(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي صیب خان

[24.Mar.2021 - 17:00]

غازي صاحب خان تره کى

لیک: مالیم قیوم

  د افغان او انګرېزانو ددوهمي جګړې قهرمان شهید.

زه به د تاریخ دا مېړنی غازي، شهید صاحب خان "تره کى" څنګه در وپېژنم، په داسي حال کي چي په ډېرو تاریخونو کي د هغه شهید د پېژند ګلوۍ ساتنه په دې توګه سره سوې ده.

۱. د بلخ مجله یوولسمه او دوولسمه ګڼه، د دلوي او حوت مياشت ۱۳۶۰ هجرې کال، هلته داسي نویشته سوي دي: " څه رنګه چي زموږ په ګران هیواد افغانستان کي هر هر چيري نوميالي زړور، وطنپال د توري او قلم خاوندان سته، نو د غزني د مقر د اوبند افغان غازي صاحب خان تره کى د زېږدني ټاټوبی دئ. چي د یوې خوا وکټواز پکتیا او د بلي خوا د ولاړو اوبو، آب استادي و مقر ته پروت دئ، چي لوئ دښتي او دنګ دنګ غرونه لري.

هلته د مير باش کورنۍ چي د غازي صاحب خان تره کي نیکه او هم پلار ميراحمد خان تره کى اوسېده "میر باش" ډېر شهرت او مېړنۍ کار نامې درلودلې، چي د کام "قوم" مشري يې هم لرل او د دوئ پر دسترخوان به تل کونډو، خوارو او غریبو ډوډۍ خوړه".

٢. سراج التواریخ د دوهم ټوک ۳۵۴ په صفحه کښي تر دې عنوان لاندي ( ذکر متحد و متعهد شدن سردار شیرعلی خان با انګلیس). "کله چي انګرېزي پوځونه کندهار ته ننوتي وه او تر شاه جوۍ پوري را ورسېده، د هغه سیمي افغانان ورسره په جګړه سول، ډېرو د خپل تن ویني توئ کړي، چي په نتیجه کي صاحب خان تره کي د پنځو زرو غښتلو افغانانو په ملګرتیا د خپلو تورو په زور د انګرېزانو د پوځونو په زړه ور ننوتل، انګرېزان بېرته د کندهار پر خوا ولاړل او وې نه سوای کولای چي غزني ته ولاړ سي".

٣. مير غلام محمد غبار د غازي صاحب خان تره کي ذکر په خپل آثر "افغانستان در مسیر تاریخ" په ۶۵۱ صفحه کي داسي کړی دئ " انګرېزي قواوو د کندهار څخه د کابل پر خوا مارش وکړئ، لاکن د لاري په اوږدو کي د یو شمېر غلجو له مقاو مت سره مخامخ سول، څو په شاه جوئ کي د پنځو زرو تره کو سره په جنګ اخته سول. په دغه مخامخ او لاس په لاس خونړۍ جګړه کي وو. چي د ټوپک والو لوئ مشر مېړنی صاحب خان تره کي د خپلو دوو سوو (۲۰۰) مبارزو ملګرو سره شهیدان سوه. پیرمحمد یو له دغو مبارزینو چي (۱۳) ځایه زخمي وو او یو لاس يې هم قطع سوى وو. د غلجو دغه قربانۍ وې، چي د انګرېزانو قواوو ته يې ملا ماتوونکي ماته ورکړه، هغوئ يې مجبور کړه چي سر ټیټي بېرته د کندها ر پر لور ولاړه".

٤. ښاغلي محمدنادر ایوبي کندهاري په خپل ناچاپ آثر "پاچاهانو څه کول" چي اوس چاپ سوی دئ، هلته د غازي صاحب خان تره کي او پیرمحمد خان غازي بیان په ډېر تفصیل سره لیکل سوی دئ.

