(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې پروسه

[14.Jan.2021 - 14:54]

د افغانستان د سولې پروسې په اړه سیمه ییز لید لوری!

د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر ښاغلي علي احمد جلالي صاحب مقاله!

په مرکزي او سویلي آسیا کې سوله او ثبات، په افغانستان کې د شخړې په حل پورې اړه لري

علي احمد جلالي، د نړیوالو اړیکو په چاروکی د منځنی او سویلي آسیا د سټراټیژیکو زده کړو د مرکز ممتازپروفیسر

دمرکزي او سویلي آسیا د سیمې په اړه د افغانستان انګیرنې له ډیرې هیلې، بې باورۍ او شک سره مخ شوي دي. د افغانستان راتلونکې د خپلو ګاونډیو، نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو، او لویو قدرتونو سره په مثبته او رغنده تعامل پورې اړه لري چې د دوی مستقیمه او غیر مستقیمه ښکېلتیا د افغانستان د اوسني وضعیت بڼه بدله کړې. په هرصورت، د سیمه‌ییزو لوبغاړو زیاتوالی چې ځینې یې دیوبل سره په سیالۍ کی دی، په هیواد کې د سولې او شخړې د مسلې پیچلې کولو ته دوام ورکوي. د لویو قدرتونو د سیالۍ او له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پر سر د درېیمو ځواکونو اغیزه ېه سیمه کې سیاسی ډینامیزم نور هم سختوی.

 

لوی قدرتونه او سیمه‌ییز لوبغاړي عموما د افغانستان د شخړې په سیاسي حل کې مشترکې ګټې لري ځکه چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ د سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ لپاره اړین بولي. په هیواد کې د تاوتریخوالي او افراطي ډلو رامنځته کیدل، لکه داعش چې سیمې او ورهاخوا هېوادونو ته جدي ګواښ ګڼل کیږي، د افغانانو ترمینځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې د افغانستان شخړې د حل کولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره نوې اړتیاوې رامینځته کوي.

 

خو بیا هم، بیلابیل هیوادونه، د خپلو امنیتي او سیاسي ګټو له نظره، ننګونې مشروع ګڼي او یا په بل ډول ورته ګوري. د ځینو لوبغاړو ګټې اساسی دي، نور بیا فرصت طلب دي او د کلونو په اوږدو کې د لویو قدرتونو په اړیکو کې د بدلون، په سیمه کې د امنیتي تحرکاتو، په افغانستان او شاوخوا کې د ستراتیژیکې ناڅرګندتیا او په افغانستان کې د جنګي عملیاتو له امله پکې بدلون راغلی.

 

افغان کمانډو ځواکونه له ننګرهار ولایت څخه د داعش د پاکولو لپاره عملیات ترسره کوي. فرانس پرس/ګیتي انځورونه

خو په افغانستان کې د شخړې پای ته رسولو لپاره لاهم یو کاري سیمه‌ییز حل ندی را منڅ ته شوۍ. په تیره لسیزه کې بې شمیره نړیوال کنفرانسونه تر سره شول، د همکارۍ څو میکانیزمونه جوړ شول، او په افغانستان کې د دوامداره تاوتریخوالی د ختمولو لپاره موجوده څو اړخیزې نقشې وکارول شوې. خو بیا هم، ډیر څو اړخیز نوښتونه ناکام شول. د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې یو څو اړخيز ډیپلوماټیک نوښت د لویې سیمه ییزی روغې جوړې تر عنوان لاندې چې سیمه‌ییزو سیالانو او ناامنیو ته د رسیدو ترڅنګ له یاغیانو سره د روغې جوړې هڅه پکې کېده، لاتر نن پورې یې کوم څرک راپورته نشو.

 

پرته له دې چې له سیمې څخه له یو بل سره د یوځای کېدو تمه وشي او د افغانستان د بریالي کیدو لپاره کار وکړي، بالاخره به د اساسی ښکېلو لوبغاړو (جنګي اړخونو او د دوی اصلي ملاتړ کونکو) سره په دو اړخیزو نوښتونو کې یوه عملي حل لاره وموندل شي، او دا نوښت به نورو ښکېلو اړونده غاړو ته هم وغځول شي.

