(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دین پتنګان لیک

[25.Apr.2021 - 20:55]

د دین پتنګان

لیک : بازمحمد عابد

زموږ د کلي په هغه جومات کې چې زموږ د دوکان تر څنګ و، په افغانستان د روسانو د اشغال پر مهال به په کې پینځه وخته جمع کې مجاهدینو ته چې د دین پتنګان به بلل کېدل، د بریالیتوب دعاکانې په جار کېدلې.

زموږ په جومات کې اکثرو مشرانو ځانونه د حکمتیار  پلویان بلل او مکتبیانو ته به یې د حقارت په سترګو کتل. په هماغه وخت کې زموږ د کورنۍ مشران او د تره زامن د خدای بخښلي شمس الهدا شمس سره د کورنۍ دوستۍ په تړاو افعان ملتیان یادېدل او بیا داسې وخت هم راغی چې زه هم افغان ملت ګوند ته جذب شوم.

موږ څو تنو ملګرو به چې د کوم  مازیګر  لمونځ په جمع کولو نو، حکمتیار پلوه مشران به خپل منځو کې پسېدل او ویل به یې دوی ټول دستوري لمونځونه کوي. په اصل کې افغان ملتیان هم د روس درېیم ورور دی.

زه په ۱۳۶۵ ل کال له خپلې مېرمنې او مشرې لورکۍ سره  پېښور ته کډوال شوم او نوره کورنۍ مې په په کلي کې اوسېدله.

بیا په ۱۳۶۷ ل نیمایي کې چې روسان وتلي وو، له تورخمه تر حصارشاهي دوه سرکې پورې سیمه د دین د پتنګانو په واک کې وه. یو ځل خو له څو تنو ملګرو سره د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته له پېښوره په چکر راغلو او لوی ارمان مو دا و چې د غازي اباد فارم د مالټو باغونه ووینو، خو کله چې راغلو نو ومو لیدل چې باغونو ته مجاهدینو اور اچولی و او سوزېدلي ښاخونه یې ځایي اوسېدونکو کورونو ته وړي وو.

زموږ کلي ثمرخېلو کې د کانال ریاست اړوند د مالټو او زیتونو باغونه، د زیتونو د پروسس فابریکه، د نجارۍ فابریکه، او د چرګانو فارمونه د کانال د جوړېدو سره سم جوړ شوي وو، د ډېزلی برېښنا غټه فابریکه هم د دې نورو فابریکو د چلولو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د ډرونټې د برېښنا بند جوړ شوی و نو زموږ کلي ته د دې کانال له برکته برېښنا راغلې وه او ټول کلی د رڼا له نعمته برخمن شوی و. بیا د کارمل او نجیب د واکمنیو پر مهال تقریباً هر کور کې ڼلویزیون، زیل مسکو یخچال او جنرال ایرکنډېشنونه لګېدلي وو. هغه وخت ثمرخېل بیخي ښاریه وه.

 ۱۳۶۹ ل کال په اوایلو کې چې د حصارشاهي دو سرکه کې د مجاهدینو لومړی خط و او د ثمرخېلو د غره څوکه کې د نجیب د حکومت ځواکونه ځای په ځای وو، د کیهان په نوم سنګر یادېدو.

مجاهدینو په دې سنګر حمله یوړه، پوسته یې ونیوه او چې کلي ته راکېوتل، خلکو ته یې وویل چې پښې سپکې کړي، ځکه چې دوی بیګاه ته په یوولسمې فرقې؛ چې د سیند پر غاړه یې موقعیت لرلو او لږ شان پوځ په کې و، حمله کوي.

هر چا خپل ډک کورونه او مالونه پرېښودل او د سر ساتلو په پار یې د تورخم په لور چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، پیاده منډې وهلې.

بله ورځ معلومه شوه چې د فرقې عسکر مجاهدینو نیولي وو او د جبه خاني د کیلي د ورکولو په بدل کې یې معاف کړي وو.

