(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظمې زده کړې چاپیرېال

[12.May.2021 - 15:15]

د خوشال په فکر پوهې ته دلاسرسۍ لار اوشرایط/ ۶ مه برخه

لیک: پوهاند رڼاګل اریوبزی

ج- د منظمې زده کړې او ښوونې چاپیریال:

د منظمې زده کړې اوښوونې بهیراو ځای هم د ټولنیز چاپیریال برخه ګڼل کیږي. خو د چاپیریال دا برخه د نوروسره ځني توپیرونه لري. زده کړه اوښونه د چاپیریال په نورو برخو کې په منظم ډول د کوم پلان له مخې نه ترسره کیږي. مانا دا چې ماشومان او ځوانکئ نسل په کور، کلي اوولس کې د مور، پلاراو د کلي او ولس د نورو لویانو یا مشرانو نه د ژوند په بیلابیلو برخوکې زده کړې کوي. په ټوله کې هر چیرې او هروخت پخوانئ نسل خپلې تجروبې ځوان نسل ته د منظمو زده کړواو ښوونوله چوکاټه بهر هم ورانتقالوي او هغه په خپلو تجروبو سنبالوي، خو دابهیر د کوم پلان په بنسټ نه ترسره کیږي، نه کوم تعلیمي نصاب لري او نه مهال ویش لري. ځانګړي درسي وسا یل لکه کتاب، قلم، کاغز او په همدې ډول ځانګړی مسلکي استاذان اوځانګړی مسلکي زده کوونکی هم نه لري. په دې چاپیریال کې ځوان نسل په اصل کې د زاړه نسل څخه د تقلید له لارې زده کړه کوي. د زده کړې اوښوونې منظم چاپیریال بیا هغه وخت رامنځ ته کیږي چې زده کوونکئ یوازې او یوازي د زده کړې له پاره استاذ یا ښوونکي ته کښیني او ښوونکئ هم هغه څوک دی چې ښوونه يې مسلک اویا لږ تر لږه د مسلک یوه برخه وي. د منظمو زده کړو په ځینو برخوکې یوازې لوست زده کیدل. زموږ په ډ یرو جوماتونو کې تراوسه پوری د لیک ښوونه اوزده کړه نه ده رواج شوې. په ځینو برخو کې بیا لیک او لوست دواړه زده کیدل.  د لیک اولوست زده کړه د منظموزده کړو او ښوونو یوه بله ځانګړتیا ده. د لیک او په تیره بیا د لوست زده کړه انسان ته دا امکان په لاس ورکوي چې ځان داستاذ نه مستقل کړي او په خپله د کتابونو د لوستلو له لارې خپله پوهه، څومره چې غواړي، پراخه او ژوره کړي. خوشال خټک د منظمې زده کړې او ښوونې د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره په خپل وخت کې ګټورې پوهنیزي هڅې کړي دي. ده نه یوازې د زده کړې او ښوونې په دیدکتیک ( د متن او میتود ټاکنه ) کارکړی دی بلکې له سره يې د مور په نس کې ماشوم جسمي روغتیا اوسلا متیا ته هم پام کړی دی او په دې عقیده وچې د حاملې میر منې کړه وړه دهغې په نس کې ماشوم په جسمي روغتیا اوسلامتیا اغیزې لري. نو ځکه باید  هغه څه ونه کړي چې دماشوم ودې اوروغتیاته زیان رسوي. دی په خپل اولاد باندې د حاملې میرمنې  پاملرنې ته د روزنې او پالنې په سترګه ګوري اولیکي چې: « اولاد يازوى وى يالور ، خو چې عورتينه په فرزند ډکه شى ، نور يې تربيت لازم شى ، حامله عورتينه دې د روند بار نه اخلى تر لوړه دى نه تر پلى بادگين طعام دى نه خورى . لکه مار ، مزرى ، مهيب څينر دى په سترگونه گورى ، چې زړه يى ورته وشى هغه څير دى زروخورى . غم عصه ، جنگ ژړا دى نه کا ، چې په دا څيزونو کې مسطور شول که بر عکس يې وکا د فرزند زيان کولو ډار دى. »[ بختیانی خدمتګار. په دستار نامه کې ښوونیز اوروزنیز اړخونه  ټول افغان ۲/۳/۲۰۱۰ ] د زیږیدو یا د نیاته د راتګ سره سم ماشوم د نوي چاپیریال سره مخامخ کیږې، کورنې په تیره بیا مور او پلار ته يې نوي مسؤلیتونه ور په غاړه کیږي. په دې وخت کې دخوشال خټک سپارښتنه داده چېاوله خبره چې په دا دنيا د ده تر غوږ تيريږى د خداى رسول نوم دى وى . غوغا دى پرى  نه کا ، چرکين سړى دى هو ر ته نه وى ، هسى دى نه تفاړى چې گرم شى ، خولى شى ، بيا زر بر منډى کا ، په دا کې با د وهى _ هغه چې وايې هلک مرگبو وواهه . مرگى نه وى ، هم دا باد زحمت وى . هلک دا اوم وى ، دنيا په گرم په سرد هوا عادت نه وى ، مور تپاک پى وکا ، له باد يې ډير محافظت وکا ، خو چې بر منډشى ، هوا پرى اثر وکا وژاړى ، پس په څووم ورځ شين ومرى . که او ړى وى ، منى وى ، سپرلى وى اصلاً دى نه پټوى ، هم هسى دې پريږدى . که بليږدى هم هاله دې بليږدى چې اوه اته ورځى تير شى . هم په نرى څادر دې بليږدى ، که ژمى وى د ساړه د ماړه دې په گرمه خونه ، کوټه کې ساتى ، چې هوايې په يو شان وى . نه ډيره توده ، نه سړه معتد له هوا په هر وخت ولره بويه.»  [ همدا لیکنه]  وینو چې خوشال خان په دې لیکنه کې د مورپه نس کې اوهم د نوي زیږیدلي ماشوم دجسمي سلامتیا اوروغتیا یا ناروغنتیا لاملونه دهغه د واقعي چاپیریال په پاکې یاچټلې، ساړه یا تودوخي، روحي فضا او نورو کې ویني او په  هکله يې لازمې لارښوونې کوي. په دې توګه داهڅه هم کوي چې د ماشومانو د طبابت په برخه کې هم د بشر په تیره بیا د پښتون قوم فکرداوهامو اوخرافاتو  ( پیریانو، میرګیانو، تښت، دم، تاویز، زیارت او نورو) نه پاک او ازاد کړي اودعلم اوعقل په لور يې روان کړي.