 

د سولې تړون چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د قطر په دوحې کې د 2020 د فبروري په 29مه لاسلیک شو، په افغانستان کې د لسیزو اوږدې شخړې په تاریخ کې یوه نوې پاڼه اړوي. د دوحې په تړون کې طالبانو تضمین وکړ، چې هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو پر ضد کار واخلي. طالبان باید د 14 میاشتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د دې ژمنې په بدل کې چې ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضریږي. په اصل کې، د متحده ایالاتو پوځي وتنه دیوې وسیلې په توګه د دې لپاره کارول کیږي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او په افغانستان کې دوامداره سوله راشي.

 

خو بیا هم، نوموړې پروسه سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري ترڅو د دغه نوښت له بشپړ پلي کولو څخه ملاتړ وشي. د افغانستان له کشالې سره د نورو سیمه‌ییزو او دواړخیزو شخړو د اړیکو پرېکول او د لویو قدرتونو له سیالۍ څخه د افغانستان لرې ساتل هغه مهم عوامل دي چې کولی شي په سیمه کې د سولې پر هڅو باندې اغېزه وکړي.

 

افغان ښځینه سرتیرې د ډزو د تمرین په میدان کې تمرین کوي. د ښځو د حقونو خوندي کول په افغانستان کې د سولې د هرې معاملې مهمه برخه ده.

هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ګټې لري

 

د افغانستان په امنیتي وضعیت کې اصلي برخه وال د شخړې ښکېل اړخونه او هغه هیوادونه دي چې له دواړو خواو څخه ملاتړ کوي، او هغه هیوادونه چې په سیمه کې د جګړې له امله اغیزمن شوي دي.

 

متحده ایالات او پاکستان دوه لوی لوبغاړي دي چې د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ نفوذ لري. متحده ایالات په افغانستان کې د طالبانو له پرزولو وروسته، د دولت اصلي سپانسر او ملاتړ کونکی دی. پاکستان د طالبانو مشرتابه ته، چې د پاکستان په خاوره کې دننه پټنځایونو څخه خپل بغاوت مخته وړي، زیربنایي او مادي ملاتړ چمتو کوي.

 

متحده ایالات په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې پای ته رسیدو ته لیواله دی، او په هممهاله توګه غواړي افغانستان د یو باثبات دولت په توګه په داسې حال کې پریږدي چې بیاځلې د متحده ایالاتو د ګټو په وړاندې د تروریستي حملو پر سرچینه وا نه وړي. د متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بریالي سیاسي جوړجاړي په ګډون له طالبانو سره د سولې موافقې په پلي کولو سره دغه هدف ترلاسه کړي.

 

پاکستان د افغانستان په شخړه او سوله کې لوی لاس لري او د افغانستان په شخړه کې یو له خورا پیاوړو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي. په افغانستان کې د پیاوړي نفوذ ساتل له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسۍ مهمه برخه وه. د هند د جیوپولیټیک برلاسی سره د مقابلې لپاره او لویدیځ لور ته د ستراتیژیکې عمق دغزولو لپاره د اسلام آباد هڅې له 1990 کلونو راهیسې د دې تګلارې یو له اساسي اصولو څخه وې.

 

پاکستان له خپل سیاسي لیری لید سره سم د افغانستان د وضعی له بدلولو څخه هیڅ ډول هڅه نده سپمولی. که څه هم پاکستان ممکن په افغانستان کې بشپړ واک ته د طالبانو بیرته راستنیدل ناممکن او نامطلوب ګڼي، خو پر دوی باندې د خپل کنټرول او نفوذ له لارې هڅه کوي په افغانستان کې خپل سیمه‌ییز جیوپولیټیکې ګټې خوندي وساتي. پاکستان د افغانستان د شخړې د سوله‌ییز حل ملاتړ په داسې توګه کوي چې د دوی د ستراتیژیک امنیت او د سیاسي ګټو تضمین پکې وشي.

