(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام او.ډموکراسي

[12.May.2021 - 13:45]

اسلام او دیموکراسي- دوهمه برخه/ 4, 2021

لیک: ډاکتر محمد عثمان روستار  تره کی

په اسلامي نړۍ کې د ۱۸۳۹ م کال نه وروسته د پان اسلامیزم د غورځنګ مشر سید جمال الدبن افغاني تعالیم د دیموکراسۍ او جمهوریت په لور ذهني زمینه مساعده کړه. خو د لویدیځ په تقلید د نظام جوړولو سیاسي تفکر د ۱۹ پیړۍ په نیمیايي کې هغه وخت پیدا شو چې په مستعمراتو کې استعمار ضد غورځنګونه یو بل پسې د مبارزې میدان ته ورودانګل:

 

په افغانستان کې لومړی او دوهم مشروطیت (۱۹۰۳- ۱۹۱۹ )، په ایران کې د مشروطیت غورځنګ (۱۹۰۶م ) او  ورپسې د مصدق په مشرۍ ملي جبهه۱۹۵۰) په عثماني ترکیه کې د تُرک ځوانان (۱۹۰۸ )، په مصر کې د « وفد » ملي ګوند د سعد زغلول په مشرتوب (۱۹۱۹ ) او وروسته د نجیب محفوظ ( ۱۹۵۹ ) پاڅون ټول د مشروطیت، پارلمانتریزم او انتخابات په ملاتړ د استبدادي نظامونو په وړاندې پاڅون وکړل.

 

په اندونیزیا کې عبدالرحمن وحید ( ۱۹۹۹) د کتابونو د تألیف له لارې د دیموکراسۍ او جمهوریت د ارزښتونو په خپرېدو چې په کې د اسلام زغم او پراخ غیږ ته پام اړول شوی و هلې ځلې وکړلې.

 

په الجزائر کې د فرانسوي استعمار په وخت د دیموکراسۍ د اصولو رعایت منحصراً یهودانو او په الجزایر کې میشته فرانسویانو ته محدود وو. ملي آزادي جبهه ( اف، ال، ان ) د مصلي حاج په مشرتوب د سختو مبارزاتو له لارې د عمومي انتخاباتو لپاره لاره خلاصه کړه.

 

په ۱۹ مه او ۲۰ مه پیړۍ کې د ټولو غورځنګونو موخه مشروطیت او جمهوریت ټاکل شوی و. د هیڅ یو ګوند او پاڅون په اجنډا کې د اسلامي امارت راژوندي کول او د مذهب په لاسوند کولو کې د مخ په وړاندې دیموکراتیکو جذباتو په ضد پاڅون شامل نه و.

 

په هغو اسلامي هیوادونو کې چې د ښکیلاک تر جابرانه او مستقیمې سلطې لاندې وو د دیموکراسۍ داعیه اشغال ضد جذباتو سره په ګډه د جهاد او مقاومت مورچلونه ګرم وساتل: په فرانسوي سنیګال کې رادیکالسوسیالیست ګوند، په اندونیزیا کې ( د هالیند مستعمره ) اسلامي حرکت او په الجزائر کې ملي آزادي جبهه ( د فرحت عباس په مشرۍ) پیاوړي غورځنګونه وو چې د خپلواکۍ په درشل کې د دیموکراسۍ او اسلام تر منځ واټن له مینځه یوړل او با ثبات  جمهوري نظامونه جوړ کړل. هیڅ یو د اسلامي امارت د جوړیدو بیرغ راپورته نکړ.

 

په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ اصولو سره د چلند څرنګوالی او کچه تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ژیوپولتیک لاملونو سره په تړاو مطرح شو:

 

هغه هیوادونه چې په کې په سلو کې د ۵۰ څخه زیات مسلمانان ژوند کوي  په دوه کټه ګورۍ ویشل کیږي:

 

الفپه مراکش، الجزائر، موریتانیا، مصر، مالي، ایران، آزربایجان، مالیزیا، قرغزستاند دیموکراسۍ اصول قسماً مراعات کیږي:

انتخابات دائریږي خو د برحالو حکومتونو په لاسوهنو سره. د پارلمان په وړاندې د حکومت مسئولیت کله نا کله مطرح کیږي. مطبوعات نسبي آزادي لري خو د امنیت د تأمین په پلمه پر مطبوعاتو باندې سانسور او ګوندونو ته ګواښ د حکومتولۍ عادي چارې ګڼل کیږي.