٥. مشهور لیکوال ښاغلي محمدولي زلمي صاحب داسي لیکي:

" صاحب خان تره کي پر افغانستان باندې د انګرېزانو د دوهم يرغل پر وخت د غزني، کلات په سيمو کي له لویو ملي قهرمانانو څخه ګڼل کيږي. صاحب خان د ميراحمد خان زوى د مير باش خان بدينخېل تره کي لمسی وو، چي د غزني د مقر په آب بند کي چي د غزني څخه څلور کروه لېري دئ زېږېدلی وو. صاحب خان د پلار او نیکه څخه آزادۍ دوست او د انګرېزي استعمار دښمن وو. دی د غزني په سیمه کي هر کله د حکومت له  اراکينو د مطلق العناني مانع ګرځېدلو، چنانچه شاپسند د مقر حاکم چي د هغې سیمي د خلکو د آزارولو او لڅولو ته ملا تړلې وه، په مخامخ مقابله کي د صاحب خان د لاسه ووژل سو او د هم دغه جرم له آثره دی د هېواد په لوېدیځو او شمالي سیمو کي کله په پټه او کله په ښکاره ګرځېدلو او ځان يې د حکومت په لاس نه ورکولو.

حکومت دده خپلوان او دوستان تر سختي څارني لاندې ونیول، څو صاحب خان مجبور سو او ځان يې حکومت ته تسلیم کړ، امیر شېرعلي خان غوښته چي دی په سزا ورسوي، خو مشاورین يې مانع ګرځېده او د سیاسي نظر بند په حیث يې په کابل کي وساتلو، خو ددې سره سره کله به امیر شیرعلي خپل حضور ته ورغوښت، د غزني او د غزني د مربوطاتو په اداري او اولسي چارو کي به يې پوښته.

پر افغانستان باندې د انګرېز د دوهم يرغل په وخت کي چي انګرېزان د زیاتو لښکرو سره د جنرال ستیوارت په مشري د کندهار څخه د کابل د نیولو په نیت رارهي سوي وو، امیر شېرعلي خان صاحب خان تره کى خپل حضور ته ور وغوښت او ورته ويې وېل: چي نن دي وار دئ چي څه رنګه د خپلو سیمو مدافعه وکړي. یو آس، یوه موزه او تفنګچه يې ور وبخښل، صاحب خان په دې صورت د غزني په خوا د آس په سپرلۍ را رهي سو، دی چي د آب بند و فتح کلا ته را ورسېد، نو لیکونو او ډولونو په واسطه يې د اغو جان، جانان کلا، ګنداو، او شلان بزى، چوړی شیر، برلی، ګاو میکي، قره باغ او نورو شا و خوا سیمو خلک يې د جهاد او وطن د دفاع په عزم خبر کړل.

د صاحب خان يو لیک چي د افغانستان په ملي ارشیف کي د تاریخي اسنادو په څېر ساتل سوی دئ، داسي رانقل کيږي:

"على جاه دوستی عنوان هر یک دوست محمد خان و میرجان و دولت محمد خان و محمد خان و قاضی صاحب و عرض بیګی و محمد صادق خان و باقی همه خورد و کلان مردم سلیمان خیل به سلامت باشید، بعدها مشهود باشد، مایان همه یکجا شده ایم شمایان هم مهربانی کرده و هر چند سواران و پیاده که از رخ شمایان میشود به فوری خود بر خواسته کرد. که انګریز در قلات رسیده به تعجیل روانه نمایید که وقت غزا نیک رسیده است، اګر ادعای غزوا مسلمانی دارید، به تعجیل روانه شده، که خود را برسانید در این باب تاکيد دانند که خو را ضروری برسانید" والسلام فقط مهر صاحب خان تره کى.

د صاحب خان تره کي عکس د خپلې اسپې سره چي رابیا نومېده او هم يې قور(زین) سره چي نوم يې باندي مرصع سوی و او اوس د کابل په موزیم کي په دې نمره "٠٠١١٩" ساتل سوې ده، صاحب خان بهادر.

د اندړو، هوتکو، علي خیلو او نورو قومونو د ملي مبارزانو په مشري په داسي حال کي چي دوه وروڼه يې د شېرجان او بازمحمد او بل يو ننګيالى غازي پیرمحمد خان تره کي د مخي مرتضی خان لمسی هم ور سره وو، د زابل شاه جوۍ ته را ورسېدل.

په دې وخت کي صاحب خان او ملګرو يې واورېدل چي امیر شېرعلي خان سلطنت پرې ایښی دئ او امیر محمد یعقوب خان د انګرېزانو په بند کي لوېدلی دئ. څه رنګه چي ملي مبارزه او غزا د پاچا اول الامر د اجازې پرته روانه ده، نو ملي مبارزینو سمدستي صاحب خان په خپل امارت وټاکئ او د انګرېزانو سره په جګړه اخته سوه.