نه یوازې دا چې مجاهدینو د جبه خانې کیلي تر لاسه کړې وه، بلکې ټول کلی یې لوټلی و او په تورخم کې یې د بادپکو، ټلویزیونونو، یخچالونو او ایرکنډیشنونو لوی بازار هم لګولی و او د تورخم خوړ کې یې د مال لویه منډۍ هم جوړه کړې وه چې غنیمت شوې غواګانې او مېښې به په کې اخیستل کېدې او خرڅېدې.

زموږ د کلي په جومات کې چې کوم مشر حاجي صاحب د مجاهدینو ډېر حامي و، نه یوازې دا چې په جار به یې د هغوی د بریالیتوب دعاګانې کولې، بلکې په اوونۍ کې به یې خامخا مجاهدینو ته چنده هم راټولوله. دې حاجي صاحب دوه مېرمنې لرلې، خو له یوې یې هم اولاد نه و. البته لس دولس سره مېښې یې لرلې چې پر شېدو مستو سربېره یې زیړ غوړي هم پلورل.

مخکې له دې چې کلي ته مجاهدین راکېوزې، حاجي صاحب ته یې عزیزانو مشوره ورکړه چې دا مېښې منډيي ته یوسې او خرڅې یې کړي، خو هغه به ویل چې خدای تعالی دې د دین دا پتنګان راولي، زه به ورته یوه یوه مېښه حلالوم.

مجاهدین کلي ته راغلل. پینځه شپږ تنه چې په کوڅه کې راښکاره شول، حاجي صاحب ورته په ورین تندې ښه راغلاست ووایه. حجرې ته یې دننه کړل. کټونو کې یې ورته بالښتونه ډډو ته کېښودل او ورته یې وویل:

- مسلسل څو کاله مې ستاسو د بریالیتوب دعاکانې کړي، ځایي جبهو ته مو چندې راټولې کړي او نن مې تاسو ته شپږ اوه کورني چرګان سره کړي، دا به په ګډه سره خورو.

حاجي صاحب له حجرې نه کور ته ننوت، و یې لیدل چې مېرمنې یې د دیګ مخته کاسې ایښي او انتظار باسي چې غوښه پخه او کاسو کې یې واچوي. حاجي صاحب مېرمنو ته وویل چې لاس خوځوې چې د دین پتنکان مې نن مېلمانه دي.

په همدې وخت کې پرې ډله مجاهدین د کور حوېلۍ ته راننوتل.

حاجي صاحب ولیدل چې د کور حریم یې ورمات کړ. نو په عاحزۍ یې وویل:

قوماندان صاحب دا کور دی، ګوره دا سپین سرې مېرمنې مې تاسو ته اب و نمک تیاروي. تاسو حجره کې کېنئ، بس ډوډۍ په تیارېدو ده.

خو قوماندان صاحب ورته وویل:

هاخوا شه بوډا مخه پرېږده.

 دې کوټه کې څه دي؟

هلکه ورشه د دې بکسونو قلفونه مات کړه چې څه په کې دي.

دې وخت کې حاجي صاحب وارخطا غوندې وویل، د زنانه وو جامې دي په کې

خو قوماندان یوه مجاهد ته وویل چې د دې بوډا په خوله لاس کېږده کنه په مرمۍ ورته خوله ټپوم.

په دې وخت کې له غوجلې نه د مېښو د رمباړو غږونه پورته شول.

حاجي صاحب چې غوجلې ته سر ورښکاره کړو. ویې لیدل چې څلور پینځه تنه رسۍ په لاس په غوجله کې مېښې یو له بل سره مهار کوي او کله چې یې مهار شوې مېښې د تورخم په لور روانې کړې، حاجي صاحب په لړزېدلي غږ له ځانه سره وویل:

رب مو هلاک کړه.

د لیکلو نېټه

۲۰۲۱ ز کال د اپرېل ۲۵ مه

دیارلسم پیشنمی

- بازمحمد عابد
بېرته شاته