(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان داسېا په کومې

[25.Apr.2021 - 21:18]

"افغانستان د آسیا په کومې حوزې (مرکزی، جنوبي، لویدیځې) کې شامل دی؟ 

لیک: داود محمدي

د افغانستان اوسنۍ جغرافیاوي او منزوی isolated بڼه طبیعي نه ده، بلکې د ۱۹مې پیړۍ د تزاري روسیې او د بریتانوي هند د استعماري رقابت (ستره لوبه Great Game) پایله ده چې افغانستان نه یوازې ارضي تمامیت له لاسه ورکړ، بلکې په وچه کې ایسار او د مرکزي آسیا له حوزې څخه بیل شو.

د همدې استعماري سیاست په پایله کې افغانستان نوی (اوسنۍ) غیر طبیعي بڼه پداسې ډول اختیار کړه چې ډیرې سیمې یې له لاسه ووتلې، په Buffer State بدل شو او دا هیواد د No Man's Land وبلل شو. له افغانستانه د بخارا بیلول او امو دریا له مرکزي آسیا سره د تپلې پولې په توګه ټاکل، دا هیواد د مرکزي آسیا له حوزې څخه د تل لپاره بېل کړ

 

- افغانستان تر بل هر حوزې ډېر له مرکزي آسیا سره تاریخي، کلتوري او اتنیکي اړیکې لري

- د مرکزي آسیا په څېر، د افغانستان لرغونی اوسیدونکی، مشهور آس سپاره، مالدارۍ پالونکی livestock او د سیندیزو حوزو او ورشو ګانو steppes په شاوخوا کې استوګنه درلوده. افغانستان د سیاسي عروج په زمانه کې تل پدې حوزه کې د Big Brother رول اداء کړی، او د مرکزي آسیا خانانو د ضرورت او بهرنی یرغمل په وخت کې افغانستان ته د "ناجي" په توګه کتل

- د تزاري روسیې او برتانوي هند لخوا له مرکزي آسیا څخه د افغانستان بېلول، له دې هیواد سره داسې تاریخي بېعدالتي وشوه لکه کوم پردی چې مشر ورور له خپله کوره وشړي

د مرکزي اوسني تعریف له مخې هغه هیوادونو چې د تزاري روسیې په لمنه کې پراته وو او د شوروي روسیې تر قلمرو لاندې وو، مرکزي آسیا بلل کیږي، چې افغانستان پکې شامل نه وو. د شوروي اتحاد د هغه وخت له ډېرو اسنادو معلومیږي چې دوی افغانستان د مرکزي آسیا برخه نه بلله بلکې د outsider په سترګه یې ورته کتل

 

- د جنوبي آسیا د حوزې اوسني تعریف کې هغه هیوادونه شامل دي چې د برصغیر هند برخه ول. دا برصغیر هند چې کله په ۱۷ او ۱۸مه پیړۍ کې د بریتانوي استعمار لاندې راغلې وو، اوس د جنوبي آسیا حوزه بلل کیږي

- د جنوبي آسیا حوزې نوم هم د بریتانوي هند د استعمار مصنوعي زیږنده ده. په متنونو کې د جنوبي آسیا حوزې نوم د ۲۰مې پیړیو به لمړیو لسیزو کې د مستشرقینو په هغه سفر لیکونو کې یاد شوی، چې دا سیمې یې د استعماري پروژې د پراختیا لپاره له نژدې کتلې وې.

په رسمي بیانیو کې د جنوبي آسیا حوزې نوم هغه وخت مخې ته راغې، چې کله برصغیر هند په دوه هیوادونو (هند او پاکستان) وویشل شو او د بریتانوي استعمار لمن له دې سیمې غونډه شوه. په انګلستان کې د هغه وخت بهرنیو چارو وزارت کې د (بریتانوی هند) سیاسي څانګې نوم د (جنوبي آسیا) پر حوزې بدل شو

- د جنوبي آسیا حوزې نړیوال ارزښت په ۱۹۸۵ کال د "سارک" سازمان په جوړیدو سره نور هم مهم شو او تمه وه چې دا حوزه به د [جنوبي ختیځ آسیا] د حوزې په توګه د اقتصادي همکاریو او ازادې سوداګرۍ په لوی مرکز بدل شي، خو د هند او پاکستان خپلمنځي شخړو دا تمه په اوبو لاهو کړه

افغانستان په سیاسي توګه د جنوبي آسیا حوزې غړی دی چې په ۲۰۰۷ کال یې د هند په مرسته پکې غړیتوب واخیست. په جنوبی آسیا کې د افغانستان موقعیت نوی او یوازې سیاسي بڼه لري، خو په کلتوري، تاریخي او اتنیکي توګه دا هیواد له مرکزي آسیا سره ډېر مشترک نقاط لري. د جنوبي آسیا حوزه تر ډېره له هغو هیوادونو څخه جوړه ده چې یا د برصغیر هند برخه ول، یا بریتانوي هند تر قلمرو لاندې وو او یا جغرفیاوي نږدیوالی geographical proximityسره درلود. افغانستان نه د برصغیر هند برخه پاتې شوی، نه د بریتانوی هند مستعمره وه او د پاکستان په جوړیدو سره له هند سره همغه جغرافیاوي نږدېوالی مو هم له لاسه ورکړ. البته په ۲۰۱۸ کال، په یو سمینار کې د هند د پوځ سرلښکر VK Singh راته وویل چې موږ له افغانستان سره ګډه پوله لرو، مشکل دا دی چې پاکستان پرې دعوه کړی ده. هغه د پاکستان لخوا نیول شوی کشمیر او ګلګت بلتستان د هند هغه برخه بللې چې له افغانستان سره ګډه پوله تعینوي

- د جنوبي اسیا حوزې څخه اوسنی تعریف تر ډېره India-centric ده یعنې هغه هیوادونه چې له هند سره د وچې او یا بحري پولې لري، پدې حوزه کې شامل دي، خو بلخوا بیا Tibet او میانمار چې له هند سره ګډې پولې لري، د جنوبی آسیا حوزه کې نه شمیرل کیږی. نړیوال بانک افغانستان د جنوبي آسیا پر ځای، په مرکزي آسیا پورې تړي

 

- یوه بله حوزه لویدیځه آسیا (فارس) یا منځنی ختیځ دی چې ډېر کله افغانستان هم پدې حوزې پورې تړل کیږي. افغانستان له دې حوزې سره یوازې مذهبي ګډ تاریخ لري. زردشت چې په آریانا کې زیږیدلی او د زردشتي دین بنسټ یې کېښود، په فارس، مرکزي اسیا او حتا د کسپین تر بحیرې یې پلویان پیداکړل. هغه "ویدي vedi" مذهب ته د پای ټکی کېښود چې پدې سیمه کې مروج وو. زردشتي دین او تر هغې را وروسته، له هند څخه راغلی بودېزم په لرغونی فارس او اریانا (باختر) کې به لویدیځه اسیا (منځني ختیځ) کې د افغانستان لرغونی اهمیت په ګوته کوی. د اسلام په راتګ سره افغانستان له دې حوزې سره په مذهبي اړیکو کې نور هم نژدې پاتې شو

اوس هم چې غربي لیکوالان په سیاسي اسلام بحث کوي، افغانستان په منځني ختیځ کې شاملوي

- لنډه دا چې افغانستان په مذهبي توګه د منځني ختیځ (لویدیځ اسیا) حوزې غړی، په سیاسي توګه د جنوبي آسیا حوزې غړی او په تاریخي، کلتوري او اتنیکي توګه د مرکزی آسیا د حوزې طبیعی غړی دی

- اوسمهال افغانستان د هیڅ یو حوزې بشپړ غړی نه دی، خو له شاوخوا ټولو حوزو (Regions) سره اړیکې لري او حتا دغه حوزې سره وصلوي

داود محمدي

- محمدي
بېرته شاته