دغه جنګ چي وروسته په چړو، نېزو، سوکانو او غیږ په غیږ ورتلو ته ورسېد، صاحب خان چي يو غښتلی او ماهر توره زن ،و ډېر غلیمان يې تر تېغ ويستل، هغه وخت چي يې غوښته يو دښمن ته سخت ګوزار ورکړي، هغه طیبه کلمه ورته وویله، صاحب خان هغه پرېښود او د بل يوه سره په جګړه اخته سو، هغه د شا له خوا حمله پر وکړه او په شهادت يې ور ساوه.

د دغه جنګ تر ګټلو وروسته غازيانو د صاحب خان جنازه په ډېر درناوي د آب بند د فتح کلا ته ورسوله او هلته يې په خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارله.

٦. سراج التواریخ دذکر متحد و مفعهد شدن سردار شیرعلی خان با انګلیسهاتر عنوان لاندي د صاحب خان تره کي ذکر داسي کوي. څه وخت چي انګرېزي قواوو کندهار ونیوئ او تر شاه جوۍ پوري را ورسېدې، په شاه جوۍ کي افغانان ورسره لاس په لاس په جګړه سول، ډېرو خپلي ویني توئ کړي.

په وروسته کي صاحب تره کي د میراحمد خان تره کي د زوی او یو سلو دوه نیوي غښتلي افغانان د خپلو تورو سره د انګرېزي قواوو په زړه ور ننوتل ،ته تر زیاتو تلفاتو اړولو وروسته دوئ هم شهیدان سول، خو انګرېزانو ماته وخوړل، وې نه سوای کولای چي د غزنی لوري ته تېر سي، بېرته کندهار لوري ته وتښتېدل" د صاحب خان تره کي د غزا او ملي شهامت په هکله د کندهار څخه تر ننګرهاره ډېر ملي او قومي روایات سته، چي ځیني يې زموږ د ملي او آدبي کار نامو جز کرځېدلي دي لکه:

سرې جامې يې رنګ کړي، برابر غزا له ځي صاحب خان

ګل دئ د رېدي صاحب خان

یا دا سندره

صاحب خان ويل شېره وروره پرنګی راغئ

وشاه جوۍ ته را نژدې سو شین لوګی راغئ

په اخلاص توري وهه دا موزیګی راغئ

د عقبْی ګټي هلئ پردی زمان راغئ

 

٧. فیض محمد، سراج التواریخ، جلد دوم صفه ٢٥٤

٨. سید قاسم رشتيا، افغانستان در قرن ١٩ صفحه ٢٥٨

٩. حضرت علامه عبدالحق مجددي او ډاکټر فضل الله مجددي په خپل آثر حقیقت التوا ریخ " از امير کبیر تا رهبر کبیر" کي هم د صاحب خان غازي د رهبرۍ، جهاد او د انګرېزانو سره د جنګ او غزا جریان په ۱۶۱ صفحه کي په لږ او ډېر تفاوت سره لیکلی دئ.

١٠. "په تاج التواریخ کي داسي راغلي دي، د انګرېزانو او افغانانود دوهمي جګړې پر وخت ۱۲۵۷ هجري کال کي د تېري کوونکو پر ضد د پنځو زرو ۵۰۰۰ تره کو جنګیالیو مشري صاحب خان تره کي پر غاړه لرل".

د اوسني زابل د ولایت د شاه جوۍ د اولسوالي مربوط د اغوجا ن یا هولان رباط سره پر پرتې غونډۍ او پر شا و خوا د انګرېزانو سره وجنګېده او انګرېزي لښکرو ته يې ماته ور کړه. مګر صاحب خان غازي په دې د قواوو او سړو د شمېر له مخي نابرابره جګړه کي د خپلو دوو سوو۲۰۰ ملګرو او خپلوانو سره شهید سو. هغه غونډۍ اوس هم د صاحب خان غازي په نوم یاديږي. د کلیو پیغلي په خپلو اتڼو کښي په لنډیو د صاحب خان  غازي یاد داسي کوي.

