(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبرکتونو مېاشت

[25.Apr.2021 - 21:11]

روژه د برکتونو او رحمتونو مياشت

ليک: امان الله نصرت

روژه د اسلام له پنځو بنسټونو څخه دريم بنسټ دی او مدينې منورې ته د رسول اکرم  صلى الله عليه وسلم  دهجرت  څخه  اتلس مياشتي  وروسته  دشعبان المعظم  په لسمه  ددي اٰيت په نزول سره فرض شوه چې:

 

 يا أيُّها الذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عليكمْ الصّيامُ كَما كُتِبَ علَى الذين مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلّكم تتقونْ . البقرة 

 ژباړهاى مؤمنانو فرض  كړى شوي په تاسي باندي روژه لكه چې فرض  كړي شوي ده په هغه كسانو چې له تاسو څخه وړاندي وو ۰

د روژې د فرضيت دليل د سوره  بقره له دې ايت نه هم څرګندېږي چې:

من شهد منکم الشهر فليصمه

ژباړه: " څوك چي حاضر شو له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي "

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) فرمايی : بنى الإسلام على خمس , شهادة ان لا إله إلا الله و أن محمداً رسول الله , و إقام الصلاة و إيتاء الزكاة و صوم رمضان و حج البيت لمن استطاع إلية سبيلاً

ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول شوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول۰ 

 

روژه د برکتونو رحمتونو او اجرونو هغه بختوره مياشت ده چې مسلمانانو ته پکې د انساني عواطفو، مينې، نيکو اخلاقو او نورو مسلمانانو سره د مرستې، خواخوږۍ او خير رسولو درسونه نغښتي او د هغوی دين او دنيا دواړه پرې ښکلي کېږي۰

په دې بختوره او سپېڅلې مياشت کې الله ج د انسانانو د هدايت او لارښوونې لپاره په  حضرت محمد مصطفی ص باندې د قران اسماني قانون  نازل کړ چې تر قيامته به د ځمکې پر مخ جاري او نافذ وي  او مسلمانان به ېې ټينګه پيروي کوي او په خپل ورځيني ژوند کې به ترې ګټه اخلي۰

 

د أبى امامة رضى الله عنه  څخه روايت دي فرماييأتيت رسول الله صلى الله عليه و سلم فقلت : مُرنى بعمل يدخلنى الجنة , فقال : عليك بالصوم فإنه لا عدل له  ۰

ژباړه : زه دالله پيغمبر(صلي الله عيله وسلم) ته ورغلم ورته ومي ويل : ماپه داسي يوه عمل وګماره چي جنت ته مي ننباسي ، هغه وفرمايل: روژه ونيسه ځكه دهغي لپاره كوم انډول نشته ۰

 

همدغه راز  له  أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه څخه روايت دي فرمايي : داسلام سترپيغمبر(صلي الله عيله وسلموفرمايل : لا يصوم عبد يوماً فى سبيل الله إلا باعد الله بذلك اليوم النار عن وجهه سبعين خريفاً   ۰

ژباړه : يوبنده چي دالله په لاره كي يوه ورځ روژه ونيسي نوخداي  ددي يوي ورځي په سبب دده له مخه اوياكاله اورليري كوي۰

 د روژې د مياشتې له بې شميره فضايلو څخه يو فضيلت  دادی چې په دې درنه مياشت کې الله ج د انسانانو د هدايت او رهنمايۍ لپاره د قران سپېڅلی کتاب نازل کړ چې د ټولو لپاره د لارې مشال شي او هغوی د دنيا او اخرت له اړونده چارو او رازونو خبر او اګاه کړي۰

الله ج د بقره په سورت کې فرمايي:

شَهْرُ رَمضانَ الذي أنْزِلَ فيهِ القرآنُ هُدًى للناّس وبيِّنَاتٍ مِنَ الهُدى والفُرقانْ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكم الشهْرَ فلْيَصُمْه وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ۰

  ژباړه : درمضان مياشت  هغه ده چي  قرآن کريم پکښې نازل  شوی  (    يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته  ) چې دبشريت لپاره هدايت دی او نورښکاره دلائل دهدايت پکې نغښتي دي  نوکه له تاسوڅخه يوه تن  درمضان  المبارک مياشت  وليده نو روژه دې ونيسي   اوكه څوك ناروغ واوياپه سفرتللي ونودي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي ، الله پاك غواړي پرتاسواساني وكړي اوپرتاسوباندي دتكليف اوزحمت اراده نلري ، اودا(دروژوقضا) ځكه چي هغه شميربشپړسي ،اوځكه چي دخداي له لوري ستاسودهدايت په بدله كي تاسودخداي سترتوب وښوئ اوښايي چي تاسوشكرايستونكي وګرځئ۰ .

روژه له اسلام څخه تر مخه په تيرو    قومونو او ملتونو كي هم  د يوه عبادت په توګه دود وه او د ادم ع له وخته انسانانو په بېلابېلو بڼو او وختونو روژې نيولې او د يوه ديني او مذهبي عبادت په توګه به ېې دا فريضه ادا کوله خو د هغوی روژې زمونږ له روژو سره توپير درلود ۰

عمرو بن العاص رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل چي زموږ او د اهل کتابو د روژې ترمنځ توپير پېشنمی دی۰

نوح عليه السلام  ټول عمر روژه نيوله  او يواځي د کوچني  اولوى اختر  په ورځو کې به  روژه   نه و۰ 

 داود عليه السلام  نيمايې عمر روژه  نيوله  يعني يوه ورځ به يې  روژه  وه اويوه  ورځ به يې نه وه اوابراهيم  عليه السلام  به  له هري مياشتي  دري  روژي  نيولي۰

د رمضان د مياشتې له فرضيت څخه مخکې مسلمانانو د هرې مياشتې په ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم چې   ايام البيض ېې ورته ويل او د عاشورا روژې نيولې خو چې کله د رمضان د مياشتې د روژې نيولو د فرضيت حکم راغی نو مسلمانانو د رمضان د مياشتې د روژې نيول پيل کړل او د نورو ورځو د روژې نيولو د فرضيت حکم د لمنځه لاړ۰

روژه چې د برکتونو او رحمتونو مياشت ده په دې مياشت کې يوه شپه داسې ده چې له زرو مياشتو غوره او بهتره ده او د مسلمان عبادت پکې زرچنده اجر او ثواب لري ځکه قران کريم په همدې بختوره او نېکمرغه شپه نازل شوی او له همدې امله دا شپه له زرو مياشتو غوره او بهتره ګڼل شوې ده۰

الله ج فرمايي:

إِنَّا أَنزَلْنٰهُ فِى لَيْلَةِ الْقَدْرِ

وَمَا أَدْرٰىكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ

لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ

 

تَنَزَّلُ الْمَلٰئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ

سَلٰمٌ هِىَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ

 

ژباړه:

موږ دا (قُرآن) د قدر په شپه نازل کړيدی

او ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده؟

د قدر شپه له زرو مياشتو څخه ډېره غوره ده؛

 

په دغه (شپه ) کې (نور) ملايک  او روح (جبريلد خپل رب په حکم سره نازلېږي

( لپاره د  پوره کولو ) د هر ( مقرر شوي ) کار

هغه شپه له سره تر پايه، تر سهار ختلو پوري سلامتيا ده

( سُورَةُ القَدر )

.

رسول اکرم ص روژه يوه مبارکه او د برکتونو، رحمتونو او د دوزخ له اور څخه د نجات او خلاصون مياشت ګڼلې  او د قدر د شپې فضليت او بهتري ېې په داسې ټکو بيان کړې ده چې:

ابو هُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د روژې مياشت درته راغله دا مبارکه مياشت ده، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې ده، په دې مياشت کې (د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره) د اسمانونو دروازې خلاصېږي او د جهنم دروازې بندېږي او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي

 په دې مياشت کې  يوه شپه ده چې له زرو مياستو څخه غوره ده، څوک چې د دې شپې له خير څخه بې برخې شو، هغه يقينًا بې برخې او محروم دی. د الله تعالی له لوري څخه يو څوک آواز کوي چې: ای د خير پلټونکيه وړاندې شه، ای د شر پلټونکيه! بس کړه او الله تعالی ډېر خلک له جهنم څخه آزادوي او دا هره شپه وي۰

روژه مسلمانانو ته د خواخوږۍ، انسان پالنې او نورو ته د خير رسونې او مرستې درس ورکوي او خپل پيروان  ېې دې ته هڅولي چې په دغه مبارکه او عظيمه مياشت کې دې د عباداتو او ذکر و فکر تر څنګ نورو ته د خير ښېګڼې رسولو  په فکر کې هم شي او له اړ او محتاجو مسلمانانو سره دې د زړه له اخلاصه مرسته او کومکونه وکړي۰ 

رسول الله ص فرمايلي دي چېد اللهﷻ په نزد له فرضو څخه وروسته تر ټولو بهترين عمل د مسلمان خوشحالول دي۰

 د مسلم شريف د يوه حديث له مخې رسول الله ص فرمايلی دی چې:

الله ج تر هغه وخته د بنده مرسته کوي چې هغه د خپل مسلمان ورور مرسته کوي۰

او په يوه بل حديث کې راغلي چې د اسلام ستر پېغمبرفرمايلي:

هغه څوک له مونږ سره نه دی يعنې زمونږ له ډلې نه دی چې دی په خېټه موړ او ګاونډی ېې تر څنګ وږی ويده شي۰

څرنګه چې  په نورو رحم او بښنه د الله ج د رضا لامل کېږي نو مونږ ته ښايي چې د رحم او لورينو لار خپله کړو او نورو ته بښنه وکړو تر څو الله او د هغه رسول له مونږ څخه خوشاله شي ۰

 رسول الله فرمايلي دي:   رحم وکړﺉ چې د الله تعالی له لوري در باندې رحم وشي او بخښنه کوﺉ چې د هغه له لوري درته بخښنه وشي۰

د اسلام ستر پېغمبر خپل پيروان ښو اخلاقو او د ګاونډيانو سره ښه سلوک او نيکۍ ته رابللي او په دې تاکيد او ټينګار کړی چې له خپلو ګاونډیانو سره بايد ښه سلوک وشي او کامل مسلمان هغه څوک ګڼي چې نور مسلمانان ېې د لاس او ژبې له ضرر نه خوندي وي 

رسول اللهﷺ فرمايلي

۰ ښه اخلاق او ښه ګاونډيتوب کورونه ودانوي او عمرونه زياتوي

 

څرنګه چې اسلام د مينې، رحم، انسان دوستۍ او عاطفې دين دی همدا لامل دي چې اسلام مسلمانان په دې مکلف کړي چې بايد هغه څه چې دی ېې د خپل ځان لپاره خوښوي د بل مسلمان لپاره دې هم خوښ کړي او  خپله د خولې مړۍ دې له نورو سره شريکه کړي۰

 رسول_اللهﷺ_وفرمايل

داسې ستر عبادت در ونه ښايم چې له روژې، لمانځه او زکاته يې درجه لوړه وي؟ اصحابو وويل: ولې نه، حضرت محمد وفرمايل: هغه د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه ده۰

ابوداود

 همدغه راز رسول الله په يوه بل ځای کې  فرمايلي دي چې:

 رحم وکړﺉ چې د الله تعالی له لوري در باندې رحم وشي او بخښنه کوﺉ چې د هغه له لوري درته بخښنه وشي۰

روژه هغه برکتی مياشت ده چې په دې مياشت کې د جنتونو دروازې پرانستل کيږې د جهنم دروازې بندېږي او لوی او سرکښ شيطانان په زنځيرونو تړل کېږي۰ د روژې په نيولو د مسلمان زړه سکون او ډاډ مومي د خوښۍ احساس ورته پيداکېږي او د الله ج رضا تر لاسه کوي۰

ابو هُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د روژې مياشت درته راغله دا مبارکه مياشت ده، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې ده، په دې مياشت کې (د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره) د اسمانونو دروازې خلاصېږي او د جهنم دروازې بندېږي او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي۰

رسول الله ص فرمايلي:

قسم دی په هغه ذات چی د چا په قبضه کی د محمد صلی الله عليه واله وسلم روح دی چی د روژه دار د خولې بوی د الله( ج )په نزد د مشکو د بوی نه زيات ښکلی او خوشبولرونکی دی ( بخاري) ۰

 د روژه دار لپاره دوه خوشحالی دی چی په هغی سره دی خوشحاله کېږی يو دا چی کله دی روژه ماتوی نو د هغه په ماتولو خوشحاله کيږی او دوهم دا چی کله د خپل رب( ج) سری ملاقات کوی۰ متفق عليه ۰

 

روژه او د قران کريم تلاوت به د قيامت په ورځ د مسلمانانو شفاعت کوي او الله ج به د خپلې مهربانۍ له مخې د هغوی شفاعت او سپارښتنه قبلوي۰

عن عبدالله بن عمرو ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة يقول الصيام أي رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه قال فيشفعان ۰

حضرت عبدالله بن عمرو رضی الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي روژه او قرآن کريم د بنده لپاره د قيامت په ورځ د بنده لپاره شفاعت کوي، روژه به ووايي چي ای پروردګاره! ما دی په ورځ کي د خوراک او څښاک  او شهواني خواهشاتو څخه منع کړی وو نو ځکه د ده په هکله زما شفاعت قبول کړه او قرآنکريم به ووايي چي ای خدايه! ما دی په شپه کي له خوب کولو څخه بند کړی وو نو د ده په اړه زما شفاعت  ومنه، نو د دوی دواړو شفاعت به قبول کړل شي.۰

 

عن عبدالله قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ" لِلصَّائِمِ عِنْدَ فِطْرِهِ دَعْوَةً مَا تُرَدّ۰ 

ابن عمر رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چي د روژه نيونکي دعاء د روژه مات پر مهال نه رديږي۰

په يوه بل حديث کې راغلي چې عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ثلاثة لا ترد دعوتهم الصائم حتى يفطر والإمام العادل ودعوة المظلوم۰

 

حضرت ابو هريره رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چي د درو اشخاصو دعا نه ردېږي۰

۱ - د روژه ماتي پر وخت د روژتي دعا

 ۲ - د عادل پاچا دعا

 ۳ - د مظلوم دعا

د سرور کاينات محمد ص له مبارکو ويناوو څخه په ډاکه کېږي چې که د خدای د رضا لپاره يو روژه نيونکی د ايمان په حالت کې مړ شي نو الله ج به ېې جنت ته بيايي او د هغه ټول ګناهونه وربښي۰ 

رسول الله ص فرمايلي:

څوک چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې روژې ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري يعنې د خلکو لپاره نه، بلکه د خدای لپاره روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي۰

او په يو بل حديث کې چې له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

 څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ايمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي

که مونږ هر څومره د روژې په ديني او دنيوي ګټو او ښېګڼو خبري وکړو بيا به هم کمه وي او ددې بختورې او درنې مياشتې ټول فضيلتونه او برکتونه نه شو په ګوته کولای۰ 

 مهربان رب د مسلمان د روژې عمل د خپل ځان لپاره ځانګړی کړی او د هغې اجر، ثواب او بدله به هم دغه ستر ذات پخپله ورکوي۰

حضرت ابو هريره رض الله تعالی عنه فرمايی چی رسول الله صلی الله عليه واله وسلم فرمايی چی الله (ج ) فرمايی: - د بني آدم هر عمل دده لپاره دی سوا د روژی نه ځکه چی دا زما لپاره دی او زه به ددی بدله ورکوم روژه يو ډال دی نو کله چی ستاسو نه د يو تن روژه وی نو هغه دی بی هوده خبری نه کوی او نه دی شور کوی که څوک ده سره بد رد وايي نو دی دي ورسره جنګ نه کوی بلکه دی دي ورته اووايی چی زه روژه يم 

قسم دی په هغه ذات چی د چا په قبضه کی د محمد صلی الله عليه واله وسلم روح دی چې د روژه دار د خولې بوی د الله( ج )په نزد د مشکو د بوی نه زيات ښکلی دی د روژه دار لپاره دوه خوشحالۍ دي چی په هغی سره دی خوشحاله کېږي يو دا چې کله دی روژه ماتوي نو د هغه په ماتولو خوشحاله کېږي او دوهم دا چی کله د خپل رب( ج) سری ملاقات کوي۰  متفق عليه

د روژې په مبارکه مياشت کې الله ج روژه نيونکي ته د رحمت په نظر ګوري، د هغه عا قبلوي، ګناهونه ېې بښي او د ملايکو په مخکې د خپل بنده په دې نيک عمل فخر او وياړ کوي او ترې راضي کېږي۰

عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې روژه را نږدې شوه، نو يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو ته د روژې مياشت راغله، دا د برکت مياشت ده، په دې مياشت کې الله جل جلاله تاسو ته خاص د رحمت نظر کوي نو رحمتونه را نازولي او ګناهونه بخښي. په دې مياشت کې دعا قبلوي، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري او د ملايکو مخکې پر تاسو باندې فخر کوي، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ۰

څوک چې روژه نيونکي ته روژه ماتی برابر کړي نو الله ج د روژه نيونکي په انداه اجرونه او ثوابونه ورکوي بې له دې چې د هِغه په ثوابونو کې کموالی راشي۰

حضرت زيد بن خالد الجهنی رضی الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايلکوم څوک چي د روژه دار روژه ماتی برابر کړي نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کېږي لکه د روژه نيونکي او د روژه نيونکي ثواب هم نه کمېږي۰

که يو مسلمان په وره اخلاص د خپل رب د رضا او خوشالولو په موخه روژه ونيسې  نو الله ج د هغه خوب او چوپتيا هم په نېکۍ او وابونو کې حسابوي  او تېر ګناهونه ورته ه خپل فضل او لورينه وربښي۰

 رسول الله ص فرمايلي دي چې:

نَوْمُ الصَّائِمِ عِبَادَةٌ، وَصَمْتُهُ تَسْبِيحٌ، وَعَمَلُهُ مُضَاعَفٌ، وَدُعَاؤُهُ مُسْتَجَابٌ، وَذَنْبُهُ مَغْفُورٌ "

 د روژه نيونکي خوب عبادت دی، او دده پټه خوله تسبيح ده او دده عمل (په ثواب کي) زياتېږي، او دده دعاء قبوله ده او دده ګناهونه بخښل کېږي۰

 

نو مونږ ته ښايي چې د روژې مبارکه مياشت د الله ج په ذکر او فکر تېره کړو او په پاکو زړونو ،  پوره اخلاص او ايماني جذبو  د خپل رب عبادت او بندګي وکړو او ددغې بختورې او له رحمتونو ډکې مياشتې څخه پوره ګټه تر لاسه کړو۰

څرنګه چې په روژه کې د توبې دروازې پرانستې وي نو  بايد له خپلو ګناهونو توبه اوباسو، په خپلو نفساني خواهشاتو پښې کېږدو او د الله او د هغه د رسول په سپېڅلې لار روان شو تر څو اخره خاتمه مو په ايمان تمامه شي او د الله له قهر او غضب او د جهنم له عذاونو په امان شو۰

- نصرت
بېرته شاته