(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تالېبانو میر به یار کړم

[24.May.2021 - 22:37]

د طالبانو میر به یار کړم!

لیک: ضېاالدین همت مل

طالب په پښتني ټولنه کې یو هنري نوم و.دا چې په اخرو لسیزو کې د سیاسي او اقتصادي یرغلونو سربېره فرهنګي یرغلونو زموږ کلتور او فرهنګ ته هم ډېر زیانونه واړول.پردیو یرغلګرو په مستقیم او غېر مستقیم ډول زموږ دیني او ملي ارزښتونه بدنام کړل، ملا، طالب، ملک، قومي مشر،جهاد،

مجاهد،ادیب، پګړۍ، واسکټ، برقعه، مسجد، جنازې،ښوونځي او داسې نور ارزښتونه یې دومره وځپل یا یې بې ځایه استعمال  کړل، چې اوس یې د نوم په اوریدو سره یو ډول د ویرې احساس کېږي.

 دا له دې امله چې پښتانه له دغو ارزښتونو څخه متنفر کړي. هغه خلک چې پنځه کسان پرې راټولېدل یا یې ووژل او یا یې بدنام کړل.

د تړې او تړون خلک یې ورک کړل. د ملي روحیې شخصیتونه یې دومره بې اعتباره کړل، چې اوس د اعتماد او اعتبار خلک له موږ ورک شول او یایې په هر چا شکمن کړو

طالب داسې یو هنري نوم و، چې د مینې سیمبول ګرځیدلی و. ولسي ادب په طالب رنګین او ښایسته و

 

طالبه ورانه به شي ستا لیونی مینه ونارې

 لونګینه ونارې

 

طالب د مینې کرکټر و ، طالب د پیغلو د ټټر لونګین په څېر ښکلی او منلی و ، په طالب  د مینې غږ کېده ، د طالب مینه ارزښتناکه او منلې  وه ، طالب یو رومانتیک سیمبول و .

طالب د پښتني روایاتو بې جوړې جانان و ، پښتنې پیغلې به پرې د نازه ډکه ناره کوله ، چې

 

توره طالبه ناجوړه یمه 

 جوړه مې مه کړې یار په ګل ویشتلی یمه

 ناجوړه یمه 

 

کله چې موږ خپلو پخوانیو روایاتو او کلتور ته سر ور ښکاره کوو، نو د طالب د مینې ډک داستانونه لولو ،

موږ که د طالب جان ( ملا عباس او ګل بشرې نکل ) لولو : نو پوهیږو چې د پاچا د لور جانان ملا عباس دی ، هغه غواړي، چې د عباس طالب سره د مینې ژوند وتړي، ګل بشرې چې  ملاعباس په دروازه کې ګوري نو وایي :

 

زه په مین سړي پوهیږم    

   د دروازې په ځنځیر ځان مشغولوینه 

 

ملا عباس چې د یار دیدن ته راغلی، ګل بشرې ته وایی

 

د دروازې به دې ملنګ سم 

     دیدن به ستا کړم رزق به خدای را رسوینه

 

ګل بشرې چې د ملاعباس د مینې بې صبري ویني ورته وایي

 

صبر کوه خدای به مې درکړي 

  په بې صبري معشوقې چا موندلي دینه 

 

خو طالب د مینې لیونی دی ، وایي :

 

 صبر په هر څه کې مزه کا  

 په عاشقۍ کې بې صبري مزه کوینه 

 

خو د ګل بشرې ځواب اوري

 

صبر په هر څه کې په کار دی  

 په صبر صبر معشوقې لاس ته راځینه 

 

طالب جان روانیږي د خپلې معشوقې خبرې اوري .یو وخت ځینو خلکو غوښتنه لرله ،چې د سولې په پروسه کې دې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي ، چې د طالبانو د میرمنو سره وګوري ، هغوی ویل چې میرمنې کولی شي ، خپلو جنګیالیو میړنو  ته ووایي ، چې  جنګ بس دی نور ژوند وکړئ .

طالب  دمینې په رمزونو له نورو څخه ډېر پوهیږي ، هغه ځکه هر څه ورته لیلی او یا د یار د مخ خالونه ښکاري . ملاعباس یوه ورځ کتاب ګوري ، [خو پام مو وي چې دا اوسنی ملا عباس نه دی ، چې د ملي ځواکونو ړنګول یې غوښتل ]، چې خپله مینه وریادیږي او په زوره زوره وایي زما د کتاب حاشیې داسې دي لکه د ګل بشرې د مخ خالونه ، ګل بشره په بام ختلې او دا اوري ، ورته وایي

 

طالبه خدای که به ملا سې   

 په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه

 

ملاعباس پوه شو ، چې ګلبشرې پرې ناره وکړه چې پورته یې وکاته ، ګلبشرې له دیواله سر راپورته کړې ،ملا عباس ورته وايي :

 تر دېوال دوې ګوتې سر لوړ کا 

   د زنې خال به دې دېوال وسولوینه 

 

زما د وطن طالب دومره عاطفي و ، چې د چا د زنې د خال د ورانېدو غم هم ورسره و او په دې به زوریده ، چې د یوې ښکلې د مخ خال وران شي. اوس خو داسې کانې وشوې چې د حیواناتو په څېر انسانان حلالیږي او بیا اوازه خپره شي ، چې دا د طالب کار  و.

