانه راپیل شوی ، پر ټولو پښتنو سېاسي مشرانو دغدار شک لاتر اوسه شته.
صمد خان اڅکزی یې شهید کړ، په لېاقت باغ کښې یې په ولي خان ډزې وکړې
په ۱۹۸۳کښې د اېم ار ډي په جلسه برید وکړ چې موخه یې محمود خان اڅکزی وو
دبابړې قتل عام، د۲۳ مارچ ۱۹۷۳، ۷ اکتوبر ۱۹۸۲، ۱۱اکتوبر ۱۹۹۱، ۲۷ اپریل ۲۰۰۰، ۱۲مۍ د کراچۍ ،د ب اې سي هسپتال، کوټې ، ټولوژنې ( قتل عامونه )، دپېښور د سکول د ماشومانو ټولوژنه (قتل عام)،  د باچا خان پوهنتون قتل عام،   د قبایلو ۱۵۰۰ مشرانو، د کوټې  د ۶۲ وکیلانو او په سلګونو ملکي وګړو قتل عام ، د ای این پي 3 اېم این اي، 3 سنېټران، 8 اېم پی ای او 6 کاندېدان یې ووژل ، ملاله یې په ګولو ووېشتله، ایس ایس پي جهانزیب کاکړ، بیرسټر امان الله او بلال انور یې ووژل . 
په پښتنو یې افغانستان دومره لوټې لوټې کړ، چې د پېنځمې سوبې ( ولایت) خوب ، بلکه په بودېجه (بجټ)  کښې یې خپله حصه ورته ځانګړې ( مختص) کړه. بېا هم پر پښتتو  د پنجاب شک دی .
زمونږ لوستي خلک ، سېاستوال، وکیلان، پوهان، ښوونکي ،ېانې هر هغه پښتون چې په خبره او حساب پوهېږي، هغه که د هرې پارټۍ دی، هغه د پنجاب  د شک په لسټ کښې دي او د مرګ نېټه یې ورته ټاکلې ده.
که پښتانه کشمیر ورفتحه کړي، هم دده شک دی باندې. 
که ددې ځای پښتانه د انډېا په درو جنګونو کښې قرباني ورکړي، دې هم دا شک باندې لري.
پنجاب ټول توان د پښتانه پر ضد کاروي . 
نه د دوۍ شک ختمېږي او نه مونږ پاکستانیت پرېږدو. بس دا لړۍ روانه ده. (لیک: ارمان لوڼي83مخ)

- ارمان لوڼي
بېرته شاته