خوشال خټک په دې عقیده و چې ماشوم ، که لوراو که زوی وي، په څلور کلنۍ کې د منظمو زده کړو وړتیا ترلاسه کويچې دڅلورو کالونو، څلورمیاشتې، څلور ورځې، په لوستن دې کښینوي...» [همدا لیکنه ] د دې ټکو په لوستو مې د خپل ژوند هغه شیبې رایادې شوې چې د ملا صاحب څخه د زده کړو له پاره جومات اوبیاڅو کاله وروسته په ښوونځي کې د ښوونکې څخه دزده کړو له پاره لمړي ټولګي ته ورننوتم. داچې تر دې د مخه مو د ملا صاحب اوهم دمعلم صاحب دڅپړو او لښتو په باب ډ یر څه اوریدلي و، نوله ډاره مې زړه لړزیده اوژبه مې بندیده. د ژوند په اوږد و کې مې د پښتوژبې دا پخوانی متل، چې متأسفانه لا تراوسه ژوندی، هم زده کړچې واييچیرته چې ډب وي، هلته ادب وي » اوپه ښوونځي کې یوه ورځ د فارسي ژبې ښوونکي زموږ د فارسي ژبې درسي کتاب اوپرو ګرام نه بهر په توره تخته دا لاندې شعر ولیک او ښه يې په پوه کړو:

تعلیم مـعلم به کسی ننـګ نـدارد       تیغ که به صیقل بخورد زنګ ندارد

دلګیر ازآنیکه سهیلت زده سیلی       سیبیکه سهیــلـش نزند رنګ ندار

دلته وینو چې په متل کې « ادب » او په شعرکې زده کړې ته لوی ارزښت ورکړ شوی دی، خو ورسره سم « ډ ب » او« سیلی » دادب او دعلم سره داسې تړل شوی دي چې ګوندې هیڅکله یوله بله ګوښي کیدلی نه شي. رښتیا داده چې په شعر اومتل کې « ډ ب » او« سیلی » اویا په ټوله کې جسمي جزا ماشوم ته دورزده کړې یانې دهغه دښوونې اوروزنې د یوازني میتود، د یوازنۍ لارې اویا حتی د ادب اومعرفت د سرچینې په توګه پیژندل شوي دي او دا هم په داسې حال کې چې ماشوم ته جسمي جزا ورکول په خپل ذات کې هیڅ ډول اخلاقي اوعلمي بنیاد نه لري او هغه څه چې دعلم او انساني اخلاقو سره په ټکر کې وي دعلم اوادب په زده کړه کې کومه مرسته هم نه کوي. د ماشوم وهل ټکول نه یوازې دهغه داستعداد اوذکاوت د ودې او پرمختګ سره هیڅ مرسته نه کوي بلکې د ماشوم په جسمي اوروحي سلامتیا داسې تیری دی چې بدن اوروح ته زیان رسوي. نوځکه جسمي جزا دعلم او ادب دورښوونې، نه بلکې د ماشوم په وړاندې زور زیاتي ته د مشروعیت دور کولو لارده.

خوشال خان په خپل وخت کې ښيي چې د ماشوم بدن اوروح دواړه تنکې دي، د چاپیریال دپیښو په وړاندې له ځانه اغیزناکه دفاع نشي کولی، ښه اوبد ورباندې ډیرې اغیزې شندي. نوځکهچې اوستاد لره ورشي په اول سبق دې وبخښل شي. معلم دې ورسره هنر کاچې آزار يې نه کا. دده په زړه دې ورسره چلیږي ».[ همدا لیکنه ] په دې ډول زده کوونکې یازده کوونکئ ورو ورودصمیمیت په فضا کې د زده کړې اوښوونې د نوي چاپیریال سره بلدیږې، د ښوونکي او زده کوونکو ترمنځ د باور فضا جوړیږي اوزده کړو ته د زده کوونکو هڅه او هوس زیاتیږې. خوشال خټک په دې عقیده وچېکه هلک عالى فطرت وى تر اوه کالنۍ پورى سواد خوان شى ».[ همدالیکنه ] د سواد زده کړه دعلم دزده کړې پای نه دي بلکې دهغې بنسټ دی. په دې بنسټ نوره لوړې زده کړې پیل کیږي. خوشال خټک په دې زده کړو جونه اوهلکان یانې دواړه، ښځینه او نارینه جنس، مکلیف ګڼي او په دې برخه کې د ښځینه او نارینه جنس ترمنځ کوم توبیرنه مني. زده کړې هم د جونو او هم دهلکانو حق بولي اوکورنې باید د دوا ړو سره د دې حق په ترلاسه کولو کي مرسته وکړي.

که څه هم  خوشال خټک د دې پړاو زده کړې هم د جونو او هم دهلکانو حق اومکلفیت بولي اوپه دی ډول دهغو تر منځ د حقوقي توپیر سره مخالفت کوي، خودهغو تعلیمي نصابونو تر منځ توپیرڅرګند ښکاري چې ده دواړو جنسونو له پاره بیل بیل جوړ ګړي دي. دی د نارینه وو له پار په خپل نصاب کې وايي چېاول دې قران ولولى ، په قران کې پنج سوره او ايته الکرسى ، حديث اقوال د مشايخانو ، علم طب دادى ولولى ، العلم علمان علم الابدان و علم الاديان ، علم نجوم واجب دى چې وکا ، له فارسى مثنوى المعنوى ، سلسله الذهب ، نفحات الانس، معارج النبوه ، شاهنامه ، سکندر نامه ، ظفر نامه دا کتابونه دى مطالعه کوى . اخلاق ناصرى ، په تمام غور گلستان دى په ياد کا ، تمام عمر که د تحصيل په کار کې تيريږى سعادت دى او که نه دا هومره چې وکښل شو دا خو دى وى ، چې ددين دنيا له خبر دارۍ مايوس نه وى ، نقص يې په قابليت کې واقع نه وى . دا خو يې مرتبه په مرتبه د علوم بخره، دا هومره چې وشى د قابليت د دايرى په خارج نه وى . چې د علم خوند بيا مومى ، د علم پايان نشته ، پخپله به ورپسى کوښښ کا ».[همدا لیکنه ]

خوشال خان دهلکانو دروزنې ځنې نورې ځانګړتیاوې هم په ګوته کوي اوټینګارکوي چې هلک باید ډیر ونه نازول شي ، د ساده جاموداغوستلو سره دې عادت ونیسي او په سینګار پسې دي نه ګرځي. سینګار د ښځو کاردي او دسړي سینګار هنر او کمال دی. باید درنه ناسته او ولاړه اولوړ اخلاق زده کړي. هروخت دې په خوند ور خوراک پسې هم نه ګرځي، کله کله دې سپوره ډوډۍ هم خوري. جسمي ځواکمني اومقامت هم باید په پام کې ونیسي، په غارمه اوساړه کې دې سرلوڅئ او پښې لوڅئ هم ګرځي. دا کار ورته ګټه لري. په داسې حال کې چې هلک یازوی له نازولتوب نه لرې ساتتي او په عمل کې  يې د زمانې دسختیو او لوړو اوژورو سره اشنا کوي، دلور په روزنه کې بیا بل نظرلري او ټینګار کوي چې لور دې نازنینه وساتل شي، دهغې عصمت، عفت، شرم، ادب اوحیا ته وچت ارزښت ور کوي. د نورو علومو او هنرونو تر څنګ باید دکور دچارو اړوند مهارتونه او دځان دسینګارولو پوهه هم زده کړي. سربیر ه پردې دښځینه زده کوونکو په تعلیمي نصاب کې ژبې او ادبیاتو ته هم دنارینه زده کوونکو دتعلیمي نصاب پرتله پراخ ځای ور کړشوی دی. دلور د ښوونې اوروزنې په هکله خوشال خټک لیکي چې: 