یوه ورځ چې ګل بشرې د جومات حجرې ته ځي او خپل طالب جانان نه ویني نو ناره وکړي

 

حجره یې سته طالب یې نسته 

  زه پر حجره یې لکه مار وګرزیدمه 

 

په طالبانو د اور وسي 

   سړی مین کړی کالي واخلي ځینې ځینه

 

بې له طالبه به کلی ښه نه ښکاریده، خو اوس هر څه معکوس شوي، اوس د طالب له نوم څخه پردیو او زموږ د دیني او ملي ارزښتونو دښمنانو یو وحشت جوړ کړی .

کنه ملاعباس د ګل بشرې دوی باغ ته لاړ دی ګل ګلاب او سنځلي یې شکولي دي تر یوې ولي لاندې ناست دي  د ګل بشرې په زنګون یې سر ایښي، طالب جان ته خوب ورغی او ګل بشرې پرې ناره وکړه :

 

ګل د ګلاب بوی د سنځلې   

  سیوری د ولي خوب د پیغلې پر ورنونه

 

طالب جان سر راپورته کوي او ګل بشرې ته وايي ،چې دا ناره د ې سمه نه وه موږ خو مسلمانان او بیا پښتانه یو او تا خپله راته ویلي دي ،چې صبر کوه صبر صابر دی او له غوسې خپل یار په ګل ګلاب په سینه ولي او ګل بشرې ورته وايي :

 په ګل ګلاب دې وویشتمه 

  خوږ دې زما د زړګي سر که وبه مرمه

 

دا نکل چې سړی ولولي ، د طالب له هنري نوم څخه به  خوند واخلي، په فکر کې به ډوب شي ، چې پر ژوند مین خلک، پر علم مین خلک، د سولې او امن خلک، پر کلي او ولس ګران او قدرمن خلک خو دا د هغه وخت طالبان وو. دا اوس څه ټکه را پرېوته ؟چې طالب د نوم نه خلک متنفر شول. دا هر څه په قصدي ډول زموږ د ارزښتونو دښمنانو وکړل. هغه ښکلی او منور طالب یې راته تک تور معرفي کړ. هغه طالب چې سیمه او کلی پرې ښایسته و د هغوی په لباس کې یې داسې خلک راواستول، چې صورت کې سره ورته مګر په سیرت کې معکوس او د هغوی د کړنو ضد اعمال یې تر سره کړل،کنه تاسو راشئ د ګل بشرې د خولې څو نارې ولولئ :

 

د طالبانو میر به یار کړم 

تر بېښوره به مې ټول لېورونه وینه 

 

د طالبانو یاري مه کړه 

د طالبانو اسپې ځین ولاړې دینه 

 

طالبان راغله ډلې ډلې 

زما د زړه طالب را نه غی وبه مرمه 

 

یار مې طالب د وروسته راغی 

دا سپینه خوله به وظیفه ورله ور وړمه 

 

طالبان مه کړې مین خدایه 

یو غم د مینې بل د علم کي غمونه 

 

زما همزولي ملایان سو ه

زه دغه ستا مینې له علمه وویستمه 

 

اوس به د کوم مسجد څراغ یې 

زه د بېلتون په تاریکو کې ناسته یمه 

 

زما د علم تاوان راکه 

چې په سرو شونډو دې خندل امي دې کومه 

 

ته دې د علم تاوان واخله 

زما د خولې تاوان به څوک راکړی مینه

 

زموږ په هنری ادبیاتو کې په ځانګړي توګه په ولسي ادبیاتو کې طالب د مینې او رومان پالونکی پاتې شوی. طالب د اعتبار او اعتماد سیمبول یاد شوی .

د ایوب استاد د خولې دا سروکی :

 ( طالبه ډېر مې یادیدې ، راغلی یمه ، طالبه ډېر مې یادیدې) خو کله به چې د لنډۍ لومړی مسره به یې پای ته ورساوه په یو ځنګیدلي او دردیدلي غږ به یې داسې ناره وکړه (طالب جانه نو کنه )بله مسره به یې ورپسې را واچوله ، هلته به سړي د طالب دې هنري نوم ته  ګوته په غاښ پاتې شو.

داسې ګیلې او شکایتونه له طالب څخه نه ول.چې دومره یې ووژل ، دومره یې والوزول، له طالب څخه لویه ګېله دا وه ،چې

( د وظیفې سره مې ګوتې تاووینه )

خو ولس به هم له طالب څخه حیا کوله :

 د ربابو به د ځونډۍ شم 

  له طالبانو نه مې پټه وړه مینه

دې وخت کې طالب واکمن نه و ، خو خلکو به د یو نزاکت له مخې او طالب ته د احترام لپاره داسې فکر  لاره، خو کله چې طالب واکمن شو بیا نو له ویرې  ژڼو به چپه کاکل د خولی لاندې ګرځوونه

ربه بیا درنه هماغسې طالبان غواړو ، چې خپله هم په مینه ژوند تېر کړي او موږ ته هم د مینې د ژوند کولو درس راکړي 

ضیاءالدین همت مل  

اخځلیک : نوري ، محمدګل . (۱۳۹۳ل) ،ملي هنداره ، مهتمم: مطیع الله روهیال ، صداقت خپرندویه ټولنه : کندهار

- همت مل
بېرته شاته