 

بپه ترکیه، البانیه، اندونیزیا، بنګله دیش، مالي، نایجریا، سنګال، جمهوریت او  دیموکراسي اصولو ته د پام وړ درناوی کیږي.

 

هغه هیوادونه چې  په سلو کې د ۲۰ څخه تر ۵۰ پورې مسلمان وګړې لري ( ګانا، تانزانیا، موزنبیق، ماسیدوان) د دیموکراسۍ د اصولو مراعات کچې يې لوړه ده.

 

په ۲۰ مه پیړۍ په اسلامي نړۍ کې د دیموکراسۍ « ویروس » دومره په شدت او حدت د خپریدو په حال کې و چې د دیموکراسۍ او جمهوریت پیژندل شوي دښمنان پرته د تسلیمیدو څخه بله چاره نه درلودل:

 

د مصر اخوان المسلمین د اهل سنت ستر اسلام پلوه ګوند چې د ۷۷ کلونو په اوږدو کې دیموکراسي او جمهوریت کفر او الحاد ګڼل او د برحال نظامونو په وړاندې د وسله والې مقابلې په ترڅ کې زرګونه تلفات ګاللې وو، بالاخره دیموکراسۍ ته تسلیم شو.

 

اخوان المسلمین د ۲۰۰۵ کال په پارلماني ټاکنو کې په سلو کې ۲۰ چوکۍ ترلاسه کړې. محمد مرسي د ۲۰۰۰  څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د پارلمان غړی و. دي د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اخوان المسلمین نوماند  په حیث انتخابات وګتل.

 

د ټاکنو له لارې په مصر، الجزائر او فلسطین کې د اسلامي ګوندونو لاسته راوړنو مسلمان سیاسي فعالین دې ته وهڅول چې دیموکراسۍ سره دښمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.

 

اسلامي ګوندونه د برحالو نظامونو د قوانینو تر پوښښ لاندې واکمنۍ ته د رسیدو په مقصد د کفري ډيموکراسۍ ( ! ؟ ) او الحادي جمهوریت ( ! ؟ ) سره روغه جوړه اعلام کړل. دا چې په انتخاباتو کې ګټونکو مسلمانان څنګه د لویدیځ د دسیسو ښکار شول، بله خبره ده چې د بحث له موضوع سره اړخ نه لګوي.

 

په اسلامي نړۍ کې د اخوان المسلمین شبکه ( سومالي، سوریه، لبنان، سودان، اردن، فلسطین، مراکش، عربستان عراق، بحرین او …) د مصر د اخوان المسلمین په تقلید جمهوریت او انتخاباتو ته مخه کړه.

 

د پاکستان ستر اسلامي ګوندونه لکه مسلم لیګ، جماعت اسلامي، جمعیت العلما اسلام، د پاکستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون ومنل او په ټاکنو کې يې برخه واخیسته.

 

په افغانستان کې د امریکايي اشغال څخه وروسته اسلامي تنظیمونه د جمهوریت او دیموکراسۍ په سیاسي لوبه کې ورګډ شول، د حزب اسلامي مشر د  ۲۰۱۹ کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې نوماند و.

 

نن په اسلامي هیوادونو کې په ميلیونونو مسلمانانو جمهوريت د سیاسي نظام په توګه او

انتخابات د سیاسي قدرت د سوله يیز انتقال په حیث منلي او په ټاکنو کې برخه اخلي.

 

نن په ګڼ شمير اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ په وړاندې مخکنی حساسیت کم شوی خو له منځه نه دی تللی.

 

اوسمهال د نړۍ په کچه لوی هیوادونه د اسلام او ډیموکراسۍ تر منځ  د  پوهاوي او ګډ ژوند مثالونه جوړوي:

په اروپا کې ترکیه، په آسیا کې اندونیزیا او ایران، په افریقا کې الجزائز او سینیګال.

 

د سنیګال ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي. د افریقا په لوېدیځ کې د سنیګال باثباته ديموکراسي د پلورالیزم ( د فکر تکثر ) او مذهبي زغم نمونه ګڼل کېږي. د سنیګال جمهوري نظام د فرانسې د ۱۹۵۸ اساسي قانون په تقلید جوړه شوې.

 

واقعیت دا دی چې د سلهاوو ميلیون مسلمانانو په پته پدې ګناه چې د جمهوریت تر سیوري لاندې په انتخاباتو کې برخه اخلي د کفر فتوا صادرول هیڅکله عقلاني توجیه لرلی نشي.

 

- روستار تره کی
بېرته شاته