(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عجم مېرمنې

[25.Apr.2021 - 21:57]

عجم مېرمنې

لیک: رشید یوسپزی

په بشرا تاریخ کې دوو مېرمنو ته د ښایست تر څنګ فکري ژورې، ذهنیت او پوهه په برخه وې، لومړۍ د سکندریه فلسفي مېرمن آغلې های پیشیا Hypatia ته،او بله د ایران بابي غورځنګ غړې قرة العین طاهرې ته.

د دواړو انجام په دردناک قتل وشو ... ښایي د قدرت چلن له دې نازک صنف سره تل منصفانه نه دی.

لارډرسل په History of Western Philosophy کې د های پیشیا په شخصیت او دردناک انجام پخپل زور راوړونکي شکل لیکلي دي ،زما په څېر رقیق القلب انسان د لارډ رسل اړوند ماخذ لوستنه په سخته زغملی شي.

د قرة العین طاهره مقام او ځای اقبال په یوه شعر کې بیان کړی دی:

غالب و حلاج و خاتون عجم

شورها افګند درجان حرم 

 

غالب، منصور حلاج او قرة العین طاهره د اسلام په روح کې غوغا رامنځته کړې ده.

غالب مې د خوښې اردو شاعر دی؛ خو په لړ کې یې نوم راوستل ښایي مبالغه. ي ـ د منصور او قرة العین په روح اسلام کې رستا خیزی یقینناً کوټلی واقعیت دی.

شیخ احمد احسایي د عراق په شیعوو سپېڅلیو مرکزونو، کربلا، نجف و کاظمین کې د صوفي او د عالم په توګه د مخلوق سرچینه و ـ

د ده تعلیمات خوله په خوله د قیامت قرب او کایناتو له روح سره د انسان بنسټي تړون و .

 د شیخ احسایي پیروانو د یوې پوره ډلې شکل غوره کړی و چې " شیخیه" بلل کېده.

د ده په مړینه د رشت سیدکاظم رشتي یې ځایناستی شو. د ایران یوې سوداګریزې کورنۍ چې په" بازاري" مشهوره وه یو ځوان محمدعلي د سیدکاظم رشتي د مریدانو په دایره کې کېناست.

 محمدعلي په نږدې ۱۸۱۹ م کې زوکړی دی ( ټول لیک له حافظې لیکم، د تېروتنو امکان شته) .

پاک ښکلي ځوان محمدعلي د خپل ریاضت و عبادت او خلوص و سپېڅلتیا له امله پخپلو ورونو کې امتیازي ځای ترلاسه کړ.

د رشتي په مړینه یې د پیروانو سترګې ده ته وې ـ یوه موده وروسته محمدعلي اعلان وکړ چې دی امام مهدي دییو څه موده نور وروسته یې د ټول نبوت اعلان وکړمحمد علي وویل چې دی باب یانې ور دی او له ده وروسته یو بل د برتر مقام لرونکی نبي راروان دی.

د همدې لپاره دې دی " محمدعلي باب " وبلل شي.

د هندوستان بنسټګر د احمدیه لړۍ مرزاغلام احمد اپوټه محمدعلي باب له لوی جرات سره اسلام منسوخ دین وګاڼه او د " امر جدید" د ظهور اعلان یې وکړ ـ حیرانوونکې خبره دا ده چې له پیغمبر کریم صلی الله علیه وسلم وروسته په هر مدعي د نبوت وحې په عربي کې راځي هغه که د هر هېواد نبوت مدعي وي.

په محمدعلي باب هم وحې په عربي کې نازلېدله چې په څو کتابونو کې قلمبند شوې ـ باب به عربي ناسمه ویلهاقبال یې په نوم د خپلو درې شعرونو په نظم کې ویلي دي

تھی عجب حضور علماء باب کی تقریر

بیچاره غلط پڑھتا تھا اعراب سموات

دویم شعر مې هېر شودریېم شعر دی چې 

کله چې علماوو پرې ټوکې او تعریض وکړ؛ نو باب ځواب ورکړ:  

اب میرے امامت کے تصدق میں آزاد 

محصور تھے اعراب میں قرآن کے آیات

 باب په ځواب کې وویل چې د قرآن آیتونه په عربو کې قید دي اوس د ده پیغمبرۍ له برکته آزاد شول.

باب ایران ته لاړله قاچار حکومت سره له ښې وسې کولو وروسته په نږدې ۱۸۵۲ م کې د توپ خولې ته وتړل شو، د توپ له ډز وروسته چې وکتل شول؛ نو رسۍ نه وه؛ خو باب ژوندی و ـ سم له واره ووژل شو.

