(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوشال په فکر پوهې ته د...

[29.Apr.2021 - 02:42]

د خوشال په فکر پوهې ته دلاسرسۍ لار اوشرایط شپږمه برخه

لیک: پوهاند رڼاګل اریوبزی

الف: بیولوژیکي شرایط:

د خوشال خټک دڅرګندونو څخه سړی دې نتیجې ته رسیدلی شي چې دده په نظردانسان پوهه او تجروبې میراثي نه دي بلکې کسبي دي. مانا دا چې هیڅ انسان په علم او تجروبه سنبال دنیا ته نه راځي، تر زیږیدو وروسته دخپل چاپیریال دشرایطو په چوکاټ کې زده کړه کوي او تجروبې راټولوي. رښتیا هم دادی چې نوی دنیا ته راغلی ماشوم نه خبرې کولی شي او نه دبل په خبرو پوهیدلی شي، خپل فردیت او چاپیریال د پیژندلو  وس نه لري او یوازې دلوږې اودضرورت درفع کولواحساس کولی شي، نو ځکه يې ژوند له سره دچاپیریال په مرسته پورې تړلی دی. له بلې خوا خوشال خان په دې عقیده هم دی چې خالق دانسان بیولوژیکي جوړښت ته د ودې وس ورکړی دی او په هغه کې يې دمعرفت ارګانونه ځای په خای کړي دي چي له یوه نسله وبل نسل ته ورانتقالیږي یانې میراثي دي. په دې ځای کې دهوښیارانو دا خبره دپام وړده چې: مور نابغه دنیاته نه راوړي بلکي په رورزنه نابیغه ترې جوړوي. خوشال خان په انسان باندې دا دهغه دخالق لوی احسان ګڼي چې دروزنې او ودې وړځان يې ورکړی دی اولیکي چې:

څو دې وجود دی له سر ترپایه     چې دي موندلی دی له یوه خدایه

واړه نعمت دی که غافل نه يې       هر ځا ی ته ګوره شکر يې وایه

[ منتخبات خوشال خټک .......... ۱۲۸ مخ]

دانسان په وجود کې، چې له سره دودې وړتیا لري، دمعرفت اورګانونه ځای په ځای شوي دي. دا اورګانونه میراثي او یا په مډرنه ژبه بیالوژیکي اویا فیزیولو ژیکي دي، په دې مانا چې یاد اورګانونه دمور او پلارنه اولاد ته ور انتقاالیږي، نوځکه دهر انسان په برخه شوي دي، یانې هر انسان دمعرفت په ارګانونو سنبال دی، هغه ته يې دزده کړې اود تجروبورا ټولولو وس ور کړی دی. په دې ډول هر انسان دفکری او جسمي ودې، دزده کړې او لويېدنې، لومړی شرط یانې د معرفت ارګانونه په ځان کې لري. خوشال خان يې انسان ته د خپل پروردګار ورکړه ګڼي او په یوه مناجات کې يې دا سې ستايي:

دهــمـه اشــیــا خا لق يي       د هــمـه احــیـا را زق يي

ته باران وکړې په مځکه       ته ریحان وکړې په مځکه

رنګارنګ ګـلونـه واکړې       تـه د مځکې مخ زیبا کړې

عـقــل تــا و رکړ وسـرته       لـیـده تـا و رکــړه بصـرته

مــزه تــا ورکړه دهـان ته       و یـل تـا ور کـړه زبـان ته

تــا ســړی هسې عـزیزکړ        چـې صاحب دې د تمیز کړ

[ خوشال خټک کلیات.........۷۵۸ مخ]

لوی ذات هر انسان ته سر، سترګې، خوله او غوږونه او له دي لارې يې د ډیري لوړې اوپیچلې زده کړې وس او توان ورکړيدي او په دې ډول يې په عالم کې دهغه مقام وچت کړی دی. که د دې امکان نه په ګټه اخیستودعلم دزده کړې له پاره ملا وتړي له يوې خوا دهغه لوی ذات شکر ادا کولی شي او له بلې خوا په عالم جهان کې خپل مقام نورهم وچتولی شي.

کــه هــرڅــو په خــپله پــوهــه کې ســقیــم يــي       دحکیم په حکم کارکــړه نور حکیــم ېې

که په خوله، په غوږ،په سترګو څه زده نه کړې      نو ر وردرومــــه ازلــي سیـــه ګلــیم ېې

د ســیرت خوبــي پیــداکــړه چـــې جـــوهــر  ده      په صورت خوهډ وغوښه، وینه، ریم ېې

[ دخوشال خټک کلیات..........۳۶۰ مخ]

دخوشال خان په نظر په سرکې مغز او غوږونه او په مخ کې سترګې او خوله هرانسان ته دزده کړې توان وروکوې او د زده کړې له لارې « دسیرت خوبي » تر لاسه کوي چې دانسانیت جوهر جوړوي.

که دا جوهر نه وي د نوانسان انساني ځانګړتیا وې له سره کمزورې کیږې، تر دې چې دانسان څخه یوازې یو کالبوت جوړیږي. نوځکه باید زده کړې ته ملا وتړو، دپرله پسې زده کړې له لارې علم تر لاسه کیږي او دعلم په واسطه انساني ځانګړتیاوې ساتل کیږي او ځواکمنې کیږي.

له بلې خوا وینو چې انسان په خالي فضا کې انفرا دي ژوند نه کوي، هغه یو ټولنیز مخلوق دی، په ټولنیزچاپیریال کې دنیا ته راځي، په دې چاپیریال کې لوئيږي اوروزل کيږي، په لوئيد نه او ښوونه او روزنه يې دټولنیزچاپیریال اغیزې ښکاره لیدل کیږي. ځوشال خټک دوخت په بهیر کې دانسان په لوئیدنه، زده کړه اوښونه اوروزنه دچاپیریال داغیزو په هکله هم داسې په زړه پورې څرګندونې لري چې ورباندې بحث کول ضرور او حتمي په نظر راځي.

 

- رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته