(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افسانه

[25.Apr.2021 - 21:14]

افسانه/داکافربه څوک پړکړی

 ليک سالار یوسفزے

هغه زماخپل سکه وروردے زمادخپلې ابۍ داداراوړے ، زماوينه ، زماتن اوزما ځان.مونږدواړه په يووخت پېداشوي يو.يوځائے مودژوند تودې سړې زغملي دي اويوځائے مودژوند په مېلوکښې کله په نوروپورې اوکله په خپل ځان پورې خندلي دي.کله کله ترې زما کرکه پېداشي قارشم ورته ځان ترې خفه کړم.بدې ردې ورته ووايم خوهغه زمانه چرته هم نه خفه کېږي.اونه رانه جداکېږي.بې زما يې يوساعت هم نه تېرېږي.په هغه کښې نورې ټولې خوبۍ خوبۍ دي خودايوه پکښې خامي ده اودټولوغټه خامي چې دهغه ټولې خوبۍ د دنيا مخې ته عبث ثابتوي.دمذهب نه يې سرشين دے.د دې وجې فکرکوم چې دهغه نورې خوبۍ ددنیا په نظر کښې داسې دي لکه هندوستړے اوخدائے ناراضه.اوزه شکردے ځان ته مسلمان وايم کلمه طيبه مې نصيب شوېده.په جنت اودوخ يقين لرم .مونځ اودس که پنځه وخته نه کوم خوبيا هم کؤم يې.چې کله په مانځه ودرېږم دے راته مخې ته کېښني ، خاندي راپورې .چې روژې نيسم دے هم څه نه خوري اوځان راسره وږے ساتي .زه په جنت اودوزخ عقيده لرم اودے نه.زه دشېطان دنجس وجودنه کرکه کوم دهغه دشرنه پناه غواړم اودهغه خيال دے چې جنت اودوزخ دويرولواولالچ ورکولودڅېرې دوه مخونه دي.اوچې کوم سړے بد عمل کوي دبدعمل کولوپه وخت کښې پخپله شېطان دے.

زما اودهغه اکثرپدې ديوبل سره شرواروي.زه ورته وايم کلمه درسته کړه مسلمان شه دنيا اواخرت دواړه به دې ښائسته شي.هغه راغبرګه کړي کلمې وئيلوته مسلماني وائي ؟ زه وايم د دې سره سره د دې کلمې لاندې ژوند تېرولوته.هغه وائي د دې کلمې لاندې ژوند تېرولوته مسلماني وائې ؟ يعنې خدائے يودے اومحمد دهغه پېغمبردے اوبس ! د دې کلمې وئيلوخدائے ته ضرورت شته ! زه وايم نا هغه وائي خدائے ته ترې څه فائده شته ؟ زه وايم نا .کائينات ، مخلوقات ، انسان يا ټولنې ته ترې څه فائده ده ياترې تاته . . . ؟ خدائے دې پخېرکړه پدې کلمه کښې مونږد خدائے سره وعده کړېده چې خدايه ستا حکمونه به منودنبيء په طريقوبه ژوند تېروو.د خدائے نه به دکېدواودمخلوق نه د نه کېدو يقين جوړؤو.هغه وائي نه خوپدې کلمه کښې د داقسمه وعدې څه ذکرشته اونه زه خبريم چې کله ، کوم ځائے ولې اوڅنګ ما داوعده کړېده .دروغژنه ! زه وايم علما اوتبليغيان داسې وائي.هغه وائي داعلما اوتبليغيان انسانان دي ؟ زه وايم هو.وائي دهغوي هره خبره منل لازمي ده زه ويم نا چې د قران اوحديث نه دهغوي وېنا ثابته وي هغه د هرمسلمان لپاره منل ضروري دي.هغه وائي قران اوحديث به د علماؤاوتبليغيانوخبره ثابتوي که علما اوتبليغيان به د قران اوحديث په رڼا کښې دخپلې وېنا د صحت پخلے کوي.روزانه زما اود ده دامارېزې وي.دے تل زما خبره الوول کړي اوزما مخې ته يې په نورومعنوکښې کېږدي ځان رانه خلاص کړي اوما په جاخه ماشوړه کښې نختے پرېږدي.

څه د عادت نه مجبوره يم څه مې پرې زړه سوزي ملګرے مې دے اوښه سړے دے نېکوکاره دے که دين داره هم شي خلاصے به بيامومي.دافکر راسره شي چې د دوزخ داوره يې بچ کړم.پدې خاطرمې ورته بياداسلام قبلولواوايمان راوړواوکليمې وئيلودعوت ورکړو.نورکله به هغه ځواب راکولو! تاچې کليمه وئيلې ده ايمان دې راوړے دے اسلام دې په وراثت کښې په برخه شوے دے کومه توره دې کړېده.ما به زړه کښې ووې دې کافرته ګوره څومره په اسانه درښتونولۍ نه سترګې پټوي.خونن خلاف توقع هغه پوښتنه وکړه چې زه اسلام قبول کړم کليمه ووايم ايمان راوړم څه دخېرکاربه وشي اوکه په شته حال ټينګاروکړم کوم کوم بد به وشي.ماوې د دې کليمې دويم مقصد اومرام په يوه نقطه راغونډېدل اومتفق کېدل دی اوديومرکزاتباع کول دی.هغه وې شپږپنځوس اسلامي ملکونه دي اوپه اربونومسلمانان پکښې مشته دي .دوي په کومه نقطه متفق دي اوپه کوم مرکزراغونډ دي؟ .ماجواب ورکړودمحل وقوع ، بين الملی تعلاقاتواوکاروباري ګټواوغوښتنوله غرضه بيل بيل دي خوټول داسلام په يوه نقطه متفق دي.هغه سکوټ تپوس وکړو شيعه مسلمان دے ماوې نه ! وې ستا دډلې نه نه دے که بله څه خبره ده ځکه دخدائے يومنل محمد دهغه نبي منل قران کلام الهي تسليمول داسلام بنيادي عقايد دي چې اهل شيوع پرې لکه ستا عقيده لري پاتې شواعمال که داثابته کړې چې اهل سنت مجموعي طورداهل شيوع نه په عملونوکښې پاک ، پاخه اوخالص دي زه به ستا په بلنه غوروکړم.ماوې هغه محمد دخدائے رسول نه تسليموي اوحضرت علي ته دخدائے رسول وائي قران څلوېښت سپارې ګڼي اوداصحاب کراموپه شان کښې ګستاخي کوي.هغه وې دادې په کوم کتاب کښې لوستي دي ماوې ماپه کوم کتاب کښې نه دي لوستي اوخدائے دې په ما داقسمه کتابونه ونه لولۍ خوداټول خلق اوعلمان داوائي . هغه وې کوم خلق اوعلماء چې ستاد ډلې دي اوکوم خلق چې ځان ته سنيان وائي.ماوې ډلې پکښې نشته مونږمسلمانان يواودعلماوفتوه ده چې شيعه کافردے.هغه وې دغه تپوس ماپرون دشيعه نه کړے وو هغه وې سني کافردے. برېلے ځان ته مسلمان وائي نوروته کافر، وهابی ځان مسلمان ګڼي اونورنه .وس ماته داووايه چې دکومې فرقې خبره ، دين ، مذهب اوايمان سم وګڼم. اودغه خبره نوردينونه او دهغوي بې شماره فرقې هم کوي.لکه څنګ چې ته اسلام حق دين ګڼې اونورنه ، هندوان هندومت برحق ګڼي اونورناحق ، عيسايان خپل دين حق ګڼي اونورباطل اوکه څوک ووائي چې غوږدرنه سپي وتختؤو نوزه په سپي پسې دزغاښتونه مخکې خپل غوږګورم څه دې خيال دے.

ماوې دخدائے اودهغه دبرحق رسول ! وې شابه د خدائے اودهغه درسول خبره راته وکړه که ګټوره وي زه دې ملګرتياکوم .ماوې اول دخدائے عبادت کول د هغه اودهغه دخوږنبي حکمونه په خپل عملي ژوند کښې راوړل.هغه وې خدائے انساني عبادت ته څه اړتيالري ؟ نعوذ بالله دخدائے دانسان عبادت ته څه ضرورت دے . خودخدائے دعبادت کولوسره په انسان کښې ښه اخلاق اودفرمانبردارۍ اوصاف پېداکېږي.دبدوکارونونه راګرځي پخپله هم نېکي کوي بل ته هم دښه کولواوبدونه  کولوترغيب کوي.دخدائے دمخلوق په خدمت کښې ورته سکون مېلاوېږي اود خدائے مخلوق ته ترې فائده رسي.ماچې څنګ خپله خبره خلاصه کړه هغه په ټک تپوس وکړو.

تاکليمه وئيلې ده ماوې بې شکه اوبيا مې کليمه درسته کړه لا اله الله محمدالرسولله ، وې شاباش ! مونځ کوې ، روژې نيسې ؟ ماوې الحمدالله . وې رښتيا وايه غاړه به دې نيولې وي په دروغو ! غلاکوې کنه زه يوساعت چپ شوم خوځان راته ملامته ښکاره شوچې نن خورښتيا ووايه کېدئے شي دابې دينه زما درښتيا وينانه متآثره شي اواسلام قبول کړي ، ماوې زه انسان يم انسان کمزورے دے خطا ترې کېږي زمانه هم شوېده اوکېږي.هغه وې دروغ وائې ماوې نن مې په وړمبی ځل رښتيا ووې .وې غېبت کوې ماوې خوږه مشغولاده.وې ګاونډي دې ازارکړے دے ماوې زه دهغه نه څه کم خونه يم .وې دمورپلارخدمت کوې ؟ ماوې که دښځې په زړه مې جوړه وي نوکله کله يې تماشې له ورځم اودښځې نه پټ ورسره لاس اخلاص کوم.صله رحمې ساتې ؟ ماوې دښځې دخپلوانوسره.وې نشې کوې ؟ ماوې دالت راته دوړوکوالي نه لږېدلے دے . وې دچانه ! ماوې دملګرونه .وې هغه مسلمانان وو؟ ماوې او! وې خانه داراته ووايه زه دې غل ، نشئي ، دروغژن اودموراوپلارنافرمانه خوښ يم ! ماوې نا ما کله تاته وئيلي دي چې ته دغه بد عملونه خپل کړه زه خووايم اسلام ښکلے دين دے اومسلمان غوره امت دے چې ته پدې غوره امت کښې داخل شې دنيا اواخرت دواړه به دې ښائسته شی .وې چې زه ستادعوت قبول کړم خوکوم عملونه چې ته کوې زه به هم هغه کوم.ماوې چې زما عمل ښه وي هغه شان عمل کوه اوچې بد وي دهغې نه ځان ساته . وې تروسه چې ته کوم عملونه کوې اواقراردې هم وکړودغه خو ټولنې ته هيڅ ګټه نه ورکوي اوپاتې واړه بد دې.خبره يې مخ په وړاندې بوتله ځه خېرخپل ښه عملونه راته په ګوته کړه چې زه يې کوم.زه ! زه ! زه ! مادڅه وئيلوډېرکوښښ وکړوخوژبه مې ګونګه شوه ساه مې لنډه لنډه شوه مازغومې ملګرتياپرېښوده او! او! او ۰۰۰؟

هغه وې که خبره دنېک عمل وي خوته ناکامه يې که دمذهب وي خوته ناکامه يې ځکه چې ته دعوی کوې ، زه مسلمان يم ، په يوخدائے يقين لرم اودهغه حکمونه منم خوپه عملي ژوند کښې ته دهغې برعکس روان يې اوکه ستادوېنا مطابق د مذهب منلوسره سړے ښه جوړېږي اود نه منلوسره بد نوپکارده چې تا ښه عملونه کولے اومابد.

خوته مذهب دبدوعملونونه راونه ګرځولې اوزه يې د نه منلوباوجود بد عمله نه کړم.په مسلمان ، هندو يا عيسائی جوړېدوسړے نه ښه کېږي او نه بد کېږي بلکې د ښه کېدويابد کېدوپېمانه ښه يا بد عمل دے !۰۰۰

ماوې داکافربه څوک پړکړي .

- سالار یوسفزی
بېرته شاته