که څه هم د بهایي روایت له مخې د همدغه توپ په ګولۍ سره وژل شوی و.

جسد یې وروسته د ترکیې عثماني خلافت فلسطین/ اوسني اسرایل سیمې ته ولیږدول شو ـ د اسرایل په یوه زړه پورې ایراني طرز بڼ کې په کرمل غره یې مزار دی.

په باب ایمان راوړونکي د ده یوه صحابیه تر ده ډېره مشهوره او منلې شوه.

د باب دا پیروانه د ملا صالح برغاني لور قرة العین طاهره وه چې د وروستي وخت د یو څو انګلیسي ناولونو لکه Tahira the pure اداکاره شوه.

د ملا لور، شاعره فلسفي، عالمه قراة العین طاهره د مولوی صالح برغاني په کور کې غالباً ۱۸۱۴ م کې زوکړې ده ـ نوم یې زرین تاج کیښودل شو، له پلار یې عربي ژبه او ادب، فقه او نور اسلامي علوم او منطق و فلسفې زده کړه وکړه.

چیرته مې یې له سترګو رسم الخط هم تیر شوی دی، بې بریده ښکلی لیک و ـ باغي روح یې موندلی و . باب د نبوت دعوه وکړه، ایراني حکومت په اسلام کې د مرتد سزا قتل جواز په اخیستو د بابیانو عام وژنه پیل کړه.

فقه پوه قراة العین باب ته وویل چې په اسلام کې د مرتدې ښځې سزا نشتهزه د بابیت په قبلولو ایرانی حکومت چیلنجومپه ښکاره یې په باب ایمان راوړ او د بابیت درس و تدریس یې پیل کړ، زړه وړونکی شاعرانه صلاحیت یې ترلاسه کړی و ....... یو غزل چې قافیه یې " کو بکو،روبرو " او ... ده په اردو شاعرۍ کې ډېره چلېدلې ده ـ 

اقبال او فیض پورې شاعرانو قافیې تړلې دي ..... ایرانیان شاعر ملت دی طاهرې غوغا جوړه کړه.په بدشت ساحه کې ایراني حکومت بابیان تر اووه میاشتو پورې محاصره کړي ووقراة العین منبر سنبال کړ، له دوه درې مسحوري کرښو ویلو وروسته یې پرده پورته کړهقیامت رامنځته شود ختیځ تاریخ او بشریات Anthropology پوهان دې پېښې ته د ختیځ میرمنې د آزادۍ لومړنی اعلان ګڼي.

له دې وروسته طاهره په ایله خوله خپله تګلاره مخته وړله.

یوه ورځ نصیرالدین شاه قاچار  باچا دربار ته وغوښتلهد طاهرې له حسنه په اغېزمنېدو باچا ورته د واده کولو وړاندیز وکړ، طاهرې په ځواب کې وویل ژوند یې نوي دین ته سپارلی دی.

د نړۍ ستر خلک تل له خپلې تګلارې سره مخلص وي هغه که په حق وي یا باطل، ګنې د یوې ملا لور لپاره د قاچار باچا ښځه کېدلو وړاندیز ردول د حیرانۍ وړ خبره ده.

هو دا حقیقت دی چې له ملکې جوړېدو وروسته به قراة العین نه شوه پاتې کېدی.

څو ورځې وروسته په باچا مرګونی برید وشو، تور په قراة العین پورې شو، ښایي د باچا په زړه کې د دې د وړاندیز ردونې درد و او غچ یې اخیستقراة العین بندۍ شوه څو ورځې وروسته یو شرابي یې په قتل وټاکل شو.

یوه بڼ ته لوڅ مخ قراة العین راوستل شوه ښه په ټول ځان جوړه شوې وه د التحیات په شکل کېناسته.

جلاد د شرابو په نشه کې غرق راغی یو دستمال یې په لاس کې و چې د ښځې مرۍ تړل یې موخه وه، طاهرې له سره لوپټه په دواړه لاسه ایسته کړه او سر یې لوڅ کړ، وروستي الفاظ یې وو

مذهب ښځه وژلی شي؛ خو آزادي یې نه شي تړلی!  

د ساه په وتو یې د هوښیارۍ، خلوص او سپېڅلتیا دې ټولګې جسد نږدې وچې څاه ته وغورځاوه او له پاسه یې خاورې پرې واچولې!  

د ختیځ ښځو د آزادۍ لپاره لومړنۍ شهیدې قراة العین طاهره خپل ځان قربان کړ؛ خو د ختیځ ښځې آزادي تر دې دمه یو خوب و خیال دی.

By: Rashid Yousafzai

مننهShafiullah Taandله ښاغلي

- رشید یوسپزی
بېرته شاته