 

هند او ایران په سیمه کې دوه نور عمده لوبغاړي دي چې ګټې یې کله ناکله د پاکستان له ګټو سره ټکر کوي او هند، پاکستان د تاوتریخجنو افراطیانو د ملاتړ کونکي په توګه پیژني چې د هند پر وړاندې، په ځانګړې توګه کشمیر کې یې د خپلې تګلارې د یوې وسیلې په توګه کاروي. هند په کلکه له طالبانو سره مخالفت کوي او د افغان حکومت قوي ملاتړ کونکی دی.

 

د ایران هڅه دا ده چې په سیمه کې خپل دروند وزن وساتي او په لویه کچه له متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو په پام کې نیولو سره له افغانستان څخه څارنه وکړي. ایران او متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او ثبات په ګډون ځانګړې ګډې ګټې لري، خو د دوی مشترکات د واشنګټن او تهران تر منځ د زیاتیدونکي کړکیچ تر سیوري لاندې دي.

 

د افغانستان حکومت د 2020 په مې میاشت کې د سولې د وړاندیز په توګه طالب بندیان خوشې کړل. رویټرز

ایران په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې سره یوځای نه شو، خو د متحده ایالاتوطالبانو د سولې موافقې ته په غبرګون کې تهراند هر هغه نوښت هرکلی وکړ چې په افغانستان کې له ثبات او سولې سره مرسته کوي.” په ورته وخت کې ایران په ټینګه باور لري چې په افغانستان کې سوله به یوازې د کورنیو خبرو اترو اود افغانستان د ګاونډیو ګټو په پام کې نیولو سرهشونې وي.

 

ایران او طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې مشترکې ګټې لري. له طالبانو سره د ایران اړیکې ډیری د مصلحت له مخې دي. ایران، طالبانو ته د ایډیالوژیک دښمن یعنې د خراسان اسلامي دولت، چې د داعش په نامه هم پیژندل کیږي، پر وړاندې د یو متقابل ځواک په توګه ګوري. تهران همداراز غواړي چې له جګړې وروسته په افغانستان کې د خپل نفوذ سیمه وساتي. بیا هم، له ایران سره د طالبانو اړیکې ډېری د فرصت له مخې دي او ښایي چې د جیوپولیټیک حالت له بدلون سره پکی تغییرراشی.

 

د لوی قدرتونو په مینځ کې، روسیه په پیل کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په لرې کولو کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ائتلاف څخه ملاتړ وکړ. روسیې هغه مهال خپل دریځ بدل کړ کله چې طالبانو په هیواد کې پوځي فعالیت بېرته پیل کړ، پداسې حال کې چې د داعش په ګډون نوې تروریستي ډلې چې د مینځنۍ آسیا ثبات د ګواښ سره مخ کوي، په افغانستان کې راپیدا شوېر. روسیه اوس د افغان شخړې د سیاسي هواري ننګه کوي او د امریکا- طالبانو د سولې تړون څخه ملاتړ کوي. روسیه په دې باور ده، چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی کولی شي مسکو ته له افغانستان سره د څو اړخیزو اړیکو نوي کولو ته لاره پرانیزي او په سیمه کې د متحده ایالاتو او ناټو شتون د مخنیوي لپاره خپل نفوذ پراخه کړي.

 

چین او متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د ثبات لپاره ګډه ستراتیژیکه لېوالتیا لري. دواړه هیوادونه په افغانستان کې د مطلوب سیاسي جوړښت په باب سره ورته نظرونه لري. د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیزپلی کېدل، چې د ملیاردوډالرو په ارزښت عملی کېږی، په مستقیم ډول په افغانستان کې پر سولې او ثبات پورې اړه لري. سربیره پردې، چین په خپل ایغور سنکیانگ ولایت کې له مخ په زیاتیدونکې داخلي ناکراریو، تروریزم او بیلتون غوښتونکو ګواښونو سره مخ دی، چې د افغانستان او پاکستان ثبات او امنیت لپاره د چین د لا زیاتې لېوالتیا اصلي لامل دی.

 

د دې سربېره، د بیجینګ ګټې په افغانستان کې لومړی اقتصادي دي، په دې هیله چې د افغانستان پراخو طبیعي زیرمو ته لار پیدا کړي. چین د څو اړخيزې کړنلارې له لارې د خپلو ګټو ملاتړ کوي، پداسې حال کې چې د یو کمربندیو سړک زېربنایي پروژې په ګډون پر اوږدمهاله اقتصادي او ټیکنالوژیکي ځواک باندې تمرکز کوي. چین په پام کې لري ترڅو افغانستان په دې پروژه کې یوځای کړي.