          « لکه د زوى تربيت لازم دى ، مينه پرى بويه هسى په لور مينه بويه بلکه لوڼه لاحقداري دي . د هلک والى د تربيت کار خو لکه د زوى هسى دلور ، امالور دې نازمين ساتله شى د عصمت ، د عفت ، د شرم ، د حيا ارشاد دى ورته کيږى . په لوستن خو قران ، د مسايلو کتابونه چې د طاقت عبادت و قوف يى تمام د فرايضو د سر نتو ددين د چارو وشى ، مرغوب رنگين حکايتونه ، شيرين بيا نو نه ، اقوال د بزرگانو ، مشايخانو په يادکا، قصى افسانى هم زده کا ، هنر د شطرنج دادى هم ښه زده کا ، دستى کار لکه کښيده دا مهارت دى تمام وى د پختن ، داشتن ، د کاله داراستن د خپل ځان د ارايش ، خوشبويى د سازولو علم دادې ډير وى . . . بزرگى دعا، بزرگ سورتونه ، د قران څو يادول شى هومره دى په ياد کا د نظم قصايد ، غزليات ، ادبيات دى هم لږ ډير په ياد کا ، چې د شعر په کار کې څه خوو وقوف يې وى . د يوانونه دى نه لولى ، مگر گلستان بوستان هر گا چې تر نه کاله ورسيږى ، د پلار د مشرانو وروڼو ، د ترونونه دې هم په ادب اوسى ، گستاخ ويل ناست ولاړه دې نه کا ».[همدالیکنه ] په دې ځای کې خوشال خان « دخپل ځان دارایش، خوشبویی د سازولو علم » دجونو له پاره په داسې حال کې لازم ګڼی چې سینګارد مردانو کار نه ګڼي. د سینګار نه کول خود سینګار د زده کولو اړتیا هم له منځه وړي، مانا داچې نارینه وو نه سینګار کاوه او نه يې زده کاوه. په دې صورت کې د سیڼګار په برخه کې نارینه ماهرانو او پوهانو هم وجود نه درلو. په دې ځای کې دا پوښتنه پیدا کیږی چې جونو به« دخپل ځان دارایش، خوشبويې دسازولوعلم » له چا زده کاوه ؟ ایا په هغه وخت د دې څانګې ښځينه ښوونکو او ماهرانو وجود درلود اوکه نه دخوشال خان مقصد داوو چې جونه دې دا هنر د میندو او په کور او کهول کې له نورو تجربه کارو ښځو څخه زده کړي. زه ( د دې کرښو لیکونکئ ) دې پوښتنو ته ځواب نه لرم، خودا وایم چې دخوشال خان تعلیمي نصابونه دنن ورځې تعلیمې نصابونو سره نه پرتله کیږې. باید هیرنه کړو چې دخوشال دزمانې او نن ورځې ترمنځ څه نا څه دری نیمې پیړۍ واټن پروت دی. دوخت په بهیر کې هرڅه بد لیږي، دځینو پوهنیزولاسته راوړنو دوران تیریږي، نوې پوهه اونوې پوهنیزې څانګې سر را پورته کوي اورا پیدا کیږي. په دې لړکې د خوشال خان څخه د کمپیوټري پوهې غوښتل دهوښیارانو کار نه دی، سقرات، اپلاتون او ارسطو هم د البرت انشټاین په نسبیت تیوري نه پوهیدل. موږ په ټوله کې په دې واقعیت سترګې نه شو پټولی چې خوشال ځتک په خپل وخت کې پښتون قوم له پاره بې مثله خدمتونه کړي دي. ده دپښتون په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره په پښتوژبه دزده کړو له پاره تعلیمي پلانونه اوتعلیمي نصابونه جوړ کړي دی او له دې لارې يې دزده کړې او ښوونې په چاروکې نوی نظم راوستلی او دزده کوونکو او ښوونکو پرمخ يې دزده کړې او ښوونې لار روښانه کړې ده.

- رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته