(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیغام پاکستان

[20.May.2021 - 20:42]

څه موده مخکې يعني په کال ۲۰۱۶ کښې د "پېغام پاکستان" په نامه د فتوو يو کتاب چاپ شو چې په هغه کتاب کښې د اسلام د ټولو مسلکونو د۱۸۰۰ مذهبي عالمانو مشترکه فتوې وې او د هغه کتاب مخ کتنه د پاکستان په اولسمشر ماڼۍ کښې شوې وه ، چې د ټولو مسلکونو هغه ټول ۱۸۰۰ عالمانو پکښې ګډون کړی و، او فضل رحمان ، سراج الحق ، مولانا شيراني او ټول پکښې ناست وو...

په هغه کتاب کښې ډېرې فتوې وې، چې يوه فتوی پکښې دا وه چې "د يو هېواد حکومت مسلمان وي يعني واکداران يي مسلمانان وي ، او يو پروفيشنل مسلمان ملي فوځ يي وي نو په هغه هېواد کښې به د جهاد اختيار فقط د دولت سره وي، او تر څو چې دولت د جهاد اعلان ونکړي ، نو هېڅ چا ته په خپل هېواد يا په بل هېواد کښې د جهاد اجازه نشته . او که څوک جهاد کوي نو هغه به مجاهد نه بلکه خارجي او فسادي وي" ...

اوس خبره داسې ده چې يو خو د افغانستان نامې سره اسلامي جمهوريه ليکلی شوی دی ، دويمه دغه چې د افغانستان بېرغ باندې د توحيد کليمه ده ، دريمه دغه چې د افغانستان حکومت او مشران ټول مسلمانان دي او څلورم دغه چې افغانستان يو پروفيشنل او مسلمان ملي فوځ لري...

په داسې حالت کښې د اسلام د هر مسلک د ۱۸۰۰ عالمانو د مشترکه فتوې په رڼا کښې طالبان فساديان او خوارج دي ، ځکه چې د افغانستان د دولت د اړخه هېڅ رقم د جهاد اعلان ندی شوی ، اونه کومې وسلوالې ډلې ته اجازه ورکړی شوې ده چې هغه دې د دولت پرضد يا د دولت د پاره جنګ وکړي...

بل اړخ ته ملا صېب ! ته په پاکستان کښې ناست يي او ځان ته پاکستانی وای او ستا د پاکستان دولت بيا بيا دا وايي چې مونږ جمهوري افغانستان غواړو او مونږ د افغانستان دولت سره ولاړ يو... که هر څومره طالبان د دوي پراکسي قوت دی ، خو د دولت د اړخه خو د جهاد واضحه حکم نشته کنه ، نو د دغه ۱۸۰۰ عالمانو د فتوې په رڼا کښې، ته ده دې اړخه هم خارجي او فسادي يي

د پیښور په نامه د پاڼي څخه: په  پيښور ګروپ کې قدرمن حسین خان دا مطلب شریک کړی، دا چې په زړه پوری وو ، د دوستانو سره می شریک کړو .

 ( سید عبیدالله نادر)

- فتوو کتاب
بېرته شاته