 

په سیمه کې د دولتونو ترمنځ بې باورۍ ته په کتو سره شونې نده چې موږ دې د رسمي څواړخیزه خبرو اترو پروسې رامینځته کیدو ته په تمه اوسو، چې کولی شي د دوه اړخیزو تعاملاتو او دوه اړخیزو ګټو جوړجاړیو لومړني پړاو پرته سیمه‌ییز جوړجاړي ته لاره هواره کړي. لکه څنګه چې سیمه‌ییز لوبغاړې د افغانستان راتلونکې ته په بې باورۍ سره ګوري، دوی ښایي خپلو ګټو څخه دفاع ته ادامه ورکړي. هغه څه چې کولی شي د سیمه‌ییزو لوبغاړو محاسبه بدله کړي په افغانستان کې یو باثبات جوړښت دی، چې د ټولشموله مشرتابه تر سیورې لاندې د افغانستان د ملي ځواک د وسایلو د یوځایوالي له لارې چې د روانې سولې پروسې په اوږدو کې متحده ملي اجندا وڅاري، ترلاسه کیږي. دا په افغانستان کې کورنی وضعیت د سیمه‌ییز بدلون لپاره پر کلیدي عامل اړوي.

 

د میوو پلورونکي خپل شیان د کابل په بازار کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي. سوله به په افغانستان کې له داسې اقتصاد ټیکاو سره مرسته وکړي چې د لسیزو جګړو له امله ځپل شوی دی. فرانس پرس/ګیتي انځورونه

د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو تر منځ، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په ګډون د باور کچه لوړول، د ګاونډیو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته ژمنتیا، او د ګاونډیو په وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د دښمن د فعالیتونو مخنیوی مهم مخکني شرطونه دي. دا ډول چلند ممکن سیمه‌ییزو لوبغاړو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپلو سیالانو په قیمت خپلې ګټې تعقیب کړي. د دې لپاره چې د افغانستان خلک د سولې او ثبات لپاره په خوځښت راشي، د حکومت لپاره پکار ده چې لومړی باید په خپلو ساختارونو کې سمون راولي.

 

په پای کې، د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون د افغانانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو او په افغانستان کې د سولې د لاسته راوړلو لپاره بنسټ جوړوي. د افغانستان بریا د خپلو ګاونډیو، نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو، او لویو قدرتونو سره په مثبته او رغنده تعامل پورې اړه لري چې په افغانستان کې د دوی مستقیمې او غیرمستقیمې ښکېلتیا د دې هیواد د اوسني وضعیت بڼه بدله کړې. همکاري او د سیالۍ نشتون، د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو د سیالۍ ختمولو او له افغانستان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې د درېیمې ډلې نفوذ د مخنیوي لپاره اساسي ټکي دي.

 

په هممهاله توګه، د سولې هیڅ جوړجاړی، له افغانستان سره د پر ځان بسیاکېدنې سره د نړیوالو اقتصادي مرستو پرته په یوازې ځان دوام نشي پیدا کولی. په سیمه کې د افغانستان اقتصادي ګډون، د یاد هیواد لپاره د اوږدمهاله پر ځان بسیاکېدنې کیلي ده.

 

په سیمه او ورهاخوا هېوادونو کې د جیوپولټیک ګټو بدلون ته په پام سره، لږ شمیر کسان تمه لري چې افغانستان د سولې له جوړجاړي وروسته سمدلاسه په سیمه کې په بشپړ ډول ورګډ شي. دا ډول پروسه په احتمالي ډول په تدریجي ډول مخ ته تلی شي، ځکه چې د انفرادي دوه اړخیزو پروژو په لور هڅې ډېرې پڅې دي، او د پېچلو پروژو او څو اړخیزو جوړجاړیو پر لور هڅې چټکی ندی. په پایله کې، افغانستان به له جنګ وروسته دوره کې د خپلو ادارو د ثبات لپاره په نړیوالې اقتصادي مرستې تکیه کوي.

- جلالي
بېرته شاته