(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه موږکان

[20.May.2021 - 20:46]

د چمن دوه موږکان/ د ماشومانو لپاره کیسه

اخستنهد الماني سرچینو څخه

ژباړن: پوهاند رڼاګل اریوبزی

په پخوا نیو وختو کې دوه موږکان په یوه چمن کې اوسیدل. یو يې ډ یر زیار کښ و. ده د ژمي د پاره له سهاروختي ترماښامه زیرمې جوړولې، ریښې يې راکیند لې، دوښود تخمنودانې، پټاټۍ او میوې يې راټولولې اوخپلې زیر مې يې یوه په بله پسې ډ کولې. هره ورځ يې لمرته کتل او په اندیښنه يې فکر کاوه چېاوس خو لا اوړی دې، زر به منی راشيکله چې منی شو، نو بیا په دې فکر کې وچېاوس خو لا منی دی، ډ یر زر به سوړ ژمی راشياوس يې د زیرمو دجوړولو له پاره هلې ځلې لا هم زیاتې کړلې اوتر هغوی يې ارام نه درلود، ترڅوچې ټولې زیر مې يې ښې ډ کې کړلې. خو دا بل موږک له سره لټ و. دی به هغه وخت له خوبه پاڅیده چې، لمر به پاس په اسمان ولاړ و. کله به چې چمن ته راو وت، یوازې د نڅا شوق يې درلود. دی نڅیده ، سندرې يې کولې، شپې او ورځ يې بیغمه او په خوشالۍ تیرولې. کوم وخت به چې دا لټ موږک د زیا رکښ موږک له مخې تیریده، نو نارې به يې ور وهلې چېراځه چې وناڅو اوسندرې وکړوزیار ایستونکي موږک ورته و ویل چېزه وخت نه لرم، باید ځان ته د ژمې له پاره زیرمې جوړې کړمتودې شپې او ورځې تیرې شوې او ساړه ولګید. اوس لټ موږک هم د زیرمو جوړول پیل کړل، خوده یوازې لږ څه دانې اوزړي پیدا کړل. کله چې واوره په اوریدو شوه، زیار کښ موږک په خپله سوړه کې کرار کیناست، چې وږی به شو، زیر مې ته به ورغی او هلته به يې ځان موړ کړ. ورو ورو يې زړه تنګ شو او ویل به يې چېکاشکې یو میلمه راغلی وای چې د یوه بل سره مو خبرې اترې او ټوکې ټکرې کړې وایپه همدې وخت کې  د دې بل موږک  زیر مه تمامه شوه. هلته په ځای ناست و، له لوږې رنځیده، له ساړه لړزیده او ورځ په ورځ کمزوری کیده. په ور ته پاتې وروستي ځواک د زیا کښ موږک سوړې ته ورغی او ورته ويې ویل چېزما سره مرسته وکړه، ډیر وږی یم او که ژر ترژره څه ونه خورم، نو له لوږې مرمزیار کښ موږک ورته و ویل چېپه خپله زیرمه دې څه وکړل، که تا هم زما په شان دزیرمې د جوړولو له پاره زیار ایستلی واي اوس به نه وږی کیدېلټ موږک ورته و ویل چېته حق لرې، خو په اوړې کې مې دسندرو او ګډا سره ډیر شوق درلود او خوند مې ترې اخیست، نوځکه مې له یاده و وت چې د ژمې له پاره زیرمه جوړه کړمزیارکښ موږک نه غوښتل چې د په زیات زیار او هڅې راټولې کړې زیرمې څخه یو څه ورکړي، نووږی موږک يې تش لاس بیرته ولیږه. کله چې هغه تر لاړ او دابل ګوښی پاتې شو، نو بیا يې زړه تنګ شو. په بیړه يې ټوپ کړ اوپه غورځنګونو دهغه سوړې ته ور پسې ورغی او ورته ويې ویل چېراځه ! زه خپله زیرمه در سره ویشم، خو ته به ټول ژمی له ماسره ناڅې، سندر به وايې او ټوک ټپرې به کوېپه دې توګه دواړه په یوې سوړې کې کیناستل، تخمونه ، زړې او نور يې خوړل، چې ماړه به شول بیا دا یو پاڅیده، سندرې به يې کولې او ناڅیده، ډیر زر دا بل هم ور پاڅیده، ده به هم سند رې ورسره کولې او ناڅیده. که نه يې منې، نو ورشه په خپله يې وګوره.

Märchen aus Nordamerika, Lakota, Fassung Djamila Jaenike,© Mutabor Verlag, Kindermärchen aus aller Welt, Bild: Cristina Roter

- اریوبزی
بېرته شاته