غازي په لوړه غونډۍ کښېږدئ

چي و سلام ته يې ورځي د مقر ملالي نجوني

د غازي صاحب خان توره:

د غازي صاحب خان د لاس توره چي د سرو زرو په لشتومطلا او جوهر يې له ورایه برېښي چي د توري شغلې پره پره کيږي. او لاستی يې د سپینو قېمتي هډوکو څخه دئ. د توري لاستی يې ۱۸ په ۱۸ سانتۍ کي دئ او د سپینو زرو کړۍ هم لري. د توري د تیغ اوږد والى ۷۸  سانتي متره، پړوالى او ضخامت يې ۱، ۵ یعني یو نیم سانتي متره، د تیغ بر او سور يې ۸ سانتي متره دئ. چي دا په ټولو تورو کي اوږده، سوره وره او درنه توره ده. د لوئ چړې په څېر په زرینو کرښو سره ښکلې کړل سوې ده، او هم په زرین خط دا جمله پرې لیکل سوې ده:

۱۲۰۱ هجري:

پیرو دين محمد دوستدار چاریار

این به حسن بهادر شد به لطف کردګار.

د صاحب خان تره کي له شهادت لږ وروسته امیر عبدالرحمن خان د انګرېزانو په خوښه د افغانستان پاچا سو. امیر عبدالرحمن خان و انګرېزانو ته د خدمت کولو او د اولسونو سره د خیانت کولو یوه بې لګه دا وه، چي د ټولو هغو قومونو او کورنیو مخور مشران او ځوانان يې ووژل، کوم چي د انګرېزانو په وړاندي يې د هیواد په بېلو بېلو سیمو کي د خپلي خاوري څخه دفاع کړي وه، چي یو مثال يې د غازي صاحب خان دوستان او کورنۍ وه.

د غازي صاحب په نوم ډېري سندري جوړي او محلي هنر مندانو ویلي دي، او ډېري نارې یا غاړي ویل سوي دي، چي تر اوسه يې ځوانان او ښځي په ښادیو او اتڼيزو محفلونو کي وائي. د مثال په توګه:

د صاحب خان ګوتي لاهوري غمی لاره د ځانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

ګوته دي یو وړه انګرېزو تر انګلستانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

ټول افغانان به افتخار کړي ستا په مېړانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

د مېړاني نوم دي پرېښود پر جهانه

مړ مه وای ته صاحب خانه

مړمه وای ته صاحب خانه

دا سندره ډېره اوږده ده، ما يې یوه نمونه دلته ولیکله، همدارنګه په لسهاوو نوري سندري باندي جوړي سوي، د غزني څخه تر کندهاره په پرتو سیمو کي تر اوسه هم پاته دي.

زما، ليکونکي، کورنۍ هم د وطن فروش امیر عبدالرحمن خان د خیانت ښکار سول، زما ور نیکه فقیرمحمد يې زما د نورو دوستانو سره ووژل، کورونه او مځکي يې ضبط، ښځي او ماشومان يې پر ولایاتو د دې له پاره سره ووېشل، چي بیا سره راټول نه سي. رښتیا موږ سره ورک سوو.

په دې ترتیب نیکه عبدالحکيم مي کله چي عبدالرحمن خان ته خپل نا اهله زوى حبیب الله زهر ورکړل، د عبدالرحمن تر مرګ وروسته دغه نا اهله حبيب الله پاچا سو. نیکه مي غوښتل چي له کندهار څخه یو ځل خپل اصلي ټاټوبي ته ولاړ سي، هغه وخت موټرونه، لاره او سړکونه نه وه. د پښو لاري وې، نیکه مي د کندهار څخه روان سو، تر ښهري صفاء پوري يې ځان رسولی وو، په ښهري صفاء کي حکومتي خلکو را وګرځاوه، کندهار ته يې را واستوئ، په کندهار کي د امیر حبیب الله نماینده سردار عثمان خان د حکومت مشري کوله، هغه ته يې ور پېش کړ، سردار عثمان تر څه پوښتنو وروسته، زما نیکه په دې تور او تُهمت چي د پاچا د آمره دي سرغړونه کړي ده. تاته اجازه نه وه چي خپل اصلي ټاټوبي ته تللى وای. نو يې جزا ورکړل، هلته يې دونه وواهه چي مرګ ته يې نژدې کړئ. نیکه مي د هغو وهلو څخه یوه هفته وروسته مړ سو. الله پاک دي يې وبخښي

- تره کی
بېرته شاته